Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
56 verses
1څه موده وروسته عیسی ښار په ښار او کلي په کلي ګرځېده، وعظ یې کاوه او د خدای د پاچاهۍ زېری یې ورکاوه او هغه دولس شاګردان هم ورسره وو.
2یو څو ښځې چې د پېریانو څخه خلاصې شوې وې او د ناروغیو څخه یې شفا موندلې وه هم ورسره وې: لکه مریم چې په مجدلیه مشهوره وه چې اووه پېریان ورڅخه وتلي وو،
3یونا د خوزا ښځه چې مېړه یې د هیرودیس د دربار ناظر ؤ، سوسن او نورې ډېرې ښځې چې د خپلو شتمنیو څخه یې د عیسی او د هغه د شاګردانو سره مرسته کوله.
4خلک به د یو ښار او بل ښار څخه عیسی ته راتلل او کله چې ګڼ شمېر خلک سره راټول شول نو هغه ورته دا مثال راوړ:
5«یو دهقان د تخم شیندلو دپاره پټي ته لاړ. کله یې چې تخم وشینده، نو یو څه یې په لاره کې ولوېد، هغه تر پښو لاندې شو او مرغانو وخوړ.
6څه تخم په تیږو کې ولوېد او کله چې راشین شو نو د لمدبل د کموالي له امله هغه زر وچ شو.
7څه تخم په اغزو کې ولوېد او اغزي ورسره لوی شول او بوټي یې لاندې کړل.
8نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد. هغه راشین شو او سل چنده زیات حاصل یې ورکړ.»کله چې عیسی خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو په لوړ اواز یې وویل: «که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»
9کله چې د عیسی شاګردانو پوښتنه وکړه چې د دې مثال معنی څه ده،
10هغه ځواب ورکړ: «تاسو ته د خدای د پاچاهۍ په پټو رازونو د پوهېدلو دپاره پوهه درکړل شوې ده، خو نورو ته دا هرڅه په مثالونو کې ویل کیږي ترڅو:‹هغوی ګوري خو هېڅ ونه ویني،اوري خو هېڅ ورباندې پوه نه شي.›
11د دې مثال معنی دا ده: تخم د خدای کلام دی.
12هغه تخم چې په لاره کې لویږي دا هغه خلک دي چې کلام اوري، خو شیطان راځي او کلام د هغوی د زړونو څخه وړي، ترڅو هغوی ایمان رانه وړي او خلاصون ونه مومي.
13کوم تخم چې په تیږو کې لویږي دا هغه خلک دي چې په خوشحالۍ سره کلام اوري او مني یې. خو کلام په هغوی کې ریښې نه وي نیولې. هغوی د یو څه مودې دپاره ایمان راوړي، خو د ازمایښت په وخت کې یې له لاسه ورکوي.
14هغه تخم چې په اغزو کې لوېدلی دی، هغه خلک دي چې کلام اوري خو د ژوند اندېښنې، شتمني او د ژوند غوښتنې د هغه د ودې مخه نیسي او مېوه یې هېڅکله نه پخیږي.
15خو کوم تخم چې په ښې خاورې کې لویږي دا هغه خلک دي چې کلام اوري او په خپل صادق او ښه زړه کې یې ساتي او په صبر سره مېوه ورکوي.
16هېڅوک داسې نه کوي چې څراغ بل کړي او هغه د لوښي لاندې پټ کړي او یا یې د کټ لاندې کېږدي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې هرڅوک راننوځي او د هغه رڼا وویني.
17ځکه هېڅ داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې څرګند به نه شي.
18نو پام کوئ چې څنګه یې اورئ، ځکه څوک چې څه ولري نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، خو هغه څوک چې څه نه لري حتی که د هغه په ګومان کوم څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.»
19بیا د عیسی مور او ورونه راغلل چې هغه وویني، خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یې ونه شو کولای چې هغه ته ځان ورسوي.
20یو چا عیسی ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي چې تا وویني.»
21عیسی په ځواب کې وویل: «زما مور او ورونه هغه دي چې د خدای کلام اوري او عمل ورباندې کوي.»
22یوه ورځ عیسی د خپلو شاګردانو سره په کشتۍ کې سپور شو او هغوی ته یې وویل: «راځئ چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شو.» نو هغوی روان شول.
23کله چې هغوی په کشتۍ کې روان وو نو عیسی ویده شو. په دې وخت کې ناڅاپه په دریاب کې سخت باد راوالوت او کشتۍ د اوبو څخه په ډکېدلو شوه او هغوی د یو لوی خطر سره مخامخ وو.
24شاګردان عیسی ته ورغلل، هغه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل: «استاذه! استاذه! مونږ ډوبیږو.» عیسی راویښ شو او باد او د اوبو څپو ته یې حکم وکړ، توفان ودرېده او هرڅه ارام شول.
25بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «ستاسو ایمان څه شو؟» خو هغوی په وېره او حیرانتیا سره یو بل ته وویل: «دا سړی څوک دی چې حتی باد او اوبو ته امر کوي او هغوی یې مني؟»
26بیا عیسی د خپلو شاګردانو سره د جدریانو سیمې ته چې د جلیل ولایت ته مخامخ دی، ورسېده.
27څنګه چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو، نو د هغه ښار د یو سړي سره چې پېریانو نیولی ؤ، مخامخ شو. زیاته موده کېدله چې هغه لوڅ ګرځېده او په کور کې نه اوسېده، بلکې په هدیره کې اوسېده.
28کله چې هغه عیسی ولید، نو چیغې یې ووهلې او د هغه په پښو کې پرېوت او په لوړ اواز یې وویل: «ای عیسی، ای د خدای تعالی زویه! زما سره څه کار لرې؟ زه تاته زاري کوم، ما مه په عذابوه.»
29هغه ځکه داسې وویل چې عیسی پېریانو ته امر کړی ؤ چې د هغه سړي څخه راووځي. هغه سړی څو څو ځلې پېریانو نیولی ؤ. خلکو به د هغه لاسونه او پښې په زنځیرونو تړلې او ځولنې به یې ورته اچولې، خو هغه به یې ماتول او پېریانو به هغه دښتې ته بیولو.
30عیسی د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا نوم څه دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زما نوم لښکر دی.» ځکه چې په هغه کې ډېر پېریان وو.
31پېریانو عیسی ته زارۍ وکړې چې هغوی د ځمکې تل ته ونه لېږي.
32هلته نژدې د خوګانو یوه لویه رمه وه چې په یوې غونډۍ باندې څرېدله. نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه چې دوی ته اجازه ورکړي چې په خوګانو کې ننوځي، نو هغه ورته اجازه ورکړه.
33بیا پېریان د هغه سړي څخه ووتل او په خوګانو کې ورننوتل. ټوله رمه په منډه د کمر څخه ښکته دریاب ته ولوېدله او ډوبه شوه.
34کله چې د خوګانو ساتونکو دا پېښه ولیدله نو وتښتېدل او دا خبر یې ښار او بانډو ته ورساوه.
35خلک د دې پېښې د لیدلو دپاره دباندې راووتل. کله چې هغوی عیسی ته راغلل نو هغه سړی یې ولید چې پېریان ورڅخه وتلي وو. هغه د عیسی پښو ته ناست ؤ، کالي یې اغوستي وو او بېرته خپل عادي حالت ته راغلی ؤ، نو هغوی ووېرېدل.
36کومو خلکو چې دا پېښه لیدلې وه هغوی نورو ته وویل چې دا سړی چې پېریانو نیولی ؤ څنګه روغ شو.
37بیا د جدریان د شاوخوا سیمو ټولو خلکو د عیسی څخه وغوښتل چې له هغه ځای څخه لاړ شي، ځکه چې هغوی ډېر وېرېدلي وو. نو عیسی په کشتۍ کې سپور شو چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شي.
38بیا هغه سړي چې پېریان ورڅخه وتلي وو عیسی ته زاري وکړه چې اجازه ورته ورکړي د هغه سره لاړ شي، خو عیسی هغه رخصت کړ او ورته ویې ویل:
39«بېرته خپل کور ته لاړ شه او هغه څه چې خدای ستا دپاره کړي دي هغه ټولو ته ووایه.» هغه سړی په ټول ښار کې وګرځېد او عیسی چې د هغه دپاره څه کړي وو هغه یې خلکو ته بیان کړل.
40کله چې عیسی بېرته راستون شو، نو خلکو ورته تود هرکلی ووایه، ځکه چې هغوی ټول ورته په انتظار وو.
41بیا یو سړی چې یایروس نومېده او د یوې کنیسې مشر ؤ، راغی او د عیسی په پښو کې پرېوت او زاري یې ورته وکړه چې د هغه سره کور ته لاړ شي،
42ځکه چې د هغه یوازېنۍ لور چې دولس کلنه وه د مرګ په حالت کې پرته وه.کله چې عیسی په لاره روان ؤ، خلکو د هرې خوا ورباندې زور راوړ.
43د هغوی په منځ کې یوه ښځه وه چې د دولسو کالو راهیسې ورڅخه وینه بهېدله. هغې خپلې ټولې پیسې په ډاکترانو لګولې وې، خو هېچا د هغې علاج نه شو کولای.
44هغه د شا له خوا راغله او د عیسی چپنې ته یې لاس وروړ او سمدلاسه یې وینه ودرېدله.
45عیسی پوښتنه وکړه: «چا ماته لاس راوړ؟» ټول منکر شول خو پطروس وویل: «استاذه! ټول خلک درڅخه راتاو دي او د هرې خوا درباندې زور راوړي.»
46خو عیسی وویل: «کوم چا راته لاس راوړ، ځکه زه پوه شوم چې زما څخه یو قوت ووت.»
47کله چې هغه ښځه پوه شوه چې پټه نه شي پاتې کېدلی نو په رېږدېدو شوه، راغله او د عیسی په پښو کې پرېوتله او د ټولو په مخکې یې وویل چې ولې یې هغه ته لاس وروړ او څنګه سمدلاسه روغه شوه.
48عیسی هغې ته وویل: «لورې! ته خپل ایمان روغه کړې. په خیر لاړه شې.»
49عیسی لا خبرې کولې چې د کنیسې د مشر له کوره یو سړی راغی او یایروس ته یې وویل: «ستا لور مړه شوه، استاذ ته نور تکلیف مه ورکوه.»
50خو کله چې عیسی دا خبره واورېده، نو یایروس ته یې وویل: «مه وېرېږه، یوازې ایمان ولره او هغه به راژوندۍ شي.»
51کله چې عیسی د یایروس کور ته ننوت نو هغه پرته له پطروس، یوحنا، یعقوب او د هغې انجلۍ د مور او پلاره بل هېچا ته اجازه ورنه کړه چې دننه ورسره لاړ شي.
52ټولو د هغې انجلۍ دپاره ژړا او انګولا کوله. خو عیسی وویل: «مه ژاړئ، هغه مړه نه ده، هغه خو ویده ده.»
53هغوی ټولو په هغه پورې وخندل، ځکه هغوی ښه پوهېدل چې هغه مړه ده.
54خو عیسی هغه انجلۍ له لاسه ونیوله او ورته نارې یې کړې: «ای انجلۍ! راپاڅېږه.»
55هغه بېرته راژوندۍ شوه او سمدلاسه راپاڅېدله. عیسی هغوی ته امر وکړ چې هغې ته یو څه ورکړئ چې ویې خوري.
56د هغې مور او پلار ډېر حیران شول، خو عیسی هغوی ته امر وکړ چې د دې پېښې په هکله چاته څه ونه وایي.