Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
53 verses
1د یکشنبې په ورځ سهار وختي ښځو هغه تیار کړي خوشبویه تېل د ځان سره واخیستل او قبر ته لاړې.
2هغوی ولیدل چې تیږه د قبر د خولې نه رغړول شوې وه.
3کله چې دننه ورغلې، نو د عیسی مسیح مړی یې هلته پیدا نه کړ.
4هغوی لا حیرانې ولاړې وې چې ناڅاپه دوه سړي چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو د هغوی په خوا کې ودرېدل.
5ښځې ووېرېدلې او هغوی خپل سرونه ښکته ونیول، نو هغو سړیو ورته وویل: «تاسو ولې ژوندي په مړو کې لټوئ؟
6هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. څه چې هغه درته په جلیل کې ویلي وو، هغه در په یاد کړئ،
7چې د انسان زوی باید ګناهکارانو ته په لاس ورکړل شي، په صلیب به وځړول شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.»
8بیا هغو ښځو ته د عیسی خبرې ور په یاد شوې.
9کله چې هغوی بېرته د قبر څخه راغلې نو یوولس رسولان او نور ټول یې د دې پېښې څخه خبر کړل.
10دا ښځې مریم مجدلیه، یونا او د یعقوب مور مریم وې او نورو ښځو هم چې د هغوی سره وې، رسولانو ته دا خبرې وکړې.
11خو د هغوی خبرې رسولانو ته بې معنی ښکاره شوې او په هغوی یې باور ونه کړ.
12خو پطروس پاڅېده او د قبر خواته یې منډه کړه. کله چې ورټیټ شو او دننه یې وکتل، نو له کفن پرته یې نور هېڅ هم ونه لیدل. نو په دې شوې پېښې حیران شو او خپل کور ته لاړ.
13په هماغه ورځ د عیسی د پیروانو څخه دوه تنه د عماوس په نوم یو کلي ته چې د اورشلیم څخه یوولس کیلومتره لېرې دی روان وو.
14هغوی له یو بل سره د دې ټولو پېښو په هکله خبرې کولې.
15هغوی لا یو د بل سره خبرې او بحث کاوه چې خپله عیسی راغی او د هغوی سره یوځای شو.
16دوی عیسی ولید، خو د هغوی سترګې داسې شوې لکه چې وتړل شي او هغه یې ونه پېژانده.
17عیسی هغوی ته وویل: «تاسو په لاره کې د څه شي په هکله یو د بل سره بحث کاوه؟» هغوی ودرېدل او غمجن ښکاره کېدل.
18په دوی کې یو تن چې کلیوپاس نومېده د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته په اورشلیم کې یوازېنی مسافر یې چې له دې څخه خبر نه یې چې په تېرو څو ورځو کې هلته څه پېښ شوي دي؟»
19عیسی پوښتنه وکړه: «څه شوي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «هغه څه چې د عیسی ناصري سره وشول. هغه د خدای او ټولو خلکو په نظر کې په وینا او عمل دواړو کې یو زورور پیغمبر ؤ.
20خو زمونږ مشرانو کاهنانو او واکمنانو هغه پیلاتوس ته وسپاره چې د مرګ سزا ورته ورکړل شي او هغه یې په صلیب ځوړند کړ.
21مونږ هیله درلوده چې همدا سړی به اسراییلو ته خلاصون ورکوي. خو نن درېمه ورځ ده چې دا کار شوی دی.
22برسېره پر دې، زمونږ د ډلې څو ښځو مونږ حیران کړو. هغوی نن سهار وختي د هغه قبر ته تللې وې،
23خو د هغه مړی یې پیدا نه کړ. هغوی بېرته راغلې او ویل یې چې په رویا کې یې فرښتې ولیدلې چې دوی ته یې وویل چې هغه ژوندی دی.
24بیا زمونږ یو څو کسان قبر ته لاړل او څه چې هغو ښځو ویلي وو هغه یې ولیدل، خو عیسی یې ونه لیده.»
25عیسی هغوی ته وویل: «تاسو څومره ناپوهه یئ او د پیغمبرانو د ویناوو په منلو کې زړه نا زړه یئ.
26ایا دا ضروري نه وه چې مسیح دا کړاوونه وویني او بیا دې خپل جلال ته ورسیږي؟»
27بیا عیسی د موسی د تورات څخه نیولې د ټولو پیغمبرانو تر لیکنو پورې چې د خدای په کلام کې خپله د هغه په هکله لیکل شوي وو، هغوی ته بیان کړل.
28کله چې دوی هغه کلي ته ورنژدې شول چې ورته روان وو، نو عیسی داسې وکړل چې ګوندې هغه نور هم مخکې ځي.
29خو هغوی ټینګار وکړ او ویې ویل: «زمونږ سره پاتې شه، ځکه چې ورځ په تېرېدو ده او ماښام نژدې دی.» نو عیسی کور ته ننوت چې د هغوی سره پاتې شي.
30کله چې عیسی د هغوی سره دسترخوان ته کښېناست نو ډوډۍ یې راواخیستله، شکر یې پرې وویست، ماته یې کړه او هغوی ته یې ورکړه.
31ناڅاپه د هغوی سترګې وغړېدلې او عیسی یې وپېژانده، خو هغه د هغوی د نظر څخه پناه شو.
32هغوی یو بل ته وویل: «کله چې په لاره کې هغه زمونږ سره خبرې کولې او د خدای کلام یې راته بیانولو، ایا زمونږ زړونه په جوش رانغلل؟»
33هغوی سمدلاسه راپاڅېدل او بېرته اورشلیم ته لاړل. هلته یې ولیدل چې یوولس رسولان او نور خلک سره راټول شوي وو
34او ویل یې چې عیسی په رښتیا راژوندی شوی او شمعون ته ښکاره شوی دی.
35نو په لاره کې چې څه شوي وو هغو دواړو شاګردانو هغوی ته بیان کړل او ورته ویې ویل چې څنګه یې عیسی د ډوډۍ ماتولو په وخت کې وپېژانده.
36هغوی لا د دې پېښو په هکله خبرې کولې چې ناڅاپه عیسی د هغوی په منځ کې ودرېده او هغوی ته یې وویل: «په تاسو دې سلامتي وي.»
37هغوی ټکان وخوړ او سخت ووېرېدل، ځکه ګومان یې کاوه چې د مړي ارواح ویني.
38خو عیسی هغوی ته وویل: «ولې دومره وارخطا یئ؟ ستاسو په زړونو کې ولې داسې شکونه پیدا کیږي؟
39زما لاسونو او پښو ته وګورئ او وګورئ چې دا زه خپله یم. په ما لاس کېږدئ نو بیا به پوه شئ، ځکه چې ارواح غوښه او هډوکي نه لري او لکه څنګه چې تاسو یې وینئ، زه یې لرم.»
40کله چې هغه دا وویل نو خپل لاسونه او پښې یې هغوی ته وښودل.
41هغوی د ډېرې خوشحالۍ او حیرانتیا له امله نه شو کولای چې بیاهم په دې باور وکړي، نو عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا ستاسو سره دلته د خوړلو دپاره څه شته؟»
42هغوی ورته یوه ټوټه کڅپرکی شوی ماهي ورکړ،
43نو هغه یې واخیست او د هغوی په مخکې یې وخوړ.
44بیا عیسی هغوی ته وویل: «دا زما هغه خبرې دي چې کله زه ستاسو سره وم او تاسو ته به مې ویل چې هغه څه چې د موسی په تورات، د پیغمبرانو په لیکنو او د زبور په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي، باید رښتیا شي.»
45بیا یې د هغوی ذهنونه روښانه کړل، ترڅو د خدای په کلام پوه شي
46او هغوی ته یې وویل: «همدارنګه لیکل شوي دي چې مسیح باید کړاوونه وویني او مړ شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي،
47او د هغه په نوم به ټولو قومونو ته دا پیغام ورسول شي چې توبه وباسي او خدای به یې ګناهونه وبخښي او پیل به یې له اورشلیم څخه وي.
48تاسو د دې ټولو شیانو شاهدان یئ.
49او ګورئ، هغه څه چې زما پلار یې وعده کړې ده، درلېږم. خو باید تر هغې پورې په دې ښار کې پاتې شئ، ترڅو په تاسو باندې اسماني قوت نازل شي.»
50بیا عیسی هغوی د ښار څخه دباندې تر بیت عنیا پورې بوتلل، خپل لاسونه یې پورته کړل او هغوی ته یې برکت ورکړ
51او په داسې حال کې چې هغوی ته یې برکت ورکاوه د هغوی څخه جدا شو او اسمان ته پورته یووړل شو.
52هغوی ورته سجده وکړه او په ډېرې خوشحالۍ سره بېرته اورشلیم ته راستانه شول.
53هغوی خپل ټول وخت د خدای په کور کې خدای ته په ثنا ویلو تېر کړ.