Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
48 verses
1عیسی اریحا ته ننوت او د ښار له منځه تېرېده،
2نو هلته د زکي په نوم یو سړی ؤ چې د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ.
3هغه غوښتل وګوري چې عیسی به څنګه سړی وي، خو د هغه قد ډېر ټیټ ؤ او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یې نه شو کولای هغه وویني.
4نو مخکې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت، ترڅو عیسی وویني ځکه چې هغه په هغه لاره تېرېده.
5کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېده، نو پورته یې وکتل او زکي ته یې وویل: «ای زکي! زر راښکته شه، ځکه چې زه باید نن ستا په کور کې مېلمه شم.»
6نو زکي په بیړه راښکته شو او په ډېرې خوشحالۍ سره یې د هغه هرکلی وکړ.
7کله چې خلکو دا ولیدل، نو په ګورېدلو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه د یو ګناهکار سړي کور ته ورغی چې مېلمه یې شي.»
8خو زکي ودرېده او عیسی ته یې وویل: «وګوره ښاغلیه! زه مې خپله نیمه شتمني غریبانو ته ورکوم او که د چا څخه مې په ناحقه کوم څه اخیستي وي، نو څلور چنده ورته بېرته ورکوم.»
9بیا عیسی وویل: «نن دې کور ته خلاصون راغلی دی، ځکه چې دا سړی هم د ابراهیم د اولادې څخه دی.
10ځکه چې د انسان زوی راغلی دی چې ورک شوي ولټوي او هغوی وژغوري.»
11هغوی د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ چې هغه ورته یو بل مثال هم راوړ، ځکه چې هغه اورشلیم ته نژدې ؤ او هغوی ګومان کاوه چې د خدای پاچاهي به همدا اوس راښکاره شي.
12عیسی وویل: «د یوې لویې کورنۍ یو سړی یو لېرې هېواد ته په سفر لاړ چې د پاچاهۍ مقام تر لاسه کړي او بېرته خپل وطن ته راشي.
13مخکې له دې چې لاړ شي خپل لس نوکران یې راوغوښتل او هر یو ته یې یوه یوه د سرو زرو سکه ورکړه او ورته ویې ویل: ‹زما تر بېرته راتللو پورې ورباندې کاروبار وکړئ.›
14خو وطنوالو یې چې د هغه څخه یې کرکه کوله، په هغه پسې خپل استازي ولېږل چې ورته ووایي: ‹مونږ نه غواړو چې دا سړی زمونږ پاچا شي.›
15څه موده وروسته هغه د پاچا په توګه بېرته راستون شو، بیا یې هغه نوکران راوغوښتل چې سکې یې ورته ورکړې وې، ترڅو معلومه کړي چې په دوی کې هر یو په هغو سیکو باندې څومره ګټه کړې ده.
16لومړی راغی او ویې ویل: ‹باداره! ستا په یوې سکې ما لس نورې سکې ګټلې دي.›
17هغه وویل: ‹شاباس، ته ښه نوکر یې. څرنګه چې تا په لږ شي کې خپل ځان اعتباري ثابت کړ، نو ته به په لسو ښارونو باندې حکومت کوې.›
18دوهم نوکر راغی او ویې ویل: ‹باداره! ستا د سرو زرو یوې سکې نورې پنځه سکې ګټه کړې ده.›
19هغه ته یې وویل: ‹ته په پنځو ښارونو باندې حکومت کوه.›
20بیا بل نوکر راغی او ویې ویل: ‹باداره! دا ده ستا د سرو زرو سکه، هغه مې په دستمال کې تاوه کړې وه او ساتلې مې ده.
21زه ستا څخه وېرېدم، ځکه چې ته یو سخت سړی یې. هغه څه تر لاسه کوې چې تا نه دي ګټلي او هغه څه رېبې چې کرلي دې نه دي.›
22بادار یې ځواب ورکړ: ‹ای بېکاره نوکره! زه تا په خپلو خبرو ملامتوم. ته په دې پوهېدلې چې زه یو سخت سړی یم او هغه څه تر لاسه کوم چې زما نه دي او هغه څه رېبم چې کرلي مې نه دي،
23نو زما د سرو زرو سکه دې ولې د صرافانو سره نه ده ایښې چې د بېرته راستنېدو په وخت کې مې د سود سره اخیستې وای؟›
24بیا یې په هغه ځای کې ولاړو کسانو ته وویل: ‹له هغه څخه د سرو زرو سکه واخلئ او هغه نوکر ته یې ورکړئ چې لس سکې ورسره دي.›
25خو هغوی ورته وویل: ‹باداره! د هغه سره خو لا د مخکې نه لس سکې شته.›
26بادار یې وویل: ‹زه تاسو ته وایم چې د چا سره چې څه وي نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، خو د چا سره چې څه نه وي نو څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.
27اوس زما هغه دښمنان چې نه یې غوښتل زه یې پاچا شم، دلته راولئ او زما په مخکې یې ووژنئ.›»
28کله چې عیسی دا خبرې وکړې، نو د خپلو شاګردانو څخه مخکې شو او د اورشلیم په لور روان شو.
29څنګه چې بیت فاجي او بیت عنیا ته چې د زیتونو په غره کې وو نژدې شو، نو خپل دوه شاګردان یې ولېږل،
30او ورته ویې ویل: «دغه مخامخ کلي ته لاړ شئ. کله چې هغه کلي ته ننوتلئ، نو هلته به یو کوټی ووینئ چې تړل شوی به وي او تر اوسه پورې څوک ورباندې سپور شوی نه دی. هغه را ایله کړئ او دلته یې راولئ.
31که څوک درڅخه پوښتنه وکړي: ‹هغه ولې ایله کوئ؟› نو داسې ورته ووایئ چې هغه زمونږ د استاذ په کار دی.»
32هغه دوه شاګردان لاړل او لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو، هرڅه یې هماغه شان ولیدل.
33کله چې هغوی هغه کوټی ایله کاوه، نو خاوندانو یې ورڅخه پوښتنه وکړه: «دا کوټی ولې ایله کوئ؟»
34هغوی ځواب ورکړ: «دا زمونږ د استاذ په کار دی.»
35او هغوی هغه کوټی عیسی ته راوست، خپلې چپنې یې ورباندې واچولې او عیسی یې ورباندې سپور کړ.
36کله چې هغه په لاره تللو نو خلکو خپل کالي ورته په لاره کې غوړول.
37کله چې عیسی هغې لارې ته نژدې شو چې د زیتون د غره څخه راښکته شوې وه، نو ټولو پیروانو یې په خوشحالۍ او لوړ اواز سره د هغو معجزو په خاطر چې هغوی لیدلې وې د خدای د ثنا په ویلو پیل وکړ.
38او ویل یې:«مبارک دی هغه پاچا چې د څښتن په نوم راځي.سلامتي دې وي په اسمان کې او جلال دې وي څښتن تعالی ته.»
39د خلکو له منځ څخه ځینو فریسیانو عیسی ته وویل: «استاذه! خپلو شاګردانو ته ووایه چې غلي شي.»
40عیسی په ځواب کې وویل: «زه تاسو ته وایم که هغوی غلي شي، نو تیږې به په چیغو پیل وکړي.»
41کله چې عیسی اورشلیم ته نژدې شو او ښار یې ولید، نو ورته په ژړا شو
42او ویې ویل: «کاشکې نن تاته هم د سولې او سلامتۍ لار معلومه وای. خو نه، اوس دا لاره ستا د نظر څخه پټه ده.
43ځکه چې داسې ورځې به درباندې راشي چې ستا دښمنان به ستا څخه ګردچاپېره مورچلې جوړې کړي، ستا نه به راتاو شي او د هرې خوا نه به دې راایسار کړي.
44هغوی به تا او ستا خلک د ځمکې سره هوار کړي او په تا کې به یوه تیږه هم د بلې دپاسه پرېنږدي، ځکه چې تا د خدای د راتللو وخت ونه پېژانده.»
45کله چې عیسی د خدای کور ته ننوت، نو د هغو خلکو په ویستلو یې پیل وکړ چې هلته یې شیان خرڅول.
46هغوی ته یې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹زما کور به د عبادت ځای وي.› خو تاسو ورڅخه د غلو د پټېدلو ځای جوړ کړی دی.»
47عیسی هره ورځ د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه. خو مشرانو کاهنانو، د شریعت عالمانو او قومي مشرانو هڅه کوله چې هغه ووژني،
48خو هېڅ یې له لاسه پوره نه ؤ، ځکه چې ټولو خلکو په ډېر شوق سره د هغه خبرو ته غوږ نیولی ؤ.