Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1د سبت په یوه ورځ عیسی د ډوډۍ خوړلو دپاره د فریسیانو د ډلې د یو مشر کور ته لاړ او هلته خلکو په ځیر هغه ته کتل.
2هلته عیسی ته مخامخ یو سړی ولاړ ؤ چې د پړسوب په ناروغۍ اخته ؤ.
3عیسی د شریعت د عالمانو او فریسیانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا د سبت په ورځ د ناروغانو روغول روا دي که نه؟»
4خو هغوی غلي پاتې شول. نو عیسی هغه سړی له لاسه ونیوه، هغه یې روغ کړ او رخصت یې کړ.
5بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «که چېرې د سبت په ورځ په تاسو کې د کوم چا زوی یا غویی په څاه کې ولویږي، نو ایا هغه به یې سمدلاسه راونه باسي؟»
6خو د هغوی سره د دې خبرې ځواب نه ؤ.
7کله چې عیسی ولیدل چې ځینو مېلمنو کوښښ کاوه د ځانونو دپاره تر ټولو ښه ځایونه ونیسي، نو هغوی ته یې دا مثال راوړ:
8«کله چې څوک تاسو ته د واده د مېلمستیا دپاره بلنه درکړي نو د مجلس په سر کې مه کښېنئ، ځکه کېدای شي چې ستاسو څخه کوم بل ډېر مهم سړی رابلل شوی وي،
9او ستاسو کوربه چې تاسو دواړه یې رابللي یئ راشي او درته ووایي: ‹خپل ځای دې سړي ته پرېږده.› نو بیا به وشرمېږې او مجبوره به شې چې تر ټولو وروستني ځای کې کښېنې.
10خو کله چې د چا مېلمه شې، نو لاړ شه او تر ټولو وروستني ځای کې کښېنه، ترڅو کله چې کوربه راشي او درته ووایي: ‹ای زما ملګریه! پاس کښېنئ.› په دې به د نورو ټولو مېلمنو په مخکې ستا عزت وشي،
11ځکه څوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او څوک چې خپل ځان عاجز کړي، هغه به سرلوړی شي.»
12بیا عیسی خپل کوربه ته وویل: «کله چې د غرمې یا د ماښام ډوډۍ دپاره څوک راغواړې، نو خپلو ملګرو یا خپلو ورونو یا خپلوانو یا خپلو شتمنو ګاونډیانو ته بلنه مه ورکوه، ځکه چې هغوی به هم بېرته تاته بلنه درکړي او په دې ډول به ستا بدل پوره کړي.
13خو کله چې مېلمستیا ورکوې، نو غریبانو، شلانو، ګوډانو او ړندو ته بلنه ورکړه.
14نو ته به بختور یې، ځکه چې هغوی ستا بدل نه شي پوره کولای. خو د قیامت په ورځ به خدای تاته د نېکانو سره اجر درکړي.»
15کله چې د حاضرو خلکو څخه یو تن چې په دسترخوان ورسره ناست ؤ دا واورېدل، نو عیسی ته یې وویل: «بختور دي هغه خلک چې د خدای په پاچاهۍ کې به په مېلمستیا کې کښېني.»
16عیسی هغه ته وویل: «یو سړي یوه لویه مېلمستیا جوړه کړه او ډېر خلک یې راوبلل.
17کله چې د ډوډۍ وخت شو، نو خپل نوکر یې مېلمنو پسې ولېږه چې ورته ووایي: ‹راشئ، هرڅه تیار دي.›
18خو هغوی ټولو بهانې پیل کړې. لومړني وویل: ‹ما لږه ځمکه اخیستې ده، باید لاړ شم او هغه ووینم. مهرباني وکړه زما عذر ومنه.›
19بل وویل: ‹ما پنځه جوړې غویان اخیستي دي او روان یم چې هغه امتحان کړم، مهرباني وکړه زما عذر ومنه.›
20او بل یې وویل: ‹ما نوی واده کړی دی، نو له دې امله نه شم درتللی.›
21نوکر بېرته راغی او خپل بادار ته یې دا هرڅه وویل. بادار ډېر په قهر شو او خپل نوکر ته یې وویل: ‹زر زر د ښار لارو او کوڅو ته ووځه او غریبان، شلان، ړانده او ګوډان راوله.›
22کله چې نوکر بېرته راستون شو، نو ویې ویل: ‹باداره! ستاسو امر په ځای شو، خو بیاهم د نورو خلکو دپاره ځای شته.›
23بیا بادار خپل نوکر ته وویل: ‹د ښار څخه دباندې سرکونو او کوڅو ته ووځه او خلک په زوره راوله، ترڅو زما کور ډک شي.
24زه تاسو ته وایم چې د هغو خلکو څخه چې لومړی مې ورته بلنه ورکړې وه هېڅوک به هم زما د دې مېلمستیا خوند ونه څکي.›»
25یوځل چې د خلکو یوه لویه ډله د عیسی سره روانه وه، عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل:
26«که څوک ماته راځي او هغه د خپل مور، پلار، خپلې ښځې او اولادونو، خویندو او ورونو او حتی د خپل ځان څخه هم زما سره زیاته مینه ونه کړي، هغه نه شي کولای چې زما شاګرد شي.
27که چېرې څوک خپل صلیب راوانخلي او ما پسې رانه شي، نو هغه زما شاګرد کېدای نه شي.
28فرض کړئ چې په تاسو کې کوم څوک غواړي یو برج جوړ کړي، ایا هغه به لومړی نه کښېني چې لګښت یې وسنجوي، ترڅو وویني چې د هغه سره دومره پیسې شته چې هغه ورباندې سرته ورسوي یا نه؟
29که نه، نو تهداب به یې کېږدي، خو وبه نه شي کولای چې سرته یې ورسوي، نو هرڅوک چې هغه وګوري ورپورې وبه خاندي.
30هغوی به وایي چې دې سړي د ودانۍ کار پیل کړ، خو ویې نه شو کولای چې سرته یې ورسوي.
31یا کوم داسې پاچا به وي چې د بل پاچا سره د جګړې دپاره ځي او پرته له دې چې لومړی کښېني او فکر وکړي چې ایا د خپل لسو زرو عسکرو سره به وکولای شي د هغه بل پاچا سره چې شل زره لښکر لري، وجنګیږي؟
32که چېرې هغه ونه شي کولای، نو مخکې له دې چې دښمن ورته راورسیږي، هغه به استازي ولېږي او د سولې د شرطونو په هکله به ورڅخه غوښتنه وکړي.
33په همدې ډول په تاسو کې هېڅوک تر هغې زما شاګرد کېدای نه شي، ترڅو پورې چې د خپل مال او دولت څخه تېر نه شي.
34مالګه ښه شی دی، خو که په خپله مالګه بې خونده شي نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړي؟
35د هغې څخه نور نه د ځمکې دپاره او نه د سرې دپاره کار اخیستل کیږي او خلک هغه لېرې غورځوي. که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»