Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مریم مجدلیې او د یعقوب مور مریم او سالومې خوشبویه تېل واخیستل، چې لاړلې چې د عیسی په مړي باندې یې واچوي.
2د یکشنبې په ورځ سهار د لمر راختلو نه وروسته هغوی غار ته ورغلې.
3هغوی په خپلو کې یو بل ته وویل: «مونږ ته به د غار د خولې څخه تیږه څوک ورغړوي؟»
4خو کله چې هغوی وکتل نو ویې لیدل چې هغه تیږه چې ډېره غټه وه شاته رغړېدلې وه.
5کله چې هغوی غار ته ورننوتلې نو هلته یې یو ځوان سړی ولید چې سپین کالي یې اغوستي وو او د قبر ښي خواته ناست ؤ. نو هغوی ووېرېدلې.
6خو هغه وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو ناصري عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځوړند شوی ؤ. هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. ګورئ، دا هغه ځای دی چې د هغه مړی په کې ایښودل شوی ؤ.
7اوس لاړې شئ او د هغه شاګردانو او پطروس ته ووایئ چې هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته روان دی. لکه څنګه چې هغه خپله تاسو ته ویلي وو، تاسو به هغه هلته ووینئ.»
8هغوی د غار څخه راووتلې او وتښتېدلې، ځکه چې د ډېرې وېرې لړزېدلې او وارخطا شوې وې. هغوی هېچا ته څه ونه ویل، ځکه چې وېرېدلې وې.[
9کله چې عیسی د یکشنبې په ورځ سهار وختي د مړو نه راژوندی شو نو لومړی مریم مجدلیې ته چې هغه ورڅخه اووه پېریان ویستلي وو ښکاره شو.
10هغه لاړه او څه چې پېښ شوي وو هغه یې د عیسی نژدې ملګرو ته چې ویر او ژړاګانې یې کولې، وویل.
11کله چې هغوی واورېدل چې عیسی ژوندی شوی دی او مریم لیدلی دی نو باور یې ورباندې ونه کړ.
12له هغې وروسته عیسی په بله څېره کې خپلو دوو شاګردانو ته چې د اورشلیم څخه کلي ته روان وو، ښکاره شو.
13هغوی بېرته لاړل او نور شاګردان یې خبر کړل، خو هغوی یې په خبره باندې باور ونه کړ.
14وروسته بیا عیسی خپل ځان یوولسو شاګردانو ته چې ډوډۍ ته ناست وو، ورښکاره کړ. هغوی یې د بې ایمانۍ او سختو زړونو د لرلو په خاطر ورټل، ځکه چې هغوی د هغو خلکو په خبرو یقین ونه کړ چې هغه یې د راژوندي کېدلو څخه وروسته لیدلی ؤ.
15نو هغوی ته یې وویل: «په ټوله نړۍ کې وګرځئ او دا زېری ټولو ته ورسوئ.
16هرڅوک چې ایمان راوړي او د تعمید غسل واخلي نو هغه به خلاصون ومومي، خو څوک چې ایمان رانه وړي نو هغه به محکوم کړای شي.
17څوک چې ایمان راوړي نو هغوی ته به دا نښه ورکړل شي چې زما په نوم به پېریان وباسي او په نویو ژبو به خبرې کوي،
18هغوی به ماران نیسي او که زهر وخوري نو زیان به ورته نه رسیږي او کله چې په ناروغانو باندې خپل لاسونه ږدي نو هغوی به ښه کیږي.»
19د هغوی سره د خبرو کولو نه وروسته څښتن عیسی اسمان ته پورته یووړل شو او د خدای ښي لاس ته کښېناست.
20بیا شاګردان لاړل او په هرځای کې یې وعظ کاوه او څښتن ورسره مرسته کوله او د معجزو په ښودلو یې دا ثابته کړه چې د هغوی پیغام رښتینی دی.]