Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
53 verses
1هغې نه وروسته عیسی په جلیل کې ګرځېده. هغه نه غوښتل چې په یهودیه کې پاتې شي، ځکه چې د یهودیانو مشرانو غوښتل هغه ووژني.
2کله چې د یهودیانو د جونګړو اختر رانژدې شو،
3نو ورونو یې عیسی ته وویل: «دا سیمه پرېږده او یهودیې ته لاړ شه ترڅو ستا پیروان ستا معجزې وویني.
4څوک چې غواړي مشهور شي نو هغه خپل کارونه په پټه نه کوي. که چېرې ته داسې کارونه کوې نو پرېږده چې ټوله نړۍ دې وپېژني.»
5ځکه چې د هغه ورونو هم په هغه باندې ایمان نه درلود.
6عیسی هغوی ته وویل: «زما دپاره ټاکل شوی وخت لا تر اوسه نه دی رارسېدلی، خو ستاسو دپاره هر وخت مناسب دی.
7د نړۍ خلک نه شي کولای کوم دلیل پیدا کړي چې ستاسو نه کرکه وکړي، خو زما نه کرکه کوي ځکه چې زه هغوی ته شاهدي ورکوم چې د دوی کارونه غلط دي.
8تاسو د اختر دپاره لاړ شئ، زه دې اختر ته نه ځم ځکه چې زما دپاره هغه ټاکل شوی وخت لا نه دی رارسېدلی.»
9هغه دا خبره وکړه او په جلیل کې پاتې شو.
10وروسته له هغې چې د عیسی ورونه اختر ته لاړل، نو عیسی هم لاړ خو په ښکاره نه بلکې په پټه.
11د یهودیانو مشران د اختر په ورځو کې هغه پسې ګرځېدل او د خلکو نه یې پوښتنه کوله: «هغه سړی چېرته دی؟»
12د خلکو په منځ کې د هغه په هکله ګونګسې راپیدا شوې. ځینو ویل: «هغه ښه سړی دی.» او نورو ویل: «هغه خلک بې لارې کوي.»
13خو د یهودیانو د مشرانو له وېرې هېچا د هغه په هکله ښې خبرې نه شوې کولې.
14کله چې د اختر نیمې ورځې تېرې شوې، نو عیسی د خدای کور ته لاړ او په تعلیم ورکولو یې شروع وکړ.
15د یهودیانو مشرانو په حیرانتیا سره وویل: «دا بې تعلیمه سړی په دومره شیانو باندې څنګه پوهیږي؟»
16عیسی ځواب ورکړ: «کوم تعلیم چې زه یې ورکوم هغه زما خپل تعلیم نه دی، بلکې دا د هغه چا تعلیم دی چې زه یې رالېږلی یم.
17که چېرې څوک غواړي چې د خدای رضا پوره کړي، نو هغه به په دې پوه شي چې کوم تعلیم چې زه یې ورکوم هغه د خدای له خوا دی یا که زه له خپله ځانه خبرې کوم.
18څوک چې له خپله ځانه خبرې کوي هغه د خپل ځان دپاره لویي غواړي. خو څوک چې د هغه چا لویي غواړي چې هغه یې رالېږلی دی هغه صادق دی او په هغه کې هېڅ ټګي نشته.
19ایا تاسو ته موسی شریعت درنه کړ؟ خو په تاسو کې هېڅوک هم په هغه شریعت باندې عمل نه کوئ. نو بیا تاسو ولې غواړئ چې ما ووژنئ؟»
20خلکو ځواب ورکړ: «ته پېریانو نیولی یې! څوک غواړي چې تا ووژني؟»
21عیسی په ځواب کې وویل: «ما یوه معجزه وښودله او تاسو ټول ورته حیران شوئ.
22موسی تاسو ته حکم وکړ چې خپل زامن سنت کړئ خو په حقیقت کې د سنتولو دا رسم او رواج د موسی له خوا نه، بلکې ستاسو د نیکونو له وخته پیل شوی دی. همدارنګه تاسو د سبت په ورځ خپل زامن سنتوئ.
23که چېرې تاسو خپل زامن د سبت په ورځ سنتوئ چې د موسی شریعت مات نه شي، نو بیا ولې په ما باندې په قهر یئ چې د سبت په ورځ مې یو سړی روغ رمټ کړ؟
24تاسو په ظاهره قضاوت مه کوئ، بلکې د انصاف له مخې قضاوت وکړی.»
25په دې وخت کې د اورشلیم ځینو خلکو وویل: «ایا دا هماغه سړی نه دی چې یهودي مشران یې غواړي ووژني؟
26وګورئ، هغه دلته په ښکاره لګیا دی خبرې کوي او هغوی ورته هېڅ هم نه وایي! ایا داسې خو نه ده چې زمونږ مشران په رښتیا سره پوهیږي چې هغه مسیح دی؟
27خو مونږ پو��ېږو چې دا سړی د کوم ځای دی او کله چې مسیح راشي، نو هېڅوک به نه پوهیږي چې هغه د کوم ځای دی.»
28کوم وخت چې عیسی د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه نو په لوړ اواز یې وویل: «هو، تاسو ما پېژنئ او په دې پوهېږئ چې زه د کوم ځای یم. خو زه په خپله خوښه نه یم راغلی، هغه چا چې زه رالېږلی یم هغه رښتینی دی او تاسو هغه نه پېژنئ.
29خو زه هغه پېژنم، ځکه چې زه د هغه له خوا راغلی یم او زه هغه رالېږلی یم.»
30بیا په هغه ځای کې ځینو خلکو کوښښ وکړ چې هغه راونیسي، خو هېچا هغه ته لاس ور نه وړ، ځکه چې هغه ټاکلی شوی وخت لا نه ؤ رارسېدلی.
31خو بیاهم په هغو خلکو کې ډېرو په هغه باندې ایمان راوړ او ویې ویل: «کله چې مسیح راشي ایا هغه به د دې سړي نه زیاتې معجزې وښایي؟»
32فریسیانو د عیسی په هکله د خلکو ګونګوسې واورېدلې، نو دوی او مشرانو کاهنانو د خدای د کور ساتونکي ولېږل چې عیسی ونیسي.
33خو عیسی هغوی ته وویل: «زه به د لږ نور وخت دپاره ستاسو سره یم او بیا به هغه چاته ورځم چې زه یې رالېږلی یم.
34تاسو به ما پسې ګرځئ، خو ما به پیدا نه کړئ او په کوم ځای کې به چې زه یم هلته تاسو نه شئ راتللی.»
35یهودي مشرانو په خپلو کې یو بل ته سره وویل: «دا سړی چېرته غواړي لاړ شي چې مونږ یې نه شو پیدا کولای؟ ایا هغه غواړي چې هغو غیریهودي ښارونو ته لاړ شي چې زمونږ خلک په کې اوسیږي او غیریهودي خلکو ته تعلیم ورکړي؟
36د دې خبرې نه د هغه مطلب څه دی چې تاسو به په ما پسې ګرځئ، خو پیدا کولای به مې نه شئ او په کوم ځای کې چې زه یم تاسو هلته نه شئ راتللی؟»
37د اختر په اخره ورځ یعنې هغه ورځ چې ډېر مهم مراسم په کې تر سره کیږي، عیسی ودرېده او په لوړ اواز یې وویل: «که څوک تږی وي نو هغه دې ماته راشي او زه به ورته یو څه ورکړم چې ویې څښي.
38څوک چې په ما باندې ایمان راوړي نو لکه څنګه چې د خدای کلام وایي : ‹د ژوندون د اوبو ویالې به د هغه نه رابهیږي.›»
39عیسی دا خبره د روح القدس په هکله وکړه چې په هغو خلکو باندې به نازلیږي کوم چې په هغه باندې ایمان راوړي. تر هغه وخته پورې لا روح القدس نه ؤ نازل شوی، ځکه چې عیسی لا خپل جلال ته نه ؤ رسېدلی.
40کله چې خلکو دا خبرې واورېدلې نو ځینو یې وویل: «دا سړی په رښتیا سره هماغه پیغمبر دی چې مونږ ورته په تمه یو.»
41نورو وویل: «هغه مسیح دی.» خو نورو وویل: «ایا مسیح د جلیل نه راځي؟
42ایا د خدای کلام دا نه وایي چې مسیح به د داود د کورنۍ څخه وي او د داود د کلي یعنې بیت لحم څخه به وي؟»
43په دې ډول د عیسی په اړه د خلکو په منځ کې بې اتفاقي راپیدا شوه.
44ځینو غوښتل چې هغه ونیسي، خو هېچا ورته لاس ورنه وړ.
45کله چې د خدای د کور ساتونکي بېرته مشرانو کاهنانو او فریسیانو ته ورغلل، نو هغوی د ساتونکو څخه پوښتنه وکړه: «هغه مو ولې رانه ووست؟»
46ساتونکو ځواب ورکړ: «تر اوسه پورې هېچا داسې خبرې نه دي کړي لکه دا سړی یې چې کوي.»
47فریسیانو هغوی ته وویل: «ایا هغه تاسو هم بې لارې کړي یئ؟
48ایا تاسو اورېدلي دي چې د مشرانو او یا د فریسیانو څخه کوم چا په هغه باندې ایمان راوړی دی؟ بې له شکه چې نه،
49خو دا خلک چې د موسی د شریعت نه خبر نه دي، لعنتیان دي!»
50نیکودیموس چې د فریسیانو د ډلې څخه ؤ، یعنې هغه سړی چې یوځل مخکې عیسی ته ورغلی ؤ، هغوی ته وویل:
51«ایا زمونږ شریعت مونږ ته اجازه راکوي چې کوم څوک مخکې له دې چې د هغه خبرې واورو او په دې پوه شو چې هغه څه کړي دي، مجرم اعلان کړو؟»
52هغوی په ځواب کې وویل: «ایا ته هم جلیلي یې؟ د خدای کلام ولوله، نو بیا به پوه شې چې په جلیل کې به هېڅ کوم پیغمبر پیدا نه شي.»
53[بیا ټول خپلو کورونو ته لاړل.