Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
71 verses
1د فطیرې ډوډۍ اختر چې د فسحې په نامه مشهور ؤ، نژدې شو.
2مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو هڅه کوله چې یوه لاره پیدا کړي چې عیسی ووژني، خو له خلکو څخه وېرېدل.
3بیا شیطان د یهودا اسخریوتي په زړه کې چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، ننوت.
4یهودا لاړ او د مشرانو کاهنانو او د خدای د کور د ساتونکو د آمرانو سره یې په دې هکله خبرې وکړې چې څنکه عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.
5هغوی ډېر خوشحاله شول او د هغه سره یې د پیسو وعده وکړه.
6نو یهودا ورسره ومنله او د یوې ښې موقع په لټه کې شو چې کله د عیسی سره نور خلک نه وي هغوی ته یې په لاس ورکړي.
7بیا د فطیرې ډوډۍ د اختر ورځ چې په هغه کې باید د فسحې وری قرباني کېده، راورسېدله.
8نو عیسی پطروس او یوحنا ولېږل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسحې ډوډۍ تیاره کړئ چې ویې خورو.»
9هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه: «په کوم ځای کې غواړې چې تیاره یې کړو؟»
10هغه ځواب ورکړ: «واورئ، څنګه چې ښار ته ننوځئ نو یو سړی به ستاسو سره مخامخ شي چې د اوبو منګی به وړي. هغه چې کوم کور ته ننوځي، تاسو هم ورپسې لاړ شئ.
11او د کور خاوند ته ووایئ: ‹استاذ وایي د مېلمنو کوټه چېرته ده چې زه په کې د خپلو شاګردانو سره د فسحې ډوډۍ وخورم؟›
12هغه به تاسو ته پاس په بالاخانه کې یوه لویه فرش شوې کوټه دروښایي، نو هلته ډوډۍ تیاره کړئ.»
13هغوی لاړل او ټول شیان یې لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو په هماغه ډول ولیدل او د فسحې ډوډۍ یې تیاره کړه.
14کله چې هغه ساعت راورسېد، عیسی د خپلو رسولانو سره دسترخوان ته کښېناست.
15هغوی ته یې وویل: «زړه مې ډېر غوښتل چې د کړاوونو د زغملو څخه مخکې ستاسو سره د فسحې ډوډۍ وخورم.
16ځکه زه تاسو ته وایم چې ترڅو پورې د فسحې د قربانۍ مقصد د خدای په پاچاهۍ کې پوره نه شي، تر هغې پورې به نور دا ډوډۍ نه خورم.»
17بیا عیسی پیاله راواخیستله، شکر یې وویست او ویې ویل: «دا واخلئ او په خپل منځ کې یې ووېشئ.
18ځکه زه تاسو ته وایم چې له دې وروسته به تر هغې پورې د انګورو شربت ونه څښم، ترڅو د خدای پاچاهي رانه شي.»
19بیا هغه یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست، هغه یې ماته کړه او هغوی ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا زما بدن دی چې ستاسو دپاره ورکول کیږي. زما په یاد همداسې کوئ.»
20په همدې ډول د ماښام ډوډۍ څخه وروسته یې پیاله راواخیستله او ویې ویل: «دا پیاله د خدای او انسانانو ترمنځ نوی لوظ دی چې زما د وینې په وسیله جوړیږي چې ستاسو دپاره توییږي.
21خو ګورئ، هغه څوک چې زما سره به خیانت کوي هغه دلته زما سره په دسترخوان ناست دی.
22لکه څنګه چې د خدای له خوا مقرره وه چې د انسان زوی باید مړ شي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د هغه سره خیانت کوي.»
23بیا هغوی په خپلو کې یو د بل څخه پوښتنې پیل کړې چې په دوی کې به څوک دا کار کوي.
24بیا د هغوی ترمنځ ناندرۍ پیل شوې چې په دوی کې به څوک د ټولو څخه لوی وګڼل شي.
25عیسی هغوی ته وویل: «د غیریهودیانو پاچاهان په خپلو خلکو باداري کوي او واکمنان د خلکو خیرخواه ګڼل کیږي.
26خو تاسو داسې مه اوسئ، بلکې په تاسو کې دې تر ټولو لوی خپل ځان کوچنی وګڼي او مشر دې د خدمتګار په شان وي.
27خلک څه فکر کوي چې په دوی دواړو کې کوم یو لوی دی، هغه څوک چې ډوډۍ ته ناست دی او یا هغه څوک چې خدمت کوي؟ په یقین سره هغه څوک چې ډوډۍ ته ناست دی. خو زه ستاسو په منځ کې د یو خدمتګار په شان یم.
28خو تاسو زما د ازمایښتونو په وخت کې زما سره ولاړ وئ.
29لکه څنګه چې زما پلار ماته د پاچاهۍ حق راکړی دی، زه هم تاسو ته دا حق درکوم.
30تاسو به زما په پاچاهۍ کې زما په دسترخوان خورئ او څښئ او په تختونو باندې به کښېنئ او د اسراییلو په دولسو قبیلو باندې به حکومت کوئ.»
31عیسی وویل: «ای شمعونه، ای شمعونه! واوره، شیطان وغوښتل چې تاسو ټول وازمایي، ښه او بد سره بېل کړي لکه څنګه چې دهقان د غنمو څخه بوس جدا کوي.
32خو شمعونه! ما ستا دپاره دعا کړې ده چې ایمان دې له منځه لاړ نه شي. کله چې دې توبه وویستله او بېرته ماته راوګرځېدلې، نو خپل ورونه دې قوي کړه.»
33پطروس ځواب ورکړ: «ای استاذه! زه ستا سره زندان او مرګ ته هم تیار یم.»
34عیسی وویل: «ای پطروسه! زه تاته وایم چې نن شپه به د چرګ د اذان څخه مخکې درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»
35عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «کله چې ما تاسو بې د پیسو له کڅوړې، بې خورجینې او بې له څپلیو ولېږلئ، ایا په هغه وخت کې تاسو سره د کوم شي کمی ؤ؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه.»
36عیسی وویل: «خو اوس هرڅوک چې د پیسو کڅوړه لري هغه دې د ځان سره واخلي او همدارنګه خپله خورجین هم. او د هر چا سره چې توره نه وي، نو خپله چپنه دې خرڅه کړي او یوه توره دې واخلي.
37ځکه زه تاسو ته وایم چې د پیغمبرانو دا لیکنه باید پوره شي چې وایي:‹هغه به په جنایتکارانو کې وشمېرل شي›ځکه هرڅه چې زما په هکله لیکل شوي دي هغه به رښتیا شي.»
38شاګردانو وویل: «ګوره استاذه! زمونږ سره دلته دوه تورې دي.» عیسی ځواب ورکړ: «دا بس دي.»
39عیسی دباندې ووت او د خپل عادت له مخې د زیتون غره ته روان شو او شاګردان یې هم ورپسې لاړل.
40کله چې هغه ځای ته ورسېده، نو هغوی ته یې وویل: «دعا وکړئ چې په ازمایښت کې ونه لوېږئ.»
41بیا عیسی د هغوی څخه یو څو ګامه لېرې لاړ، په ګونډو شو او دعا یې وکړه.
42هغه وویل: «ای پلاره! که چېرې ستا رضا وي، نو دا پیاله زما څخه لېرې کړه. خو زما رضا نه بلکې ستا رضا دې پوره شي.»
43بیا د اسمان څخه یوه فرښته هغه ته راښکاره شوه او هغه ته یې قوت ورکړ.
44عیسی په ډېر سخت حالت کې ؤ او په ډېر جوش سره یې دعا وکړه او خولې یې د وینو د څاڅکو په شان په ځمکه باندې څڅېدلې.
45کله چې عیسی د دعا څخه راپاڅېده، نو شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی له غمه ستومانه او ویده شوي وو.
46هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې ویده یئ؟ پاڅېږئ او دعا وکړئ چې په ازمایښت کې ونه لوېږئ.»
47عیسی لا خبرې کولې چې یوه ډله راغله او یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، د هغوی څخه مخکې روان ؤ. هغه عیسی ته ورنژدې شو چې ښکل یې کړي.
48خو عیسی وویل: «ای یهودا! ایا په ښکلولو سره د انسان زوی دښمنانو ته په لاس ورکوې؟»
49کله چې د عیسی شاګردانو ولیدل چې څه کیږي، نو ویې ویل: «استاذه! ایا په تورو یې ووهو؟»
50د هغوی څخه یو تن د لوی کاهن په نوکر ګوزار وکړ او د هغه ښي غوږ یې پرې کړ.
51خو عیسی وویل: «بس یې دی.» عیسی د هغه سړي په غوږ باندې خپل لاس کېښود او هغه یې روغ کړ.
52بیا عیسی مشرانو کاهنانو، د خدای د کور د ساتونکو آمرانو او نورو قومي مشرانو ته چې د هغه د نیولو دپاره راغلي وو، وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟
53زه هره ورځ ستاسو سره د خدای په کور کې وم او تاسو زما د نیولو هڅه ونه کړه. خو دا وخت چې تیاره خپره ده نو ستاسو وخت دی.»
54هغوی عیسی ونیوه او د لوی کاهن کور ته یې بوته او پطروس له لېرې ورپسې روان ؤ.
55هغوی د حوېلۍ په منځ کې اور بل کړ او ګردچاپېره ورڅخه کښېناستل او پطروس هم د هغوی سره کښېناست.
56په داسې حال کې چې هغه د اور رڼا ته ناست ؤ یوې وینځې هغه ولید، نو په ځیر یې ورته وکتل او ویې ویل: «دا سړی هم د عیسی سره ؤ.»
57خو پطروس منکر شو او ویې ویل: «ای ښځې! زه هغه نه پېژنم.»
58لږ وروسته یو بل سړي هم هغه ته وکتل او ویې ویل: «ته هم د هغو له ډلې څخه یې.» خو پطروس وویل: «ای وروره! زه نه یم.»
59شاوخوا یو ساعت وروسته یو بل سړي تایید کړه او ویې ویل: «په دې کې هېڅ شک نشته چې دا سړی هم د عیسی سره ؤ، ځکه چې هغه هم جلیلي دی.»
60خو پطروس ځواب ورکړ: «ای وروره! زه نه پوهېږم چې ته څه وایې.» هغه لا خبرې کولې چې سمدلاسه چرګ اذان وکړ.
61عیسی مخ راواړاوه او پطروس ته یې وکتل او پطروس ته د عیسی خبرې ور په یاد شوې چې هغه ته یې ویلي وو: «نن شپه به د چرګ د اذان څخه مخکې درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»
62پطروس دباندې ووت او په چیغو چیغو یې وژړل.
63کومو خلکو چې د عیسی ساتنه کوله په هغه باندې ملنډې ووهلې او ویې واهه.
64د هغه سترګې یې وتړلې او پوښتنه یې ترې وکړه: «اوس له غیبو ووایه چې ته چا ووهلې؟»
65او نورې ډېرې سپکې خبرې یې هم ورته وکړې.
66کله چې ورځ شوه نو قومي مشران، د کاهنانو مشران او د شریعت عالمان سره راټول شول او عیسی یې خپلې شورا ته راوست.
67هغوی وویل: «مونږ ته ووایه چې ته مسیح یې؟» هغه ځواب ورکړ: «که زه تاسو ته ووایم نو په ما به باور ونه کړئ
68او که زه درڅخه پوښتنه وکړم، نو تاسو به ځواب رانه کړئ.
69خو له دې وروسته به د انسان زوی د مطلق قادر خدای ښي لاس ته ناست وي.»
70هغوی ټولو وویل: «نو بیا ته د خدای زوی یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «تاسو خپله وایئ چې زه یم.»
71هغوی وویل: «نور مونږ شاهدانو ته اړتیا نه لرو. مونږ هرڅه د هغه د خپلې خولې څخه واورېدل.»