Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
42 verses
1له هغې وروسته عیسی نور دوه اویا شاګردان وټاکل او هغوی یې دوه دوه تنه د خپل ځان نه مخکې هر ښار او کلي ته چې غوښتل یې هلته لاړ شي، ولېږل.
2هغوی ته یې وویل: «فصل ډېر دی خو مزدوران لږ دي، نو تاسو د فصل د خاوند څخه وغواړئ چې د حاصلاتو د راټولولو دپاره نور مزدوران راولېږي.
3لاړ شئ، خو ګورئ، زه تاسو لکه د وریو په شان د لېوانو منځ ته لېږم.
4د ځان سره د پیسو کڅوړه یا خورجین او یا څپلۍ مه وړئ. او په لاره کې د چا سره خبرې مه کوئ.
5کله چې کوم کور ته ننوځئ، نو لومړی داسې ووایئ: ‹په دې کور کې دې سلامتي وي.›
6که چېرې هلته کوم سوله خوښوونکی کس وي، نو ستاسو سلام به په هغه باندې وي او که نه، نو هغه سلام به بېرته تاسو ته راوګرځي.
7په هماغه کور کې پاتې شئ او هغوی چې هرڅه درکوي ویې خورئ او ویې وڅښئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی. کور په کور مه ګرځئ.
8کله چې تاسو کوم ښار ته ننوځئ او هغوی درته هرکلی ووایي، نو څه چې یې ستاسو په مخکې کېښودل هغه وخورئ.
9د هغه ځای ناروغان روغ کړئ او خلکو ته ووایئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته نژدې شوې ده.
10خو کله چې تاسو کوم ښار ته ورننوځئ او هغوی درته هرکلی ونه وایي، نو د هغه ښار کوڅو ته ووځئ او ووایئ:
11‹مونږ به ستاسو د ښار خاورې هم چې زمونږ په پښو باندې پرېوتې دي وڅنډو او دا به ستاسو په خلاف شاهدي ورکوي. خو په دې پوه شئ چې د خدای پاچاهي نژدې شوې ده.›
12زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم د خلکو سزا د دې ښار د خلکو د سزا څخه کمه وي.
13افسوس دې وي په تا ای د خورزین ښاره! افسوس دې وي په تا ای د بیت صیدا ښاره! ځکه که چېرې دا معجزې چې په تاسو کې وښودل شوې، که هغه په صور او صیدون کې ښودل شوې وای نو هغوی به ډېر پخوا د ویر کالي اغوستي وای، په خپلو سرونو باندې به یې ایرې بادولې او توبه به یې ویستلې وای.
14خو د قیامت په ورځ به د صیدون او صور د خلکو سزا ستاسو د سزا څخه کمه وي.
15خو ای کپرناحومه! تا غوښتل چې اسمان ته پورته کړای شې؟ خو ته به دوزخ ته وغورځول شې.»
16عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «څوک چې ستاسو خبرو ته غوږ نیسي، هغوی زما خبرو ته غوږ نیسي. څوک چې تاسې نه مني، هغوی ما نه مني او څوک چې ما نه مني نو هغه څوک نه مني چې زه یې رالېږلی یم.»
17بیا هغه دوه اویا شاګردان په خوشحالۍ سره بېرته راستانه شول او ویې ویل: «استاذه! حتی پېریان هم ستا د نوم په یادولو سره زمونږ تابع کیږي.»
18عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ما ولیدل چې شیطان څنګه لکه د برېښنا په شان له اسمانه راوغورځېد.
19واورئ! ما تاسو ته واک او اختیار درکړی چې ماران او لړمان تر پښو لاندې کړئ او د دښمن ټول قوت مات کړئ. هېڅ شی تاسو ته زیان نه شي رسولی.
20خو په دې مه خوشحالېږئ چې پېریان تاسو ته تابع کیږي، بلکې په دې خوشحاله اوسئ چې ستاسو نومونه په جنت کې لیکل شوي دي.»
21په هغه وخت کې عیسی په روح القدس کې خوشحالي وکړه او ویې ویل: «ای پلاره، ای د ځمکې او اسمان څښتنه! زه ستا شکر کوم چې دا خبرې دې د پوهو او هوښیارو خلکو څخه پټې کړې او ناپوهو خلکو ته دې ښکاره کړي دي. هو پلاره، دا ستا رضا وه.
22زما پلار هرڅه ماته راسپارلي دي. هېڅوک له پلاره پرته زوی نه پېژني او نه څوک پلار بې له زویه پېژني او پرته له هغه چا چې زوی وغواړي ورته ویې ښایي.»
23کله چې هغوی یوازې وو، نو عیسی هغوی ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: «بختورې دي هغه سترګې چې هغه څه ویني چې تاسو یې وینئ.
24زه تاسو ته وایم چې ډېرو پیغمبرانو او پاچاهانو دا ارمان درلود چې هغه څه وویني چې تاسو یې وینئ، خو ویې نه لیدل او هغه څه واوري چې تاسو یې اورئ، خو هغوی وانه ورېدل.»
25یوه ورځ د شریعت یو عالم راغی او د عیسی څخه یې د ازمایښت دپاره یو سوال وکړ: «استاذه! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟»
26عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «په شریعت کې څه لیکل شوي دي؟ هغه څنګه تعبیروې؟»
27هغه په ځواب کې وویل: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په خپل ټول روح او خپل ټول قوت او ټول عقل سره مینه کوه او د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.»
28عیسی ورته وویل: «تا سم ځواب ورکړ. همداسې کوه، نو ته به ژوندی اوسې.»
29خو د دې دپاره چې د شریعت عالم دا وښایي چې هغه په حقه دی، نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «زما ګاونډی څوک دی؟»
30عیسی داسې ځواب ورکړ: «په یو وخت کې یو سړی د اورشلیم څخه اریحا ته روان ؤ چې په لاره کې داړه مارانو ته په لاس ورغی. غلو هغه سړی لوڅ کړ، ویې واهه او د مرګ په حالت کې یې پرېښود او لاړل.
31ناڅاپه یو کاهن په هغه لاره تېرېده، کله یې چې هغه سړی ولید، نو خپله لاره یې پرېښوده او ورڅخه تېر شو.
32همدارنګه یو لاوي چې کله هغه ځای ته راورسېد او هغه سړی یې ولید، نو هغه هم ترې په بله خوا تېر شو او لاړ.
33خو یو سامري چې په هغه لاره تېرېده هغه ته ورغی او کله یې چې هغه سړی ولیده نو زړه یې ورباندې وسوځېد.
34هغه ته ورغی، ټپونه یې ورته په الکولو ووینځل او تېل یې ورباندې واچول او پټۍ یې ورباندې کېښودله. بیا یې هغه په خپل خره باندې سپور کړ او یوې مسافرخانې ته یې یووړ او هلته یې ورباندې پام کاوه.
35سبا سهار هغه د سپینو زرو دوه سکې واخیستې او د مسافرخانې خاوند ته یې ورکړې او ورته ویې ویل: ‹په هغه باندې پام کوه او که نورې پیسې دې ورباندې ولګولې نو کله چې بېرته راغلم هغه به هم درکړم.›»
36بیا عیسی پوښتنه وکړه: «اوس څه فکر کوې چې په دې درې واړو کې د هغه سړي چې د داړه مارانو لاس ته ورغلی ؤ، ګاونډی څوک دی؟»
37د شریعت عالم ځواب ورکړ: «هغه څوک چې په هغه باندې یې رحم وکړ.» عیسی ورته وویل: «لاړ شه او ته هم همداسې کوه.»
38کله چې عیسی او شاګردان یې په خپله لاره روان شول، هغوی یو کلي ته ورسېدل او هلته یوې ښځې چې مرتا نومېدله عیسی په خپل کور کې مېلمه کړ.
39هغې د مریم په نوم یوه خور درلودله. هغه راغله او د عیسی پښو ته کښېناستله او د هغه خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ.
40مرتا د ډېرو کارونو له لاسه ستړې او پرېشانه شوه، نو عیسی ته راغله او ورته ویې ویل: «استاذه! ستا دې ته پام نه دی چې ټول کارونه زه کوم او خور مې راسره مرسته نه کوي؟ هغې ته ووایه چې راشي او مرسته راسره وکړي.»
41عیسی هغې ته په ځواب کې وویل: «مرتا، مرتا! ته د ډېرو شیانو دپاره اندېښنه کوې او ناارامه یې،
42خو یوازې یو شی ضروري دی. څه چې مریم خوښ کړي دي هغه ښه دي او دا به له هغې څخه وانه خیستل شي.»