Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
42 verses
1«په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې د پسونو پنډغالي ته د دروازې په لاره نه ورننوځي، بلکې د کومې بلې لارې نه ورننوځي هغه غل او داړه مار دی.
2خو کوم سړی چې په دروازه ورننوځي هغه د پسونو شپون دی.
3څوکیدار هغه ته دروازه خلاصوي او کله چې هغه خپلو پسونو ته نوم اخلي او نارې ورته وهي نو پسونه د هغه اواز پېژني او هغه یې دباندې وباسي.
4کله چې هغه خپل ټول پسونه وباسي نو شپون یې مخکې روان وي او پسونه ورپسې وي، ځکه چې د هغه اواز پېژني.
5هغوی د پردي سړي پسې نه ځي، بلکې د هغه نه تښتي، ځکه چې هغوی د پردي سړي اواز نه پېژني.»
6عیسی هغوی ته دا مثال راوړ، خو هغوی په دې پوه نه شول چې د هغه مقصد څه دی.
7عیسی یوځل بیا هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې زه د پسونو دپاره د دروازې په شان یم.
8هغه ټول نور چې زما نه مخکې راغلي وو، غله او داړه ماران وو او پسونو د هغوی اواز ته غوږ نه دی نیولی.
9زه د دروازې په شان یم. هرڅوک چې زما له لارې ننوځي نو هغوی به وژغورل شي. هغوی به ځي او راځي او ښه څړځای به پیدا کوي.
10غل یوازې د غلا، قتل او بربادۍ دپاره راځي. زه د دې دپاره راغلی یم چې زما پسونه ژوندون ومومي او د هغوی په ژوند کې هرڅه پرېمانه وي.
11زه نېک شپون یم، داسې شپون چې د خپلو پسونو په خاطر خپل ځان قربانوي.
12خو یو مزدور چې شپون نه دی او پسونه یې خپل نه دي، نو کله چې وویني چې لېوه راروان دی، پسونه پرېږدي او تښتي. لېوه به په پسونو باندې حمله وکړي، پسونه به په زوره بوځي او خواره واره به یې کړي.
13هغه به وتښتي، ځکه چې هغه مزدور دی او د پسونو پروا نه لري.
14زه نېک شپون یم. زه خپل پسونه پېژنم او هغوی ما پېژني.
15لکه څنګه چې ما پلار پېژني، زه هم پلار پېژنم او زه خپل ځان د پسونو دپاره قرباني کوم.
16زه نور پسونه هم لرم خو هغه د دې شپول نه دي، هغه هم باید راولم. هغوی به هم زما اواز اوري او یوه رمه به شي او شپون به یې هم یو وي.
17پلار زما سره مینه کوي ځکه چې زه خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې هغه بیا ومومم.
18هېڅوک زما نه زما ژوند نه اخلي، بلکې په خپله خوښه یې قرباني کوم. دا زما اختیار دی چې ځان قربان کړم او دا واک او اختیار لرم چې هغه بېرته لاسته راوړم. دا هغه څه دي چې پلار مې راته حکم کړی چې ویې کړم.»
19د عیسی په دې خبرو یوځل بیا د یهودیانو ترمنځ اختلاف پیدا شو.
20په هغو کې ډېرو وویل: «هغه پېرانو نیولی دی او لېونی دی. ولې د هغه خبرو ته غوږ نیسئ؟»
21خو نورو به ویل: «څوک چې پېریانو نیولی وي هغه داسې خبرې نه شي کولای. ایا پېری کولای شي چې ړانده بینا کړي؟»
22دا د ژمي وخت ؤ او په اورشلیم کې د خدای د کور د وقف کېدلو اختر ؤ.
23عیسی د خدای د کور په یوځای کې چې د سلیمان د برنډې په نوم یادېده، ګرځېده.
24خلک د هغه نه ګردچاپېره راټول شول او ورته ویې ویل: «ترڅو پورې به مونږ پرېږدې چې شکمن واوسو؟ که چېرې ته مسیح یې نو مونږ ته یې ښکاره ووایه.»
25عیسی ځواب ورکړ: «ما تاسو ته وویل خو تاسو پرې باور نه کوئ. زه چې د خپل پلار په نوم کوم کارونه کوم هغه زما په هکله شاهدي ورکوي.
26خو تاسو پرې باور نه کوئ ځکه چې تاسو زما پسونه نه یئ.
27زما پسونه زما اواز پېژني او زه هغوی پېژنم او هغوی ما پسې راځي.
28زه هغوی ته تلپاتې ژوندون ورکوم او هغوی به هېڅکله هم هلاک نه شي او هېڅوک نه شي کولای چې هغوی په زوره راڅخه بوځي.
29زما پلار چې هغه خلک یې ماته راکړي دي هغه د ټولو نه لوی دی او هېڅوک نه شي کولای چې هغوی زما د پلار نه په زوره بوځي.
30زه او پلار یو یو.»
31خلکو یوځل بیا تیږې راواخیستې چې هغه سنګسار کړي.
32عیسی هغوی ته وویل: «ما تاسو ته د پلار له خوا ډېرې ښې معجزې وښودلې. تاسو د هغو نه د کومې یوې په خاطر ما سنګساروئ؟»
33هغوی ورته ځواب ورکړ: «مونږ تا د کوم نېک کار په خاطر نه سنګساروو، بلکې د کفر ویلو په خاطر. ځکه چې ته یوازې یو انسان یې، خو د خدایۍ دعوه کوې.»
34عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ایا ستاسو په شریعت کې نه دي لیکل شوي چې خدای وویل: ‹تاسو خدایان یئ؟›
35مونږ پوهېږو چې د خدای کلام نه شي بدلېدلی. نو که چېرې خدای هغه خلک چې د هغه پیغام ورته رسېدلی دی خدایان بللي دي،
36نو بیا تاسو ولې په ما باندې د کفر ویلو تور لګوئ چې کله وایم چې زه د خدای زوی یم؟ لکه څنګه چې پلار زه وقف کړی یم او نړۍ ته یې رالېږلی یم.
37که چېرې زه د خپل پلار کارونه نه کوم نو په ما باندې ایمان مه راوړئ.
38خو که چېرې زه هغه کارونه کوم چې پلار یې کوي، که بیاهم په ما باندې ایمان نه راوړئ نو لږ تر لږه زما په کارونو باندې خو ایمان راوړئ. بیا تاسو دا ومنئ او په دې پوه شئ چې پلار په ما کې دی او زه په پلار کې یم.»
39هغوی یوځل بیا هڅه وکړه چې عیسی ونیسي، خو هغه د هغوی له نظره پناه شو.
40بیا عیسی د اردن د دریاب بلې غاړې ته پورې وت او هغه ځای ته لاړ چې مخکې یحیی په کې د تعمید غسل ورکاوه او هلته پاتې شو.
41ډېر خلک ورته راغلل او هغوی وویل: «یحیی هېڅکله کومه نښه ونه ښودله، خو هغه چې هرڅه د دې سړي په هکله ویلي وو هغه رښتیا ؤ.»
42او په هغه ځای کې ډېرو خلکو په عیسی باندې ایمان راوړ.