Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1په همدې وخت کې په هغه ځای کې ځینو حاضرینو عیسی د هغو جلیلیانو څخه خبر کړ چې پیلاتوس هغوی خدای ته د قرباني وړاندې کولو په وخت کې ووژل.
2عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ایا ګومان کوئ چې دغه جلیلیان د جلیل له نورو ټولو اوسېدونکو څخه ډېر ګناهکاران وو چې په دې ډول ووژل شول؟
3نه، زه تاسو ته وایم که چېرې تاسو توبه ونه باسئ، نو تاسو ټول به د هغوی په شان تباه شئ.
4یا هغه اتلس تنه چې په سیلوام کې ورباندې برج راوغورځېده او مړه شول، ایا ګومان کوئ چې هغوی د هغو نورو ټولو خلکو څخه چې په اورشلیم کې اوسیږي ډېر ګناهکاران وو؟
5نه، زه تاسو ته وایم که چېرې توبه ونه باسئ، نو تاسو ټول به د هغوی په شان تباه شئ.»
6بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «یو سړي خپل د انګورو په باغ کې د انځر یوه ونه کرلې وه. کله چې راغی چې انځران راټول کړي، هېڅ یې په کې پیدا نه کړل.
7نو خپل باغوان ته یې وویل: ‹ګوره، درې کاله کیږي چې راځم او په دې ونه کې مېوه لټوم، خو هېڅ مې په کې پیدا نه کړ. دا ونه ووهه. دې ونې ولې هسې ځای نیولی دی؟›
8خو باغوان ورته ځواب ورکړ: ‹باداره! دا کال یې هم پرېږده، زه به د هغې شاوخوا ځمکه وکینم او سره به ورته واچوم.
9که په راتلونکي فصل کې یې مېوه ونیوله نو ډېره ښه به وي، که نه نو بیا کولای شې چې ویې وهې.›»
10د سبت په یوه ورځ عیسی په کنیسه کې تعلیم ورکاوه.
11هلته یوه ښځه وه چې اتلس کاله کېدل چې پېریانو نیولې وه او هغه یې کمزورې کړې وه. ملا یې ورته داسې کړوپه کړې وه چې بیخي سمه ودرېدلی نه شوه.
12کله چې عیسی هغه ښځه ولیدله، نو هغه یې راوغوښتله او ورته ویې ویل: «ای خورې! ته د خپلې ناروغۍ څخه خلاصه شوې.»
13بیا یې خپل لاسونه په هغې باندې کېښودل او هغه سمدلاسه نېغه ودرېدله او د خدای ثنا یې وویله.
14خو د کنیسې مشر د عیسی په دې کار چې د سبت په ورځ یې ناروغ ته شفا ورکړې وه، خفه شو او خلکو ته یې وویل: «په هفته کې شپږ ورځې دي چې باید کار وشي، نو په همدې ورځو کې راځئ او شفا مومئ، خو د سبت په ورځ نه.»
15خو عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «ای منافقانو! ایا تاسو هر یو د سبت په ورځ خپل غویی یا خر د آخور څخه نه ایله کوئ او د اوبو دپاره یې نه بیایئ؟
16نو دا ښځه د ابراهیم لور ده او اتلس کاله کیږي چې د شیطان په بند کې وه. ایا هغه باید د سبت په ورځ د بند څخه ازاده نه شي؟»
17د عیسی په دې خبرو د هغه مخالفین خجالته شول، خو خلک د هغه په دې حیرانوونکي کارونو چې کول یې، خوشحاله شول.
18بیا عیسی پوښتنه وکړه: «د خدای پاچاهي د څه شي په شان ده او هغه د څه شي سره پرتله کړم؟
19دا د شړشمو د تخم په شان ده چې یو سړي هغه راواخیست او په خپل پټي کې یې وکرلو. هغه لوی شو او بوټی ترې جوړ شو او مرغان راغلل او د هغه په څانګو یې ځالې جوړې کړې.»
20عیسی یوځل بیا پوښتنه وکړه: «د خدای پاچاهي د څه شي سره پرتله کړم؟
21دا د هغې خمیرې په شان ده چې یوه ښځه هغه واخلي او د درې پیمانې اوړو سره یې ګډه کړي، ترڅو هغه ټول خمیره شي.»
22عیسی اورشلیم ته روان ؤ او په لاره یې په ښارونو او کلیو کې خلکو ته تعلیم ورکاوه.
23یو چا ورڅخه پوښتنه وکړه: «استاذه! ایا یوازې لږ خلک به خلاصون ومومي؟» عیسی ځواب ورکړ:
24«زیات کوښښ وکړئ چې له تنګې دروازې څخه وردننه شئ، ځکه ز�� تاسو ته وایم چې ډېر خلک به د ننوتلو هڅه وکړي، خو وبه نه شي کړای.
25کله چې یوځل د کور خاوند راپاڅيږي او دروازه بنده کړي، نو تاسو به دباندې پاتې شئ او دروازه به ټکوئ او وایئ به چې ای ښاغلیه! دروازه خلاصه کړه. خو هغه به ځواب درکړي چې زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځای نه راغلي یئ.
26نو بیا به تاسو وایئ: ‹مونږ تا سره په یو دسترخوان خوړلې او څښلې او تا زمونږ په کوڅو کې تعلیم ورکاوه.›
27خو هغه به بیا درته ووایي: ‹زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځای نه راغلي یئ. ای بدکارانو! زما د مخې نه لېرې شئ.›
28کله چې تاسو ووینئ چې ابراهیم، اسحاق، یعقوب او ټول پیغمبران د خدای په پاچاهۍ کې دي خو تاسو ورڅخه شړل شوي یئ، نو بیا به ژاړئ او خپل غاښونه به چیچئ.
29خلک به د ختیځ او لوېدیځ او شمال او جنوب څخه راشي او د خدای د پاچاهۍ په مېلمستیا کې به کښېني.
30څوک چې اوس وروستي دي، هغوی به اول شي او څوک چې اول وي هغوی به وروستي شي.»
31په هماغه وخت کې یو څو فریسیان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «دا ځای پرېږده او کوم بل ځای ته لاړ شه، ځکه چې هیرودیس غواړي تا ووژني.»
32عیسی هغوی ته وویل: «لاړ شئ او هغه ګیدړ ته ووایئ چې زه نن او سبا پېریان وباسم او خلک روغوم او په درېمه ورځ به خپل کار پای ته ورسوم.
33په هر حال، زه باید نن او سبا او بل سبا خپل سفر ته دوام ورکړم، ځکه چې دا ناشونې ده چې یو پیغمبر دې د اورشلیم څخه پرته په بل ځای کې ووژل شي.
34ای اورشلیمه! ای اورشلیمه! ای هغه ښاره چې پیغمبران وژنې او کوم کسان چې د خدای له خوا درلېږل کیږي، هغه سنګساروې. ما څو څو ځلې وغوښتل چې ستا خلک داسې سره راټول کړم لکه چرګه چې خپل بچي د خپلو وزرونو لاندې راټولوي، خو تا ونه غوښتل.
35ګوره، ستاسو کور تاسو ته خالي پرېښودل کیږي. زه تاسو ته وایم چې نور به ما تر هغې ونه وینئ ترڅو هغه وخت راشي چې دا ووایئ:‹مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي.›»