Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
56 verses
1بیا د شورا ټول غړي پاڅېدل او عیسی یې پیلاتوس ته بوته
2او په هغه باندې یې په تور لګولو پیل وکړ او ویې ویل: «مونږ ولیدل چې دې سړي زمونږ قوم بې لارې کاوه او خلک یې امپراتور ته د مالیې ورکولو څخه منع کول او دعوه کوي چې هغه خپله مسیح یعنې پاچا دی.»
3پیلاتوس د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې.»
4بیا پیلاتوس مشرانو کاهنانو او حاضرو خلکو ته وویل: «زه په دې سړي کې هېڅ ډول جرم نه وینم.»
5خو هغوی ډېر ټینګار کاوه او ویل یې: «هغه په ټوله یهودیه کې په تعلیم ورکولو سره خلک راپاروي. هغه د جلیل څخه پیل وکړ او تر دې ځایه راورسېد.»
6کله چې پیلاتوس دا واورېدل نو پوښتنه یې وکړه: «ایا دا سړی جلیلي دی؟»
7کله چې هغه خبر شو چې عیسی د هغې سیمې څخه دی چې د هیرودیس تر واکمنۍ لاندې ده، نو هغه یې هیرودیس ته چې په هغه وخت کې په اورشلیم کې ؤ، ولېږه.
8کله چې هیرودیس عیسی ولید نو ډېر خوشحاله شو، ځکه چې د هغه په هکله یې ډېر څه اورېدلي وو او له ډېرې مودې راهیسې یې غوښتل چې عیسی وویني. هغه په دې تمه ؤ چې د هغه څخه کومه معجزه وویني.
9نو هیرودیس د عیسی څخه ډېرې پوښتنې وکړې، خو عیسی هېڅ ځواب ورنه کړ.
10مشران کاهنان او د شریعت عالمان ولاړ وو او په عیسی یې سخت تورونه ولګول.
11هیرودیس او د هغه عسکرو په عیسی باندې ملنډې ووهلې او د هغه سپکاوی یې وکړ، بیا یې د پاچاهۍ چپنه ورته ورواغوستله او بېرته یې پیلاتوس ته ورولېږه.
12په هماغه ورځ هیرودیس او پیلاتوس یو د بل سره ملګري شول، ځکه چې له دې څخه مخکې د هغو دواړو ترمنځ دښمني وه.
13بیا پیلاتوس مشران کاهنان، د قوم مشران او خلک راوغوښتل
14او هغوی ته یې وویل: «تاسو دا سړی ماته راوستلی دی او وایئ چې هغه خلک بې لارې کوي. خو اوس ما ستاسو په مخکې د هغه څخه پوښتنې وکړې او په هغه کې مې هغه جرم ونه مونده چې تاسو پرې تور لګولی دی.
15او نه هم هیرودیس په هغه کې کومه ګناه ولیدله، نو ځکه یې بېرته مونږ ته راولېږه. ښکاره ده چې هغه داسې کوم کار نه دی کړی چې د مرګ لایق وي.
16نو زه به هغه د یو څو دورو وهلو وروسته پرېږدم چې لاړ شي.» [
17ځکه په هغه وخت کې د رواج له مخې هغه مجبور ؤ چې په هر اختر کې هغوی ته یو بندي ازاد کړي.]
18خو ټولو خلکو په یو اواز چیغې کړې: «دا سړی ووژنه! باراباس مونږ ته ازاد کړه.»
19باراباس یو سړی ؤ چې په ښار کې د بغاوت او قتل په تور زندان ته اچول شوی ؤ.
20پیلاتوس چې غوښتل یې عیسی خلاص کړي یوځل بیا هغوی ته خبرې وکړې.
21خو هغوی چیغې وهلې: «په صلیب باندې یې ځوړند کړه، په صلیب باندې یې ځوړند کړه.»
22پیلاتوس د درېم ځل دپاره هغوی ته وویل: «ولې؟ څه جرم یې کړی دی؟ ما په هغه کې داسې کوم جرم ونه مونده چې د مرګ لایق وګڼل شي. نو زه به هغه د یو څو دورو وهلو وروسته پرېږدم چې لاړ شي.»
23خو هغوی ټینګار کاوه او په لوړ اواز سره یې چیغې وهلې چې هغه باید په صلیب وځړول شي. خلکو دومره چیغې ووهلې چې په پای کې د هغوی چیغې بریالۍ شوې.
24نو پیلاتوس د هغوی د غوښتنې سره سم پرېکړه وکړه
25او باراباس یې چې د بغاوت او قتل له امله زنداني شوی ؤ، د زندان څخه خلاص کړ او عیسی یې هغوی ته په لاس ورکړ چې هرڅه وغ��اړي ورسره ویې کړي.
26کله چې عسکرو هغه په صلیب باندې د ځوړندولو دپاره بیولو، نو هغوی د شمعون په نامه یو سړی چې د قیروان څخه ؤ او د اطراف څخه ښار ته راروان ؤ، راونیوه. هغه یې مجبور کړ چې صلیب په اوږه کړي او د عیسی پسې یې یوسي.
27ګڼ شمېر خلک په عیسی پسې روان وو چې په هغو کې ښځې هم وې چې ځانونه یې وهل او د هغه دپاره یې ژړا انګولا کوله.
28عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: «ای د اورشلیم ښځو! زما دپاره مه ژاړئ، خو د خپلو ځانونو او خپلو اولادونو دپاره وژاړئ.
29ځکه چې داسې ورځې راتلونکې دي چې خلک به وایي چې هغه ښځې بختورې دي چې شنډې دي او هېڅکله یې ماشومان نه دي زېږولي او هېڅکله یې تی نه دی ورکړی.
30په هغه وخت کې به خلک غرونو ته وایي چې په مونږ باندې راولوېږئ او غونډیو ته به وایي چې مونږ پټ کړئ.
31ځکه که چېرې هغوی د شنې ونې سره داسې کار کوي نو د وچې ونې سره به څه کیږي؟»
32دوه نور مجرمان یې هم د عیسی سره روان کړي وو چې د هغه سره یوځای اعدام شي.
33کله چې هغوی هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده ورسېدل، نو عسکرو عیسی هلته په صلیب باندې مېخ کړ او هغه دوه مجرمان یې هم ورسره په صلیب وځړول، یو یې د هغه ښي لاس ته او بل یې د هغه چپ لاس ته.
34عیسی وویل: «ای پلاره! دوی وبخښه، ځکه دوی نه پوهیږي چې څه کوي.» عسکرو د عیسی په کالیو باندې پچه واچوله او په خپل منځ کې یې سره ووېشل.
35خلک د سیل دپاره هلته ولاړ وو او د یهودیانو مشرانو په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې: «هغه نور خلک ژغورل، که چېرې هغه په رښتیا سره د خدای غوره شوی مسیح وي، نو اوس دې خپل ځان وژغوري.»
36عسکرو هم په هغه باندې ملنډې ووهلې او هغوی د عیسی خواته ورنژدې شول او عادي شراب یې ورته ورکړل
37او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د یهودیانو پاچا یې، نو خپل ځان دې وژغوره.»
38د هغه د سر دپاسه یوه تخته لګول شوې وه چې ورباندې لیکل شوي وو: «دا د یهودیانو پاچا دی.»
39یو له هغو مجرمانو څخه چې هلته ځړول شوی ؤ عیسی ته پېغور ورکړ او ویې ویل: «ایا ته مسیح نه یې؟ نو بیا خپل ځان او مونږ وژغوره.»
40خو هغه بل مجرم هغه ورټلو او ورته ویې ویل: «ایا ته له خدایه نه وېرېږې؟ ځکه چې په تا باندې هم د هغه په شان د مرګ حکم شوی دی.
41زمونږ سره انصاف شوی دی، ځکه چې مونږ ته د خپلو عملونو سزا راکول کیږي. خو دې سړي کوم غلط کار نه دی کړی.»
42بیا هغه وویل: «ای عیسی! کله چې خپلې پاچاهۍ ته ورسېدې، نو ما هم در په یاد کړه.»
43عیسی هغه ته وویل: «په یقین سره زه تاته وایم چې ته به نن زما سره په جنت فردوس کې اوسې.»
44-
45د غرمې شاوخوا دولس بجې وې چې لمر ورک شو او د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټوله سیمه کې تیاره خپره شوه او د خدای د کور پرده په منځ کې دوه ټوټې شوه.
46عیسی په لوړ اواز چیغه ووهله او ویې ویل: «ای پلاره! زه خپل روح تاته سپارم.» دا یې وویل او ساه یې ورکړه.
47کله چې رومي منصبدار دا هرڅه ولیدل، نو د خدای ثنا یې وویله او ویې ویل: «بې له شکه چې دا سړی بې ګناه ؤ.»
48هغه خلک چې دې نندارې ته راټول شوي وو، کله یې چې دا پېښه ولیدله، نو له غمه یې خپل ځانونه وهل او بېرته خپلو کورونو ته لاړل.
49د عیسی ټول اشنایان او هغه ښځې چې د جلیل څخه هغه پسې راغلې وې په لېرې فاصله کې ولاړې وې او دا هرڅه یې لیدل.
50هلته د یوسف په نوم یو سړی ؤ چې په یهودیه کې د رامه د ښار څخه ؤ او د یهودیانو د شورا غړی ؤ. هغه یو نېک او رښتینی سړی ؤ.
51خو د هغوی د دې پرېکړې او دې کار سره جوړ نه ؤ او د خدای د پاچاهۍ په انتظار ؤ.
52هغه پیلاتوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت.
53بیا هغه د صلیب څخه مړی راښکته کړ او د کتان په کفن کې یې تاو کړ او په تیږه کې کیندل شوي قبر کې یې کېښود چې د دې نه مخکې په کې څوک نه ؤ ښخ شوی.
54دا د جمعې ورځ وه، یعنې سبت ته د تیاري نیولو ورځ وه او د سبت ورځ پیل کېدله.
55کومې ښځې چې د جلیل څخه د عیسی سره راغلې وې یوسف پسې روانې وې. هغوی قبر ولید چې د عیسی مړی په کې څنګه ایښودل شوی ؤ.
56بیا هغوی بېرته د اورشلیم ښار ته لاړې او د مړي دپاره یې خوشبویه مسالې او عطر تیار کړل او د شریعت د حکم له مخې یې د سبت په ورځ ارام وکړ.