Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1یوه ورځ عیسی د جنیسارت د دریاب په غاړه ولاړ ؤ او خلکو یو بل سره ټېله کول چې ځانونه هغه ته ورسوي، ترڅو د خدای کلام واوري.
2هغه ولیدل چې د دریاب په غاړه دوه کشتۍ ولاړې وې، خو ماهي نیوونکي ترې راښکته شوي وو او جالونه یې وینځل.
3عیسی یوې کشتۍ ته چې د شمعون وه، وروخوت او د هغه څخه یې وغوښتل چې کشتۍ د غاړې څخه لږه لېرې بوځي. عیسی په کشتۍ کې ناست ؤ او له هغه ځای څخه یې خلکو ته تعلیم ورکاوه.
4کله چې هغه خبرې پای ته ورسولې، نو شمعون ته یې وویل: «کشتۍ د اوبو منځ ته یو ژور ځای ته بوځه او تاسو خپل جالونه اوبو ته وغورځوئ چې ماهیان ونیسئ.»
5شمعون ورته په ځواب کې وویل: «ای باداره! مونږ ټوله شپه خواري وکړه او هېڅ مو ونه نیول. خو که چېرې ته وایې نو زه به جالونه ورواچوم.»
6هغوی همداسې وکړل او دومره زیات ماهیان یې ونیول چې نژدې ؤ جالونه وشلیږي.
7نو هغوی خپلو ملګرو ته چې په بلې کشتۍ کې وو، اشاره وکړه چې راشي او مرسته ورسره وکړي. هغوی راغلل او دواړه کشتۍ یې له ماهیانو څخه داسې ډکې کړې چې نژدې وې ډوبې شي.
8کله چې شمعون پطروس ولیدل چې څه وشول، هغه د عیسی پښو ته پرېوت او ویې ویل: «ای پاکه استاذه! زما څخه لېرې شه. ځکه چې زه یو ګناهکار انسان یم.»
9پطروس او ټول ملګري یې د دومره زیاتو ماهیانو په نیولو حیران پاتې شول.
10همدارنګه د شمعون شریکان یعقوب او یوحنا چې د زبدي زامن وو، هم حیران شول. عیسی شمعون ته وویل: «مه وېرېږه، له دې وروسته به ته ماهیان نه بلکې انسانان رانیسې.»
11کله چې هغوی خپلې کشتۍ وچې ته راوستلې، نو هرڅه یې پرېښودل او د عیسی پسې روان شول.
12یوځل عیسی په یو ښار کې ؤ، هلته یو سړی ؤ چې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ. کله چې هغه سړي عیسی ولید نو په پښو کې یې پرېوت او زارۍ یې ورته وکړې: «ای ښاغلیه! که چېرې ته وغواړې نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.»
13عیسی خپل لاس وراوږد کړ او په هغه باندې یې کېښود او ویې ویل: «هو، زه غواړم، پاک او روغ شه.» نو هغه ناروغي سمدلاسه ورڅخه لېرې شوه.
14عیسی هغه ته امر وکړ: «په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او کاهن ته خپل ځان وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته پاک او روغ شوی یې.»
15خو د عیسی په هکله خبر نور هم زیات خپور شو او ډېر خلک راغلل چې د هغه خبرې واوري او د خپلو ناروغیو څخه شفا ومومي.
16خو هغه به ګوښه ځایونو ته تللو چې هلته دعا وکړي.
17یوه ورځ کله چې عیسی تعلیم ورکاوه، ځینې فریسیان او د شریعت عالمان چې د جلیل د هر کلي، یهودیې او اورشلیم څخه راغلي وو، هلته ناست وو او عیسی د خدای په قدرت سره ناروغان روغول.
18په دې وخت کې څو کسانو چې یو شل سړی یې په کټ کې څملولی ؤ، راغلل. هغوی هڅه کوله چې هغه دننه کور ته بوځي او د عیسی په مخکې یې کېږدي.
19خو د ګڼې ګوڼې له امله یې لاره ونه موندله ترڅو هغه دننه بوځي. نو هغه شل سړی یې پاس بام ته پورته کړ، د پخو خښتو په منځ کې یې یو سوری جوړ کړ او هغه یې په کټ کې لاندې راښکته کړ او د ګڼې ګوڼې په منځ کې یې د عیسی په مخکې کېښود.
20کله چې عیسی د هغوی ایمان ولید نو هغه سړي ته یې وویل: «وروره! ستا ګناهونه وبخښل شول.»
21هغه وخت د شریعت عالمانو او فریسیانو یو له بله سره بحث پیل کړ: «دا سړی څوک دی چې کفر وایي؟ ایا بې له خدایه څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟»
22عیسی د هغوی په خیالونو پوه شو او ورته ویې ویل: «تاسو ولې په خپلو زړونو کې داسې فکرونه کوئ؟
23ایا دا خبره اسانه ده چې وویل شي چې ستا ګناهونه وبخښل شول یا وویل شي چې پاڅېږه او وګرځه؟
24خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زه تاته وایم پاڅېږه، کټ دې واخله او خپل کور ته لاړ شه.»
25نو سمدلاسه هغه سړی د ټولو خلکو په مخکې پاڅېد، خپل کټ یې چې ورباندې پروت ؤ واخیست او په داسې حال کې چې د خدای ثنا یې ویله، خپل کور ته روان شو.
26هغوی ټول حیران پاتې شول، وېرې واخیستل او د خدای ثنا او صفت یې کاوه او ویل یې: «مونږ نن څه حیرانوونکي شیان ولیدل.»
27له هغې وروسته عیسی دباندې ووت او د لاوي په نوم یو مالیه ټولوونکی یې ولید چې د مالیې راټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.»
28لاوي راپاڅېد، هرڅه یې پرېښودل او د هغه پسې روان شو.
29بیا لاوي په خپل کور کې د عیسی دپاره یوه لویه مېلمستیا جوړه کړه او په مېلمنو کې زیات شمېر مالیه ټولوونکي او نور خلک هم وو.
30خو ځینو فریسیانو او د شریعت عالمان چې د هغوی د ډلې څخه وو د عیسی په شاګردانو اعتراض وکړ او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ولې د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره یوځای خورئ او څښئ؟»
31عیسی ورته په ځواب کې وویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري، بلکې ناروغان ورته اړتیا لري.
32زه د پرهېزګارانو دپاره نه یم راغلی بلکې د ګناهکارانو دپاره، ترڅو هغوی توبه وباسي.»
33ځینو خلکو عیسی ته وویل: «د یحیی شاګردان زیات وخت روژه نیسي او دعاګانې کوي او د فریسیانو شاګردان هم همداسې کوي، خو ستا شاګردان خوري او څښي.»
34عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو کولای شئ چې د زوم ملګري د واده په مېلمستیا کې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي مجبور کړئ چې روژه ونیسي؟ بې له شکه چې نه.
35خو داسې وخت به راشي چې زوم به له هغوی څخه بوتلل شي او په هغه وخت کې به هغوی روژه نیسي.»
36همدارنګه عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «هېڅوک د نویو کالیو څخه یوه ټوټه نه شلوي چې په زړو کالیو باندې یې پیوند کړي. که داسې وکړي نو هم به هغه نوي کالي وشلیږي او هم به د نویو کالیو ټوټه د زړې سره جوړه رانه شي.
37نه به څوک تازه شراب په زړو مشکونو کې واچوي، ځکه چې تازه شراب به هغه مشکونه وشلوي، شراب به توی شي او مشکونه به له منځه لاړ شي.
38خو تازه شراب باید په نویو مشکونو کې واچول شي.
39هېڅوک نه غواړي چې د زړو شرابو له څښلو وروسته تازه شراب وڅښي، ځکه داسې وایي چې زاړه شراب ډېر ښه دي.»