Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
49 verses
1د سبت په یوه ورځ عیسی د خپلو شاګردانو سره د غنمو په پټیو تېرېده. شاګردانو یې د غنمو وږي راشکول او په لاسونو کې یې موږل او خوړل یې.
2ځینو فریسیانو پوښتنه وکړه: «تاسو ولې داسې کار کوئ چې د سبت په ورځ ناروا دی؟»
3عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ایا تاسو دا نه دي لوستلي کله چې داود او ملګري یې وږي شوي وو نو هغه څه وکړل؟
4هغه د خدای کور ته ننوت، سپېڅلې ډوډۍ یې راواخیستله او ویې خوړه او خپلو ملګرو ته یې هم ورکړه، که څه هم د هغې ډوډۍ خوړل له کاهنانو پرته بل چاته روا نه وو.»
5بیا عیسی وویل: «د انسان زوی د سبت د ورځې خاوند هم دی.»
6د بل سبت په ورځ عیسی کنیسې ته ننوت او تعلیم یې ورکاوه. هلته یو سړی ؤ چې ښي لاس یې وچ شوی ؤ.
7د شریعت ځینو عالمانو او فریسیانو په ځیر سره هغه ته کتل چې وویني ایا عیسی به د سبت په ورځ چاته شفا ورکوي که نه، ترڅو په هغه باندې د تور لګولو دپاره یو دلیل پیدا کړي.
8عیسی د هغوی په فکرونو پوه شو او هغه سړي ته چې لاس یې وچ شوی ؤ وویل: «راپاڅېږه او د ټولو په مخ کې ودرېږه.» نو هغه راپاڅېد او هلته ودرېده.
9بیا عیسی هغوی ته وویل: «زه ستاسو څخه پوښتنه کوم: ایا د سبت په ورځ نېکي کول روا دي که بدي کول؟ د یو چا ژوند ژغورل، که له منځه وړل؟»
10عیسی ګردچاپېره هغوی ټولو ته وکتل او بیا یې هغه سړي ته وویل: «خپل لاس دې وغزوه.» هغه خپل لاس وغزاوه او لاس یې روغ شو.
11خو د شریعت عالمان او فریسیان ډېر په قهر شول او یو بل ته یې وویل چې د عیسی سره څه وکړو.
12په هغو ورځو کې عیسی د دعا دپاره غره ته لاړ او ټوله شپه یې خدای ته په دعا کولو تېره کړه.
13کله چې سهار شو، نو خپل شاګردان یې راوغوښتل او د هغوی له منځ نه یې دولس تنه غوره کړل او هغوی یې د رسولانو په نوم یاد کړل:
14شمعون چې عیسی ورباندې پطروس نوم کېښود او د هغه ورور اندریاس، یعقوب، یوحنا، فیلیپوس او بارتولما،
15متي، توما، یعقوب د حلفي زوی او شمعون چې په سرتېري مشهور ؤ
16او یهودا د یعقوب زوی او یهودا اسخریوتي چې وروسته خاین شو.
17عیسی د خپلو رسولانو سره د غره څخه راښکته شو او په یو هوار ځای کې ودرېده. په هغه ځای کې د هغه د پیروانو یوه لویه ډله او د ټولې یهودیې، اورشلیم او د صور او صیدون د ساحلي ښارونو څخه ګڼ شمېر خلک موجود وو.
18دا خلک د دې دپاره راغلي وو چې د هغه خبرې واوري او د خپلو ناروغیو څخه روغ شي. همدارنګه هغه خلک چې پېریانو نیولي وو هم راغلي وو او روغ شول.
19ټولو خلکو کوښښ کاوه چې عیسی ته لاس وروړي، ځکه چې د هغه څخه یو قدرت راووت او ټول به یې روغول.
20بیا عیسی خپلو شاګردانو ته مخ راواړاوه او ویې ویل:«بختور یئ تاسو چې اوس غریبان یئ،ځکه چې د خدای پاچاهي ستاسو ده.
21بختور یئ تاسو چې اوس وږي یئ، ځکه چې تاسو به ماړه شئ.بختور یئ چې اوس ژاړئ، ځکه چې تاسو به وخاندئ.
22بختور یئ تاسو چې خلک درڅخه د انسان د زوی په خاطر کرکه کوي او خپل منځ کې مو نه پرېږدي، سپکاوی درته کوي او تاسو بدناموي.
23نو په هغه وخت کې خوښي وکړئ او د خوشحالۍ ټوپونه ووهئ، ځکه چې په جنت کې به لوی اجر ولرئ. د هغوی نیکونو هم د پیغمبرانو سره همداسې چلند کړی ؤ.
24خو افسوس دې وي ستاسو شتمنو په حال!ځکه چې تاسو خپل د سوکالۍ وخت تېر کړی دی.
25افسوس دې وي ستاسو په حال چې اوس ماړه یئ،ځکه چې تاسو به وږي شئافسوس دې وي په تاسو چې اوس خاندئ،ځکه چې ستاسو خندا به په ویر او ژړا بدله شي
26افسوس دې وي ستاسو په حال کله چې ټول ستاسو صفت کوي.ځکه چې د هغوی نیکونو هم د جعلي پیغمبرانو صفت کاوه.
27خو زه تاسو ته چې زما خبرې اورئ، وایم چې د خپلو دښمنانو سره مینه کوئ، څوک چې ستاسو څخه کرکه کوي د هغوی سره ښه کوئ.
28د هغو خلکو دپاره چې په تاسو لعنت وایي، برکت وغواړئ او د هغو خلکو دپاره چې ستاسو سره بد چلند کوي، دعا وکړئ.
29که چېرې څوک تاته په یو مخ څپېړه درکړي نو خپل بل مخ هم ورته ورواړوه. که څوک درڅخه چپنه واخلي نو پرېږده چې ستا کمیس هم واخلي.
30که څوک درڅخه کوم شی وغواړي نو ورته وریې کړه او که چېرې څوک ستا څخه کوم شی چې هغه ستا وي واخلي، نو بېرته یې ورڅخه مه غواړه.
31د نورو سره داسې چلند کوئ لکه څنګه یې چې تاسو د ځان دپاره د هغوی څخه غواړئ.
32که چېرې یوازې د هغو خلکو سره مینه کوئ چې ستاسو سره مینه کوي، نو په دې کې به ستاسو دپاره څه اجر وي؟ ځکه ګناهکاران هم د هغه چا سره مینه کوي څوک چې د هغوی سره مینه کوي.
33که چېرې تاسو یوازې د هغو خلکو سره نېکي کوئ چې ستاسو سره نېکي کوي، نو په دې کې به ستاسو دپاره څه اجر وي؟ ځکه چې ګناهکاران هم همداسې کوي.
34که چېرې هغو خلکو ته پور ورکوئ چې د بېرته اخیستلو تمه یې لرئ نو په دې کې به ستاسو دپاره څه اجر وي؟ ځکه چې ګناهکاران هم نورو ګناهکارنو ته پور ورکوي چې بېرته یې ترې پوره واخلي.
35خو تاسو د خپلو دښمنانو سره مینه کوئ او د هغوی سره نېکي کوئ. پور ورکړئ او د بېرته اخیستلو تمه ورڅخه مه کوئ. نو دا به ستاسو دپاره لوی اجر وي او تاسو به د خدای تعالی اولادونه یئ، ځکه چې هغه په ناشکره او بدکارو خلکو هم مهربانه دی.
36لکه څنګه چې ستاسو اسماني پلار زړه سواندی دی، نو تاسو هم زړه سواندي اوسئ.
37د نورو په هکله قضاوت مه کوئ، نو تاسو به تر قضاوت لاندې نه نیول کېږئ. نور خلک مه ملامتوئ، نو خدای به تاسو نه ملامتوي. نور خلک وبخښئ، نو خدای به تاسو وبخښي.
38نورو ته څه شی ورکړئ، نو تاسو ته به هم درکړل شي. تاسو ته به په ډکې پیمانې، په زور ځای شوې او تر خولې پورې ډکه ستاسو په لمنه کې واچول شي. ځکه په هره پیمانه چې تاسو یې نورو ته ورکوئ په هماغه پیمانه به تاسو ته درکول کیږي.»
39نو عیسی هغوی ته دا مثال ووایه: «ایا یو ړوند بل ړوند ته لاره ښودلی شي؟ ایا دواړه به په کنده کې ونه غورځیږي؟
40شاګرد د خپل استاذ څخه لوی نه دی، خو کله چې یو شاګرد خپلې زده کړې پوره کړي نو د خپل استاذ په شان به شي.
41ته ولې د خپل ورور په سترګه کې خسڼی لیدلی شې خو په خپله سترګه کې غټ لرګی لیدلی نه شې؟
42څنګه کولای شې خپل ورور ته ووایې چې ای وروره، اجازه راکړه ستا د سترګې څخه خسڼی وباسم، خو په خپله سترګه کې غټ لرګی لیدلی نه شې؟ ای منافقه! ته باید لومړی د خپلې سترګې څخه لرګی وباسې، بیا کولای شې چې په ښکاره توګه ووینې چې څنګه د خپل ورور د سترګې څخه خسڼی وباسې.
43ښه ونه خرابه مېوه نه نیسي او نه به خرابه ونه ښه مېوه ونیسي.
44هره ونه د خپلې مېوې څخه پېژندل کیږي. د اغزو د بوټو څخه انځر او د ځنګلي بوټي څخه انګور نه شئ راټولولی.
45ښه سړی د خپل زړه د ښې خزانې څخه ښه شیان راوباسي او بد سړی د خپل زړه د بدې خزانې څخه بد شیان راوباسي، ځکه کومې خبرې چې په زړه کې وي هغه په خوله راوځي.
46تاسو ولې ماته استاذه، استاذه وایئ، خو څه چې درته وایم هغه نه کوئ؟
47هرڅوک چې ماته راشي او زما خبرو ته غوږ ونیسي او په هغو باندې عمل وکړي، نو زه به تاسو ته وښایم چې هغه د چا په شان دی.
48هغه د یو داسې سړي په شان دی چې د خپل کور د جوړولو دپاره یې ځمکه ښه ژوره کړه او بنیاد یې په تیږو کېښود. کله چې سېلاب راغی او په هغه کور ورغی، خو هغه یې له ځایه ونه شو خوځولی، ځکه چې هغه یې کلک جوړ کړی ؤ.
49خو څوک چې زما خبرې اوري او عمل ورباندې نه کوي، نو هغه د هغه سړي په شان دی چې خپل کور یې داسې جوړ کړی ؤ چې تهداب یې نه ؤ. کله چې په هغه کور باندې سېلاب راغی، نو هغه سمدلاسه راولوېد او بیخي وران شو.»۔