Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
47 verses
1له هغې نه وروسته عیسی د یهودیانو د اختر په خاطر اورشلیم ته لاړ.
2په اورشلیم کې هغه ځای ته نژدې چې د پسونو د دروازې په نوم یادېده یو ډنډ دی چې په آرامي ژبه کې ورته بیت حسدا وایي او پنځه دالانونه لري.
3په دې دالانونو کې زیات شمېر ناروغه خلک چې ړانده، ګوډان او شلان وو، پراته وو. [هغوی دې ته انتظار کاوه
4چې په ډنډ کې اوبه وبهیږي. ځکه کله کله به د خدای فرښته دې ډنډ ته راتله او اوبه به یې بهولې او هغه څوک چې به د ټولو نه مخکې ډنډ ته ښکته کېده نو د هر مرض نه به روغېده.]
5هلته یو سړی ؤ چې د اته دېرشو کالو راهیسې شل ؤ.
6کله چې عیسی هغه سړی ولید چې د زیاتې مودې راهیسې هلته پروت ؤ او په دې پوه شو چې هغه ناروغه دی، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته غواړې چې روغ شې؟»
7هغه ناروغه سړي ځواب ورکړ: «ښاغلیه، کله چې اوبه وبهیږي نو زما سره څوک نشته چې ډنډ ته مې ورښکته کړي. کله چې زه وروخوځېږم نو بل کس زما نه مخکې ورننوتی وي.»
8عیسی ورته وویل: «پاڅېږه، خپله بستره دې واخله او وګرځه.»
9هغه سړی سمدلاسه جوړ شو، خپله بستره یې واخیسته او روان شو.دا کار د سبت په ورځ وشو.
10نو د یهودیانو مشرانو هغه روغ شوي سړي ته وویل: «دا د سبت ورځ ده، د سبت په ورځ تاته روا نه ده چې خپله بستره یوسې.»
11خو هغه ځواب ورکړ: «کوم سړي چې زه روغ کړم ماته یې وویل چې خپله بستره دې واخله او وګرځه.»
12هغوی د هغه نه پوښتنه وکړه: «هغه سړی څوک دی چې تاته یې وویل چې بستره دې واخله او وګرځه؟»
13خو هغه سړی چې روغ شوی ؤ نه پوهېده چې عیسی څوک دی، ځکه چې په هغه ځای کې ډېره ګڼه ګوڼه وه او عیسی ځان ایستلی ؤ.
14وروسته بیا عیسی هغه سړی د خدای په کور کې پیدا کړ او ورته ویې ویل: «ګوره، اوس چې ښه شوی یې نو نوره ګناه مه کوه، که نه نو د دې نه به هم د زیاتو کړاوونو سره مخ شې.»
15هغه سړی لاړ او د یهودیانو مشرانو ته یې خبر ورکړ: «چا چې زه روغ کړی وم هغه عیسی ؤ.»
16په دې خاطر چې عیسی د سبت په ورځ داسې کارونه کول، نو د یهودیانو مشرانو د هغه په ځورولو شروع وکړه.
17خو عیسی هغوی ته وویل: «زما پلار تل داسې کارونه کړي دي، نو زه هم همداسې کوم.»
18د عیسی په دې خبره د یهودیانو مشرانو هڅه وکړه چې هغه ووژني، ځکه چې یوازې دا نه چې هغه د سبت قانون مات کړی دی بلکې په دې هم چې هغه خدای ته خپل پلار ووایه او په دې ډول یې خپل ځان د خدای سره برابر وګڼلو.
19عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې زوی نه شي کولای چې له خپله ځانه کوم کار وکړي، بلکې یوازې هغه کار کوي چې هغه یې ویني چې پلار یې کوي. څه چې پلار کوي هغه زوی هم کوي.
20ځکه چې زوی په پلار باندې ګران وي او هغه چې خپله کوم کارونه کوي هغه ټول زوی ته ورښایي. برسېره پر دې نور لوی لوی کارونه هم ورته وروښایي او تاسو ټول به ورته حیران پاتې شئ.
21ځکه لکه څنګه چې پلار مړي راژوندي کوي او هغوی ته ژوند ورکوي، نو په همدې ډول زوی هم چې هرچا ته وغواړي ژوند ورکوي.
22همدارنګه پلار د هېچا په هکله قضاوت نه کوي بلکې خپل زوی ته یې پوره حق ورکړی دی چې قضاوت وکړي،
23ترڅو لکه څنګه چې ټول د پلار احترام کوي، هماغسې د زوی احترام هم وکړي. څوک چې د زوی عزت نه کوي نو د هغه د پلار چې هغه یې رالېږلی دی هم عزت نه کوي.
24په یقین سره زه تاسو ته دا وایم څوک چې زما خبرو ته غوږ نیسی او په هغه چا باندې ایمان راوړي چې زه یې رالېږلی یم، نو هغه به تلپاتې ژوندون ولري. هغه به محاکمه نه شي، بلکې هغه لا پخوا د مرګ نه تېر شوی او ژوند یې شروع کړی دی.
25په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغه وخت به راشي، بلکې راغلی دی چې مړي به د خدای د زوی اواز اوري او هرڅوک یې چې واوري هغه به راژوندی شي.
26لکه څنګه چې پلار هغه ذات دی چې انسانانو ته ژوند ورکوي، نو زوی ته یې هم دا قدرت ورکړی دی چې انسانانو ته ژوند ورکړي.
27هغه زوی ته دا واک او اختیار ورکړی دی چې قضاوت وکړي، ځکه چې د انسان زوی دی.
28په دې باندې مه حیرانېږئ، ځکه چې هغه وخت به راشي چې ټول مړي به په قبرونو کې د هغه اواز واوري
29او د خپلو قبرونو نه به راووځي. کومو خلکو چې نېک کارونه کړي وي هغوی به راپورته شي او ژوند به کوي او کومو خلکو چې بد کارونه کړي دي هغوی به راپورته شي او سزا به ورته ورکول کیږي.
30زه په خپل اختیار هېڅ نه شم کولای. زه د خلکو په هکله هغه قضاوت کوم چې د خپل پلار نه یې اورم. نو کله چې د هغوی په هکله قضاوت کوم هغه قضاوت د انصاف له مخې وي، ځکه چې زه خپله رضا نه بلکې د هغه چا رضا پوره کوم چې زه یې رالېږلی یم.
31که چېرې زه د خپل ځان په هکله شاهدي ورکړم نو دا شاهدي رښتیا نه ده.
32خو یو بل څوک شته چې زما په هکله شاهدي ورکوي او زه پوهېږم هغه چې زما په هکله شاهدي ورکوي هغه رښتیا دي.
33تاسو یحیی ته استازي ورلېږلي وو او هغه چې زما په هکله کومه شاهدي ورکړه هغه رښتیا وه.
34زه په رښتیا سره د انسانانو شاهدي ته چې دا ثابته کړي چې زه څوک یم اړتیا نه لرم، بلکې دا خبرې د دې دپاره درته کوم چې تاسو خلاصون ومومئ.
35یحیی د یو څراغ په شان ؤ چې بلېده او رڼا یې کوله. تاسو تیار وئ چې د یو څه وخت دپاره د هغه خبرې په خوشحالۍ سره واورئ.
36خو زه د یحیی نه لوی شاهد لرم. کوم کارونه چې پلار ماته سپارلي دي چې سرته یې ورسوم، د دې شاهدي ورکوي چې پلار زه رالېږلی یم.
37پلار چې زه یې رالېږلی یم په خپله یې زما په هکله شاهدي ورکړې ده. تاسو هېڅکله د هغه څېره نه ده لیدلې او نه مو د هغه اواز اورېدلی دی،
38او د هغه کلام ستاسو په زړونو کې ځای نه دی موندلی، ځکه چې تاسو په هغه چا باندې چې هغه رالېږلی دی ایمان نه راوړئ.
39تاسو د خدای کلام په ځیر سره لولئ، ځکه چې فکر کوئ چې د هغه په وسیله به تلپاتې ژوندون ومومئ. همدا لیکنې زما په هکله شاهدي ورکوي،
40خو بیاهم تاسو نه غواړئ چې ماته راشئ ترڅو دا ژوندون ولرئ.
41زه د خلکو نه د احترام تمه نه لرم.
42خو زه تاسو پېژنم چې ستاسو په زړونو کې د خدای سره مینه نشته.
43زه د خپل پلار په نوم راغلی یم او تاسو ما نه قبلوئ، خو که بل څوک په خپل نوم راشي نو تاسو به یې قبول کړئ.
44تاسو چې د یو بل نه د احترام تمه لرئ او د هغه احترام په لټه کې نه یئ چې د یوازېني خدای له خوا دی، نو بیا څنکه کولای شئ چې په ما باندې ایمان ولرئ؟
45خو دا فکر مه کوئ چې زه به تاسو د خپل پلار په حضور کې ملامته کړم، همدا موسی چې تاسو ورته هیله لرئ، هماغه به تاسو ملامته کړي.
46که چېرې تاسو په موسی باندې ایمان درلودلی، نو په ما باندې به مو هم ایمان درلود، ځکه چې هغه زما په هکله لیکلي دي.
47خو که چېرې تاسو د هغه په لیکنې باندې ایمان نه لرئ، نو زما په خبرو باندې به څنګه باور وکړئ؟»