Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1په دې وخت کې ډېر مالیه ټولوونکي او ګناهکاران عیسی ته ورنژدې شول چې د هغه خبرې واوري.
2خو فریسیانو او د شریعت عالمانو په خپلو کې په ګورېدلو پیل وکړ او ویل یې: «دا سړی د ګناهکارانو سره ناسته ولاړه کوي او حتی د هغوی سره یوځای ډوډۍ خوري.»
3نو عیسی هغوی ته دا مثال راوړ:
4«که چېرې په تاسو کې څوک سل پسونه ولري او یو پسه ورڅخه ورک شي، نو هغه به څه کوي؟ ایا هغه به هغه نهه نوي پسونه په دښته کې پرېنږدي او د هغه ورک پسه پسې به لاړ نه شي، ترڅو هغه پیدا کړي؟
5کله چې هغه راپیدا کړي، نو په خوشحالۍ سره به یې خپلو اوږو ته پورته کړي.
6او کله چې کور ته راشي، خپل ټول ملګري او ګاونډیان به سره راټول کړي او هغوی ته به ووایي: ‹زما سره په دې خوشحالۍ کې شریک شئ، ځکه چې خپل ورک شوی پسه مې وموند.›
7زه تاسو ته وایم چې په همدې ډول کله چې یو ګناهکار توبه وباسي، نو په جنت کې به د هغه دپاره د نهه نوي نېکانو په پرتله چې توبې ته اړتیا نه لري، ډېره خوشحالي وي.
8یا فرض کړئ د یوې ښځې سره د سپینو زرو لس سکې وي او یوه ترې ورکه شي. ایا هغه به څراغ بل نه کړي، خپل کور به جارو نه کړي او ټول ځایونه به ونه لټوي، ترڅو هغه راپیدا کړي؟
9کله چې هغه راپیدا کړي، نو خپل ملګري او ګاونډیان به سره راټول کړي او هغوی ته به ووایي: ‹زما سره خوشحالي وکړئ، ځکه چې ما خپله ورکه شوې سکه راپیدا کړه.›
10په همدې ډول زه تاسو ته وایم کله چې یو ګناهکار توبه وباسي، نو د خدای فرښتې به د هغه دپاره خوشحالي کوي.»
11بیا عیسی وویل: «یو سړي دوه زامن لرل.
12کشر زوی یې خپل پلار ته وویل: ‹پلاره! ماته مې خپله برخه جایداد راکړه.› نو هغه سړي خپل جایداد د خپلو دواړو زامنو ترمنځ ووېشه.
13څو ورځې وروسته کشر زوی خپله برخه جایداد خرڅ کړ او پیسې یې واخیستلې او یو لېرې وطن ته لاړ او خپلې پیسې یې هلته په عیاشۍ کې بېځایه برباد کړلې.
14کله چې هغه خپل هرڅه مصرف کړل، په هغه وطن کې سخته قحطي راغله او هغه محتاج شو.
15نو هغه لاړ او د هغه وطن د یو سړي سره نوکر شو او هغه سړي هغه خپلو پټیو ته ولېږه چې خوګان وساتي.
16هغه په دې ارمان ؤ چې خپله ګېډه په هغو خوړو باندې مړه کړي چې خوګانو به خوړل، خو هېچا هغه ته څه نه ورکول.
17په پای کې د هغه عقل سر ته راغی او ویې ویل: ‹زما د پلار مزدوران دومره زیات خواړه لري چې ورڅخه پاتې کیږي او زه دلته د لوږې له لاسه مړ کېږم.
18زه به لاړ شم او خپل پلار ته به ورشم او ورته به ووایم چې پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده.
19زه نور د دې وړ نه یم چې ته راته خپل زوی ووایې. ما هم یو له خپلو مزدورانو څخه وشمېره.›
20نو هغه پاڅېد او د خپل پلار کور ته روان شو. هغه لا کور ته نه ؤ رسېدلی چې پلار یې هغه له لېرې ولیده، زړه یې ورباندې وسوځېده او په منډه منډه د خپل زوی خواته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ.
21زوی یې وویل: ‹پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده. زه نور د دې وړ نه یم چې ستا زوی وګڼل شم.›
22خو پلار یې خپلو نوکرانو ته وویل: ‹زر شئ. تر ټولو ښه چپنه راوړئ او هغه ته یې واغوندئ. ګوته ورته په لاس کړئ او څپلۍ ورته په پښو کړئ.
23یو چاغ خوسکی راولئ او حلال یې کړئ او راځئ چې مېله جوړه کړو او خوشحالي وکړو.
24ځکه چې زما دا زوی مړ شوی ؤ او بېرته راژوندی شوی دی. هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.› نو هغوی جشن پیل کړ.
25خو د هغه مشر زوی په دې وخت کې په پټي کې ؤ. کله چې راغی او کور ته رانژدې شو، نو د ساز او نڅا اواز یې واورېد.
26نو یو نوکر یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: ‹دا څه دي؟›
27نوکر ځواب ورکړ: ‹ستا ورور راغلی دی او پلار دې یو چاغ خوسکی حلال کړی دی، ځکه چې هغه روغ رمټ بېرته راغلی دی.›
28خو مشر ورور دومره په قهر شو چې نه یې غوښتل کور ته ننوځي. پلار یې دباندې راووت او هغه ته یې زاري وکړه چې کور ته ننوځي.
29خو هغه خپل پلار ته په ځواب کې وویل: ‹ګوره، کلونه کلونه کیږي چې ما لکه د غلام په شان ستا خدمت کړی دی او هېڅکله مې ستا د امر څخه سرغړونه نه ده کړې. خو ماته دې یو سېرلی هم نه دی راکړی چې خپلو ملګرو ته مې مېلمستیا ورکړې وای.
30خو دې زوی دې خپل ټول جایداد په فاحشو باندې برباد کړ او کله چې بېرته کور ته راغی نو تا ورته چاغ خوسکی حلال کړ.›
31پلار یې ورته وویل: ‹زما زویه! ته تل زما سره یې او زه چې هرڅه لرم هغه ستا دي.
32خو اوس باید جشن ونیسو او خوشحالي وکړو، ځکه چې ستا دا ورور مړ شوی ؤ، خو اوس بېرته راژوندی شوی دی، هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.›»