Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
50 verses
1د فسحې د اختر نه شپږ ورځې مخکې عیسی بیت عنیا ته چې ایلعازر په کې اوسېده، یعنې هماغه سړی چې هغه د مرګ نه وروسته بېرته راژوندی کړی ؤ، راغی.
2هغوی هلته د عیسی دپاره د ماښام ډوډۍ تیاره کړې وه. مرتا د هغوی خدمت کاوه او ایلعازر هم د عیسی سره ډوډۍ ته ناست ؤ.
3په دې وخت کې مریم یو بوتل قیمتي عطر چې نیم لیتر وو او د یو ډول خالصه خوشبویه ملهمو څخه جوړ شوي وو، راواخیستل او د عیسی په پښو باندې یې واچول او د هغه پښې یې په خپلو ویښتانو باندې وچې کړلې او ټول کور د عطرو د خوشبویۍ نه ډک شو.
4خو یهودا اسخریوتي چې د عیسی د شاګردانو څخه ؤ او وروسته یې د هغه سره خیانت وکړ، وویل:
5«دا عطر ولې د درېو سوو سپینو زرو په سکو باندې خرڅ نه شول چې پیسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای؟»
6هغه دا خبره د دې دپاره ونه کړه چې ګنې د هغه سره د غریبانو غم ؤ، بلکې په دې خاطر چې هغه خپله غل ؤ او څرنګه چې هغه د پیسو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود نو اکثره وخت به یې یو څه پیسې د خپل ځان دپاره پټولې
7عیسی وویل: «د هغې سره کار مه لرئ، هغې زه د ښخولو دپاره تیار کړم.
8ځکه چې غریبان به تل ستاسو سره وي، خو زه به تل تاسو سره نه یم.»
9زیات شمېر خلک خبر شول چې عیسی په بیت عنیا کې دی، نو هغوی هلته ورغلل. یوازې د دې دپاره نه چې عیسی وویني بلکې ایلعازر چې عیسی راژوندی کړی ؤ، هم وویني.
10نو مشرانو کاهنانو پرېکړه وکړه چې ایلعازر هم ووژني،
11ځکه چې د هغه له امله ډېرو خلکو هغوی پرېښودل او په عیسی باندې یې ایمان راوړ.
12په بله ورځ ګڼ شمېر خلک چې د اختر دپاره راغلي وو، خبر شول چې عیسی اورشلیم ته راروان دی.
13نو هغوی د خرما د ونو څانګې واخیستلې او د هغه مخې ته ورووتل او چیغې یې وهلې: «ژوندی دي وي! مبارک دی وي هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي! مبارک دي وي د اسراییلو پاچا!»
14عیسی یو کوټی پیدا کړ او په هغه باندې سپور شو، لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
15«ای د صهیون خلکو، نور مه وېرېږئ!ګوره، ستا پاچا دی راروانهغه سپور دی په کوټي باندې.»
16په اوله کې شاګردان د دې شیانو په معنی باندې پوه نه شول، خو کله چې عیسی خپل جلال ته ورسېده، نو هغوی ته ور په یاد شول چې دا شیان د هغه په هکله لیکل شوي وو او د هغه سره همداسې وشول.
17کله چې عیسی ایلعازر ته غږ وکړ او هغه یې راژوندی کړ او د قبر څخه یې راوویست نو زیات شمېر خلک هلته موجود وو. هغوی چې څه لیدلي او اورېدلي وو د هغې په هکله یې نورو خلکو ته شاهدي ورکوله.
18نو ګڼ شمېر خلک د هغه هرکلي ته ورغلل، ځکه چې هغوی اورېدلي وو چې عیسی دا معجزه ښودلې وه.
19نو بیا فریسیانو یو بل ته سره وویل: «تاسو ګورئ چې مونږ هېڅ نه شو کولای، ټوله نړۍ هغه پسې روانه ده.»
20په اختر کې چې د عبادت دپاره اورشلیم ته کوم خلک راغلي وو په هغوی کې ځینې یونانیان هم وو.
21هغوی فیلیپوس ته چې د جلیل د بیت صیدا ؤ، راغلل او ورته ویې ویل: «ای ښاغلیه، مونږ غواړو چې عیسی ووینو.»
22فیلیپوس لاړ او اندریاس ته یې وویل او هغوی دواړه لاړل چې عیسی خبر کړي.
23عیسی هغوی ته وویل: «اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې د انسان زوی جلال ومومي.
24په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که د غنمو یوه دانه په خاوره کې ونه لویږي او له منځه لاړه نه شي، نو هغه به هماغه یوه دانه پاتې شي. خو که چېرې هغه له منځه لاړه ش�� نو ډېرې دانې به راشنې شي.
25په چا باندې چې په دې نړۍ کې خپل ځان ګران وي نو هغه به له لاسه ورکړي. خو که څوک په نړۍ کې د خپل ځان نه تېر شي نو هغه به تل ترتله خپل ژوند وساتي.
26که څوک غواړي چې زما خدمت وکړي نو هغه دې ما پسې راځي او چېرته چې زه یم نو زما خدمتګار به هم هلته وي. څوک چې زما خدمت کوي نو زما پلار به هغه سرلوړی کړي.
27اوس زما زړه ناارامه دی او نه پوهېږم چې څه ووایم. ایا ووایم: ‹ای پلاره، ما د دې کړاو او ځورېدنې د ساعت نه وساته؟› خو زه دې نړۍ ته د دې دپاره راغلی یم چې وکړېږم.
28ای پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه!» هغه وخت د اسمان نه یو اواز راغی او ویې ویل: «ما جلال ورکړی دی او بیا به هم جلال ورکړم.»
29کوم خلک چې په هغه ځای کې ولاړ وو او دا اواز یې واورېد نو ځینو یې وویل: «دا د تندر اواز ؤ.» خو نورو وویل: «فرښتې د هغه سره خبرې وکړې.»
30خو عیسی هغوی ته وویل: «دا اواز زما په خاطر نه، بلکې ستاسو په خاطر ؤ.
31اوس د دې وخت رارسېدلی چې خدای به د نړۍ د خلکو په هکله قضاوت کوي او د دې نړۍ واکمن یعنې شیطان به شړل کیږي.
32کله چې زه د ځمکې نه پورته وخېژول شم نو ټول انسانان به خپل ځان ته راکاږم.»
33د عیسی د خبرې اشاره دې ته وه چې هغه به په څه قسم مرګ مړ کیږي.
34خلکو عیسی ته وویل: «زمونږ شریعت وایي چې مسیح به تل ترتله ژوندی وي. نو بیا ته څنګه ویلی شې چې د انسان زوی باید پورته وخېژول شي؟ دا د انسان زوی څوک دی؟»
35عیسی هغوی ته وویل: «ستاسو سره د لږ نور وخت دپاره رڼا شته. ترڅو پورې چې دا رڼا ستاسو سره ده نو تاسو ګرځئ، هسې نه چې تیاره درباندې راشي. ځکه څوک چې په تیاره کې ګرځي هغه نه پوهیږي چې چېرته روان دی.
36تر هغې پورې چې رڼا درسره ده نو په رڼا باندې ایمان راوړئ د دې دپاره چې تاسو د رڼا بچیان شئ.»کله چې عیسی خپلې خبرې پای ته ورسولې نو لاړ او د هغوی نه پټ شو.
37سره له دې چې عیسی د هغوی په مخکې ډېرې معجزې وښودلې خو هغوی په هغه باندې ایمان رانه وړ،
38ترڅو د اشعیا پیغمبر هغه خبرې رښتیا شي چې ویلي یې وو:«ای څښتنه، چا زمونږ په پیغام باندې باور کړی دی؟چاته څښتن خپل قدرت ښودلی دی؟»
39نو هغوی ونه شو کولای چې ایمان راوړي. اشعیا پیغمبر هم ویلي دي:
40«خدای د هغوی سترګې ړندې کړې دي،او د هغوی زړونه یې سخت کړي دي،چې په سترګو باندې څه ونه وینياو په زړونو کې ورباندې پوه نه شياو ماته را ونه ګرځيچې زه یې روغ کړم.»
41اشعیا دا د دې دپاره وویل چې د عیسی جلال یې ولید او د هغه په هکله یې خبرې وکړې.
42سره له دې بیاهم ډېرو یهودي مشرانو په هغه باندې ایمان راوړ، خو د فریسیانو له وېرې یې د خپل ایمان راوړلو اقرار نه کاوه، هسې نه چې د کنیسې څخه یې وشړي،
43ځکه چې هغوی د خدای له خوا د ستاینې په ځای د انسان ستاینه زیاته خوښوله.
44نو عیسی په لوړ اواز وویل: «هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو هغه نه یوازې دا چې په ما باندې یې ایمان راوړی بلکې په هغه چا باندې یې هم راوړی دی چې زه یم رالېږلی یم.
45هرڅوک چې ما ویني نو هغه څوک هم ویني چې زه یې رالېږلی یم.
46زه نړۍ ته لکه د یوې رڼا په شان راغلی یم د دې دپاره چې هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه په تیاره کې پاتې نه شي.
47خو که چېرې څوک زما خبرې واوري او عمل ورباندې ونه کړي، نو زه هغه نه محکوموم. زه نړۍ ته د دې دپاره راغلی یم چې خلک وژغورم، د دې دپاره نه یم راغلی چې هغوی محکوم کړم.
48هرڅوک چې ما رد کړي او زما خبرې ونه مني نو د هغه دپاره قاضي شته، یعنې هغه تعلیم چې ما ورکړئ دی هغه به د اخرت په ورځ ملامته کړي.
49ځکه چې زه له خپله ځانه خبرې نه کوم بلکې هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم ماته دا حکم کړی دی چې څه ووایم او څنګه خبرې وکړم.
50زه پوهېږم چې د هغه حکم خلکو ته تلپاتې ژوندون ورکوي. نو ځکه زه چې څه وایم هماغه څه دي چې پلار راته ویلي دي چې ویې وایم.»