Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
59 verses
1خو عیسی د زیتون غره ته لاړ.
2بله ورځ سهار وختي هغه بېرته د خدای کور ته لاړ او ټول خلک ورته راټول شول. هغه کښېناست او هغوی ته یې تعلیم شروع کړ.
3په دې وخت کې د شریعت عالمانو او فریسیانو یوه ښځه چې د زنا په وخت کې یې نیولې وه هغه ته راوستله او د ټولو په مخکې یې ودروله.
4هغوی عیسی ته وویل: «استاذه، دا ښځه د زنا کولو په وخت کې نیول شوې ده.
5موسی په شریعت کې مونږ ته حکم کړی دی چې داسې ښځې باید سنګسارې شي. خو ته په دې هکله څه وایې؟»
6هغوی دا خبره د دې دپاره وکړه چې عیسی په دام کې راونیسي، ترڅو وکولای شي په هغه باندې تور ولګوي. خو هغه خپل سر ښکته واچاوه او په خپله ګوته یې په ځمکه باندې لیکل شروع کړل.
7کله چې هغوی په پرله پسې توګه د هغه نه سوالونه کول، نو عیسی خپل سر راپورته کړ او هغوی ته یې وویل: «په تاسو کې چې کوم چا هېڅکله هم ګناه نه وي کړې نو هغه به اولنی کس وي چې هغه په تیږه باندې ولي.»
8عیسی یوځل بیا خپل سر ښکته واچاوه او په ځمکه باندې یې لیکل کول.
9کله چې هغوی دا خبره واورېدله نو زاړه خلک لومړي لاړل او بیا ځوانان ورپسې روان شول. عیسی د هغې ښځې سره چې هلته لا ولاړه وه یوازې پاتې شو.
10عیسی خپل سر راپورته کړ او هغې ښځې ته یې وویل: «هغوی څه شول؟ هېچا ته محکومه نه کړې؟»
11هغې ځواب ورکړ: «هېچا هم نه، ښاغلیه.» عیسی وویل: «نو بیا زه هم تا نه محکوموم، ځه او بیا نوره ګناه مه کوه.»]
12عیسی یوځل بیا د خلکو سره خبرې وکړې او ویې ویل: «زه د نړۍ دپاره رڼا یم! څوک چې زما پیروي کوي، هغه به په تیاره کې نه ګرځي، بلکې د هغه سره به د ژوندون رڼا وي.»
13فریسیانو هغه ته وویل: «ته د خپل ځان په هکله شاهدي ورکوې نو ستا شاهدي اعتبار نه لري.»
14عیسی په ځواب کې وویل: «حتی که زه د خپل ځان په هکله هم شاهدي ورکوم نو زما شاهدي اعتبار لري، ځکه زه پوهېږم چې د کوم ځای نه راغلی یم او چېرته به ځم. خو تاسو نه پوهېږئ چې زه د کوم ځای نه راغلی یم او چېرته ځم.
15تاسو د انسانانو د رسمونو او رواجونو له مخې قضاوت کوئ، خو زه د هېچا په هکله داسې قضاوت نه کوم.
16خو که زه قضاوت هم کوم نو هغه سم دی، ځکه چې دا کار زه یوازې نه کوم بلکې هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم په دې کار کې زما سره دی.
17ستاسو په شریعت کې لیکل شوي دي چې که چېرې دوه کسه د یوې موضوع په هکله شاهدي اعتبار لري.
18یو زه یم چې د خپل ځان په هکله شاهدي ورکوم او بل شاهد زما پلار دی چې زه یې رالېږلی یم.»
19بیا هغوی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ستا پلار چېرته دی؟» عیسی ځواب ورکړ: «تاسو نه ما پېژنئ او نه زما پلار. که تاسو زه پېژندلی نو زما پلار به مو هم پېژانده.»
20عیسی دا خبرې هغه وخت وکړلې، کله چې هغه د خدای د کور په خزانه کې خلکو ته تعلیم ورکاوه. خو هېچا هم هغه ونه نیوه ځکه چې د هغه وخت لا نه ؤ رارسېدلی.
21عیسی یوځل بیا هغوی ته وویل: «زه ځم او تاسو به ما پسې ګرځئ خو که تاسو خپلو ګناهونو ته دوام ورکړئ نو مړه به شئ. چېرته چې زه ځم تاسو هلته نه شئ راتللی.»
22نو خلکو یو بل ته سره وویل: «کله چې هغه وایي: ‹چېرته چې زه ځم تاسو هلته نه شئ راتللی،› ایا د هغه مقصد دا دی چې هغه به خپل ځان ووژني؟»
23عیسی هغوی ته وویل: «تاسو د ځمکې خلک یئ خو زه د اسمان نه راغلی یم. تاسو د دې نړۍ یئ، خو زه د دې نړۍ نه یم.
24نو ځکه مې تاسو ته وویل چې تاسو به په خپلو ��ناهونو کې مړه شئ. که چېرې تاسو په دې باندې ایمان رانه وړئ چې زه هماغه یم، نو په خپلو ګناهونو کې به مړه شئ.»
25هغوی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ته څوک یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «زه هماغه څوک یم چې د اول نه مې تاسو ته وویل.
26زما سره زیات شیان شته چې ستاسو په هکله یې ووایم او قضاوت وکړم، خو زه هغه نه وایم. چا چې زه رالېږلی یم هغه رښتینی دی او څه چې ما د هغه نه اورېدلي دي هغه نړۍ ته وایم.»
27هغوی په دې پوه نه شول چې عیسی د هغوی سره د خپل اسماني پلار په هکله خبرې کولې.
28نو عیسی هغوی ته وویل: «کله چې تاسو د انسان زوی وخېژوئ نو بیا به پوه شئ چې زه هماغه یم. زه د خپل ځانه کوم کار نه کوم، بلکې هغه خبرې کوم چې پلار مې راته ښودلې دي.
29چا چې زه رالېږلی یم هغه زما سره مل دی. هغه زه یوازې نه یم پریښی، ځکه چې زه تل هغه کار کوم چې هغه ورباندې خوشحالیږي.»
30کله چې عیسی دا خبرې وکړې نو ډېرو ورباندې ایمان راوړ.
31نو کومو خلکو چې په عیسی باندې ایمان راوړی ؤ عیسی هغوی ته وویل: «که چېرې تاسو تل زما په تعلیم باندې عمل وکړئ نو په رښتیا به زما شاګردان یئ
32او تاسو به حقیقت وپېژنئ او حقیقت به تاسو ازاد کړي.»
33هغوی ځواب ورکړ: «مونږ د ابراهیم اولاد یو او مونږ هېڅکله هم د چا غلامان شوي نه یو. نو بیا د دې خبرې نه ستا مطلب څه دی چې تاسو به ازاد شئ؟»
34عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې ګناه کوي نو هغه د ګناه غلام دی.
35غلام تل په یوه کورنۍ کې نه پاتې کیږي، خو زوی تل د کورنۍ غړی وي.
36نو که چېرې زوی تاسو ازاد کړي نو تاسو به په رښتیا سره ازاد اوسئ.
37زه تاسو پېژنم چې د ابراهیم اولاده یئ. خو په دې خاطر چې زما تعلیم ستاسو په زړونو کې ځای نه لري نو غواړئ چې ما ووژنئ.
38زه ستاسو سره د هغو شیانو په هکله خبرې کوم چې د پلار په حضور کې مې لیدلي دي. خو تاسو هغه څه کوئ چې د خپل پلار نه مو اورېدلي دي.»عیسی وایي شیطان د دروغجنو پلار دی
39هغوی وویل: «ابراهیم زمونږ پلار دی.»عیسی هغوی ته وویل: «که چېرې تاسو په رښتیا د ابراهیم اولاده وای نو هغه کارونه به مو کول چې ابراهیم کول.
40خو اوس تاسو غواړئ چې ما ووژنئ، ما چې تاسو ته هغه حقیقت ویلی دی چې د خدای له خوا مې اورېدلی ؤ. ابراهیم هېڅکله هم داسې کار نه دی کړی.
41تاسو هغه کارونه کوئ چې پلار مو کوي.» هغوی وویل: «مونږ حرامیان نه یو، مونږ یو پلار لرو او هغه خدای دی.»
42عیسی هغوی ته وویل: «که خدای په رښتیا ستاسو پلار وای نو زه به تاسو باندې ګران وای، ځکه چې زه د خدای له خوا راغلی یم او اوس دلته یم. زه په خپل سر نه یم راغلی، بلکې هغه رالېږلی یم.
43تاسو ولې زما په خبرو نه پوهېږئ؟ ځکه چې تاسو نه غواړئ چې زما تعلیم ته غوږ ونیسی.
44تاسو د خپل پلار یعنې شیطان اولادونه یئ او د خپل پلار په خوښه کارونه کوئ. هغه له پیل نه قاتل ؤ او هېڅکله د حقیقت طرفدار نه دی، ځکه چې هغه هېڅکله حقیقت نه دي ویلي. کله چې هغه دروغ وایي نو له خپله ځانه یې وایي ځکه چې هغه دروغجن دی او د ټولو دروغو پلار دی.
45خو کله چې زه رښتیا وایم تاسو په ما باندې باور نه کوئ.
46په تاسو کې څوک کولای شي دا ثابته کړي چې ما ګناه کړې ده؟ که چېرې زه حقیقت وایم نو بیا ولې په ما باندې باور نه کوی؟
47هرڅوک چې د خدای له خوا راځي هغه د خدای کلام ته غوږ نیسي، خو تاسو د خدای نه یئ نو له دې امله د خدای کلام ته غوږ نه نیسئ.»
48خلکو عیسی ته په ځواب کې وویل: «ایا مونږ په حقه نه یو چې وایو ته سامري یې او پېریانو نیولی یې؟»
49عیسی وویل: «زه پېریانو نه یم نیولی، بلکې د خپل پلار احترام کوم، خو تاسو زما سپکاوی کوئ.
50زه د خلکو نه د خپل ځان دپاره لویي نه غواړم، خو یو بل څوک شته چې هغه غواړي چې زما عزت دې وشي او هغه سم قضاوت کوي.
51په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که څوک زما په تعلیم باندې عمل وکړي نو هغه به هېڅکله مړ نه شي.»
52خلکو هغه ته وویل: «اوس مونږ پوره ډاډه یو چې ته پېریانو نیولی یې. ابراهیم مړ شو او نور پیغمبران هم مړه شول، خو ته بیاهم وایې چې که څوک زما په تعلیم باندې عمل وکړي نو هغه به هېڅکله مړ نه شي.
53ایا ته زمونږ د پلار ابراهیم او نورو پیغمبرانو نه چې مړه شول ډېر لوی یې؟ ته څه فکر کوې چې څوک یې؟»
54عیسی ځواب ورکړ: «که زه خپل ځان لوی وګڼم نو دا لویې به هېڅ معنی ونلري. خو دا زما پلار دی چې ماته لویي راکوي، هماغه څوک چې تاسو وایئ چې زمونږ خدای دی.
55که څه هم تاسو هغه نه پېژنئ، خو زه هغه پېژنم. خو که زه ووایم چې هغه نه پېژنم نو زه به ستاسو په شان دروغجن یم، خو زه هغه پېژنم او د هغه په تعلیم باندې عمل کوم.
56ستاسو پلار ابراهیم په دې خاطر خوشحاله ؤ چې زما د راتللو ورځ وویني. نو هغه یې ولیدله او خوشحاله شو.»
57خلکو هغه ته وویل: «ته خو لا د پنځوسو کالو هم نه یې، نو بیا څنګه ویلی شې چې ابراهیم دې لیدلی دی؟»
58عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ابراهیم لا پیدا شوی هم نه ؤ چې زه یم.»
59په دې خبره هغوی تیږې راواخیستلې چې عیسی ورباندې سنګسار کړي، خو عیسی د خلکو له نظره پناه شو او د خدای د کور نه لاړ.