Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1دوه ورځې وروسته د جلیل د قانا په ښار کې واده ؤ او د عیسی مور هم هلته وه.
2عیسی او د هغه شاګردانو ته هم واده ته بلنه ورکړل شوې وه.
3کله چې د واده د مېلمنو سره شراب خلاص شول نو د عیسی مور عیسی ته وویل: «د هغوی سره نور شراب نشته.»
4عیسی ځواب ورکړ: «مورې! په دې کې زما او ستا څه کار دی؟ زما وخت لا نه دی رارسېدلی.»
5د عیسی مور د هغه ځای نوکرانو ته وویل: «هرڅه چې عیسی درته ووایي هغه وکړئ.»
6په هغه ځای کې شپږ لوی د تیږې منګي ایښي وو چې یهودیانو به ورڅخه په مذهبي توګه د پاکېدلو د مراسمو د سرته رسولو دپاره کار اخیسته او هر یو یې د اتیاوو څخه تر سلو لیترو پورې ځای درلود.
7عیسی نوکرانو ته وویل: «دا منګي د اوبو نه ډک کړئ.» او هغوی هغه منګي تر خولې پورې ډک کړل.
8بیا یې هغوی ته وویل: «اوس د هغو څخه لږې راوباسئ او د مېلمستیا د مراسمو مشر ته یې یوسئ.» نو هغوی همداسې وکړل
9او د مېلمستیا د مراسمو مشر هغه اوبه چې په شرابو باندې بدلې شوې وې، وڅښلې. هغه نه پوهېده چې دا شراب له کومه شول، خو کومو نوکرانو چې دغه اوبه یې راویستلې وې ورڅخه خبر وو، نو د مراسمو مشر زوم راوغوښت
10او ورته ویې ویل: «هرڅوک ښه شراب په اوله کې ورکوي او کله چې مېلمانه نشه شول نو بیا ورته عادي شراب راوړي. خو تا ښه شراب لا تر اوسه پورې ساتلي دي.»
11دا د جلیل په قانا کې د عیسی د قدرت لومړنۍ نښه وه چې د هغې په وسیله یې خپله لویي ښکاره کړه او شاګردانو یې ورباندې ایمان راوړ.
12له هغې وروسته عیسی د خپلې مور، ورونو او خپلو شاګردانو سره کپرناحوم ته لاړ او د یو څو ورځو دپاره هلته پاتې شو.
13د یهودیانو د فسحې اختر رانژدې ؤ، نو عیسی اورشلیم ته لاړ.
14هغه ولیدل چې خلکو د خدای د کور په حوېلۍ کې غویان، پسونه او کوترې خرڅولې او همدارنګه هغه ولیدل چې صرافان د خپلو مېزونو سره ناست وو.
15هغه یوه رسۍ راواخیستله او دوره یې ترې جوړه کړه او هغوی ټول یې د غویانو او پسونو سره د خدای د کور نه وشړل. د صرافانو مېزونه یې په بل مخ راچپه کړل او د هغوی پیسې یې هرې خواته وشیندلې،
16او د کوترو خرڅوونکو ته یې وویل: «دا شیان د دې ځای نه وباسئ! زما د پلار د کور نه بازار مه جوړوئ!»
17د هغه شاګردانو ته ور په یاد شول چې د خدای په کلام کې لیکلي شوي دي: «په ما کې چې ستا د کور په خاطر کوم غیرت دی هغه به ما وسوځوي.»
18نو د یهودیانو مشرانو پوښتنه وکړه: «مونږ ته داسې کومه نښه ښودلی شې چې دا ثابته کړي چې ته حق لرې دا کارونه وکړې؟»
19عیسی ځواب ورکړ: «که چېرې دا د خدای کور وران کړئ نو زه به هغه په درې ورځو کې بېرته ودان کړم.»
20نو هغوی وویل: «دا د خدای کور په شپږڅلوېښت کالو کې جوړ شوی دی او ته یې په درې ورځو کې جوړوې؟»
21خو د خدای د کوم کور په هکله چې عیسی خبرې کولې هغه د ده خپل بدن ؤ.
22نو کله چې هغه بیا راژوندی شو، د هغه شاګردانو ته ور په یاد شول چې دا یې ویلي وو نو هغوی د خدای په کلام او د عیسی په خبرو باندې ایمان راوړ.
23کله چې عیسی د فسحې د اختر په وخت کې په اورشلیم کې ؤ نو ډېرو خلکو چې د هغه معجزې ولیدلې په هغه باندې یې ایمان راوړ.
24خو عیسی په هغوی باندې اعتبار ونه کړ، ځکه چې هغوی ټول یې ښه پېژندل.
25هغه دې ته اړتیا نه لرله چې څوک ورته د انسان په هکله کومه شاهدي ورکړي، ځکه چې هغه په دې ښه پوهېده چې د انسان په زړه کې څه دي.