Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1په فریسیانو کې یو سړی ؤ چې نیکودیموس نومېده او د یهودیانو د مشرانو څخه ؤ.
2یوه شپه هغه عیسی ته راغی او ورته ویې ویل: «استاذه، مونږ پوهېږو چې ته یو ښوونکی یې چې د خدای له خوا رالېږل شوی یې. کومې نښې چې ته یې ښایې هغه هېڅوک نه شي ښودلی ترڅو پورې چې خدای ورسره مل نه وي.»
3عیسی په ځواب کې وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې ترڅو پورې یو سړی بیا نوی پیدا نه شي هغه د خدای پاچاهي لیدلی نه شي.»
4نیکودیموس پوښتنه وکړه: «دا څنګه کېدای شي چې یو زوړ سړی بیا نوی پیدا شي؟ بې له شکه چې هغه نه شي کولای چې بېرته د مور ګېډې ته ورننوځي او د دوهم ځل دپاره بیا پیدا شي!»
5عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې یو سړی به تر هغې پورې د خدای پاچاهۍ ته وردننه نه شي ترڅو چې هغه په طبیعی ډول او روح القدس سره پیدا نه شي.
6د انسان نه چې پیدا کیږي هغه جسم دی او د روح القدس نه چې پیدا کیږي هغه روح دی.
7کله چې زه تاسو ته وایم چې تاسو ټول باید د دوهم ځل دپاره وزېږئ نو په دې باندې مه حیرانېږئ.
8باد چې هرې خواته غواړي هلته لګیږي. تاسو یې اواز اورئ، خو په دې نه پوهېږئ چې هغه د کوم ځای نه راځي او چېرته ځي. نو څوک چې د روح القدس نه پیدا کیږي د هغه حالت هم همداسې وي.»
9نیکودیموس پوښتنه وکړه: «دا څنګه کېدای شي؟»
10عیسی په ځواب کې وویل: «ته په اسراییلو کې یو لوی عالم یې او په دې شیانو باندې نه پوهېږې؟
11په یقین سره زه تاته دا وایم چې مونږ د هغو شیانو په هکله خبرې کوو چې ورباندې پوهېږو او څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله شاهدي ورکوو، خو بیاهم تاسو زمونږ په خبرو باندې باور نه کوئ.
12کله چې زه ستاسو سره د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوم او تاسو ورباندې باور نه کوئ، نو که د اسماني شیانو په هکله خبرې وکړم تاسو به یې څنګه ومنئ؟
13هېڅوک هم کله اسمان ته نه دی ختلی، پرته د انسان د زوی نه چې د اسمان نه راښکته شوی دی.
14لکه څنګه چې موسی په دښته کې برنجي مار په یوې پایې باندې وخېژاوه نو همداسې به د انسان زوی هم باید پورته وځړول شي،
15د دې دپاره چې هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند شي.
16خدای د نړۍ سره داسې مینه وکړه چې خپل یوازېنی زوی یې ورکړ ترڅو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هلاک به نه شي، بلکې تلپاتې ژوندون به ولري.
17خدای خپل زوی دنیا ته د دې دپاره نه دی رالېږلی چې خلک محکوم کړي، بلکې د دې دپاره یې رالېږلی چې هغوی وژغوري.
18که چېرې څوک د خدای په زوی باندې ایمان راوړي، نو هغه به د خدای له خوا محکوم نه شي. خو که چېرې څوک ورباندې ایمان رانه وړي، نو هغه خو له مخکې نه مجرم ګڼل شوی دی، ځکه چې هغه د خدای په یوازېني زوی باندې ایمان نه دی راوړی.
19نو د خدای قضاوت دا دی: دنیا ته رڼا راغلې وه، خو خلکو د رڼا نه تیاره غوره ګڼله، ځکه چې د هغوی عملونه خراب وو.
20څوک چې بد کارونه کوي هغوی د رڼا نه کرکه کوي او ځان ترې لېرې ساتي، ځکه چې وېریږي چې بد کارونه یې ښکاره نه شي.
21خو څوک چې سم کارونه کوي هغه د رڼا خواته ورځي ترڅو په ښکاره ولیدل شي چې هغوی هغه کارونه کوي چې خدای یې غواړي.»
22له هغې وروسته عیسی د خپلو شاګردانو سره د یهودیې سیمې ته لاړ او د یو څه وخت دپاره د هغوی سره هلته پاتې شو او خلکو ته یې د تع��ید غسل ورکاوه.
23یحیی هم سالیم ته نژدې په عینون کې خلکو ته د تعمید غسل ورکاوه، ځکه چې په هغه ځای کې اوبه ډېرې وې. خلک هغه ته ورتلل او هغه ورته د تعمید غسل ورکاوه.
24(ځکه چې دا هغه وخت ؤ چې یحیی لا په زندان کې نه ؤ اچول شوی.)
25په دې وخت کې د یحیی د ځینو شاګردانو او یو سړي ترمنځ د پاکوالي د مراسمو د موضوع په سر بحث راپورته شو.
26نو بیا هغوی یحیی ته ورغلل او ورته ویې ویل: «استاذه، تا سره چې د اردن د سیند په بله غاړه کوم سړی ؤ چې د هغه په هکله دې شاهدي ورکړې وه، هغه دلته دی او د تعمید غسل ورکوي او ټول خلک ورته ورځي.»
27یحیی په ځواب کې وویل: «انسان نه شي کولای چې کوم څه لاسته راوړي ترڅو چې خدای یې ورته ورنه کړي.
28تاسو خپله د دې شاهدان یئ چې ما وویل: ‹زه مسیح نه یم، خو د هغه نه مخکې رالېږل شوی یم.›
29ناوې د زوم وي. د زوم ملګری چې په څنګ کې یې ولاړ وي او د هغه خبرې اوري، نو د زوم د اواز په اورېدلو سره خوشحالیږي. په همدې ډول زما خوشحالي هم پوره کیږي.
30هغه باید ډېر لوی شي او زه وړوکی شم.»
31څوک چې له پاس نه راځي هغه د ټولو نه لوی دی او څوک چې د دې نړۍ دی هغه په دې نړۍ پورې اړه لري او د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوي. څوک چې د اسمان نه راځي هغه د ټولو نه لوی دی.
32هغه چې څه لیدلي او اورېدلي د هغو په هکله شاهدي ورکوي، خو هېڅوک د هغه په خبرو باندې باور نه کوي.
33هرڅوک چې د هغه شهادت قبول کړي، نو په دې اقرار کوي چې خدای رښتینی دی.
34ځکه څوک چې د خدای له خوا رالېږل شوی وي هغه د هغه پیغام په هکله خبرې کوي چې د خدای له خوا راځي، ځکه چې خدای ورته د اندازې نه زیات خپل روح ورکوي.
35پلار د خپل زوی سره مینه کوي او د ټولو شیانو واک یې ورته ورکړی دی.
36څوک چې په زوی باندې ایمان راوړي نو هغه تلپاتې ژوندون لري، خو څوک چې د زوی نه اطاعت ونه کړي نو هغه به تلپاتې ژوندون ونه ویني، بلکې د خدای غضب به تل ورباندې وي.