Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
41 verses
1کله چې عیسی په لاره تېرېده نو یو سړی یې ولیده چې د پیدایښت نه ړوند ؤ.
2شاګردانو یې ترې پوښتنه وکړه: «استاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړي یا د ده مور او پلار چې هغه ړوند پیدا شوی دی؟»
3عیسی ځواب ورکړ: «نه دې سړي او نه یې مور او پلار ګناه کړې ده، بلکې هغه د دې دپاره ړوند پیدا شو چې د هغه په وجود کې د خدای کار ولیدل شي.
4تر هغې پورې چې لا ورځ ده باید هغه کارونه سرته ورسوو چې د هغه چا له خوا مونږ ته سپارل شوي دي چې زه یې رالېږلی یم. کله چې شپه شي نو هېڅوک کار نه شي کولای.
5ترڅو پورې چې په دې نړۍ کې یم د نړۍ دپاره رڼا یم.»
6څنګه چې عیسی دا خبره وکړه نو په ځمکه باندې یې لاړې واچولې او په لاړو یې خټه جوړه کړه او هغه یې د هغه سړي په سترګو باندې وموږله
7او ورته ویې ویل: «لاړ شه او د سیلوام په حوض کې خپلې سترګې ووینځه.» (د سیلوام معنی ده لېږل شوی.) نو هغه سړی لاړ، خپلې سترګې یې ووینځلې او بېرته چې راغی نو بینا ؤ.
8د هغه ګاونډیانو او هغو خلکو چې د پخوا نه یې هغه پېژانده چې خیرات به یې غوښته وویل: «ایا دا هماغه ړوند سوالګر سړی نه دی چې ناست به ؤ او خیرات به یې غوښته؟»
9ځینو وویل: «دا هماغه سړی دی.» خو نورو وویل: «نه، دا د هغه په شان ښکاري.» خو هغه خپله وویل: «زه هماغه سړی یم.»
10نو هغوی ترې پوښتنه وکړه: «ستا سترګې څنګه بینا شوې؟»
11هغه ځواب ورکړ: «هغه سړی چې عیسی نومېده لږه خټه جوړه کړه او زما په سترګو باندې یې وموږله او راته ویې ویل چې د سیلوام حوض ته لاړ شه او هلته یې ووینځه. نو زه لاړم او خپلې سترګې مې ووینځلې او بینا شوم.»
12هغوی پوښتنه وکړه: «هغه چېرته دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زه نه پوهېږم.»
13بیا ځینې خلکو هغه سړی چې مخکې ړوند ؤ فریسیانو ته راوست.
14دا د سبت ورځ وه چې عیسی خټه جوړه کړې وه او د هغه سترګې یې بینا کړې وې.
15دوهم ځل فریسیانو د هغه سړي نه پوښتنه وکړه چې څنګه بینا شو. هغه سړي هغو ته وویل: «هغه زما په سترګو باندې خټه کېښودله او ما هغه ووینځلې او اوس هرڅه لیدلی شم.»
16ځینو فریسیانو وویل: «هغه سړی د خدای له خوا نه دی راغلی، ځکه چې د سبت ورځ نه مراعتوي.» خو نورو وویل: «یو ګناهکار سړی څنګه داسې د قدرت نښه ښودلی شي؟» او د هغوی ترمنځ اختلاف راپیدا شو.
17نو فریسیانو یوځل بیا د هغه سړي نه پوښتنه وکړه: «ته د هغه سړي په هکله چې ستا سترګې یې بینا کړلې څه وایې؟» هغه سړي ځواب ورکړ: «هغه پیغمبر دی.»
18خو یهودي مشرانو په دې باندې باور نه کاوه چې هغه سړی پخوا ړوند ؤ او اوس بینا شوی دی ترڅو یې د هغه مور او پلار راوغوښتل.
19یهودي مشرانو د هغوی نه پوښتنه وکړه: «ایا دا ستاسو زوی دی؟ تاسو وایئ چې هغه ړوند پیدا شوی دی؟ نو بیا څنګه اوس کولای شي چې وویني؟»
20د هغه سړي مور او پلار په ځواب کې وویل: «مونږ پوهېږو چې دا زمونږ زوی دی او ړوند پیدا شوی دی.
21خو مونږ نه پوهېږو چې هغه څنګه بینا شو یا چا د هغه سترګې بینا کړلې. د هغه نه پوښتنه وکړئ، هغه بالغ دی او په خپله ځواب ویلی شي!»
22د هغه مور او پلار په دې خاطر داسې وویل چې هغوی د یهودي مشرانو نه وېرېدل، ځکه چې هغوی لا د مخکې نه په دې موافقه کړې وه چې هرڅوک چې اقرار وکړي چې عیسی هماغه مسیح دی، نو هغه به د کنیسې نه وشړي.
23نو له دې امله د هغه سړي مور او پلار وویل: «هغه بالغ دی، پوښتنه ترې وکړئ.»
24هغوی د دوهم ��ل دپاره هغه سړی چې مخکې ړوند ؤ راوغوښت او ورته ویې ویل: «د خدای په نوم قسم وخوره چې رښتیا به وایې! مونږ پوهېږو چې دا سړی ګناهکار دی.»
25هغه سړي ځواب ورکړ: «دا چې هغه ګناهکار دی او که نه دی زه نه پوهېږم، خو په یو شي باندې پوهېږم چې زه ړوند وم او اوس بینا شوی یم.»
26هغوی پوښتنه وکړه: «هغه تا سره څه وکړل او څنګه یې ستا سترګې روغې کړلې؟»
27هغه ځواب ورکړ: «ما مخکې تاسو ته وویل خو تاسو نه غوښتل چې زما خبره واورئ. نو تاسو ولې غواړئ چې یوځل بیا یې واورئ؟ ایا تاسو هم غواړئ چې د هغه شاګردان شئ؟»
28بیا هغوی هغه سړي ته ښکنځلې وکړې او ورته ویې ویل: «ته د هغه شاګرد یې، خو مونږ د موسی شاګردان یو.
29مونږ پوهېږو چې خدای د موسی سره خبرې کړې وې، خو خبر نه یو چې دا سړی له کوم ځایه راغلی دی.»
30هغه سړي په ځواب کې وویل: «څومره حیرانوونکې خبره ده! هغه زما سترګې بینا کړلې، خو تاسو لا اوس هم خبر نه یئ چې هغه له کوم ځای نه راغلی دی.
31مونږ پوهېږو چې خدای د ګناهکارانو دعا نه اوري، خو هغه د دینداره خلکو چې د هغه رضا پوره کوي دعاګانې اوري.
32د نړۍ د پیدایښت نه هېچا نه دي اورېدلي چې کوم چا د پیدایشي ړوند سترګې بینا کړې وي.
33که چېرې دا سړی د خدای له خوا نه وای راغلی نو هغه هېڅ نه شو کولای.»
34هغوی په ځواب کې وویل: «د کومې ورځې نه چې ته پیدا شوی یې ړوند او ګناهکار یې، نو بیا ته څوک یې چې مونږ ته درس راکوې؟» بیا یې هغه د کنیسې نه وشړلو.
35کله چې عیسی واورېدل چې هغوی هغه سړی د کنیسې نه شړلی دی نو هغه یې لټاوه او پیدا یې کړ نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته د انسان په زوی ایمان لرې؟»
36هغه سړي په ځواب وویل: «ښاغلیه، ماته ووایه چې هغه څوک دی چې زه ورباندې ایمان راوړم.»
37عیسی ورته وویل: «تا هغه لیدلی دی او دا هماغه سړی دی چې همدا اوس درسره خبرې کوي.»
38هغه سړي وویل: «هو، څښتنه، زه درباندې ایمان لرم.» او هغه ته په سجده پرېوت.
39بیا عیسی هغه ته وویل: «زه دې نړۍ ته د قضاوت کولو دپاره راغلی یم چې ړانده بینا شي او بینا ړانده شي.»
40ځینې فریسیان چې د عیسی سره نژدې ولاړ وو دا خبرې واورېدلې او پوښتنه یې ترې وکړه: «ستا مقصد دا دی چې مونږ هم ړانده یو؟»
41عیسی هغوی ته وویل: «که تاسو ړانده وای نو ستاسو ګناه به نه وه، خو دا چې تاسو وایئ مونږ بینا یو، نو د دې معنی دا ده چې تاسو لا تر اوسه هم ګناهکاران یئ.»