Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
51 verses
1په ازل کې کلام ؤ. کلام د خدای سره ؤ او کلام په خپله خدای ؤ،
2په ازل کې کلام د خدای سره ؤ.
3خدای ټول شیان د کلام په وسیله پیدا کړل او هېڅ شی بې له کلامه نه دی پیدا شوی.
4کلام د ژوندون سرچینه وه او دې ژوندون انسانانو ته رڼا راوستلې ده.
5رڼا په تیاره کې ځلیږي او تیاره هېڅکله هم په هغې باندې نه ده غالبه شوې.
6نو بیا خدای یو سړی راولېږه چې یحیی نومېده،
7هغه د یو شاهد په توګه راغی چې خلکو ته د دې رڼا په هکله شاهدي ورکړي، ترڅو ټول د دې پیغام په وسیله ایمان راوړي.
8هغه په خپله رڼا نه وه، بلکې هغه راغی چې د هغې رڼا په هکله شاهدي ورکړي.
9هغه رښتینې رڼا چې په ټولو انسانانو باندې ځلیږي، نړۍ ته راروانه وه.
10کلام په نړۍ کې ؤ او که څه هم نړۍ د هغه په وسیله پیدا شوې وه، خو نړۍ هغه ونه پېژانده.
11هغه خپل وطن ته راغی خو خپلو خلکو هغه قبول نه کړ.
12خو کومو خلکو چې هغه یې قبول کړ او ایمان یې ورباندې راوړ، نو هغوی ته یې دا حق ورکړ چې د خدای اولادونه شي.
13داسې اولادونه چې هغوی نه د عادي زېږېدنې، نه د جسماني خواهشاتو او نه د انساني ارادې له مخې بلکې د خدای د روح په وسیله پیدا شوي وي.
14کلام جسم شو او زمونږ په منځ کې اوسېده. مونږ د هغه لویې ولیدله، داسې لویي چې هغه د پلار د یوازېني زوی په توګه تر لاسه کړه او هغه د فضل او رښتینولۍ څخه ډک ؤ.
15یحیی خلکو ته د هغه په هکله شاهدي ورکړې وه. هغه په لوړ اواز وویل: «دا هغه څوک دی چې ما د هغه په هکله ویلي وو چې زما څخه وروسته به راځي، خو هغه زما څخه ډېر لوی دی، ځکه چې زه لا پیدا شوی نه وم چې هغه موجود ؤ.»
16هغه د خپلې زیاتې مهربانۍ له مخې مونږ ټولو ته برکت راکړ، مونږ ته یې د یو برکت پسې بل برکت راکړ.
17ځکه چې شریعت د موسی په وسیله ورکړل شو او مهرباني او رښتینولي د عیسی مسیح په وسیله راغله.
18هېچا هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو د خدای یوازېنی زوی چې پلار ته تر ټولو نژدې دی، خلکو ته وښودل چې خدای څوک دی.
19د یحیی شاهدي دا وه: کله چې د اورشلیم د یهودیانو مشران ځینې کاهنان او لاویان یحیی ته ورولېږل چې پوښتنه ترې وکړي: «ته څوک یې؟»
20هغه اقرار وکړ او منکر نه شو، بلکې ښکاره یې وویل: «زه مسیح نه یم.»
21هغوی ترې پوښتنه وکړه: «نو بیا ته څوک یې؟ ته الیاس نبي یې؟» هغه ځواب ورکړ: «نه، زه هغه نه یم.» هغوی پوښتنه وکړه: «ته هغه پیغمبر یې چې مونږ ورته په تمه یو؟» هغه ځواب ورکړ: «نه.»
22هغوی وویل: «نو بیا مونږ ته ووایه چې ته څوک یې؟ ځکه هغو کسانو چې مونږ رالېږلي یو هغوی ته باید ځواب ورکړو. د خپل ځان په هکله څه وایې؟»
23یحیی وویل: «لکه څنګه چې اشعیا نبي ویلي دي:‹زه د نارې وهونکي اواز یم چې په دښته کې نارې وهيچې د څښتن لاره سمه کړئ.›»
24کوم استازي چې د فریسیانو له خوا لېږل شوي وو،
25د یحیی څخه پوښتنه وکړه: «که چېرې ته نه مسیح یې، نه الیاس یې، نه هغه پیغمبر یې چې مونږ ورته په تمه یو، نو بیا ولې د تعمید غسل ورکوې؟»
26یحیی ځواب ورکړ: «زه په اوبو باندې د تعمید غسل ورکوم، خو ستاسو په منځ کې یو څوک ولاړ دی چې تاسو هغه نه پېژنئ.
27هغه زما څخه وروسته راځي، خو زه د دې لایق هم نه یم چې د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم.»
28دا ټولې پېښې په بیت عنیا کې چې د اردن د سیند په بله غاړه باندې پروت دی یعنې په هغه ځای کې چې یحیی خلکو ته د تعمید غسل ورکاوه، وشوې.
29بله ورځ یحیی ولیدل چې عیسی د هغه خواته راروان دی، نو هغه وویل: «وګورئ، دا د خدای له خوا وری دی چې د نړۍ د خلکو ګناهونه لېرې کوي!
30دا هماغه دی چې د هغه په هکله ما ویلي وو چې زما څخه وروسته به یو څوک راځي چې زما څخه ډېر لوی دی، ځکه چې زه لا نه وم پیدا شوی چې هغه موجود ؤ.
31ما هغه نه پېژانده چې هغه به څوک وي، خو زه راغلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم د دې دپاره چې هغه د اسراییلو خلکو ته وروپېژنم.»
32بیا یحیی دا شاهدي ورکړه: «ما روح القدس ولیده چې د کوترې په شکل د اسمان نه رانازل شو او په هغه باندې کښېناست.
33ما هغه نه پېژانده خو هغه چا چې زه یې راولېږلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم ماته ویلي وو: ‹هرکله چې ته ووینې چې په کوم چا باندې روح القدس نازل شي او په هغه باندې کښېني، نو پوه شه چې دا هماغه سړی دی چې د روح القدس په وسیله به د تعمید غسل ورکوي.›
34ما ولیدل چې داسې وشول او شاهدي ورکوم چې هغه د خدای زوی دی.»
35په بله ورځ یحیی بیا د خپلو دوه شاګردانو سره ولاړ ؤ،
36کله چې هغه ولیدل چې عیسی له هغه ځای څخه تېریږي نو ویې ویل: «وګورئ، دا دی د خدای له خوا د قربانۍ وری!»
37د یحیی دوو شاګردانو دا خبره واورېدله او عیسی پسې روان شول.
38عیسی شاته وکتل او ویې لیدل چې هغوی هغه پسې روان دي نو پوښتنه یې ترې وکړه: «تاسو څه شي پسې ګرځئ؟» هغوی پوښتنه وکړه: «ربي ته چېرته اوسېږې؟» د ربي معنی استاذ.
39عیسی وویل: «راشئ او وګورئ.» دا شاوخوا د ماسپښین څلور بجې وې نو هغوی د هغه سره لاړل او ویې لیدل چې هغه چېرته اوسېده او پاتې ورځ یې د هغه سره تېره کړه.
40د هغو دوه تنو څخه چې د یحیی د خبرو له اورېدلو وروسته عیسی پسې روان شو، یو یې د شمعون پطروس ورور اندریاس ؤ.
41اولنی کار چې هغه وکړ هغه دا ؤ چې هغه خپل ورور شمعون پیدا کړ او هغه ته یې وویل: «مونږ مسیح موندلی دی.» یعنې وعده شوی پاچا.
42نو اندریاس شمعون عیسی ته راوست. عیسی هغه ته وکتل او ویې ویل: «ته د یوحنا زوی شمعون یې، خو له دې وروسته به ته د کیفا په نوم یادېږې.» (د کیفا معنی پطروس دی او پطروس د تیږې معنی ورکوي.)
43بله ورځ عیسی دا پرېکړه وکړه چې جلیل ته لاړ شي. په لاره کې هغه فیلیپوس پیدا کړ او ورته یې وویل: «ما پسې راځه.»
44فیلیپوس د اندریاس او پطروس په شان د بیت صیدا ؤ.
45فیلیپوس نتناییل راپیدا کړ او ورته ویې ویل: «مونږ هغه کس پیدا کړ چې موسی د شریعت په کتاب کې لیکلي او همدارنګه پیغمبرانو هم د هغه په هکله لیکنې کړي دي. هغه عیسی دی چې د ناصرې د ښار څخه دی او د یوسف زوی دی.»
46نتناییل د هغه نه پوښتنه وکړه: «ایا په ناصرې کې هم ښه شی پیدا کېدای شي؟» فیلیپوس ځواب ورکړ: «راشه او وګوره.»
47کله چې عیسی ولیدل چې نتناییل د هغه خواته راروان دی نو د هغه په هکله یې وویل: «دا سړی اصلي اسراییلی دی او په هغه کې هېڅ کومه ټګي نشته.»
48نتناییل پوښتنه وکړه: «ته ما څنګه پېژنې؟» عیسی ځواب ورکړ: «مخکې له دې چې فیلیپوس تاته غږ وکړي ماته ولیدلې چې د انځر د ونې لاندې وې.»
49نتناییل وویل: «استاذه! ته د خدای زوی یې! ته د اسراییلو پاچا یې.»
50عیسی وویل: «ایا تا په دې خاطر ایمان راوړ چې ما درته وویل چې ته مې د انځر د ونې لاندې ولیدلې؟ ته به د دې نه هم لوی لوی کارونه ووینې.»
51بیا یې هغه ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو به ووینئ چې اسمان به پرانیستل شي او د خدای فرښتې به د انسان د زوی په مرسته اسمان ته خېژي او راښکته کیږي.»