Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
62 verses
1عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې قدرت او اختیار ورکړ چې پېریان وباسي او د ناروغیو علاج وکړي.
2نو هغوی یې ولېږل چې د خدای پاچاهي اعلان کړي او ناروغان روغ کړي.
3هغوی ته یې وویل: «د سفر دپاره د ځان سره هېڅ شی مه اخلئ. نه امسا، نه خورجین، نه ډوډۍ، نه پیسې او نه اضافي کالي.
4کله چې تاسو کوم کور ته ورشئ نو ترڅو پورې چې په هغه ښار کې یئ په هماغه کور کې پاتې شئ.
5که چېرې تاسو ته په کوم ځای کې څوک هرکلی ونه وایي، نو هغه ښار پرېږدئ او د هغه ښار خاورې د خپلو پښو څخه وڅنډئ، ترڅو د هغوی په خلاف شاهدي وي.»
6نو هغوی روان شول، کلي په کلي ګرځېدل او په هرځای کې یې زېری ورکاوه او خلک یې روغول.
7کله چې د جلیل والي هیرودیس د هغو ټولو کارونو څخه چې وشول خبر شو نو ډېر برېشانه شو، ځکه چې ځینو خلکو به ویل چې یحیی بېرته راژوندی شوی دی.
8نورو به ویل چې الیاس پیغمبر راښکاره شوی دی او ځینو به ویل چې د پخوانیو پیغمبرانو څخه کوم یو راژوندی شوی دی.
9خو هیرودیس وویل: «ما په خپله د یحیی سر پرې کړی دی، نو بیا دا سړی څوک دی چې په هکله یې داسې شیان اورم؟» هیرودیس کوښښ کاوه چې عیسی وویني.
10کله چې رسولان بېرته راغلل، نو کوم کارونه چې هغوی کړي وو هغه یې عیسی ته بیان کړل. عیسی هغوی د ځان سره واخیستل او د بیت صیدا په نوم ښار ته یوازې لاړل.
11خو خلک خبر شول او ورپسې لاړل. عیسی هغوی ته هرکلی ووایه، د هغوی سره یې د خدای د پاچاهۍ په هکله خبرې وکړې او هغو خلکو ته یې شفا ورکړه چې روغتیا ته یې اړتیا درلوده.
12کله چې مازدیګر شو، نو هغه دولس شاګردان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «دا خلک رخصت کړه چې کلیو او شاوخوا بانډو ته لاړ شي چې ځانونو ته خواړه او د شپې تېرولو دپاره ځای پیدا کړي. دلته هېڅ شی نشته او دا ځای د دښتې په شان دی.»
13خو عیسی هغوی ته وویل: «تاسو خپله هغوی ته څه ورکړئ چې ویې خوري.» هغوی وویل: «مونږ سره یوازې پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان دي، نور هېڅ هم نشته. ایا تاسو غواړئ چې مونږ خپله لاړ شو او دې ټولو خلکو ته خواړه واخلو.»
14(هلته شاوخوا پنځه زره سړي وو.) عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هغوی پنځوس پنځوس تنه کښېنوئ.»
15شاګردانو همداسې وکړل او ټول یې کښېنول.
16عیسی هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان راواخیستل، پورته اسمان ته یې وکتل او د خدای شکر یې وویست. بیا هغه ډوډۍ ماتې کړې او خپلو شاګردانو ته یې ورکړې چې د خلکو په مخ کې یې کېږدي.
17هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او د ډوډۍ کومې ټوټې چې پاتې شوې شاګردانو هغه راټولې کړې او د هغو څخه دولس ټوکرۍ ډکې شوې.
18یوه ورځ چې عیسی په یو ګوښه ځای کې دعا کوله او شاګردان یې هم هلته وو، د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «خلک څه وایي چې زه څوک یم؟»
19هغوی په ځواب کې وویل: «ځینې وایي چې ته تعمید ورکوونکی یحیی یې، ځینې وایي چې الیاس نبي یې، او نور وایي چې د پخوانیو پیغمبرانو څخه کوم یو راژوندی شوی دی.»
20نو عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «تاسو څه وایئ چې زه څوک یم؟» پطروس په ځواب کې وویل: «ته د خدای مسیح یې.»
21بیا عیسی هغوی ته په کلکه حکم وکړ چې په دې هکله چاته څه ونه وایي
22او ویې ویل: «دا ضروري ده چې د انسان زوی به ډېر کړاوونه وزغمي او د قوم د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا به رد کړای شي. هغ�� به ووژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.»
23بیا یې هغوی ټولو ته وویل: «که څوک غواړي چې زما د پیروانو څخه اوسي نو باید د خپل ځان څخه تېر شي، هره ورځ دې خپل صلیب را واخلي او په ما پسې دې راځي.
24ځکه څوک چې غواړي خپل ژوند وژغوري هغه به له لاسه ورکړي، خو څوک چې خپل ژوند زما په خاطر له لاسه ورکوي نو وبه یې ژغوري.
25د یو چا دپاره به په دې کې څه ګټه وي چې ټوله نړۍ وګټي، خو خپل ځان له لاسه ورکړي یا هغه ته زیان ورسوي؟
26که چېرې څوک په ما او یا زما په کلام شرمیږي، نو د انسان زوی به هم کله چې د خپل جلال او د پلار او سپېڅلو فرښتو د جلال سره راشي، په هغه وشرمیږي.
27زه تاسو ته رښتیا وایم چې دلته ځینې داسې خلک ولاړ دي چې تر هغې پورې به مړه نه شي، ترڅو یې د خدای پاچاهي نه وي لیدلې.»
28د دې خبرو څخه شاوخوا اته ورځې وروسته عیسی پطروس، یوحنا او یعقوب د ځان سره واخیستل او د دعا دپاره یو غره ته وختل.
29کله چې عیسی دعا کوله، نو څېره یې بدله شوه او کالي یې سپین وځلېدل.
30ناڅاپه هلته دوه سړي راښکاره شول چې د عیسی سره یې خبرې کولې او هغوی موسی او الیاس وو.
31هغوی په اسماني جلال کې راښکاره شول او د عیسی سره یې د خدای د هغه مقصد په هکله چې د هغه په مرګ به په اورشلیم کې پوره شي، خبرې وکړې.
32په دې وخت کې پطروس او د هغه ملګري په درانه خوب ویده شوي وو، خو کله چې راویښ شول، نو د عیسی جلال او هغه دوه سړي چې ورسره ولاړ وو، ولیدل.
33کله چې موسی او الیاس له عیسی څخه تلل نو پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. راځئ چې درې خېمې جوړې کړو، یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.» خو پطروس نه پوهېده چې څه وایي.
34هغه لا خبرې کولې چې ورېځ راښکاره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ. کله چې شاګردان په ورېځو کې راایسار شول نو ووېرېدل.
35د ورېځې څخه یو اواز راغی او ویل یې: «دا زما زوی دی چې ما غوره کړی دی، هغه ته غوږ ونیسئ.»
36کله چې اواز غلی شو، هغوی ولیدل چې عیسی هلته بالکل یوازې ؤ. شاګردان غلي پاتې شول او څه چې یې لیدلي وو په هغه وخت کې یې د هغو په هکله چاته څه ونه ویل.
37بله ورځ کله چې عیسی د خپلو درېو شاګردانو سره د غره څخه راښکته شو، نو ډېر خلک راغلل چې د هغه سره وویني.
38ناڅاپه د هغې ډلې څخه یو سړي چیغه کړه: «ای استاذه! زه درته زاري کوم چې زما زوی ته یو نظر وګوره، هغه زما یوازېنی زوی دی.
39په هغه باندې پېریان راځي او ناڅاپه چیغې ورڅخه وباسي او داسې ټکانونه ورکوي چې د خولې څخه یې ځګونه روان وي. له ډېرو ځپلو وروسته یې په سختۍ سره پرېږدي.
40ستا شاګردانو ته مې زارۍ وکړې چې پېریان ترې وباسي، خو هغوی ونه شو کولای.»
41عیسی په ځواب کې وویل: «ای د دې زمانې بې ایمانه او بې لارې خلکو! ترڅو پورې به زه ستاسو سره یم او ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟» بیا یې هغه سړي ته وویل: «زوی دې دلته راوله.»
42هلک لا راروان ؤ چې پېریانو هغه په ځمکه راګوزار کړ او ویې لړزاوه. عیسی پېریانو ته حکم وکړ چې ترې ووځي او هغه هلک یې روغ کړ او هغه یې بېرته خپل پلار ته وسپاره.
43ټول خلک د خدای لویۍ ته حیران پاتې شول.په داسې حال کې چې ټول خلک د عیسی دې کارونو ته حیران پاتې وو هغه خپلو شاګردانو ته وویل:
44«زه چې درته څه وایم هغه ته په غور سره غوږ ونیسئ: د انسان زوی به خپلو دښمنانو ته په لاس ورکړل شي.»
45خو شاګردان په دې پوه نه شول چې د دې خبرې معنی څه ده. د دې معنی د هغوی څخه پټه ساتل شوې وه چې ورباندې پوه نه شي او هغوی وېرېدل چې په دې هکله د هغه څخه پوښتنه وکړي.
46بیا د شاګردانو ترمنځ دا بحث پیل شو چې په دوی کې څوک تر ټولو لوی دی.
47عیسی پوه شو چې د هغوی په زړونو کې څه ګرځي، نو هغه یو ماشوم راوست او په خپل څنګ کې یې ودراوه
48او هغوی ته یې وویل: «هرڅوک چې دا ماشوم زما په نوم قبول کړي نو زه یې قبول کړی یم او څوک چې ما قبول کړي، نو هغه څوک یې قبول کړی دی چې زه یې رالېږلی یم. ځکه چې په تاسو ټولو کې تر ټولو کوچنی تر ټولو لوی دی.»
49یوحنا عیسی ته وویل: «استاذه! مونږ یو سړی ولید چې ستا په نوم یې پېریان ویستل خو مونږ هغه د دې کار څخه منع کړ، ځکه چې هغه زمونږ د ډلې څخه نه ؤ.»
50عیسی هغه ته وویل: «هغه مه منع کوئ، ځکه څوک چې ستاسو مخالف نه دی هغه ستاسو طرفدار دی.»
51کله چې هغه وخت رانژدې شو چې عیسی اسمان ته یووړل شي، نو په ټینګې ارادې سره اورشلیم ته روان شو.
52هغه د ځان څخه مخکې استازي ولېږل. هغوی لاړل او د سامریې یو کلي ته ورغلل چې د هغه دپاره تیاری ونیسي.
53خو د هغه کلي خلکو عیسی قبول نه کړ، ځکه چې دا ښکاره وه چې هغه د اورشلیم خواته روان ؤ.
54کله چې د هغه شاګردانو یعقوب او یوحنا دا ولیدل، نو هغوی وویل: «استاذه! ایا ته زمونږ څخه غواړې چې ووایو د اسمان څخه دې اور رانازل شي او دا خلک وسوځوي؟»
55خو عیسی ورته مخ راواړاوه او هغوی یې ورټل.
56بیا هغوی بل کلي ته لاړل.
57کله چې هغوی په لاره روان وو، یو سړي عیسی ته وویل: «هر چېرته چې ځې زه به درپسې ځم.»
58عیسی هغه ته وویل: «ګیدړان خپل غارونه لري او مرغان ځالې، خو د انسان زوی دومره ځای هم نه لري چې خپل سر ورباندې کېږدي.»
59عیسی یو بل سړي ته وویل: «ما پسې راځه.» خو هغه سړي وویل: «ښاغلیه! اجازه راکړه چې لومړی لاړ شم او خپل پلار خاورو ته وسپارم.»
60عیسی هغه ته وویل: «پرېږده چې مړي خپل مړي ښخ کړي. ته لاړ شه او د خدای د پاچاهۍ اعلان وکړه.»
61یو بل سړي وویل: «ای ښاغلیه! زه به تا پسې ځم، خو لومړی اجازه راکړه چې لاړ شم او د خپلې کورنۍ سره خدای پاماني وکړم.»
62عیسی هغه ته وویل: «څوک چې د قلبې کولو په وخت کې شاته ګوري، هغه د خدای د پاچاهۍ وړ نه دی.»