Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1عیسی شاوخوا وکتل او ویې لیدل چې شتمن خلک خپلې نذرانې د خدای د کور په خزانه کې اچوي،
2او همدارنګه هغه یوه غریبه کونډه ولیدله چې خپلې دوه روپۍ یې په هغې خزانه کې واچولې.
3عیسی وویل: «زه تاسو ته رښتیا وایم چې دې غریبې کونډې د نورو ټولو څخه زیاتې پیسې واچولې،
4ځکه چې هغوی ټولو هغه پیسې واچولې چې د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتې وې، خو دې ښځې د خپلې غریبۍ سره بیاهم هرڅه چې یې لرل واچول.»
5ځینو شاګردانو د خدای د کور په هکله خبرې کولې او د هغو ښکلو تیږو او نذرانو صفتونه یې کول چې د خدای کور ورباندې ښکلی شوی ؤ. عیسی وویل:
6«دا شیان چې تاسو یې وینئ، داسې وخت به راشي چې په دې کې به یوه تیږه هم په بله تیږه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»
7هغوی پوښتنه وکړه: «ای استاذه! دا هرڅه به څه وخت پېښیږي او د دې پېښو د رانژدې کېدلو نښې به څه وي؟»
8عیسی وویل: «پام کوئ چې بې لارې نه شئ. ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وایي به: ‹زه مسیح یم› او ‹هغه وخت رارسېدلی دی.› خو د هغوی پسې مه ځئ.
9کله چې د جنګونو او ګډوډیو په هکله کوم څه اورئ، نو مه وېرېږئ. ځکه چې لومړی به دا شیان خامخا پېښیږي، خو دا د دې معنی نه لري چې دا هرڅه به سمدلاسه پای ته ورسیږي.»
10بیا یې هغوی ته وویل: «یو قوم به د بل قوم سره جنګیږي، یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي.
11سختې زلزلې به وشي، په ډېرو ځایونو کې به قحطي او وباګانې راشي او په اسمان کې به وېروونکې او لویې نښې راښکاره شي.
12خو له دې هرڅه نه مخکې به هغوی تاسو ونیسي او وبه مو ځوروي. تاسو به د محاکمې دپاره کنیسو ته وسپارل شئ او په زندانونو کې به واچول شئ او زما د نوم په خاطر به د محاکمې دپاره پاچاهانو او والیانو ته بوتلل شئ.
13دا به ستاسو دپاره د شاهدۍ ورکولو یوه موقع وي.
14په دې هکله ډېر فکر مه کوئ چې د خپلو ځانونو څخه به څنګه دفاع کوئ.
15ځکه چې زه به تاسو ته د خبرو کولو حکمت درکړم چې ستاسو له دښمنانو څخه به هېڅوک ونه شي کولای ستاسو په وړاندې ودریږي او یا مخالفت وکړي.
16تر دې چې ستاسو مور او پلار، ورونه، خپلوان او ملګري به ستاسو سره خیانت وکړي او ستاسو څخه به ځینې ووژل شي
17او زما د نوم له امله به ټول خلک ستاسو څخه کرکه کوي.
18خو ستاسو د سر یو ویښته به هم کم نه شي.
19ټینګ ودرېږئ نو تلپاتې ژوندون به وګټئ.
20خو کله چې تاسو ووینئ چې اورشلیم د لښکرو له خوا کلابند شوی دی، نو بیا پوه شئ چې د هغه د ورانېدلو وخت رانژدې شوی دی.
21نو په هغه وخت کې چې څوک په یهودیه کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي. څوک چې په ښار کې وي، نو د ښار څخه دې ووځي او څوک چې د ښار څخه دباندې وي هغوی دې ښار ته نه ننوځي.
22ځکه چې دا به د سزا ورکولو ورځې وي، ترڅو هغه څه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي پوره شي.
23افسوس دې وي د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او په هغو میندو باندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ځکه چې د ځمکې په مخ به سخت مصیبت راشي او په دې خلکو به د خدای غضب نازل شي.
24هغوی به په تورو ووژل شي او ټولو هېوادونو ته به د اسیرانو په توګه بوتلل شي او اورشلیم به د غیریهودیانو له خوا تر پښو لاندې کیږي، ترڅو د غیریهودیانو دوران پای ته ونه رسیږي.
25په ل��ر، سپوږمۍ او ستورو کې به نښې راښکاره شي او قومونه به د ځمکې په مخ د دریاب د شور او څپو څخه تنګ او پرېشانه شي.
26خلک به د دې پېښې له وېرې او اندېښنې څخه چې په نړۍ کې رامنځته کیږي بې هوشه شي، ځکه چې اسماني موجودات به ولړزول شي.
27بیا به هغوی د انسان زوی وویني چې په ورېځو کې به د قدرت او زیات جلال سره راروان وي.
28کله چې دا شیان پیل شي نو تاسو نېغ ودرېږئ او زړور اوسئ، ځکه چې ستاسو خلاصون نژدې دی.»
29بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «د انځر ونې او نورو ونو ته وګورئ.
30کله چې هغه غوټۍ وسپړي، نو تاسو خپله وینئ او پوهېږئ چې اوړی رانژدې شوی دی.
31په همدې ډول کله چې د دې شیانو پېښېدل ووینئ، نو پوه شئ چې د خدای پاچاهي نژدې شوې ده.
32په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي.
33ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي، خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.
34پام کوئ، خپل زړونه په مېلو، نشو او دنیاوي اندېښنو مه اخته کوئ، هسې نه چې هغه ورځ به ناڅاپه په تاسو راشي،
35او لکه د دام په شان به د نړۍ ټول خلک چې په هرځای کې وي راګېر کړي.
36نو بېدار اوسئ او هر وخت دعا کوئ، ترڅو دا توان پیدا کړئ چې د دې ټولو شیانو څخه چې ډېر زر به پېښ شي، وژغورل شئ او د انسان د زوی په مخکې ودرېدلی شئ.»
37عیسی به د ورځې له خوا د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه. ماښام به وتلو او شپه به یې د زیتون په غره کې تېروله
38او سهار وختي به ټول خلک د خدای کور ته ورتلل چې د هغه خبرې واوري.۔