Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «یو شتمن سړي یو ناظر درلود. دا سړی خبر شو چې ناظر د هغه شتمني بېځایه لګوي.
2نو هغه یې راوغوښت او ورته ویې ویل: ‹دا څه دي چې ستا په هکله یې اورم؟ څه چې دې اخیستي او څه چې دې لګولي دي د هغو حساب راکړه، ځکه چې ته نور نه شې کولای زما ناظر اوسې.›
3ناظر له ځان سره وویل: ‹زما بادار ما د خپل کار څخه شړي، نو اوس به زه څه کوم؟ زه خو دومره تکړه نه یم چې لاړ شم او چېرته لښتي وکینم او په خیر غوښتلو هم شرمېږم.
4اوس پوه شوم چې څه وکړم. کله چې ما د دندې څخه لېرې کړي، نو زه باید ملګري ولرم چې ماته په خپلو کورونو کې ځای راکړي.›
5نو د خپل بادار هر یو پوروړی یې راوغوښت. لومړي ته یې وویل: ‹زما د بادار څومره پوروړی یې؟›
6هغه ځواب ورکړ: ‹سل پیمانې د زیتونو تېل.› ناظر ورته وویل: ‹خپل حساب راواخله، زر کښېنه او د هغې په ځای پنځوس ولیکه.›
7بیا یې بل ته وویل: ‹ته څومره پوروړی یې؟› هغه ځواب ورکړ: ‹سل جواله غنم.› ناظر ورته وویل: ‹خپل حساب راواخله او د هغې په ځای اتیا ولیکه.›
8نو بادار یې هغه بې ایمانه ناظر وستایه، په دې خاطر چې هغه په ځیرکۍ سره داسې کار وکړ، ځکه چې د دې نړۍ خلک په خپلو کې په راکړه ورکړه کې د ایماندارانو په نسبت ډېر ځیرک دي.»
9عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم چې په خپلې دنیاوي شتمنۍ د نورو سره مرسته وکړئ چې خپلو ځانونو ته ملګري پیدا کړئ، نو کله چې هغه شتمني خلاصه شي تاسو ته به په تلپاتې کورونو کې ځای درکړل شي.
10څوک چې په لږو شیانو کې صادق وي، نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق وي، او څوک چې په لږو شیانو کې صادق نه وي، نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق نه وي.
11که چېرې په دنیاوي شتمنۍ باندې په تاسو اعتبار ونه شي، نو په اصلي شتمنۍ به څوک په تاسو اعتبار وکړي؟
12که چېرې تاسو د نورو خلکو د شتمنۍ په اړه صادق ونه اوسئ، نو څوک به تاسو ته هغه شتمني چې ستاسو به وي، درکړي؟
13هېڅ غلام نه شي کولای چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې داسې غلام به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره به مینه او یا دا چې یو ته به وفادار وي او بل ته به په سپکه سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولای چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو بندګي وکړئ.»
14فریسیانو چې دا خبرې واورېدلې نو په عیسی باندې یې ملنډې ووهلې، ځکه چې هغوی د پیسو سره مینه لرله.
15عیسی هغوی ته وویل: «تاسو داسې خلک یئ چې خپل ځانونه د نورو په مخکې رښتیني ښکاره کوئ، خو خدای ستاسو زړونه ښه پېژني. ځکه کوم شیان چې د انسانانو په نظر کې ډېر ارزښت لري، خدای هغه بد ګڼي.
16د یحیی تر راتللو پورې خلکو د تورات او د پیغمبرانو په لیکنو عمل کاوه. له هغې وروسته د خدای د پاچاهۍ زېری اعلان شو او هرڅوک زیات کوښښ کوي چې هغې ته وردننه شي.
17د ځمکې او اسمان له منځه تلل اسانه دي، له دې نه چې د شریعت یو ټکی هم له منځه لاړ شي.
18هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او د بلې ښځې سره واده وکړي، نو هغه زنا کوي او هرڅوک چې د طلاقې شوې ښځې سره واده وکړي، هغه هم زنا کوي.»
19عیسی وویل: «یو شتمن سړی ؤ چې هره ورځ به یې تر ټولو قیمتي کالي اغوستل او په عیش او عشرت کې یې ژوند تېراوه.
20د هغه د دروازې په مخکې به یو سوالګر چې ایلعازر نومېده او بدن یې له ټپونو څخه ډک ؤ، پروت ؤ
21او په دې تمه به ؤ چې د هغه شتمن سړي د دسترخوان څخه په پاتې شویو ټوټو باندې ځان موړ کړي. حتی سپي به راتلل او د هغه ټپونه به یې څټل.
22داسې وشول چې هغه غریب سړی مړ شو او فرښتو هغه د ابراهیم څنګ ته یووړ. بیا هغه شتمن سړی هم مړ شو او خاورو ته وسپارل شو.
23هغه د مړو دنیا ته لاړ او هلته ډېر په عذاب ؤ. هغه چې پورته وکتل د لېرې نه یې ابراهیم ولید چې ایلعازر یې په خوا کې ؤ.
24بیا هغه چیغې کړې او ویې ویل: ‹ای زما نیکه ابراهیمه! په ما رحم وکړه او ایلعازر راولېږه چې خپله ګوته په اوبو کې لمده کړي او زما ژبه پرې یخه کړي، ځکه چې زه په دې اور کې ډېر په عذاب یم.›
25خو ابراهیم وویل: ‹زویه! در په یاد کړه، تا په خپل ژوند کې ټول ښه شیان تر لاسه کړل او ټول بد شیان د ایلعازر په نصیب کې وو. خو اوس هغه دلته ارام دی او ته په عذاب کې یې.
26برسېره پر دې، زمونږ او ستاسو په منځ کې یوه لویه کنده شته، چې له هغې څخه نه څوک درپورې وتلی شي او نه څوک ترې راپورې وتلی شي.›
27هغه شتمن سړي وویل: ‹ای زما پلاره ابراهیمه! زه تاته زارۍ کوم چې ایلعازر زما د پلار کور ته ولېږه،
28ځکه چې زه پنځه ورونه لرم. پرېږده چې هغه لاړ شي او هغوی خبر کړي، هسې نه چې هغوی هم دې د عذاب ځای ته راشي.›
29ابراهیم وویل: ‹د هغوی سره د موسی او نورو پیغمبرانو لیکنې شته، نو باید د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي او عمل پرې وکړي.›
30شتمن سړي ځواب ورکړ: ‹نه، ای زما نیکه ابراهیمه! خو که له مړو څخه څوک هغوی ته ورشي، نو هغوی به توبه وباسي.›
31خو ابراهیم ورته وویل: ‹که چېرې هغوی د موسی او نورو پیغمبرانو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو که د مړو څخه هم څوک راپاڅيږي، هغوی به قانع نه شي.›»