Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
50 verses
1کله چې عیسی خلکو ته خپلې ټولې خبرې وکړې نو کپرناحوم ته لاړ.
2هلته یو رومي منصبدار ؤ او یو نوکر یې درلود چې په هغه ډېر ګران ؤ. هغه نوکر ناروغ ؤ او مرګ ته نژدې ؤ.
3کله چې هغه منصبدار د عیسی په هکله واورېدل، نو یو څو یهودي مشران یې ورولېږل، ترڅو د هغه څخه وغواړي چې راشي او نوکر یې روغ کړي.
4هغوی عیسی ته راغلل او سختې زارۍ یې ورته وکړې او ورته ویې ویل: «دا سړی په رښتیا د دې وړ دی چې مرسته ورسره وکړې،
5ځکه چې هغه زمونږ د خلکو سره مینه لري او مونږ ته یې کنیسه هم جوړه کړې ده.»
6نو عیسی د هغوی سره لاړ. خو کله چې د هغه کور ته نژدې شو نو هغه منصبدار خپل څو ملګري ورولېږل چې هغه ته ووایي: «ښاغلیه! خپل ځان دې مه په تکلیفوه، زه د دې لایق نه یم چې زما کور ته راشې
7او دا مې هم غوره ونه ګڼله چې خپله تاسو ته راشم. ته یوازې حکم وکړه، نو زما نوکر به روغ شي.
8ځکه چې زه هم د بل د امر لاندې یم او عسکر زما د امر لاندې دي. کله چې کوم یو ته ووایم چې لاړ شه، نو هغه ځي او بل ته ووایم راشه، نو راځي او خپل نوکر ته ووایم چې دا کار وکړه، نو هغه یې کوي.»
9کله چې عیسی دا واورېدل نو حیران شو او خلکو ته یې چې ورپسې روان وو، مخ راواړاوه او ویې ویل: «زه تاسو ته وایم چې ما په اسراییلو کې هم داسې ایمان نه دی لیدلی.»
10کله چې لېږل شوي کسان بېرته کور ته راستانه شول، نو هغه نوکر یې روغ رمټ ولید.عیسی د یوې کونډې زوی راژوندی کوي
11بله ورځ عیسی د خپلو شاګردانو او د خلکو د یوې لویې ډلې سره نایین نومي ښار ته لاړ.
12کله چې د ښار دروازې ته نژدې شو، نو یوه جنازه یې ولیدله چې راووتله. دا مړی د یوې کونډې ښځې یوازېنی زوی ؤ او د هغې سره د ښار ګڼ شمېر خلک ملګري وو.
13کله چې عیسی هغه ښځه ولیدله، نو زړه یې ورباندې وسوځېده او ورته ویې ویل: «نوره مه ژاړه.»
14بیا هغه وروړاندې شو او په تابوت باندې یې لاس کېښود او کومو خلکو چې تابوت وړلو، ودرېدل. عیسی وویل: «ای ځوانه! تاته وایم راپاڅېږه.»
15هغه مړی کښېناست او په خبرو یې پیل وکړ او عیسی هغه بېرته خپلې مور ته وسپاره.
16هغوی ټول وېرې واخیستل او د خدای ثنا یې وویله او ویې ویل: «په مونږ کې یو لوی پیغمبر پیدا شوی دی. خدای راغلی چې د خپل قوم سره مرسته وکړي.»
17عیسی چې څه کړي وو د هغو خبر په ټولې یهودیې او شاوخوا سیمو کې خپور شو.
18د یحیی شاګردانو هغه د دې ټولو کارونو څخه خبر کړ. نو یحیی د هغوی څخه دوه تنه راوغوښتل
19او هغوی یې عیسی ته ورولېږل چې پوښتنه ورڅخه وکړي: «ایا ته هغه څوک یې چې ویل شوي وو باید راغلی وای، یا د کوم بل چا په تمه واوسو؟»
20کله چې هغوی عیسی ته ورغلل، ورته ویې ویل: «مونږ تعمید ورکوونکي یحیی تاته رالېږلي یو چې پوښتنه وکړو چې ته هغه څوک یې چې باید راغلی وای یا د کوم بل چا په تمه واوسو؟»
21په هماغه ساعت عیسی ډېر خلک د ډول ډول ناروغیو، طاعون او پېریانو څخه روغ کړل او ډېر ړانده یې بینا کړل.
22هغه د یحیی استازو ته په ځواب کې وویل: «بېرته لاړ شئ او څه مو چې لیدلي او اورېدلي، هغه یحیی ته ووایئ چې څنګه ړانده بینا کیږي، ګوډان کولای شي وګرځي، کوم خلک چې په جذام باندې اخته وو هغه پاک او روغ شوي دي او کاڼه اوري، مړي راژوندي کیږي او غریبانو ته زېری ورکول کیږي.
23بختور دی هغه څوک چې په ما شک ون�� کړي.»
24کله چې د یحیی استازي لاړل، نو عیسی د یحیی په هکله د خلکو سره خبرې پیل کړې او ویې ویل: «تاسو د څه شي د لیدلو دپاره دښتې ته تللي وئ؟ ایا د هغې لوخې د لیدلو دپاره چې باد یې خوځوي؟
25نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره تللي وئ؟ ایا د هغه چا د لیدلو دپاره چې ښکلي کالي یې اغوستي وو؟ ګورئ، کوم خلک چې قیمتي کالي اغوندي، هغوی په عیش او عشرت کې ژوند تېروي او په ماڼیو کې اوسیږي.
26نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره وتلي وئ؟ ایا د یو پیغمبر د لیدلو دپاره؟ هو، زه تاسو ته وایم چې هغه د یو پیغمبر نه هم ډېر لوی دی.
27دا هغه څوک دی چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:‹ګورئ، زه به خپل استازی ستا څخه مخکې ولېږمچې ستا دپاره لاره تیاره کړي.›»
28عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم چې په دې نړۍ کې د یحیی څخه بل څوک لوی نه دی زېږول شوی، خو بیاهم د خدای په پاچاهۍ کې تر ټولو کوچنی د هغه نه لوی دی.»
29کله چې ټولو خلکو او حتی مالیه ټولوونکو د عیسی خبرې واورېدلې، نو په دې یې اقرار وکړ چې د خدای لاره سمه ده، ځکه چې هغوی د یحیی په لاس د تعمید غسل اخیستی ؤ.
30خو فریسیانو او د شریعت عالمانو د خدای هغه مقصد چې د هغوی دپاره یې درلود رد کړ، ځکه چې هغوی د یحیی په لاس د تعمید غسل نه ؤ اخیستی.
31عیسی وویل: «د دې زمانې خلک د څه شي سره پرتله کړم؟ دا څه ډول خلک دي؟
32دوی د هغو ماشومانو په شان دي چې په بازار کې ناست وي او یو بل ته چیغې وهي او وایي: ‹مونږ تاسو ته شپیلۍ ووهله، خو تاسو ګډا ونه کړه. مونږ درته د غم سندرې وویلې، خو تاسو ونه ژړل.›
33ځکه کله چې تعمید ورکوونکی یحیی راغی هغه به نه ډوډۍ خوړله او نه یې شراب څښل، نو تاسو به ویل چې هغه پېریانو نیولی دی.
34د انسان زوی راغی چې هم خوري او هم څښي نو تاسو وایئ چې دې سړي ته وګورئ، هغه خېټور، شرابي او د مالیه ټولوونکو او ګناهکارانو ملګری دی.
35خو بیاهم د خدای حکمت د هغو خلکو په وسیله چې هغه یې منلی دی، رښتینی ثابت شو.»
36یو فریسي عیسی ته بلنه ورکړه چې د هغه سره ډوډۍ وخوري، نو عیسی د هغه کور ته ورغی او د هغه سره دسترخوان ته کښېناست.
37په هغه ښار کې یوه بدکاره ښځه اوسېدله. هغه خبره شوه چې عیسی د هغه فریسي په کور کې ډوډۍ خوري، نو د عطرو څخه ډک د مرمرو د بوتل سره راغله.
38هغه ښځه د عیسی شاته د هغه د پښو سره ودرېدله او ژړل یې. د هغې اوښکې د عیسی په پښو باندې توی شوې او هغه لمدې شوې. ښځې هغه په خپلو ویښتانو باندې وچې کړلې، د هغه پښې یې ښکل کړې او عطر یې ورباندې واچول.
39کله چې هغه فریسي چې عیسی یې مېلمه کړی ؤ دا ولیدل، نو د خپل ځان سره یې وویل: «که چېرې دا سړی په رښتیا پیغمبر وای نو هغه باید په دې پوه شوی وای چې دا ښځه چې هغه ته لاس وروړي، څوک ده او څنګه ښځه ده. هغه یوه ګناهکاره ښځه ده.»
40نو عیسی هغه فریسي ته وویل: «ای شمعونه! زه غواړم تاته یو څه ووایم.» هغه وویل: «ښه استاذه! ووایه.»
41عیسی وویل: «دوه کسانو د یو چا څخه پور اخیستی ؤ، د هغو څخه یو یې پنځه سوه د سپینو زرو سکې پوروړی ؤ او بل یې پنځوس سکې.
42هغوی دواړو هېڅ نه لرل چې خپل پور ورکړي، نو پور ورکوونکي هغو دواړو ته خپل پورونه وروبخښل. نو اوس په دې دواړو کې به کوم یو د هغه سره زیاته مینه وکړي؟»
43شمعون په ځواب کې وویل: «زما په خیال کوم سړي ته چې زیات پور وبخښل شو.» عیسی وویل: «تا سم قضاوت وکړ.»
44بیا یې ښځې ته مخ راواړاوه او شمعون ته یې وویل: «دا ښځه وینې؟ زه ستا کور ته راغلم خو تا زما د پښو دپاره اوبه رانه وړلې، خو هغې په خپلو اوښکو باندې زما پښې ووینځلې او په خپلو ویښتانو یې وچې کړلې.
45تا زه ښکل نه کړم، خو د کوم وخت نه چې زه دلته راغلی یم دا ښځه لګیا ده زما پښې ښکلوي.
46تا زما سر په تېلو غوړ نه کړ، خو هغې زما په پښو عطر واچول.
47نو زه تاته وایم چې هغې زما سره ډېره مینه وښودله، ځکه چې د هغې ډېر ګناهونه وبخښل شول. خو د چا چې لږ بخښل شوي هغه لږه مینه کوي.»
48بیا عیسی هغې ښځې ته وویل: «ستا ګناهونه وبخښل شول.»
49دسترخوان ته نورو ناستو مېلمنو په خپلو کې سره وویل: «دا څوک دی چې حتی ګناهونه هم بخښي؟»
50خو عیسی هغې ښځې ته وویل: «ته خپل ایمان وژغورلې. په خیر لاړه شه.»