Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
71 verses
1د دې نه وروسته عیسی د جلیل د دریاب بلې غاړې ته چې د طبریې په نوم هم یادیږي، لاړ.
2ګڼ شمېر خلک ورپسې وو، ځکه چې هغوی هغه معجزې لیدلې وې چې د ناروغانو د روغولو دپاره یې ښودلې وې.
3عیسی یوې غونډۍ ته وخوت او هلته د خپلو شاګردانو سره کښېناست.
4د یهودیانو د فسحې د اختر ورځې نژدې وې.
5کله چې عیسی شاوخوا ته وکتل او ګڼ شمېر خلک یې ولیدل چې د هغه خواته راروان دي، نو فیلیپوس ته یې وویل: «دومره ډوډۍ به له کوم ځای نه اخلو چې دا ټول خلک یې وخوري؟»
6عیسی دا خبره د دې دپاره وکړه چې فیلیپوس امتحان کړي، ځکه چې هغه خپله پوهېده چې څه وکړي.
7فیلیپوس ځواب ورکړ: «د سپینو زرو د دوه سوه سکو ډوډۍ به هم بس نه شي چې هر یو ته لږه لږه هم ورسیږي.»
8د هغه په شاګردانو کې یو شاګرد چې اندریاس نومېده او د شمعون پطروس ورور ؤ، هغه ته وویل:
9«دلته یو هلک دی. د هغه سره د اوربشو پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان شته، خو په هغو باندې به د دې دومره خلکو څه وشي؟»
10عیسی هغوی ته وویل: «خلکو ته ووایئ چې کښېني.» په هغه ځای کې ډېر واښه وو، نو ټول سړي چې شمېر یې پنځه زره وو کښېناستل.
11بیا عیسی ډوډۍ راواخیستلې، د خدای شکر یې ووېست او هغه یې په ناستو خلکو باندې ووېشلې. د ماهیانو سره یې هم همداسې وکړل او چا چې څومره غوښتل ورته یې ورکړل.
12کله چې ټول ماړه شول نو خپلو شاګردانو ته یې وویل: «د پاتې شویو ډوډیو ټوټې راټولې کړئ چې هېڅ شی درڅخه ضایع نه شي.»
13نو شاګردانو هغه راټولې کړې او د اوربشو د پنځو ډوډیو د پاتې شویو ټوټو نه چې خلکو خوړلې وې دولس ټوکرۍ ډکې شوې.
14کله چې خلکو د عیسی د قدرت نښه ولیدله نو ویې ویل: «دا په رښتیا هماغه پیغمبر دی چې باید نړۍ ته راغلی وای.»
15بیا عیسی پوه شو چې هغوی نیت لري چې راشي او هغه په زوره بوځي او پاچا یې کړي. نو هغه بېرته د غونډیو سیمې ته لاړ چې هلته یوازې واوسیږي.
16کله چې ماښام شو نو د عیسی شاګردان ښکته د دریاب خواته لاړل،
17کشتۍ ته وختل او بېرته د کپرناحوم خواته روان شول. شپه شوه او عیسی لا بېرته هغوی ته نه ؤ راغلی.
18په دې وخت کې سخت باد لګېده او دریاب توفاني شو.
19کله چې شاګردان نژدې پنځه یا شپږ کیلومتره مخکې لاړل، عیسی یې ولیده چې د اوبو دپاسه روان دی او د کشتۍ خواته رانژدې کیږي، نو هغوی ووېرېدل.
20خو عیسی هغوی ته وویل: «زه یم، مه وېرېږئ!»
21بیا هغوی وغوښتل چې هغه دننه کشتۍ ته راولي، او سمدلاسه کشتۍ هغه ځای ته ورسېدله چې دوی ورته ورتلل.
22بله ورځ هغه خلک چې د دریاب په بله غاړه ولاړ وو ولیدل چې هلته یوازې یوه کشتۍ وه او عیسی په کې د خپلو شاګردانو سره نه ؤ ختلی، بلکې هغوی یوازې تللي وو.
23بیا د طبریې د ښار څخه نورې کشتۍ هغه ځای ته راورسېدلې چې خلکو په کې هغه ډوډۍ خوړلې وه چې عیسی ورباندې د خدای شکر ویستلی ؤ.
24نو کله چې خلکو ولیدل چې هلته نه عیسی ؤ او نه یې شاګردان، نو هغوی په کشتۍ کې سپاره شول او د عیسی د لټولو دپاره کپرناحوم ته لاړل.
25کله چې خلکو عیسی د دریاب په بله غاړه پیدا کړ نو ورته ویې ویل: «استاذه، ته کله دلته راورسېدلې؟»
26عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو د دې دپاره ما نه لټوئ چې زما معجزې مو لیدلي دي، بلکې د هغه ډوډۍ په خاطر چې ومو خوړله او ماړه شوئ.
27د فاني خوړو دپاره خواري مه کوئ بلکې د هغو خوړو دپاره خواري وکړئ چې د تلپاتې ژوندون پورې پاتې کیږي، یعنې هغه خواړه چې د انسان زوی به یې تاسو ته درکوي. ځکه چې پلار خدای هغه ته اختیار ورکړی دی چې داسې وکړي.»
28بیا خلکو پوښتنه وکړه: «مونږ څه وکړو، ترڅو هغه کارونه چې خدای یې زمونږ نه غواړي سرته ورسوو؟»
29عیسی په ځواب کې وویل: «کوم کار چې خدای یې ستاسو څخه غواړي هغه دا دی چې په هغه چا باندې ایمان راوړئ چې هغه رالېږلی دی.»
30نو هغوی وویل: «ته مونږ ته کومه نښه ښکاره کوې چې مونږ یې ووینو او ایمان درباندې راوړو؟ ته به څه کار وکړې؟
31زمونږ نیکونو په دښته کې من وخوړ او لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹هغه د اسمان نه هغوی ته ډوډۍ ورکړه چې ویې خوري.›»
32عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا موسی نه ؤ چې تاسو ته یې د اسمان نه ډوډۍ درکړله، بلکې زما پلار درکوله او اوس هغه تاسو ته د اسمان څخه رښتینې ډوډۍ درکوي.
33ځکه کومه ډوډۍ چې خدای یې درکوي هغه د اسمان څخه رانازلیږي او نړۍ ته ژوندون ورکوي.»
34هغوی وویل: «ښاغلیه، مونږ ته تل دغه ډوډۍ راکوه.»
35عیسی هغوی ته وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې ژوندون ورکوي. څوک چې ماته راځي هغه به هېڅکله نه وږی کیږي او څوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه به هېڅکله نه تږی کیږي.
36خو لکه څنګه چې ما وویل چې سره له دې چې تاسو زه لیدلی یم خو بیاهم په ما باندې ایمان نه راوړئ.
37کوم خلک چې زما پلار یې ماته راکوي هغوی به ماته راځي او څوک چې ماته راځي زه به هغه هېڅکله ونه شړم.
38ځکه چې زه د اسمان نه د دې دپاره نه یم راښکته شوی چې خپله رضا پوره کړم، بلکې د دې دپاره چې د هغه چا رضا پوره کړم چې زه یې رالېږلی یم.
39او چا چې زه رالېږلی یم د هغه رضا دا ده چې ټول خلک چې هغه ماته راکړي دي یو یې هم له لاسه ورنه کړم، بلکې د اخرت په ورځ هغوی راژوندي کړم.
40ځکه چې زما د پلار رضا دا ده چې هرڅوک چې ما د هغه د زوی په توګه وپېژني او په ما باندې ایمان راوړي هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند شي، او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.»
41په دې باندې خلکو په خپلو کې سره شکایت وکړ، ځکه چې هغه وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې د اسمان نه نازل شوې ده.»
42نو هغوی وویل: «ایا دا سړی د یوسف زوی عیسی نه دی چې مونږ یې مور او پلار پېژنو؟ نو بیا هغه څنګه وایي چې زه د اسمان نه راښکته شوی یم؟»
43عیسی ځواب ورکړ: «په خپل منځ کې سره شکایت مه کوی.
44هېڅوک نه شي کولای چې ماته راشي ترڅو هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم هغه ماته رانه ولي، او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.
45د پیغمبرانو په کتابونو کې لیکل شوي دي: ‹هغوی ټول به د خدای له خوا تعلیم حاصل کړي.› هرڅوک چې د پلار خبرو ته غوږ ونیسي او د هغه څخه څه زده کړي، هغه ماته راځي.
46هېچا پلار نه دی لیدلی پرته د هغه چا نه چې د خدای له خوا راغلی دی. یوازې هغه خدای لیدلی دی.
47په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې څوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه د تلپاتې ژوندون خاوند دی.
48زه هغه ډوډۍ یم چې ژوندون ورکوي.
49سره له دې چې ستاسو نیکونو په دښته کې من وخوړ خو هغوی مړه شول.
50خو کومه ډوډۍ چې د اسمان څخه رانازلیږي هغه داسې ډوډۍ ده چې هرڅوک هغه وخوري نو هېڅکله به نه مړ کیږي.
51زه د ژوندون هغه ډوډۍ یم چې د اسمان څخه رانازل شوې ده. هرڅوک چې دا ډوډۍ وخوري نو هغه به تل ترتله ژوندی وي. کومه ډوډۍ چې زه به یې ورکوم، هغه زما خپل بدن دی چې زه یې د نړۍ د ژوندون په خاطر ورکوم.»
52په دې خبره یهودیانو په خپل منځ کې سره سخت بحث شروع کړ او ویل یې: «دا سړی څنګه کولای شي چې خپل بدن مونږ ته راکړي چې ویې خورو؟»
53عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تر هغې پورې چې تاسو د انسان د زوی بدن ونه خورئ او د هغه وینه ونه څښئ نو تاسو به تلپاتې ژوندون ونه لرئ.
54هرڅوک چې زما بدن وخوري او زما وینه وڅښي نو هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند وي او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.
55ځکه چې زما بدن رښتیني خواړه دي او زما وینه رښتینې څښاک ده.
56هرڅوک چې زما بدن وخوري او زما وینه وڅښي نو هغه به په ما کې وي او زه به په هغه کې یم.
57لکه څنګه چې اسماني پلار چې ژوند ورکوي زه راولېږلم او زه د هغه له امله ژوندی یم، نو په همدې ډول هرڅوک چې زما بدن وخوري نو هغه به زما له امله ژوندی وي.
58دا هغه ډوډۍ ده چې د اسمان څخه رانازله شوې ده او دا د هغې ډوډۍ په شان نه ده چې ستاسو نیکونو وخوړله او مړه شول. هرڅوک چې دا ډوډۍ وخوري نو هغه به تل ترتله ژوندی وي.»
59دا خبرې عیسی هغه وخت په کنیسه کې وکړلې کله چې هغه په کپرناحوم کې تعلیم ورکاوه.
60د هغه ډېرو پیروانو چې کله دا خبرې واورېدلې نو ویې ویل: «دا ډېره سخته ده، څوک کولای شي دا خبرې ومني؟»
61عیسی په خپل زړه کې پوه شو چې شاګردان یې په دې خبره باندې شکایت کوي، نو هغوی ته یې وویل: «ایا تاسو په دې باندې خفه شوئ؟
62که چېرې تاسو د انسان زوی ووینئ چې بېرته هغه ځای ته ورخېژي چې پخوا په کې ؤ، نو تاسو به څه فکر وکړئ؟
63دا د خدای روح دی چې انسانانو ته ژوند وربخښي، انساني قوت هېڅ نه شي کولای. ما چې تاسو ته کومې خبرې کړې دي هغه هم روح دی او هم ژوندون.
64خو بیاهم په تاسو کې ځینې خلک شته چې په ما ایمان نه لري.» ځکه چې عیسی ته د هماغې ورځې نه چې تعلیم یې پیل کړ دا معلومه وه چې څوک به ایمان نه راوړي او څوک به د هغه سره خیانت کوي.
65بیا هغه وویل: «په همدې سبب ما تاسو ته وویل چې هېڅوک نه شي کولای ماته راشي ترڅو پورې چې پلار ورته دا توان ورکړی نه وي.»
66د دې خبرې نه وروسته د عیسی ډېرو پیروانو هغه پرېښود او نور یې د هغه ملګرتیا ونه کړه.
67نو عیسی د دولسو شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو هم غواړئ چې ما پرېږدئ؟»
68شمعون پطروس ځواب ورکړ: «ای استاذه، مونږ به چاته لاړ شو؟ ستا سره هغه خبرې دي چې تلپاتې ژوندون ورکوي.
69مونږ په تا باندې ایمان راوړی دی او په دې باندې پوه شوي یو چې ته د خدای سپېڅلی یې.»
70عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو دولس واړه ما غوره نه کړئ؟ خو بیاهم په تاسو کې یو تن شیطان دی!»
71عیسی دا خبرې د شمعون اسخریوتي د زوی یهودا په هکله کولې، که څه هم هغه د دولسو شاګردانو څخه ؤ، هغه به د عیسی سره خیانت وکړي.