Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
59 verses
1په دې وخت کې په زرګونو خلک راټول شول، او دومره زیات وو چې یو بل یې تر پښو لاندې کول، نو عیسی لومړی خپلو شاګردانو ته خبرې پیل کړې: «د فریسیانو د خمیرې یعنې د هغوی د منافقت څخه ځانونه ساتئ.
2داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې څرګند به نه شي.
3نو هرڅه چې تاسو په تیاره کې ویلي هغه به په رڼا ورځ واورېدل شي او هرڅه چې تاسو د تړلو دروازو شاته یو بل ته په غوږ کې پټ پټ ویلي دي هغه به د بامونو څخه په لوړ اواز واورېدل شي.
4ای زما ملګرو! زه تاسو ته وایم د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ چې بدن وژني او له هغې وروسته نور هېڅ نه شي کولای.
5خو زه تاسو خبروم چې د چا څخه باید ووېرېږئ. له هغه چا څخه ووېرېږئ چې د وژلو څخه وروسته دا واک او اختیار لري چې تاسو په دوزخ کې واچوي. هو، زه تاسو ته وایم چې باید د هغه څخه ووېرېږئ.
6ایا پنځه مرغۍ په دوه روپۍ نه خرڅیږي؟ خو بیاهم له دوی څخه یوه یې هم خدای نه هېروي.
7تر دې پورې چې ستاسو د سر ویښتان هم شمېرل شوي دي. نو هېڅ مه وېرېږئ، تاسو د بې شمېره مرغیو څخه زیات ارزښت لرئ.»
8عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم هرڅوک چې د خلکو په مخکې په دې اقرار وکړي چې هغه زما د پیروانو څخه دی، نو د انسان زوی به هم د خدای د فرښتو په مخکې اقرار وکړي چې هغه زما د پیروانو څخه دی.
9خو هرڅوک چې د خلکو په مخکې زما څخه انکار وکړي نو د انسان زوی به هم د خدای د فرښتو په مخکې د هغه څخه انکار وکړي.
10هرڅوک چې د انسان د زوی په خلاف کومه خبره وکړي نو هغه به وبخښل شي، خو که څوک د روح القدس په ضد کفر ووایي هغه به ونه بخښل شي.
11کله چې هغوی تاسې د محاکمې دپاره کنیسو یا والیانو یا واکمنانو ته راولي، نو په دې هکله اندېښنه مه کوئ چې د خپل ځان څخه به څنګه دفاع کوئ یا څه به وایئ.
12ځکه چې په هماغه ساعت به روح القدس تاسو ته وښایي چې څه باید ووایئ.»
13د ګڼې ګوڼې له منځ څخه یو سړي عیسی ته وویل: «استاذه! زما ورور ته ووایه چې زمونږ د پلار میراث زما سره ووېشي.»
14عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «ای وروره! زه چا ستاسو ترمنځ قاضي ټاکلی یم چې ستاسو میراث ووېشم؟»
15بیا یې خلکو ته وویل: «پام کوئ او خپل ځانونه د هر ډول حرص څخه وساتئ، ځکه چې د انسان ژوند په دې نه جوړیږي چې هغه دې ډېره شتمني ولري.»
16بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «یو شتمن سړی ؤ چې ځمکه یې لرله او هغې ځمکې ښه حاصل ورکړ.
17هغه د خپل ځان سره فکر وکړ او ویې ویل: ‹څه وکړم؟ ما سره دومره ځای نشته چې خپلې غلې دانې په کې وساتم.›
18بیا هغه وویل: ‹اوس پوه شوم چې څه وکړم. زه به خپل ګودامونه وران کړم او د هغو نه به لوی لوی ګودامونه جوړ کړم او خپلې غلې دانې او نور شیان به په کې ذخیره کړم.
19بیا به خپل ځان ته ووایم: ای بختور انسانه! تا ډېر زیات ښه ښه شیان راټول کړي دي چې د ډېرو کلونو دپاره دې بس دي. اوس ارام ژوند تېروه، خوره، څښه او خوشحاله ګرځه.›
20خو خدای هغه ته وویل: ‹ای کم عقله! همدا نن شپه به دې ساه ووځي، نو دا ټول شیان چې تا د خپل ځان دپاره ساتلي دي هغه به د چا شي؟›
21داسې به د هغو خلکو سره کیږي چې د ځانونو دپاره شتمني راټولوي خو د خدای په نظر کې به غریب وي.»
22بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «نو تاسو ته وایم چې د خپل ژوند په هکله دا اندېښنه مه کوئ چې څه شی به خورئ او هم د خپل بدن په خاطر چې څه به اغوندئ.
23ځکه چې ژوند د خوړو څخه او بدن د کالیو څخه ډېر ارزښتناک دی.
24کارغانو ته وګورئ، هغوی نه څه کري او نه څه رېبي، نه د ساتلو دپاره ځایونه لري او نه ګودامونه، خو خدای ورته روزي رسوي. تاسو د مرغانو څخه ډېر زیات ارزښت لرئ.
25ایا په تاسو کې څوک کولای شي چې په اندېښنو سره د خپل عمر یو ساعت هم زیات کړي؟
26نو که چېرې تاسو داسې یو کوچنی کار نه شئ کولای، نو بیا ولې د نورو شیانو په هکله اندېښنه کوئ؟
27ځنګلي ګلانو ته وګورئ چې څنګه لوییږي. هغوی نه کار کوي او نه د ځانونو دپاره کالي جوړوي. خو تاسو ته وایم چې حتی سلیمان پاچا هم د خپل ټول شان او شوکت سره د دې ګلانو په شان ښکلی او سینګار شوی نه ؤ.
28که چېرې خدای د صحرا واښو ته چې نن دلته دي او سبا ته په تنور کې سوځول کیږي داسې ښکلا ورکوي، نو هغه به تاسو ته د هغو څخه ښه کالي در نه کړي؟ ستاسو ایمان څومره کمزوری دی!
29نو اندېښنه مه کوئ چې تاسو به څه خورئ او څه به څښئ.
30ځکه چې د دې نړۍ خلک د دې شیانو په هکله اندېښنه کوي. خو ستاسو اسماني پلار پوهیږي چې تاسو دې شیانو ته اړتیا لرئ.
31د دې په ځای تاسو خپلو ځانونو ته د خدای پاچاهي وغواړئ نو هغه به تاسو ته دا شیان هم درکړي.»
32«ای د شاګردانو کوچنۍ ډلې! مه وېرېږئ، ځکه چې ستاسو د اسماني پلار دا خوښه ده چې تاسو ته پاچاهي درکړي.
33هرڅه چې لرئ هغه خرڅ کړئ او پیسې یې غریبانو ته ورکړئ. د خپلو ځانونو دپاره د پیسو داسې کڅوړې تیارې کړئ چې هېڅکله نه زړیږي یعنې په اسمان کې داسې خزانې جوړې کړئ چې هېڅکله نه کمیږي، ځکه چې هېڅ یو غل ورته نژدې کېدای نه شي او نه یې چینجي خوړلی شي.
34ځکه په هرځای کې چې ستاسو خزانه وي نو ستاسو زړونه به هم هلته وي.
35خپلې ملاګانې وتړئ، د کار دپاره تیار اوسئ او څراغونه مو بل وساتئ.
36د هغو نوکرانو په شان اوسئ چې خپل بادار ته د واده د مېلمستیا څخه د بېرته راتللو په انتظار وي. کله چې هغه راشي او دروازه وټکوي، نو سمدلاسه یې ورته خلاصه کړي.
37بختور دي هغه نوکران چې کله یې بادار راشي او وویني چې هغوی بېداره ناست دي. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې بادار به خپله ملا وتړي، هغوی به دسترخوان ته کښېنوي او رابه شي او د هغوی خدمت به وکړي.
38بختور دي هغه نوکران چې کله یې بادار په نیمه شپه یا حتی سهار وختي راشي او وویني چې هغوی بېداره ناست دي.
39خو تاسو باید په دې پوه شئ چې که چېرې د کور خاوند پوهېدلی چې غل به څه وخت راځي، نو نه به یې پرېښوده چې د هغه کور ته ورننوځي.
40نو تاسو هم باید تیار اوسئ، ځکه چې د انسان زوی به په داسې وخت کې راشي چې تاسو به یې د راتللو انتظار هم نه لرئ.»
41پطروس وویل: «ای استاذه! ایا دا مثال یوازې زمونږ دپاره دی او که د ټولو دپاره؟»
42عیسی ځواب ورکړ: «نو هغه وفادار او هوښیار نوکر څوک دی چې بادار یې د خپلو نوکرانو په سر وټاکي، ترڅو په خپل وخت هغوی ته خپله برخه خواړه ورکړي؟
43بختور دی هغه نوکر چې بادار یې راشي او هغه په خپل کار کې بوخت وویني.
44په رښتیا سره زه وایم چې بادار به د خپل ټول مال او جایداد مسوولیت هغه ته وسپاري.
45خو که هغه نوکر د خپل ځان سره ووایي چې بادار به مې دومره زر رانه شي او د نورو ټولو نوکرانو په وهلو ټکولو پیل وکړي، وخوري، وڅښي او نشې وکړي،
46نو بادار به یې په داسې ورځ راشي چې هغه به یې انتظار هم نه لري او په داسې وخت کې به راشي چې هغه به خبر هم نه وي. نو بادار به هغه ته سخته سزا ورکړي او هغه به په بې ایمانانو کې وشمېرل شي.
47هغه نوکر چې په دې پوهیږي چې خپل بادار یې ترې څه غواړي، خو بیاهم تیار نه دی چې هغه کار وکړي، نو هغه به سخت ووهل شي.
48خو هغه نوکر چې په دې نه پوهیږي چې بادار یې څه غواړي او کوم غلط کار وکړي چې د سزا وړ وي، نو لږ به ووهل شي. چاته چې ډېر ورکړل شي نو ډېر به ورڅخه غوښتل کیږي. څومره ډېر چې چاته سپارل کیږي هماغومره ډېر ورڅخه غوښتل کیږي.»
49عیسی زیاته کړه: «زه د دې دپاره راغلی یم چې په ځمکه اور ولګوم او کاشکې دا اور لا پخوا لګېدلی وای.
50زه به د یو سخت تعمید څخه تېرېږم او ترڅو پورې چې هغه تر سره شوی نه وي، زما زړه به څومره ناارامه وي.
51ایا تاسو ګومان کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې نړۍ ته سوله راولم؟ نه، د سولې دپاره نه، بلکې د بې اتفاقۍ اچولو دپاره راغلی یم.
52ځکه له دې وروسته چې پنځه تنه په یو کور کې وي سره جدا به شي، درې تنه به د دوه تنو او دوه تنه به د درې تنو په خلاف شي.
53پلار به د زوی په خلاف شي او زوی به د پلار په خلاف، مور به د لور او لور به د مور په خلاف، خواښې به د انږور او انږور به د خواښې په خلاف شي.»
54همدارنګه عیسی خلکو ته وویل: «کله چې تاسو ووینئ چې ورېځې د لمر پرېواته له خوا راپورته کیږي، نو سمدلاسه وایئ چې باران به وشي او همداسې کیږي.
55کله چې باد د جنوب له خوا ولګیږي نو تاسو وایئ چې سخته ګرمي به شي او همداسې کیږي.
56ای منافقانو! تاسو کولای شئ چې ځمکې او اسمان ته په کتلو سره د هوا د حالت پېشګويي وکړئ، نو بیا څنګه اوسنۍ زمانه نه شئ پېژندلی؟
57تاسو خپله ولې دا پرېکړه نه شئ کولای چې کومه لاره سمه ده؟
58کله چې له خپل مدعي سره قاضي ته ځئ، نو په لاره کې کوښښ وکړئ چې د هغه سره روغه وکړئ. که نه، نو هغه به مو قاضي ته راکاږي او قاضي به تاسو پولیس ته وسپاري او په زندان کې به واچول شئ.
59زه تاسو ته وایم چې تر هغې پورې به له زندان څخه راخلاص نه شئ چې ترڅو پورې مو د خپل پور یوه یوه پیسه نه وي ورکړې.»