Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1د تیبریوس امپراتور د حکومت په پنځلسم کال کله چې پانتیاس پیلاتوس د یهودیې والي ؤ او هیرودیس د جلیل حاکم ؤ او د هغه ورور فیلیپوس د ایتوریې او ترخونیتس د سیمو حاکم او لیسانیوس د آبیلینې حاکم ؤ،
2او حناس او قیافا لوی کاهنان وو، په هغه وخت کې د خدای کلام په دښته کې د زکریا په زوی یحیی باندې نازل شو.
3نو یحیی د اردن د سیند شاوخوا ټوله سیمه کې ګرځېده او وعظ یې کاوه چې د خپلو ګناهونو د بخښنې په خاطر توبه وباسئ او د تعمید غسل واخلئ.
4لکه څنګه چې د اشعیا پیغمبر په کتاب کې لیکل شوي دي:«یو څوک چیغې وهي په بیابان کېکړئ تیاره د څښتن دپاره لارهلاره کړئ سمه د هغه دپاره
5ډکه به شي هره درههواره به شي هره غونډۍ او غرکږې لارې به شي سمېاو شي به هوار کنډ او کپر ځایونه
6بیا به وویني ټول انسانان د خدای خلاصون»
7یحیی هغو ګڼ شمېر خلکو ته چې د هغه په لاس د تعمید غسل اخیستلو ته راغلي وو، وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو چا خبر کړئ چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟
8نو بیا داسې کارونه وکړئ ترڅو دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې ابراهیم زمونږ پلار دی. ځکه چې زه درته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي.
9همدا اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي، هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي.»
10خلکو د هغه څخه پوښتنه وکړه: «نو بیا مونږ څه وکړو؟»
11هغه ځواب ورکړ: «څوک چې دوه کمیسونه لري، نو یو دې هغه چاته ورکړي چې نه یې لري او همدارنګه چا سره چې خواړه وي هغه دې هم د نورو سره ووېشي.»
12مالیه ټولوونکي هم د تعمید د غسل اخیستلو دپاره راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ای استاذه! مونږ باید څه وکړو؟»
13هغه ځواب ورکړ: «د ټاکل شوې اندازې څخه زیاته مالیه مه اخلئ.»
14همدارنګه ځینو عسکرو هم ورڅخه پوښتنه وکړه: «او مونږ څه وکړو؟» هغوی ته یې وویل: «د چا څخه په زوره پیسې مه اخلئ او په هېچا باندې په دروغو تور مه لګوئ. په خپله تنخوا باندې قناعت وکړئ.»
15خلکو انتظار کاوه او په خپلو زړونو کې یې د یحیی په هکله فکر کاوه چې هغه به مسیح وي که نه.
16نو یحیی هغوی ټولو ته وویل: «زه تاسو ته په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو یو څوک راروان دی چې هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه حتی د دې لایق هم نه یم چې د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم. هغه به تاسو ته په روح القدس او په اور باندې د تعمید غسل درکوي.
17هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده چې خپل درمند پاک کړي او غنم په خپل ګودام کې سره راټول کړي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»
18یحیی په ډېرو نورو طریقو خلک هڅول او هغوی ته یې زېری اوراوه.
19خو یحیی هیرودیس والي د خپلې ورېندارې هیرودیا سره د ناروا اړیکو درلودلو او نورو ټولو بدو کارونو له امله ملامت کړ.
20بیا زندان ته د یحیی په اچولو سره هیرودیس یو بل بد کار هم وکړ.
21کله چې ټولو خلکو ته د تعمید غسل ورکړل شو، نو عیسی ته هم د تعمید غسل ورکړل شو. کله چې هغه دعا کوله نو د اسمان دروازه پرانیستل شوه
22او روح القدس په هغه باندې د کوترې په شکل رانازل شو او د اسمان څخه یو اواز راغی: «ته زما ګران زوی یې. زه ستا نه خوشحاله یم.»
23عیسی شاوخوا د دېرشو کالو په ��مر ؤ چې خپل خدمت یې پیل کړ او خلکو ګومان کاوه چې هغه د یوسف زوی دی. یوسف د هالي زوی ؤ،
24هالي د متات زوی ؤ، متات د لاوي زوی ؤ، لاوي د ملکي زوی ؤ، ملکي د ینا زوی ؤ، ینا د یوسف زوی ؤ،
25یوسف د متاتیا زوی ؤ، متاتیا د عاموس زوی ؤ، عاموس د ناحوم زوی ؤ، ناحوم د حسلي زوی ؤ، حسلي د نجي زوی ؤ،
26نجي د مات زوی ؤ، مات د متاتیا زوی ؤ، متاتیا د شمعي زوی ؤ، شمعي د یوسک زوی ؤ، یوسک د یوداه زوی ؤ،
27یوداه د یوحنا زوی ؤ، یوحنا د ریسا زوی ؤ، ریسا د زروڅپرکیل زوی ؤ، زروڅپرکیل د شالتي ییل زوی ؤ، شالتي ییل د نیري زوی ؤ،
28نیري د ملکي زوی ؤ، ملکي د آدي زوی ؤ، آدي د قوسام زوی ؤ، قوسام د ایلمودام زوی ؤ، ایلمودام د عیر زوی ؤ،
29عیر د یوشع زوی ؤ، یوشع د ایلعازر زوی ؤ، ایلعازر د یوریم زوی ؤ، یوریم د متات زوی ؤ، متات د لاوي زوی ؤ،
30لاوي د شمعون زوی ؤ، شمعون د یهودا زوی ؤ، یهودا د یوسف زوی ؤ، یوسف د یونان زوی ؤ، یونان د ایلیاقیم زوی ؤ،
31ایلیاقیم د ملیا زوی ؤ، ملیا د مینان زوی ؤ، مینان د متاتا زوی ؤ، متاتا د ناتان زوی ؤ، ناتان د داود زوی ؤ،
32داود د یسي زوی ؤ، یسي د عوبید زوی ؤ، عوبید د بوعز زوی ؤ، بوعز د شلمون زوی ؤ، شلمون د نحشون زوی ؤ،
33نحشون د عمیناداب زوی ؤ، عمیناداب د ادمین زوی ؤ، ادمین د آرام زوی ؤ، آرام د حزرون زوی ؤ، حزرون د فارز زوی ؤ، فارز د یهودا زوی ؤ،
34یهودا د یعقوب زوی ؤ، یعقوب د اسحاق زوی ؤ، اسحاق د ابراهیم زوی ؤ، ابراهیم د تارح زوی ؤ، تارح د ناحور زوی ؤ،
35ناحور د سروج زوی ؤ، سروج د رعو زوی ؤ، رعو د فلج زوی ؤ، فلج د عابر زوی ؤ، عابر د صالح زوی ؤ،
36صالح د قینان زوی ؤ، قینان د ارفکشاد زوی ؤ، ارفکشاد د سام زوی ؤ، سام د نوح زوی ؤ، نوح د لامک زوی ؤ،
37لامک د متوشالح زوی ؤ، متوشالح د خنوخ زوی ؤ، خنوخ د یارد زوی ؤ، یارد د مهللییل زوی ؤ، مهللییل د قینان زوی ؤ،
38قینان د انوش زوی ؤ، انوش د شیث زوی ؤ، شیث د آدم زوی ؤ، او آدم خدای پیدا کړی ؤ.