Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هرڅوک وسوسه کیږي چې ګناه وکړي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د ګناه کولو د رامنځته کېدو سبب کیږي.
2د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او دریاب ته وغورځول شي، له دې نه چې د دې خلکو څخه چې د ماشوم په شان په ما باندې ایمان لري، د کوم یو د ګناهکارولو سبب شي.
3پام کوئ! که چېرې ورور دې درسره بدي وکړي، نو هغه ورټه او که توبه وباسي، نو ویې بخښه.
4او که هغه د ورځې اووه ځلې درسره بدي وکړي او هر ځل راشي او درته ووایي چې زما توبه ده، نو هغه وبخښه.»
5رسولانو عیسی ته وویل: «زمونږ ایمان قوي کړه.»
6عیسی وویل: «که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان لرلی، نو تاسو کولای شول د توت دې ونې ته ووایئ چې له بېخه راووځه او په دریاب کې راشنه شه. نو هغې به ستاسو خبره منلې وای.
7فرض کړئ په تاسو کې کوم څوک نوکر لري چې قلبه کوي یا پسونه ساتي. کله چې هغه د پټي نه راشي ایا بادار به ورته ووایي چې زر راشه، کښېنه او ډوډۍ وخوره؟
8هېڅکله نه، د دې په ځای به هغه ته ووایي: ‹ماته د ماښام ډوډۍ تیاره کړه، ملا دې وتړه او ترڅو پورې چې زه ډوډۍ خورم زما خدمت کوه، له هغې وروسته کولای شې چې خپله ډوډۍ وخورې.›
9ایا بادار به د هغه نوکر څخه چې د هغه امر یې په ځای کړی دی، مننه وکړي؟
10او په همدې ډول کله چې تاسو هم خپل ټول کارونه چې درته حکم شوی دی سرته ورسوئ، نو ووایئ: ‹مونږ نوکران د شاباسي وړ نه یو، مونږ یوازې خپله وظیفه سرته رسولې ده.›»
11کله چې عیسی اورشلیم ته تللو، نو د جلیل او سامریې ترمنځ په پوله تېر شو.
12هغه یو کلي ته د ننوتلو په وخت کې د لسو تنو سره چې د جذام په ناروغۍ اخته وو، مخامخ شو. هغوی لېرې ودرېدل
13او په لوړ اواز یې نارې کړې: «ای عیسی باداره! په مونږ رحم وکړه.»
14عیسی هغوی ته وکتل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او خپل ځانونه کاهنانو ته وښایئ.» څنګه چې هغوی روان شول، نو پاک او روغ شول.
15کله چې په هغوی کې یو تن ولیدل چې روغ شوی دی، نو بېرته راوګرځېد او په لوړ اواز یې د خدای ثنا وویله.
16هغه د عیسی په پښو کې پرېوت او د هغه څخه یې مننه وکړه. دا سړی یو سامري ؤ.
17عیسی وویل: «ایا ټول لس تنه پاک او روغ نه شول؟ نو بیا هغه نور نهه تنه چېرته دي؟
18ایا له دې پردي سړي پرته بل څوک نه ؤ چې بېرته راغلی وای او د خدای ثنا یې ویلې وای؟»
19عیسی هغه سړي ته وویل: «پاڅېږه او لاړ شه، خپل ایمان ته روغ کړې.»
20ځینو فریسیانو د عیسی څخه پوښتنه وکړه چې د خدای پاچاهي به کله راشي. عیسی ځواب ورکړ: «د خدای پاچاهي په داسې ډول نه راځي چې هغه ولیدل شي.
21نه به هم څوک ووایي چې وګورئ، دلته ده یا هلته ده. ځکه چې په حقیقت کې د خدای پاچاهي ستاسو په منځ کې ده.»
22بیا یې شاګردانو ته وویل: «داسې وخت به راشي چې تاسو به په دې ارمان یئ چې هغه ورځ وګورئ چې د انسان زوی پاچاهي کوي، خو وبه یې نه وینئ.
23خلک به تاسو ته ووایي چې وګورئ دلته دی یا وګورئ هلته دی. خو تاسو هغوی پسې مه ځئ.
24ځکه په کومه ورځ چې د انسان زوی راځي د هغې برېښنا په شان به وي چې د اسمان له یو سر څخه تر بله سره پورې ځلیږي.
25خو لومړی باید هغه ډېر کړاوونه وزغمي او د دې زمانې د خلکو له خوا به رد شي.
26لکه څنګه چې د نوح په زمانه کې شوي وو، همداسې به د انسان د زوی په زمانه کې هم وشي.
27خلکو تر هغې ورځې پورې خوړل، څښل او وادونه به یې کول، ترڅو چې نوح کشتۍ ته ننوت او سېلاب راغی او ټول یې تباه کړل.
28د لوط په زمانه کې همداسې شوي وو چې هغوی به خوړل، څښل، اخیستل او خرڅول، کرنه یې کوله او ودانۍ به یې جوړولې،
29خو په هغه ورځ چې لوط د سدوم څخه لاړ، نو د اسمان څخه اور او د ګوګړو باران راواورېد او هغوی ټول یې تباه کرل.
30په هغه ورځ چې د انسان زوی راښکاره شي، نو همداسې به وشي.
31په هغه ورځ څوک چې د بام په سر وي او سامان یې په کوټه کې وي، نو هغه دې د خپل سامان د وړلو دپاره راښکته نه شي. همدارنګه څوک چې په پټي کې وي نو خپل کور ته دې ته بېرته لاړ نه شي.
32د لوط ښځه در په یاد کړئ چې د هغې سره څه وشول.
33هرڅوک چې د خپل ځان د ساتلو کوښښ وکړي نو هغه به له لاسه ورکړي، او څوک چې خپل ځان له لاسه ورکړي، نو هغه به یې وژغوري.
34زه تاسو ته وایم، په هغه شپه که چېرې دوه تنه په یو کټ کې پراته وي، یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي.
35د دوو ښځو څخه چې یوځای سره میچن کوي، یوه به یې بوتلل شي او بله به پرېښودل شي.
36که چېرې دوه سړي په پټي کې وي، نو یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي.»
37شاګردانو د هغه څخه پوښتنه وکړه: «چېرته، ای استاذه؟» عیسی په ځواب کې وویل: «چېرته چې مرداره وي، هلته ټپوسان راټولیږي.»