Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
80 verses
1ښاغلی تیوفیلوسه:ډېرو خلکو کوښښ کړی دی ترڅو هغه پېښې بیان کړي چې زمونږ په منځ کې رامنځته شوې دي.
2هغوی هغه څه لیکلي دي چې مونږ ته د عیني شاهدانو او د خدای د کلام د خدمتګارانو له خوا رارسېدلي دي.
3ښاغلی تیوفیلوسه، ما هم په خپل وار سره دا ټولې پېښې له پیل څخه په غور سره وڅېړلې، نو دا راته ښه ښکاره شوه چې هغه تاسو ته په ترتیب سره ولیکم.
4دا کار د دې دپاره کوم ترڅو ته د هغو ټولو شیانو په هکله چې ورڅخه خبر شوی یې، په حقیقت پوه شې.
5د یهودیې د پاچا هیرودیس په زمانه کې یو یهودي کاهن ؤ چې زکریا نومېده او د ابیا د ډلې څخه ؤ. د هغه ښځه الیزابت نومېدله او هغه هم د هارون کاهن د کورنۍ څخه وه.
6هغوی دواړه د خدای په نظر کې رښتیني خلک وو او په پوره توګه یې د څښتن په ټولو قوانینو او حکمونو باندې عمل کاوه.
7خو هغوی اولاد نه درلود، ځکه چې الیزابت شنډه وه او دواړه ډېر زاړه وو.
8کله چې د خدای په کور کې د خدمت وار د زکریا ډلې ته ورسېده، نو زکریا د کاهن په توګه په خپله وظیفه کې بوخت شو.
9د کاهنانو د دود له مخې هغه د پچې په وسیله غوره شو، ترڅو د خدای کور ته ننوځي او خوشبویي وسوځوي.
10د خوشبویۍ د سوځولو په وخت کې ګڼ شمېر عبادت کوونکي دباندې ولاړ وو او دعا یې کوله.
11په دې وخت کې د څښتن یوه فرښته زکریا ته ورښکاره شوه چې د قربانۍ د ځای ښي خواته چې خوشبویي په کې سوځېدله، ولاړه وه.
12کله چې زکریا هغه ولیدله نو ټکان یې وخوړ او وېره ورباندې راغله.
13خو فرښتې هغه ته وویل: «ای زکریا، مه وېرېږه! ستا دعا قبوله شوې ده او ستا ښځه الیزابت به تاته یو زوی وزېږوي او ته به په هغه باندې یحیی نوم کېږدې.
14هغه به ستا دپاره د خوښۍ او خوشحالۍ سبب شي او ډېر خلک به د هغه په زېږېدلو خوشحالي وکړي.
15ځکه چې هغه به د څښتن په نظر کې لوی سړی وي. هغه باید هېڅکله شراب او یا داسې کوم شی ونه څښي چې ورباندې نشه شي. هغه به د مور د ګېډې نه د روح القدس څخه ډک وي،
16او ډېر اسراییلیان به د خپل څښتن خدای خواته راواړوي.
17یحیی به په هماغه روح او قدرت سره چې الیاس نبي درلود د څښتن په مخکې روان وي، ترڅو پلرونه او اولادونه سره پخلا کړي، سرکښه کسان د نېکانو د حکمت نه ډکې لارې ته راوګرځوي او خلک د څښتن راتللو ته تیار کړي.»
18زکریا فرښتې ته وویل: «زه څنګه په دې باور کولای شم چې داسې به وشي؟ ځکه چې زه زوړ سړی یم او ښځه مې هم زړه ده.»
19فرښتې په ځواب کې وویل: «زه جبراییل یم چې د خدای په حضور کې ودرېږم. زه رالېږل شوی یم چې ستا سره خبرې وکړم او دا زېری درته درکړم.
20خو ګوره، ته به ګونګ شې او د دې شیانو تر پېښېدو پورې به خبرې نه شې کولای، ځکه چې تا زما په خبرو چې په ټاکل شوي وخت کې به رښتیا شي، باور ونه کړ.»
21په دې وخت کې خلکو د زکریا دپاره انتظار کاوه او حیران وو چې هغه ولې د خدای په کور کې دومره زیات وخت تېر کړ.
22کله چې هغه راووت، د هغوی سره یې خبرې نه شوې کولای. نو دوی پوه شول چې هغه د خدای په کور کې کومه رویا لیدلې، ځکه چې هغوی ته یې په لاسونو اشارې کولې خو خبرې یې نه شوې کولای.
23کله چې د خدای په کور کې د زکریا د خدمت موده پای ته ورسېدله، نو هغه بېرته خپل کور ته لاړ.
24څه موده وروسته د هغه ښځه الیزابت امیدواره شوه او پنځه میاشتې یې خپل ځان د خلکو څخه پټ وساته او د خپل ځان سره به یې ویل:
25«څښتن اوس زما دپاره دا کار وکړ او په ما یې رحم وکړ او زه یې د خلکو په مخکې د شرم څخه خلاصه کړم.»
26د الیزابت د امیدوارۍ په شپږمه میاشت خدای جبراییل فرښته د جلیل په ولایت کې د ناصرې په نوم یو ښار ته ولېږله،
27ترڅو یوې پېغلې ته چې د یوسف نومي سړي سره یې چې د داود پاچا د کورنۍ څخه ؤ کوژدن شوې وه، ورشي. د هغې پېغلې نوم مریم ؤ.
28فرښته هغې ته راغله او ویې ویل: «سلام په تا چې ډېر فضل درباندې شوی دی، څښتن ستا سره مل دی.»
29مریم د فرښتې په خبره ډېره وارخطا شوه او په فکر کې ډوبه شوه چې د دې خبرو معنی به څه وي.
30فرښتې هغې ته وویل: «ای مریمې، مه وېرېږه! خدای په تا مهربانه شوی دی.
31ګوره، ته به امیدواره شې او زوی به دې وشي او د هغه نوم به عیسی کېږدې.
32هغه به لوی شخصیت وي او د خدای تعالی د زوی په نوم به یاد شي. څښتن خدای به د هغه د نیکه داود تخت هغه ته ورکړي.
33هغه به د تل دپاره د یعقوب په اولادې باندې پاچاهي کوي او د هغه پاچاهي به هېڅکله نه ختمیږي.»
34مریم فرښتې ته وویل: «داسې څنګه کېدای شي؟ زه لا پېغله یم او تر اوسه واده شوې نه یم.»
35فرښتې په ځواب کې وویل: «په تا به روح القدس نازل شي او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپېڅلی ماشوم د خدای تعالی د زوی په نوم یاد شي.
36وګوره، ستا خپلوانه الیزابت به هم په زاړه عمر کې زوی راوړي. سره له دې چې هغې ته شنډه او بې اولاده ویل کېدله، خو اوس شپږ میاشتې کیږي چې امیدواره ده.
37ځکه چې د خدای دپاره هېڅ کار ناشونی نه دی.»
38مریم وویل: «زه د څښتن خدمتګاره یم. تا چې څه وویل هماغسې دې وشي.» او فرښته ورڅخه لاړه.
39څه موده وروسته مریم روانه شوه او په بیړه یو ښار ته چې د یهودیې په غرنۍ سیمه کې ؤ، لاړه.
40هغه د زکریا کور ته ورننوتله او په الیزابت یې سلام واچاوه.
41کله چې الیزابت د مریم سلام واورېد، نو په ګېډه کې یې ماشوم ټوپونه ووهل. الیزابت د روح القدس نه ډکه شوه
42او په لوړ اواز سره یې وویل: «ته په ټولو ښځو کې یوه ډېره مبارکه ښځه یې او هغه ماشوم مبارک دی چې ستا نه به پیدا شي!
43زه څوک یم چې زما د بادار مور دې زما لیدلو ته راشي؟
44کله چې ستا د سلام اواز زما تر غوږ شو، نو ماشوم له خوشحالۍ نه زما په ګېډه کې ټوپونه ووهل.
45ته څومره بختوره یې چې په دې باندې دې باور وکړ چې څښتن درته څه ویلي وو هغه به پوره شي.»
46مریم وویل:«بیانوي مې زړه لویي د څښتن
47دی زما روح خوشحالهځکه خدای مې دی ژغورونکی
48ځکه زه یې کړمه یاده، خپله عاجزه خدمتګارهله همدې اوس نه به ټول خلک ما بختوره بولي
49ځکه قادر خدای کړي لوی کارونه ماتهچې سپېڅلی یې دی نوم
50د یو نسل نه تر بله کړي رحمتپه هغو خلکو باندې چې کوي وېره ځینې
51هغه کړي دي قوي کارونه په خپلو مټوکبرجن خلک یې خواره واره کړلد خپلو زړونو د خیالونو سره
52راغورځولي یې شاهان خپلو تختونو څخهسرلوړي کړي یې دي عاجزه خلک
53ماړه کړي یې دي وږي په ښو شیانوشتمن خلک یې شړلي تش لاسونه
54مرسته یې کړې د خپل خادم اسراییلو سرهرحم یې کړی تل په خپلو خلکو
55لکه یې څنګه چې وعده کړې وه زمونږ نیکونو،ابراهیم او اولادې سره یې د تل دپاره»
56مریم نژدې درې میاشتې د الیزابت سره پاتې شوه او بیا بېرته خپل کور ته لاړه.
57هغه وخت راورسېد چې الیزابت ماشوم وزېږوي او د هغې زوی پیدا شو.
58ګاونډیانو او خپلوانو یې واورېدل چې څښتن په هغې باندې ډېر رحم کړی دی او ټولو ورسره خوشحالي وکړه.
59کله چې ماشوم د اتو ورځو شو نو هغوی راغلل چې سنت یې کړي او غوښتل یې چې د خپل پلار زکریا نوم پرې کېږدي.
60خو مور یې وویل: «نه، د هغه نوم به یحیی وي.»
61هغوی ورته وویل: «خو ستاسو په خپلوانو کې په دې نوم څوک نشته.»
62بیا هغوی د هغه پلار ته اشاره وکړه او پوښتنه یې ترې وکړه چې په ماشوم باندې کوم نوم غواړي کېږدي.
63زکریا یوه تخته راوغوښتله او په هغې باندې یې ولیکل: «د هغه نوم یحیی دی.» هغوی ټول ډېر حیران شول.
64زکریا سمدلاسه بېرته په خبرو راغی او خدای ته په ثنا ویلو یې پیل وکړ.
65ټول ګاونډیان ووېرېدل او د یهودیې په ټوله غرنۍ سیمه کې خلکو د دې شیانو په هکله خبرې کولې.
66هر چا چې دا خبره اورېدله نو د هغې په هکله یې فکر کاوه او پوښتنه یې کوله: «د دې ماشوم څخه به په راتلونکي کې څه جوړ شي؟» ځکه چې د څښتن لاس د هغه په سر باندې ؤ.
67د یحیی پلار زکریا د روح القدس نه ډک شو او داسې پېشګويي یې وکړه:
68«ثنا او صفت دې وي څښتن ته چې دی خدای د اسراییلوځکه راغی چې وکړي مرسته د خپل قوم سره چې کړي ازاد هغوی
69هغه پیدا کړ مونږ ته زورور ژغورونکید اولادې نه د داود چې خدمتګار یې ؤ خپل
70لکه څنګه چې پخوا یې وو ویليپه خوله د سپېڅلو پخوانیو پیغمبرانو
71چې مو خلاص کړي د خپلو دښمنانو ځینېد هغو خلکو څخه چې کوي کرکه له مونږ
72رحم وبه کړي هغه زمونږ نیکونو باندېاو رایادوي به خپل سپېڅلی لوظ
73هغه قسم چې ؤ خوړلی هغهزمونږ د نیکه ابراهیمه سره
74چې به کړي خلاص هغه مونږ له دښمنانو ځینېچې بې له وېرې وکړو مونږه خدمت د هغه
75په ټول ژوندون کې د پاکۍ او رښتینولۍ سره
76او ای ماشومه زماته به یادېږې پیغمبر د خدای تعالیځکه چې ځې به له څښتنه مخکېچې کړې تیاره لاره ته د هغه دپاره
77چې په دې پوه کړې قوم د هغهچې دوی به ومومي خلاصوند خپلو ګناهونو په بخښلو سره
78زمونږ د خدای د رحم او مهربانۍ په سببپه مونږ را وبه خېژي لمر د سهارپاس له اسمانه څخه
79ترڅو چې راولي رڼا په هغو خلکو باندېچې تېروي ژوند په تیارو کې د مرګاو برابر کړي قدمونه زمونږ د سولې او سلامتۍ په لاره»
80هغه ماشوم غټېده او په روحاني توګه قوي کېده او تر هغه وخته پورې په دښته کې اوسېده، ترڅو د اسراییلو خلکو ته په څرګنده توګه ورښکاره شو.