Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
47 verses
1یوه ورځ کله چې عیسی د خدای په کور کې خلکو ته تعلیم ورکاوه او زېری یې ورته اعلاناوه، مشران کاهنان او د شریعت عالمان د نورو یهودي مشرانو سره راغلل
2او هغه ته یې وویل: «ته څه حق لرې چې دا کارونه کوې؟ چا تاته دا اختیار درکړی دی؟»
3عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «زه هم ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم، ماته ووایئ چې
4د یحیی د تعمید غسل ورکول د خدای له خوا ؤ یا د انسان له خوا؟»
5هغوی په خپل منځ کې بحث وکړ او ویل یې: «که چېرې ووایو چې د خدای له خوا ؤ، نو هغه به ووایي چې بیا تاسو ولې په هغه باندې ایمان رانه وړ؟
6خو که چېرې ووایو چې د انسان له خوا ؤ، نو ټول خلک به مونږ سنګسار کړي، ځکه چې هغوی په دې عقیده دي چې یحیی پیغمبر ؤ.»
7نو ځواب یې ورکړ: «مونږ نه پوهېږو چې د کوم ځای ؤ.»
8عیسی هغوی ته وویل: «زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم اختیار دا کارونه کوم.»
9بیا عیسی خلکو ته دا مثال راوړ: «یو سړي د انګورو باغ جوړ کړ او هغه یې باغوانانو ته په اجاره ورکړ او په خپله د اوږدې مودې دپاره یو بل وطن ته لاړ.
10کله چې د انګورو د راټولولو وخت راورسېد، نو هغه خپل یو نوکر باغوانانو ته ورولېږه چې د باغ د حاصلاتو څخه د هغه برخه راوړي. خو باغوانانو هغه وواهه او تش لاس یې بېرته ولېږه.
11بیا هغه بل نوکر ورولېږه، خو باغوانانو هغه هم وواهه، هغه یې بې عزته کړ او تش لاس یې بېرته راولېږه.
12بیا یې درېم نوکر ورولېږه، خو هغه یې هم ټپي کړ او دباندې یې وغورځاوه.
13د باغ خاوند د خپل ځان سره وویل: ‹اوس څه وکړم؟ زه به خپل ګران زوی ورولېږم، کېدای شي چې د هغه لحاظ وکړي.›
14خو کله چې باغوانانو هغه ولید، نو یو بل ته یې سره وویل: ‹دا یې وارث دی. راځئ چې مړ یې کړو، نو میراث به یې زمونږ شي.›
15نو هغه یې د انګورو د باغ څخه دباندې وویست او ویې واژه.»عیسی پوښتنه وکړه: «د باغ خاوند به اوس د هغوی سره څه کوي؟
16هغه به راشي او دا باغوانان به مړه کړي او د انګورو باغ به نورو ته ورکړي.» کله چې خلکو دا واورېدل، نو ویې ویل: «خدای دې نه کړي.»
17عیسی هغوی ته په ځیر سره وکتل او پوښتنه یې وکړه: «نو بیا د زبور د کتاب د دې برخې معنی څه ده؟‹کومه تیږه چې ګلکارانو رد کړههغه د تهداب اصلي تیږه شوه.›
18هرڅوک چې په دې تیږه راولویږي نو ټوټې ټوټې به شي او که هغه تیږه په چا باندې راولویږي، نو هغه به ذرې ذرې کړي.»
19د شریعت عالمانو او مشرانو کاهنانو غوښتل چې په هماغه ساعت عیسی ونیسي، ځکه چې هغوی پوه شول چې دا مثال یې د دوی په هکله ووایه، خو د خلکو څخه وېرېدل.
20بیا هغوی د موقع په لټه کې وو او ځینې جاسوسان یې چې خپل ځانونه یې صادقان ښودل ولېږل، ترڅو عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي او هغه د روم والي ته چې د قدرت او واک خاوند دی وسپاري.
21جاسوسانو عیسی ته وویل: «استاذه! مونږ پوهېږو ته چې څه وایې او کوم تعلیم چې ورکوې هغه صحیح دی. ته د هېچا طرفداري نه کوې بلکې په رښتینولۍ سره د خدای د لارې تعلیم ورکوې.
22ایا مونږ ته روا ده چې امپراتور ته مالیه ورکړو که نه؟»
23عیسی پوه شو چې هغوی ورسره چل کوي، نو ورته ویې ویل:
24«ماته د سپینو زرو یوه سکه وښایئ. په هغې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.»
25ع��سی وویل: «نو بیا څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.»
26هغوی ونه شو کولای چې عیسی د خلکو په مخکې په خپلو خبرو کې راونیسي او د هغه په ځواب حیران شول، نو غلي پاتې شول.
27بیا ځینې صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یو سوال وکړ:
28«استاذه! موسی په شریعت کې مونږ ته لیکلي دي چې که چېرې د چا ورور مړ شي او ښځه یې ترې پاتې شي او اولاد ونه لري، نو د دې سړي ورور باید د هغې کونډې سره واده وکړي، ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي.
29نو داسې وشول چې اووه ورونه وو، لومړني یې ښځه وکړه او بې اولاده مړ شو.
30بیا دوهم یې هماغه ښځه وکړله، هغه هم بې اولاده مړ شو.
31بیا درېم هغه وکړله او په همدې ډول اووه واړو د هغې سره وادونه وکړل او هر یو مړ شو، خو د یو هم اولاد ونه شو،
32او له ټولو وروسته هغه ښځه هم مړه شوه.
33نو د قیامت په ورځ به هغه د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې اووه واړو د هغې سره وادونه کړي وو.»
34عیسی ځواب ورکړ: «په دې نړۍ کې نر او ښځې وادونه کوي،
35خو کوم خلک چې د راتلونکې نړۍ او د مرګ څخه د بیا راژوندي کېدلو لایق ګڼل شوي دي، هغوی یو د بله سره وادونه نه کوي.
36هغوی به نور نه مړه کیږي، ځکه چې د فرښتو په شان به وي. هغوی د خدای اولادونه دي، ځکه چې د مړو څخه د تل دپاره راژوندي شوي دي.
37او دا چې مړي بیا راژوندي کیږي، موسی دا په خپله د سوځېدونکي بوټي په پېښه کې وښودله او هلته یې څښتن د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای وباله.
38هغه د مړو نه بلکې د ژوندیو خدای دی، ځکه چې د هغه په نظر کې ټول ژوندي دي.»
39د شریعت ځینو عالمانو وویل: «استاذه! ډېر ښه ځواب دې ورکړ.»
40له هغې وروسته نور چا جرات ونه کړ چې د هغه څخه بله پوښتنه وکړي.
41بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «هغوی څنګه ویلی شي چې مسیح د داود زوی دی؟
42ځکه چې خپله داود د زبور په کتاب کې وایي:څښتن زما بادار ته وویل:‹زما ښي لاس ته کښېنه
43ترڅو ستا دښمنان ستا تر پښو لاندې کړم.›
44نو کله چې داود مسیح ته بادار وایي، بیا دا څنګه کېدای شي چې هغه د داود زوی وي؟»
45په داسې حال کې چې ټولو خلکو د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ، خپلو شاګردانو ته یې وویل:
46«د شریعت د عالمانو سره احتیاط کوئ. هغوی دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او په بازارونو کې ورته خلک سلام واچوي او غواړي چې په کنیسو کې په مخکې ځایونو او په مېلمستیاوو کې په ښو ځایونو کې کښېني.
47هغوی د کونډو مالونه خوري او د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوي. د داسې خلکو سزا به د ټولو نه سخته وي.»