Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
57 verses
1د ایلعازر په نوم یو سړی ؤ چې ناروغه ؤ. د هغه کور په بیت عنیا کې ؤ، یعنې په هغه کلي کې چې مریم او د هغې خور مرتا اوسېدله.
2دا به هغه مریم وي چې د عیسی په پښو باندې به عطر اچوي او د هغه پښې په خپلو ویښتانو وچوي. د هغې ورور ایلعازر ناروغه ؤ.
3نو خویندو یې عیسی ته خبر ورولېږه او ورته ویې ویل: «استاذه، ستا ګران دوست ناروغه دی.»
4کله چې عیسی دا واورېدل نو ویې ویل: «ایلعازر به د دې ناروغۍ څخه نه مړ کیږي، بلکې دا د خدای د جلال ښکاره کولو دپاره یوه وسیله ده ترڅو د خدای زوی هم له دې لارې جلال ومومي.»
5په عیسی باندې مرتا، د هغې خور او ایلعازر ګران وو.
6سره له دې چې هغه د ایلعازر د ناروغۍ نه خبر شو، خو دوه ورځې نور هم په هغه ځای کې چې ؤ، هلته پاتې شو.
7بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې بېرته یهودیې ته لاړ شو.»
8شاګردانو ورته وویل: «ای استاذه، لږه موده مخکې د هغه ځای خلکو غوښتل تا سنګسار کړي، خو ته بیاهم غواړې چې هلته لاړ شې؟»
9عیسی ځواب ورکړ: «ایا یوه ورځ دولس ساعته نه ده؟ څوک چې د ورځې ګرځي نه راغورځیږي، ځکه چې د دې نړۍ رڼا ویني.
10خو که څوک د شپې ګرځي نو غورځیږي، ځکه چې د هغه سره رڼا نه وي.»
11عیسی دا خبرې وکړې او بیا یې هغوی ته وویل: «زمونږ دوست ایلعازر ویده پروت دی، خو زه ورځم چې راویښ یې کړم.»
12شاګردانو وویل: «ای استاذه، که هغه ویده وي نو هغه به راپاڅيږي.»
13خو د عیسی د خبرې مقصد دا ؤ چې ایلعازر مړ شوی دی، خو هغوی فکر وکړ چې د هغه مقصد عادي خوب دی.
14نو عیسی هغوی ته ښکاره وویل: «ایلعازر مړ شوی دی.
15خو زه ستاسو په خاطر خوشحاله یم چې هلته نه وم، ځکه چې تاسو به اوس په رښتیا ایمان راوړئ. راځئ چې هغه ته ورشو.»
16توما چې د غبرګوني په نوم هم یادېده، نورو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې مونږ هم لاړ شو او د هغه سره مړه شو.»
17کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېده، څلور ورځې کېدلې چې د ایلعاز مړی په قبر کې ایښودل شوی ؤ.
18بیت عنیا د اورشلیم نه شاوخوا درې کیلومتره لېرې ؤ
19او د اورشلیم نه د یهودیې ډېر خلک مرتا او مریم ته راغلي وو چې د هغوی د ورور د مړینې په خاطر ورته تسلي ورکړي،
20نو کله چې مرتا د عیسی د راتللو څخه خبره شوه، د هغه مخې ته ورغله، خو مریم په کور کې پاتې شوه.
21مرتا عیسی ته وویل: «استاذه، که ته دلته وای، نو زما ورور به نه وای مړ شوی.
22خو زه اوس هم په دې پوهېږم چې که ته د خدای نه هرڅه وغواړې نو خدای به یې درکړي.»
23عیسی هغې ته وویل: «ستا ورور به بېرته راژوندی شي.»
24مرتا وویل: «زه پوهېږم چې هغه به د قیامت په ورځ راژوندی شي.»
25عیسی هغې ته وویل: «زه قیامت او ژوندون یم. که څوک په ما باندې ایمان راوړي که هغه مړ هم شي، خو بیا به هم ژوندی وي،
26او که څوک ژوندی وي او په ما باندې ایمان راوړي، نو هغه به هېڅکله هم مړ نه شي. ایا په دې باندې باور کوې؟»
27هغې وویل: «هو، استاذه! زه په دې ایمان لرم چې ته مسیح یعنې د خدای زوی یې، د چا په هکله چې خدای ویلي دي چې هغه باید نړۍ ته راشي.»
28کله چې مرتا دا خبره وکړه نو لاړه او خپلې خور ته یې غږ وکړ او په پټه یې ورته وویل: «استاذ راغلی دی او تا غواړي.»
29کله چې مریم دا واورېدل نو زر راپ��څېدله او عیسی ته ورغله.
30عیسی لا کلي ته رسېدلی نه ؤ او لا په هماغه ځای کې ؤ چې مرتا یې لیدلو ته ورغلې وه.
31کوم خلک چې مریم ته د تسلۍ ورکولو دپاره راغلي وو او د هغې په کور کې وو، نو کله یې چې ولیدل چې هغه په بیړه له کوره وځي نو هغې پسې روان شول. هغوی فکر کاوه چې هغه قبر ته روانه ده چې هلته وژاړي.
32مریم هغه ځای ته ورسېدله چې عیسی په کې ؤ او څنګه یې چې هغه ولیده، نو پښو ته یې پرېوتله او ویې ویل: «استاذه، که ته دلته وای نو زما ورور به نه وای مړ شوی.»
33کله چې عیسی هغه ولیدله چې ژاړي او همدارنګه کوم خلک چې د هغې سره راغلي وو هم ژاړي، نو سوړ اوسېلی یې وویست او ډېر خفه شو
34او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «د هغه قبر چېرته دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «ښاغلیه، راشه او ویې ګوره.»
35عیسی په ژړا شو.
36بیا خلکو وویل: «وګورئ هغه ورباندې څومره ګران ؤ.»
37خو ځینو یې وویل: «دې سړي چې د هغه ړوند سړي سترګې بینا کړلې، ایا دا یې نه شو کولای چې ایلعازر یې د مرګ نه بچ کړی وای؟»
38عیسی یوځل بیا سوړ اوسېلی وویست او قبر ته ورغی. دا قبر یو غار ؤ چې خولې ته یې یوه تیږه ایښودل شوې وه.
39عیسی خلکو ته امر وکړ او ویې ویل: «تیږه لېرې کړئ.» مرتا د مړ شوي سړي خور هغه ته وویل: «استاذه، اوس خو د هغه د مرګ څلور ورځې شوې دي او بوی به یې کړی وي.»
40عیسی هغې ته وویل: «ایا تاته مې نه وو ویلي چې که چېرې ته ایمان ولرې نو د خدای جلال به ووینې؟»
41نو خلکو تیږه لېرې کړه. بیا عیسی پورته اسمان ته وکتل او ویې ویل: «ای پلاره، زه ستا شکر کوم چې زما دعا دې واورېدله.
42زه پوهېدم چې ته تل زما دعا اورې، خو ما دا د دې خلکو په خاطر چې دلته ولاړ دي، وویل ترڅو هغوی په دې باندې ایمان راوړي چې زه تا رالېږلی یم.»
43کله چې عیسی دعا خلاصه کړه نو په لوړ اواز یې چیغه کړه: «ای ایلعازره، راووځه.»
44نو هغه مړی چې لاسونه او پښې یې په کفن کې تاو شوې وې او مخ یې په دستمال کې پټ ؤ، راووت. عیسی هغوی ته وویل: «هغه راخلاص کړئ او پرېږدئ چې لاړ شي.»
45نو ډېرو خلکو چې د مریم لیدلو ته راغلي وو، کله چې هغوی هغه څه چې عیسی وکړل ولیدل نو په هغه باندې یې ایمان راوړ.
46خو د هغوی څخه ځینې یې فریسیانو ته ورغلل او کوم کارونه چې عیسی کړي وو هغوی ته یې وویل.
47بیا فریسیانو او مشرانو کاهنانو شورا راوغوښتله او ویې ویل: «څه باید وکړو؟ ځکه چې دا سړی ډېرې معجزې ښکاره کوي.
48که مونږ هغه پرېږدو چې همداسې کارونه وکړي نو ټول خلک به ورباندې ایمان راوړي، بیا به رومیان راشي او زمونږ د خدای کور او زمونږ ټول قوم به له منځه یوسي.»
49خو په هغوی کې یو تن چې قیافا نومېده او په هغه کال لوی کاهن ؤ، وویل: «تاسو نه پوهېږئ!
50په دې نه پوهېږئ چې ستاسو دپاره دا ښه دی چې یو کس د ټول قوم په خاطر مړ شي، نه دا چې ټول قوم تباه شي.»
51هغه دا خبره له خپله ځانه ونه کړه، بلکې د دې دپاره چې هغه په هغه کال لوی کاهن ؤ، نو هغه پېشګویي وکړله چې عیسی به د یهودو د قوم په خاطر مړ شي،
52او یوازې د هغه قوم دپاره نه، بلکې د خدای ټول خواره واره اولادونه چې په مختلفو ځایونو کې اوسیږي سره یوځای کړي.
53نو د هماغې ورځې نه هغوی د عیسی د وژلو پرېکړه وکړه.
54له هغې وروسته عیسی نور د خلکو په منځ کې ښکاره نه ګرځېده، بلکې د هغه ځای نه یوې سیمې ته چې دښتې ته نژدې وه، یعنې د افرایم په نوم ښار ته لاړ او د خپلو شاګردانو سره هلته پاتې شو.
55د یهودیانو د فسحې اختر نژدې ؤ او ډېر خلک د کلیوالي سیمو نه اورشلیم ته راغلل چې خپل ځانونه پاک کړي.
56هغوی عیسی لټاوه او څنګه چې هغوی د خدای په کور کې سره راټول شول نو یو بل ته یې وویل: «تاسو څه فکر کوئ، ایا هغه به د اختر جشن ته رانه شي؟»
57مشرانو کاهنانو او فریسیانو دا حکم کړی ؤ، که هرڅوک پوه شي چې عیسی چېرته دی نو دوی ته دې خبر ورکړي چې هغه ونیسي.