Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
44 verses
1عیسی چې د روح القدس څخه ډک ؤ، د اردن د سیند څخه راستون شو او هماغه روح هغه دښتې ته بوته
2او په هغه ځای کې څلوېښت ورځې د شیطان تر ازمایښت لاندې ؤ. په هغو ورځو کې هغه هېڅ ونه خوړل او په پای کې ډېر وږی شو.
3شیطان هغه ته وویل: «که ته د خدای زوی یې نو دې تیږې ته ووایه چې په ډوډۍ بدله شي.»
4خو عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې انسان یوازې په ډوډۍ باندې ژوندی نه دی.»
5بیا شیطان هغه یو لوړ ځای ته بوته او د سترګو په رپ کې یې ورته د ټولې نړۍ پاچاهۍ وروښودلې.
6شیطان هغه ته وویل: «زه به د دې ټولو واک او اختیار او د هغو شان او شوکت تاته درکړم، ځکه چې دا ماته راکړل شوي دي او هرچا ته چې زه وغواړم هغه ته یې ورکوم.
7که چېرې ته ماته سجده وکړې نو دا ټول به ستا شي.»
8عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.»
9بیا شیطان هغه اورشلیم ته بوته او د خدای د کور په مناره یې ودراوه او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د خدای زوی یې نو خپل ځان له دې ځایه ښکته وغورځوه.
10ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خدای به خپلو فرښتو ته حکم وکړي چې تا وساتي.
11همدارنګه لیکل شوي دي چې هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو ستا پښه په تیږه ونه لګیږي.»
12خو عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې ویل شوي دي چې خپل څښتن خدای مه ازمایئ.»
13کله چې شیطان ټولې وسوسې پای ته ورسولې، نو هغه یې د یو څه وخت دپاره پرېښود.
14عیسی د روح القدس په قدرت سره جلیل ته راستون شو. د هغه په هکله په ټوله سیمه کې اوازه خپره شوه.
15هغه د یهودیانو په کنیسو کې تعلیم ورکاوه او ټولو خلکو د هغه ستاینه کوله.
16بیا عیسی د ناصرې ښار ته، یعنې هغه ځای ته چې هغه په کې لوی شوی ؤ راغی، او لکه څنګه چې د هغه عادت ؤ نو د سبت په ورځ کنیسې ته لاړ. هغه هلته ودرېده چې د خدای کلام ولولي
17او د اشعیا پیغمبر طومار ورته ورکړل شو. هغه یې پرانیست او هغه ځای یې پیدا کړ چې په کې لیکل شوي وو:
18«د څښتن روح په ما باندې نازل شوی دیځکه چې زه یې غوره کړی یمترڅو غریبانو ته زېری ورسومهغه زه رالېږلی یم چې اعلان وکړمچې بندیان به ازاد شيړانده به بینا شي او مظلومان به ازاد شي
19او دا اعلان کړم چې د څښتن د مهربانۍ وخت رارسېدلی دی.»
20عیسی طومار بند کړ او هغه یې بېرته د کنیسې مرستیال ته ورکړ او کښېناست. ټولو خلکو په کنیسه کې د هغه خواته سترګې نیولې وې.
21عیسی هغوی ته وویل: «نن چې تاسو د خدای د کلام دا لیکنه واورېدله، هغه رښتیا شوه.»
22هغوی ټولو په هغه باندې ښه وویل او په دې حیران شول چې داسې د فضل خبرې د هغه د خولې څخه راووتلې او ویل یې: «ایا دا د یوسف زوی نه دی؟»
23عیسی هغوی ته وویل: «بې له شکه چې تاسو به ماته دا متل ووایئ: ‹ای ډاکتره! خپل ځان روغ کړه.› دا به هم راته ووایئ چې کوم کارونه چې تا د کپرناحوم په ښار کې کړي دي او مونږ د هغو په هکله اورېدلي، هماغه کارونه په خپل ښار کې هم وکړه.»
24عیسی زیاته کړه: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هېڅ پیغمبر په خپل وطن کې چا نه دی منلی.
25دا رښتیا دي چې د الیاس پیغمبر په زمانه کې په اسراییلو کې ډېرې کونډې وې. په هغه وخت کې درې نیم کاله بارانونه نه وو شوي او په ټول وطن کې سخته قحطي راغلې وه.
26خو الیاس په هغو کونډو کې یوې ته هم د مرستې دپاره ونه لېږل شو، خو یوازې هغې کونډې ته ولېږل شو چې د صیدون د زرفت په سیمه کې وه.
27همدارنګه د الیشع نبي په زمانه کې په اسراییلو کې ډېر خلک وو چې د جذام په ناروغۍ اخته وو، خو د هغوی څخه یو هم پاک او روغ نه شو، یوازې نعمان چې سوریایي ؤ، روغ شو.»
28کله چې په کنیسه کې خلکو دا خبرې واورېدلې نو ډېر په قهر شول.
29هغوی راپاڅېدل او عیسی یې له ښاره وویست او د هغې غونډۍ سرته یې وخېژاوه چې دا ښار ورباندې جوړ شوی ؤ ترڅو لاندې یې وغورځوي.
30خو هغه د هغوی له منځ څخه تېر شو او لاړ.
31بیا عیسی کپرناحوم ته چې د جلیل یو ښار ؤ لاړ او د سبت په ورځ یې خلکو ته تعلیم ورکاوه.
32خلک د هغه په تعلیم حیران شول، ځکه چې په پوره اختیار سره یې خبرې کولې.
33په کنیسه کې یو سړی ؤ چې پېریانو نیولی ؤ او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې:
34«ای عیسی ناصري! زمونږ سره څه کار لرې؟ ته راغلی یې چې مونږ تباه کړې؟ زه دې پېژنم چې ته څوک یې، ته د خدای سپېڅلی یې.»
35عیسی پېري ته حکم وکړ: «غلی شه او د دې سړي څخه راووځه.» پېري هغه سړی د هغوی په مخکې په ځمکه راوویشت او بې له دې چې کوم زیان ورته ورسوي ورڅخه ووت.
36ټول خلک حیران شول او یو بل ته یې ویل: «دا څه خبره ده چې دا سړی په پوره اختیار او قدرت سره پېریانو ته امر کوي او هغوی وځي؟»
37او په دې ډول دا خبره په ټوله سیمه کې خپره شوه.
38عیسی د کنیسې څخه راووت او د شمعون کور ته لاړ. د شمعون خواښې سختې تبې نیولې وه او هغوی د عیسی څخه وغوښتل چې د هغې سره مرسته وکړي.
39عیسی لاړ او د هغې په خوا کې ودرېده او تبې ته یې امر وکړ چې هغه پرېږدي. تبې هغه ښځه پرېښودله، بیا ښځه سمدلاسه پاڅېدله او د هغوی په خدمت یې پیل کړ.
40د لمر پرېوتولو په وخت کې خلکو خپل ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو اخته وو عیسی ته راوستل. هغه په هر یو باندې خپل لاس کېښود او ټول یې روغ کړل.
41د ډېرو خلکو څخه پېریان ووتل او چیغې یې وهلې: «ته د خدای زوی یې.» خو عیسی پېریانو ته حکم وکړ او هغوی یې پرېنښودل چې خبرې وکړي، ځکه هغوی پوهېدل چې هغه مسیح دی.
42کله چې سهار شو نو عیسی له ښاره روان شو او یو ګوښه ځای ته لاړ. خلکو هغه لټاوه او چې کله یې پیدا کړ، نو کوښښ یې وکړ چې د هغه د تللو مخه ونیسي.
43خو هغه ورته وویل: «زه باید نورو ښارونو ته هم د خدای د پاچاهۍ زېری ورسوم، ځکه چې د همدې کار دپاره رالېږل شوی یم.»
44نو هغه د یهودیې په ټولو کنیسو کې وعظ کاوه.