Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
54 verses
1یوه ورځ عیسی په یو ځای کې دعا کوله. کله چې هغه خپله دعا خلاصه کړه، نو د شاګردانو څخه یو تن هغه ته وویل: «ای استاذه! لکه څنګه چې یحیی خپلو شاګردانو ته دعا کول زده کړي وو، ته یې هم مونږ ته رازده کړه.»
2عیسی هغوی ته وویل: «کله چې تاسو دعا کوئ نو داسې ووایئ:‹ای اسماني پلاره!ستا نوم دې پاک وي،ستا پاچاهي دې راشي.
3زمونږ ورځنی رزق هره ورځ مونږ ته راکړه.
4زمونږ ګناهونه وبخښهځکه چې مونږ هم هغه خلک بخښو چې زمونږ سره بدي کوياو مونږ په ازمایښت کې مه اچوه.›»
5بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «فرض کړئ ستاسو څخه کوم یو ملګری ولري او په نیمه شپه کې د هغه ملګري کور ته ورشي او ورته ووایي: ‹ای ملګریه! ماته درې ډوډۍ په پور راکړه.
6زما یو ملګری چې په سفر کې ؤ زما کور ته راغلی دی او زما سره څه نشته چې د هغه په مخکې یې کېږدم چې ویې خوري.›
7او ستاسو ملګری د کور له دننه څخه تاسو ته ځواب درکړي: ‹ما مه ناارامه کوه، دروازه اوس بنده ده او زه او زما بچیان په خپلو بسترو کې پراته یو. زه نه شم کولای چې راپاڅېږم او تاته کوم څه درکړم.›
8زه تاسو ته وایم که چېرې هغه د ملګرتیا په خاطر راپانڅيږي او ډوډۍ درنه کړي، خو بیاهم په دې خاطر چې تاسو په سوال کولو نه شرمېږئ نو هغه به راپاڅيږي او هرڅه ته چې اړتیا ولرئ تاسو ته به یې درکړي.
9همدارنګه تاسو ته وایم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ولټوئ نو پیدا به یې کړئ، دروازه وټکوئ نو درته خلاصه به شي.
10ځکه هرڅوک چې څه وغواړي، نو لاسته به یې راوړي او هرڅوک چې څه ولټوي، نو پیدا به یې کړي او هرڅوک چې دروازه وټکوي نو ورته خلاصه به شي.
11ایا په تاسو کې داسې پلار شته چې زوی یې ورڅخه ماهي وغواړي او هغه د ماهي په ځای ورته مار ورکړي؟
12یا هغه ورڅخه هګۍ وغواړي او هغه ورته لړم ورکړي؟
13نو تاسو چې دومره بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو اسماني پلار به څومره زیات روح القدس هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه یې وغواړي.»
14عیسی د یو سړي څخه ګونګی پېری وویست او کله چې هغه پېری ووت، نو هغه ګونګي سړي په خبرو پیل وکړ او خلک حیران شول.
15خو ځینو خلکو وویل چې هغه د پېریانو د مشر بعلزبول یعنې شیطان په مرسته پېریان وباسي.
16نورو د ازمایښت په ډول د عیسی څخه اسماني معجزه وغوښتله.
17خو عیسی د هغوی په خیالونو پوهېده، نو هغوی ته یې وویل: «هره پاچاهي چې په خپل منځ کې بې اتفاقي رامنځته شي هغه له منځه ځي. په هره کورنۍ کې چې بې اتفاقي رامنځته شي نو هغه کورنۍ ټوټې ټوټې کیږي.
18او که چېرې شیطان د خپل ځان په خلاف شي، نو د هغه پاچاهي به څنګه پاتې شي؟ خو بیاهم تاسو وایئ چې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم.
19که چېرې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم، نو ستاسو خپل پیروان یې د چا په مرسته وباسي؟ نو هغوی به ستاسو په هکله قضاوت وکړي.
20خو که چېرې زه د خدای په قدرت سره پېریان وباسم، نو په دې پوه شئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته راغلې ده.
21کله چې یو زورور سړی چې په وسله سمبال وي د خپل کور ساتنه کوي نو د هغه مال او جایداد به خوندي وي،
22خو کله چې د هغه څخه کوم زیات زورور سړی په هغه باندې حمله وکړي او هغه ته ماتې ورکړي، نو د هغه څخه به هغه ټوله وسله چې ورباندې ډاډه ؤ، واخلي او کوم شیان چې هغه غلا کړي دي هغه به په خپلو کې سره ووېشي.
23څوک چې زما سره نه دی، هغه زما په خلاف دی او څوک چې زما سره د خلکو په راټولولو کې مرسته نه کوي، هغه یې خواره واره کوي.
24کله چې د یو سړي څخه پېری راوځي، نو په دښتو کې سرګردانه ګرځي او د ارام کولو دپاره ځای لټوي، خو کله چې داسې ځای پیدا نه کړي، نو د خپل ځان سره وایي: ‹زه به بېرته هغه کور ته لاړ شم چې ورڅخه راوتلی وم.›
25نو کله چې بېرته راشي نو هغه کور جارو شوی او په ترتیب سره وویني.
26بیا هغه لاړ شي او تر ځان بد نور اووه پېریان راولي او هغوی ټول راشي، په هغه کس کې ورننوځي او هلته اوسیږي. نو د هغه حال له مخکې څخه هم خراب شي.»
27کله چې عیسی دا خبرې کولې، د خلکو له منځ څخه یوې ښځې په لوړ اواز هغه ته وویل: «بختوره ده هغه ښځه چې ته ورڅخه پیدا شوی یې او تاته یې شیدې درکړې دي.»
28خو عیسی ځواب ورکړ: «هو، هغه څوک بختور دی چې د خدای کلام اوري او عمل ورباندې کوي.»
29کله چې د عیسی په شاوخوا ډېر خلک راټول شول، هغه داسې وویل: «د دې زمانې خلک څومره بدکاره دي. هغوی معجزه غواړي، خو یوازېنۍ معجزه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس پیغمبر معجزه ده.
30لکه څنګه چې یونس پیغمبر د نینوا د خلکو دپاره یوه نښه وه، نو همداسې به د انسان زوی د دې زمانې د خلکو دپاره یوه نښه وي.
31د شیبا ملکه به د قیامت په ورځ راپاڅيږي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغه د نړۍ د بل سر څخه راغلې وه چې د سلیمان د حکمت څخه ډکې خبرې واوري. خو ګورئ اوس دلته یو څوک شته چې د سلیمان څخه لوی دی.
32د قیامت په ورځ به د نینوا خلک راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغوی د یونس د وعظ په اورېدلو سره توبه وویستله، خو ګورئ څوک چې اوس دلته دی هغه د یونس نه ډېر لوی دی.
33هېڅوک څراغ د دې دپاره نه بلوي چې هغه په یو پټ ځای کې کېږدي او یا یې د یوې کاسې لاندې کېږدي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې کله خلک راشي نو رڼا یې وویني.
34ستا سترګې ستا د بدن دپاره لکه د څراغ په شان دي. کله چې دې سترګې روغې وي نو ټول بدن به دې هم رڼا وي، خو کله چې دې سترګې خرابې وي، نو ستا بدن به هم تیاره وي.
35نو پام کوه، هسې نه په تا کې چې کومه رڼا ده هغه تیاره وي.
36که چېرې ستا ټول بدن د روښنایۍ څخه ډک وي او یوه برخه یې هم په تیاره کې نه وي، نو ټول بدن به دې داسې روښانه وي لکه څراغ چې په خپله رڼا تا روښانه کړي.»
37کله چې عیسی خپلې خبرې خلاصې کړې، نو یو فریسي هغه ته د ډوډۍ دپاره بلنه ورکړه. عیسی د هغه کور ته ورغی او دسترخوان ته کښېناست.
38کله چې فریسي ولیدل چې عیسی له خوراک څخه مخکې لاسونه ونه وینځل، نو حیران شو.
39عیسی هغه ته وویل: «تاسو فریسیان د خپلو پیالو او قابونو باندینۍ برخې پاکوئ، خو ستاسو زړونه د حرص او بدیو څخه ډک دي.
40ای کم عقلو خلکو! چا چې باندینۍ برخه جوړه کړې ده ایا هغه دنننۍ برخه نه ده جوړه کړې؟
41خو څه چې ستاسو په پیالو او قابونو کې دي هغه غریبانو ته خیرات ورکړئ، نو بیا به ټول شیان ستاسو دپاره پاک شي.
42خو ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د وېلني او سپېلني او نورو بوټو لسمه برخه ورکوئ، خو په انصاف کولو او د خدای سره په مینه کولو کې بې پروایي کوئ. تاسو باید په دې ټولو باندې عمل کولای او هغه نور مو هم له نظره نه غورځولی.
43ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو دا خوښوئ چې په کنیسو کې مخکې ځایونه ونیسئ، او دا خوښوئ چې په بازارونو کې دې درته سلامونه واچول شي.
44ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د هغو بې نښو او بې شناختو قبرونو په شان یئ چې خلک ورباندې ګرځي او نه یې پېژني.»
45د شریعت د عالمانو څخه یو تن عیسی ته په ځواب کې وویل: «استاذه! کله چې داسې خبرې کوې، نو زمونږ هم سپکاوی کوې.»
46عیسی ځواب ورکړ: «ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دې هم افسوس وي. تاسو خلکو ته داسې بارونه ور په شا کوئ چې په سختۍ سره یې وړي، خو خپله ورته ګوتې هم نه وروړئ.
47ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د هغو پیغمبرانو دپاره زیارتونه جوړوئ چې ستاسو نیکونو وژلي وو.
48ستاسو نیکونو چې کوم کارونه کړي دي تاسو په خپله هغه منئ او تصدیقوئ. هغوی پیغمبران ووژل او تاسو ورته زیارتونه جوړوئ،
49له دې امله خدای په خپل حکمت سره وویل: ‹زه به هغوی ته پیغمبران او رسولان ورولېږم. خو هغوی به له دوی څخه ځینې ووژني او نور به وځوروي.›
50نو د دې زمانې د خلکو څخه به د هغو پیغمبرانو د وینو ځواب چې د نړۍ د پیدایښت راهیسې توی شوي دي وغوښتل شي.
51د هابیل له وژلو نیولې د زکریا تر وژلو پورې چې د قربانۍ د ځای او سپېڅلي ځای ترمنځ ووژل شو. هو، زه تاسو ته وایم چې د دې زمانې خلک به د دې هرڅه دپاره ځواب ورکوي.
52ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د علم د کور د دروازې کیلي اخیستې، په خپله هم نه ورننوځئ او څوک چې ورننوځي هغوی هم نه پرېږدئ.»
53کله چې عیسی له هغه کوره ووت، د شریعت عالمانو او فریسیانو د هغه سره ډېر سخت مخالفت پیل کړ او د ډېرو شیانو په هکله یې ورڅخه سختې پوښتنې کولې.
54هغوی کوښښ کاوه چې هغه په خپلو خبرو کې راونیسي.