Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1عیسی خپلو شاګردانو ته دا مثال راوړ چې هغوی ته وروښایي چې تل باید دعا وکړي او هېڅکله ناامیده نه شي.
2هغه وویل: «په یو ښار کې یو قاضي ؤ چې نه له خدایه وېرېده او نه یې د خلکو پروا لرله.
3په همدې ښار کې یوه کونډه وه چې هر وخت به هغه ته راتله او د خپل حق په خاطر به یې ورته زارۍ کولې او ویل به یې چې زما او زما د دښمن ترمنځ په شخړه کې زما سره انصاف وکړه.
4قاضي ډېره موده نه غوښتل چې کوم کار وکړي، خو اخر هغه د خپل ځان سره وویل: ‹که څه هم زه نه له خدایه وېرېږم او نه د خلکو پروا لرم،
5خو دا چې دې کونډې ماته سرخوږی پیدا کړی دی، نو زه به د هغې سره انصاف وکړم. که نه، نو هغه به هر وخت راځي او ما به تنګوي.›»
6بیا عیسی وویل: «واورئ چې دا بې انصافه قاضي څه وایي.
7ایا خدای به د خپلو غوره شویو خلکو سره چې شپه او ورځ ورته د مرستې په خاطر فریادونه کوي، انصاف ونه کړي؟ ایا د هغوی سره به په مرسته کولو کې ځنډ وکړي؟
8زه درته وایم چې هغه به زر د هغوی سره انصاف وکړي. خو کله چې د انسان زوی راشي، نو ایا هغه به د ځمکې په مخ داسې څوک پیدا کړي چې ایمان ولري؟»
9همدارنګه عیسی د هغو خلکو دپاره چې په خپل ځان ډاډمن وو چې نېک خلک دي او نور یې سپک ګڼل، دا مثال راوړ:
10«یو وخت دوه تنه چې یو یې فریسي او بل یې مالیه ټولوونکی ؤ د دعا دپاره د خدای کور ته لاړل.
11فریسي ودرېده او د خپل ځان سره یې داسې دعا وکړه: ‹ای خدایه! ستا شکر کوم چې د نورو په شان حریص، بې ایمانه او زناکار نه یم او نه د دې مالیه ټولوونکي په شان یم.
12زه په هفته کې دوه ورځې روژه نیسم او څه چې ګټم د هغې لسمه برخه ورکوم.›
13خو هغه مالیه ټولوونکی لېرې ولاړ ؤ او تر دې چې نه یې غوښتل پاس اسمان ته وګوري، خو خپله سینه یې وهله او ویل یې: ‹ای خدایه! په ما ګناهکار رحم وکړه.›»
14عیسی وویل: «زه تاسو ته وایم چې هغه مالیه ټولوونکی چې خپل کور ته لاړ بخښل شوی دی، نه هغه فریسي. ځکه هرڅوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او هرڅوک چې خپل ځان عاجز کړي، نو هغه به سرلوړی شي.»
15ځینو خلکو به عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس په هغوی باندې کېږدي. کله چې شاګردانو دا ولیدل نو هغوی یې ورټل،
16خو عیسی هغه ماشومان خپل ځان ته راوغوښتل او ویې ویل: «پرېږدئ چې ماشومان ماته راشي، هغوی مه منع کوئ، ځکه چې د خدای پاچاهي د همداسې خلکو ده.
17په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې د خدای پاچاهي د یو ماشوم په څېر ونه مني، نو هېڅکله به هغې ته وردننه نه شي.»
18یو یهودي مشر د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ای نېک استاذه! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟»
19عیسی هغه ته وویل: «ولې ماته نېک وایې؟ پرته له خدایه بل هېڅوک نېک نه دی.
20ته په حکمونو باندې پوهېږې: زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، د دروغو شاهدي مه ورکوه او د خپل مور او پلار عزت کوه.»
21هغه سړي ځواب ورکړ: «ما د ځوانۍ له وخته په دې ټولو حکمونو عمل کړی دی.»
22کله چې عیسی دا واورېدل نو هغه ته یې وویل: «په تا کې اوس هم د یو شي کمی شته. هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې په غریبانو باندې ووېشه، نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې، بیا راشه او زما پیروي وکړه.»
23کله چې هغه سړي دا خبره واورېدله نو ډېر غمجن شو، ځکه چې هغه ډېر شتمن سړی ؤ.
24کله چې عیسی ولیدل چې هغه غمجن شو نو ویې ویل: «د شتمنو خلکو دپاره د خدای په پاچاهۍ کې ننوتل څومره ګران کار دی.
25د ستنې د سوري څخه د اوښ تېرېدل اسانه دي، له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.»
26کومو خلکو چې دا واورېدل، نو د هغه نه یې پوښتنه وکړه: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟»
27عیسی ځواب ورکړ: «هغه څه چې د انسانانو دپاره ناشوني دي، هغه د خدای دپاره ممکن دي.»
28پطروس وویل: «وګوره، مونږ خپل هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شو.»
29عیسی هغوی ته وویل: «هو، په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅوک چې د خدای د پاچاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، ورونه، مور او پلار او اولادونه پرېږدي،
30نو هغه به په دې نړۍ کې د هغې څو چنده بدل تر لاسه کړي او په اخرت کې به تلپاتې ژوندون ولري.»
31بیا هغه خپل دولس شاګردان ګوښه کړل او هغوی ته یې وویل: «واورئ! مونږ اوس اورشلیم ته ځو او هغه څه چې پیغمبرانو د انسان د زوی په هکله لیکلي دي، هغه به پوره شي.
32هغه به غیریهودیانو ته په لاس ورکړل شي. هغوی به ورباندې ملنډې ووهي، سپکاوی به یې وکړي او لاړې به ورباندې تو کړي.
33هغه به په دورو ووهي او وبه یې وژني، خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.»
34خو شاګردان په دې خبرو پوه نه شول، ځکه چې د دې خبرو معنی د هغوی څخه پټه ساتل شوې وه او هغوی نه پوهېدل چې عیسی د څه شي په هکله خبرې کولې.
35کله چې عیسی اریحا ښار ته نژدې شو، نو یو ړوند سړی په لاره کې ناست ؤ او خیر یې غوښته.
36کله چې هغه سړي د ګڼ شمېر خلکو اوازونه چې له هغه ځای څخه تېرېدل واورېد، نو پوښتنه یې وکړه: «څه خبره ده؟»
37هغوی ورته وویل: «عیسی ناصري په دې لاره تېریږي.»
38نو هغه چیغې ووهلې: «ای عیسی د داود زویه! په ما رحم وکړه.»
39کوم خلک چې د عیسی څخه مخکې روان وو، هغه سړی ورټلو او ورته ویې ویل: «غلی شه.» خو هغه نور هم په لوړ اواز چیغې کړې: «ای د داود زویه! په ما رحم وکړه.»
40نو عیسی ودرېده او امر یې وکړ چې هغه سړی هغه ته راولي. کله چې ورنژدې شو، نو عیسی ورڅخه پوښتنه وکړه:
41«څه غواړې چې درته ویې وکړم؟» هغه وویل: «ای ښاغلیه! غواړم چې بینا شم.»
42عیسی هغه ته وویل: «بینا شه، ته خپل ایمان روغ کړې.»
43او هغه سمدلاسه بینا شو او په داسې حال کې چې د خدای ثنا یې ویله، د عیسی پسې روان شو. کله چې خلکو دا هرڅه ولیدل، نو ټولو د خدای ثنا وویله.