Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
52 verses
1په هغه وخت کې امپراتور اګوستوس د روم په ټوله امپراتورۍ کې د سرشمېرنې په خاطر یو فرمان جاري کړ.
2دا لومړنۍ سرشمېرنه وه چې د سوریې د والي کرینوس په وخت کې وشوه.
3هرڅوک خپل ښار ته لاړ چې خپل نوم ولیکي.
4نو یوسف هم د جلیل د ناصرې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت لحم ښار ته چې د داود پاچا د زېږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ.
5یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه، د نوم لیکنې دپاره هلته لاړ.
6او کله چې هغوی په بیت لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد.
7هغې خپل لومړنی اولاد چې هلک ؤ، وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ.
8په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو باندې پام کاوه.
9د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل.
10خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي.
11همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو خلاصوونکی زېږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی.
12او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.»
13ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی اسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثنا یې ویله:
14«خدای ته دې وي جلال په لوړو اسمانونو کېاو سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندېپه هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه»
15کله چې فرښتې هغوی پرېښودل او بېرته اسمان ته لاړې، نو شپنو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې بیت لحم ته لاړ شو او هغه څه چې پېښ شوي دي او څښتن مونږ د هغې څخه خبر کړي یو، ووینو.»
16نو هغوی په منډه لاړل، مریم او یوسف یې پیدا کړل او ویې لیدل چې ماشوم په آخور کې پروت دی.
17کله چې شپنو هغه ماشوم ولید، نو څه چې یې د هغه په هکله اورېدلي وو، ټول یې خبر کړل.
18هر چا چې د شپنو خبرې اورېدلې نو حیران پاتې کېدل.
19خو مریم دا ټول شیان په خپل زړه کې ساتل او د هغو په هکله یې ډېر فکر کاوه.
20شپانه بېرته لاړل او څه چې یې اورېدلي او لیدلي وو د هغې دپاره یې د خدای لویي بیانوله او ثنا یې ویله، ځکه دا هغه څه وو چې فرښتې هغوی ته ویلي وو.
21په اتمه ورځ کله چې د ماشوم د سنتولو وخت راورسېد، نو په هغه یې عیسی نوم کېښود. دا هغه نوم ؤ چې مخکې له دې چې مریم امیدواره شي فرښتې ورباندې ایښی ؤ.
22کله چې د موسی د شریعت له مخې د یوسف او مریم د پاکوالي د مراسمو وخت راورسېد، نو هغوی هغه ماشوم اورشلیم ته بوته چې څښتن ته یې وړاندې کړي.
23لکه څنګه چې په شریعت کې لیکل شوي دي: «هر لومړنی نر ماشوم چې پیدا شي باید څښتن ته وقف شي.»
24نو هغوی د شریعت له مخې قرباني وکړله یعنې یوه جوړه کوترې یا دوه ځوانې قمري ګانې.
25په هغه وخت کې په اورشلیم کې د شمعون په نوم یو سړی اوسېده. هغه یو رښتینی او پرهېزګاره سړی ؤ او د اسراییلو د ژغورنې انتظار یې کاوه او روح القدس ورسره ؤ.
26روح القدس شمعون ته دا په ښکاره ویلي وو چې ترڅو پورې د څښتن له خوا وعده شوی مسیح ونه وینې، ته به نه مړ کیږې.
27شمعون د روح القدس په لارښوونه دننه د خدای کور ته راغی. کله چې د عیسی مور او پلار ماشوم هلته راوست ترڅو د هغه دپاره هغه څه وکړي چې د موسی شریعت یې غوښتنه کوله،
28نو شمعون هغه ماشوم په غېږ کې واخیست او د خدای ثنا یې وویله:
29«ای څښتن تعالی، اوس دې رخصت کړهخپل خادم د دې نړۍ نه په سلامتۍ سرهلکه چې څنګه تا وعده کړې وه
30ځکه چې ما ستا خلاصون ولیده په خپلو سترګو
31هغه خلاصون چې تیار کړی دی تاد ټولو خلکو په حضور کې
32یوه رڼا چې به ښکاره کړي اراده ستاغیریهودو تهاو کړي به ستا قوم اسراییل سرلوړی»
33د ماشوم مور او پلار په هغو خبرو چې شمعون د هغه په هکله وکړې حیران شول.
34شمعون د هغوی دپاره د خیر دعا وکړه او د عیسی مور مریم ته یې وویل: «دا ماشوم په اسراییلو کې د ډېرو د بربادۍ او یا سرلوړۍ دپاره د خدای له خوا غوره شوی دی. هغه د خدای له خوا یوه نښه ده چې ډېر خلک به یې مخالفت وکړي
35او په دې ډول به د ډېرو زړونو پټ خیالونه ښکاره شي. او ای مریمې، غم به لکه د تېرې تورې په شان ستا زړه هم سوری سوری کړي.»
36هلته یوه پیغمبره وه چې حنا نومېدله او ډېره زړه وه، هغه د فنوییل لور وه او د اشیر د قبیلې څخه وه. هغه د واده څخه وروسته یوازې اووه کاله د خپل مېړه سره واوسېدله او له هغې وروسته یې مېړه مړ شو.
37اوس هغه څلور اتیا کلنه او کونډه وه. هغه هېڅکله د خدای د کور څخه نه وتله، بلکې شپه او ورځ به یې په روژه نیولو او دعا کولو سره د خدای عبادت کاوه.
38حنا په هماغه وخت کې یوسف او مریم ته راغله، د خدای شکر یې وویست او د هغو ټولو خلکو سره یې چې د اورشلیم د ازادۍ په تمه وو د هغه ماشوم په هکله خبرې وکړې.
39کله چې یوسف او مریم هرڅه د شریعت له مخې سرته ورسول، نو بېرته خپل ښار ناصرې ته چې په جلیل کې ؤ، راستانه شول.
40هغه ماشوم لوی او قوي شو، هغه د حکمت څخه ډک ؤ او د خدای فضل ورسره ؤ.
41د عیسی مور او پلار به هر کال د فسحې د اختر دپاره اورشلیم ته تلل.
42کله چې عیسی دولس کلن شو نو هغوی د خپل دود او دستور له مخې د اختر دپاره اورشلیم ته لاړل.
43کله چې د اختر ورځې پای ته ورسېدلې، هغوی بېرته خپل کور ته روان شول او عیسی چې لا کوچنی هلک ؤ په اورشلیم کې پاتې شو، خو د هغه مور او پلار ترې خبر نه وو.
44هغوی ګومان کاوه چې عیسی د نورو مسافرو په ډله کې روان دی. هغوی ټوله ورځ سفر وکړ او بیا یې د خپلو خپلوانو او ملګرو په منځ کې د هغه په لټولو پیل وکړ.
45کله یې چې هغه پیدا نه کړ نو بېرته اورشلیم ته لاړل ترڅو هغه ولټوي.
46درې ورځې وروسته یې هغه د خدای په کور کې پیدا کړ چې د دیني عالمانو سره ناست ؤ، هغوی ته یې غوږ نیولی ؤ او پوښتنې یې ترې کولې.
47هر چا چې د عیسی خبرې اورېدلې، نو د هغه پوهې او ځوابونو ته حیران پاتې کېدل.
48کله چې مور او پلار یې هغه ولید، نو حیران شول او مور یې ورته وویل: «ګوره زویه، مونږ سره دې ولې داسې وکړل؟ ما او پلار دې په ډېرې اندېښنې سره ته لټولې.»
49هغه ورته وویل: «تاسو ولې زه لټولم؟ ایا په دې نه پوهېدلئ چې زه باید د خپل پلار په کور کې واوسم؟»
50خو هغوی د هغه د خبرې په مقصد پوه نه شول.
51نو عیسی د هغوی سره بېرته ناصرې ته لاړ او د هغوی تابع ؤ. مور یې دا ټولې خبرې په خپل زړه کې ساتلې.
52عیسی د قد او حکمت په لحاظ لویېده او د خدای او خلکو خوښېده.