Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
54 verses
1کله چې عیسی خبر شو چې فریسیانو اورېدلي دي چې هغه د یحیی نه زیات پیروان پیدا کړي دي او هغوی ته د تعمید غسل ورکوي،
2(خوعیسی په خپله نه بلکې شاګردانو یې د تعمید غسل ورکاوه.)
3نو یهودیه یې پرېښودله او بېرته جلیل ته لاړ.
4هغه مجبور ؤ چې د سامریې له لارې لاړ شي.
5هغه د سامریې یو ښار ته چې د سوخار په نوم یادېده راغی. دا ځای هغې ځمکې ته نژدې ؤ چې یعقوب خپل زوی یوسف ته ورکړې ؤ.
6په هغه ځای کې یوه څاه وه چې د یعقوب وه او عیسی چې د سفر نه ستړی شوی ؤ، د څاه په غاړه کښېناست. دا د غرمې وخت ؤ.
7په دې وخت کې یوه سامرۍ ښځه راغله چې د څاه نه اوبه یوسي. عیسی هغې ته وویل: «خورې، لږې اوبه راکړه.»
8(عیسی یوازې ؤ ځکه د هغه شاګردان د خوړو د اخیستلو دپاره ښار ته تللي وو.)
9سامرۍ ښځې ورته وویل: «ته یهودي یې او زه یوه سامرۍ ښځه یم. څنګه کېدای شي چې ته زما نه اوبه وغواړې؟» ځکه چې یهودیانو د سامریانو سره ناسته ولاړه نه لرله.
10عیسی هغې ښځې ته په ځواب کې وویل: «که چېرې ته په دې خبره وای چې د خدای نعمت څه شی دی او دا څوک دی چې ستا نه اوبه غواړي، نو تا به د هغه نه غوښتنه کړې وای او هغه به درته هغه اوبه درکړي وای چې ژوندون ورکوي.»
11ښځې وویل: «ښاغلیه، تا سره خو کوم شی نشته چې اوبه ورباندې راوباسې او دا څاه ژوره ده، نو ته به د ژوندون اوبه له کومه کړې؟
12ایا ته زمونږ د نیکه یعقوب نه چې مونږ ته یې دا څاه راکړه هم ډېر لوی یې، خپله هغه، د هغه زامنو، د هغه رمو او پادو به هم د دې څاه اوبه څښلې؟»
13عیسی وویل: «هرڅوک چې دا اوبه وڅښي نو بیا به هم تږی شي،
14خو کومې اوبه چې زه یې ورکوم او هرڅوک یې چې وڅښي نو هېڅکله به تږی نه شي. زه چې هغه ته کومې اوبه ورکوم هغه اوبه به په هغه کس کې د چینې په شان بهیږي او تلپاتې ژوندون به ورته ورکوي.»
15ښځې وویل: «ښاغلیه، هغه اوبه ماته راکړه چې بیا هېڅکله تږې نه شم او نه به بیا د اوبو وړلو دپاره دلته راځم.»
16عیسی ورته وویل: «لاړه شه، مېړه ته دې غږ وکړه او بېرته ورسره راشه.»
17هغې په ځواب کې وویل: «زه مېړه نه لرم.» عیسی هغې ته وویل: «ته رښتیا وایې چې مېړه نه لرې،
18ځکه چې تا پنځه مېړونه کړي وو او اوس چې ته د کوم سړي سره اوسېږې هغه ستا مېړه نه دی. تا چې څه وویل هغه رښتیا دي.»
19ښځې وویل: «ښاغلیه، زه پوهېږم چې ته پیغمبر یې.
20زمونږ نیکونو په دې غره کې عبادت کاوه، خو تاسو یهودیان وایئ چې اورشلیم یوازېنی ځای دی چې باید د خدای عبادت په کې وشي.»
21عیسی هغې ته وویل: «ای ښځې، په ما باندې باور وکړه، هغه وخت به راشي چې تاسو به نه په دې غره کې د اسماني پلار عبادت وکړئ او نه هم په اورشلیم کې.
22تاسو سامریان هغه چاته عبادت کوئ چې نه یې پېژنئ، خو مونږ یهودیان د هغه چا عبادت کوو چې مونږ یې پېژنو، ځکه چې خلاصون د یهودیانو په وسیله رامنځته کیږي.
23خو هغه وخت به راشي بلکې اوس راغلی دی چې رښتیني عبادت کوونکي به د خدای د روح سره په رښتیني توګه د اسماني پلار عبادت کوي، ځکه چې اسماني پلار دا ډول عبادت کوونکي غواړي.
24خدای روح دی او هرڅوک چې د هغه عبادت کوي نو هغه دې په روح او حقیقت سره د هغه عبادت وکړي.»
25ښځې ورته وویل: «زه پوهېږم چې د خدای مسیح راتلونکی دی او کله چې هغه راشي نو هرڅه به مونږ ته ښکاره کړي.»
26عیسی ورته وویل: «زه چې ستا سره خبرې کوم نو هماغه زه یم.»
27په دې وخت کې د عیسی شاګردان بېرته راغلل او کله چې هغوی ولیدل چې هغه د یوې ښځې سره خبرې کوي، نو حیران شول خو په هغوی کې یو هم پوښتنه ونه کړه: «ته د هغې نه څه غواړې؟» یا «ته ولې د هغې سره خبرې کوې؟»
28نو ښځې خپل منګی پرېښود، بېرته ښار ته لاړه او خلکو ته یې وویل:
29«راشئ او یو داسې سړی ووینئ چې ما چې تر اوسه پورې هرڅه کړي دي هغه یې راته وویل. کېدای شي چې هغه مسیح وي؟»
30نو هغوی د ښار نه ووتل او عیسی ته ورغلل.
31په دې وخت کې شاګردانو د عیسی نه په کلکه وغوښتل: «استاذه، یو څه وخوره.»
32خو عیسی هغوی ته وویل: «زما سره د خوړلو دپاره داسې خواړه شته چې تاسو ترې هېڅ خبر نه یئ.»
33نو شاګردانو په خپلو کې یو بل ته وویل: «ایا کوم چا هغه ته خواړه راوړي دي؟»
34عیسی هغوی ته وویل: «کله چې زه د هغه چا رضا پوره کړم او د هغه کارونه سرته ورسوم چې زه یې رالېږلی یم، نو دا به زما دپاره داسې وي لکه چې ډوډۍ مې خوړلې وي.
35ایا خلک دا نه وایي: ‹تر اوسه لا د لو وخت ته څلور میاشتې پاتې دي.› سترګې خلاصې کړئ او وګورئ چې فصل وختي پوخ شوی دی او لو کولو ته تیار دی!
36لوګري خپله مزدوري اخلي او د تلپاتې ژوندون دپاره حاصل راټولوي ترڅو کرونکي او لوګري په ګډه سره خوشحالي وکړي.
37نو دا رښتیا دي چې خلک وایي: ‹یو یې کري او بل یې رېبي.›
38ما تاسو ولېږلئ چې د هغو پټیو فصلونه ورېبئ چې تاسو په کې زحمت نه دی ویستلی. نورو زحمت ویستلی او تاسو د هغوی د کار نه ګټه اخلئ.»
39په هغه ښار کې ډېرو سامریانو د هغې ښځې د شاهدۍ له امله چې ویلي یې وو: «ما چې کله هم څه کړي وو هغه ټول یې راته وویل، نو هغوی په عیسی باندې ایمان راوړ.»
40کله چې سامریان هغه ته راغلل او زارۍ یې ورته وکړلې چې د هغوی سره پاتې شي او عیسی دوه ورځې هلته پاتې شو.
41نورو ډېرو خلکو هم د هغې د خبرو له امله ایمان راوړ،
42او هغوی هغې ښځې ته وویل: «مونږ ستا د خبرې په سبب ایمان نه دی راوړی، بلکې مونږ په دې خاطر ایمان راوړو چې په خپله مو د هغه خبرې واورېدلې او په دې پوه شو چې هغه په رښتیا سره د نړۍ خلاصوونکی دی.»
43دوه ورځې وروسته عیسی له هغه ځای نه روان شو او جلیل ته لاړ.
44که څه هم عیسی په خپله شهادت ورکړی وو چې یو پیغمبر ته خلک په خپل وطن کې درناوی نه کوي،
45نو کله چې هغه جلیل ته ورسېده، خلکو ورته هرکلی ووایه. هغوی هم د فسحې په اختر کې اورشلیم ته تللي وو او هرڅه چې هغه په اختر کې په اورشلیم کې کړي وو، هغوی لیدلي وو.
46نو عیسی یوځل بیا په جلیل کې قانا نومي ځای ته چې هغه په کې اوبه په شرابو باندې بدلې کړې وې، لاړ. هلته د دولت یو مامور ؤ چې زوی یې په کپرناحوم کې ناروغه پروت ؤ.
47کله چې هغه سړی خبر شو چې عیسی د یهودیې نه جلیل ته راغلی دی، نو ورته ورغی او زاري یې ورته وکړه چې کپرناحوم ته لاړ شي او زوی ته یې چې د مرګ په حال کې دی شفا ورکړي.
48عیسی هغه ته وویل: «ترڅو پورې چې تاسو نښې او حیرانوونکي کارونه ونه وینئ نو هېڅکله به ایمان رانه وړئ.»
49هغه مامور ورته وویل: «ښاغلیه، مخکې له دې چې زما زوی مړ شي راسره لاړ شه.»
50عیسی وویل: «بېرته کور ته لاړ شه، زوی به دې ژوندی پاتې شي.» هغه سړي د عیسی په خبرو باندې باور وکړ او کورته لاړ.
51هغه لا په لاره روان ؤ چې نوکران یې ورته په مخه ورغلل او ورته ویې ویل: «زوی دې ژوندی او روغ دی!»
52هغه ترې پوښتنه وکړه چې زوی مې څه وخت روغ شو. هغوی ځواب ورکړ: «پرون ماسپښین یوه بجه هغه تبې پرېښود.»
53پلار یې پوه شو چې دا هماغه وخت ؤ چې عیسی ورته ویلي وو: «زوی به دې ژوندی پاتې شي.» نو هغه او د هغه ټولې کورنۍ ایمان راوړ.
54دا د عیسی د یهودیې نه جلیل ته د راتللو نه وروسته د قدرت دوهمه نښه وه.