Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
47 verses
1سهار وختي مشرانو کاهنانو د قومي مشرانو او د شریعت د عالمانو او د شورا نورو ټولو غړو سره یوه غونډه جوړه کړه او یوه پرېکړه یې وکړه. هغوی عیسی په زنځیرونو وتړلو او روان یې کړ او پیلاتوس ته یې وسپاره.
2پیلاتوس د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې.»
3مشرانو کاهنانو په هغه باندې زیات تورونه ولګول،
4نو پیلاتوس د هغه څخه بیا پوښتنه وکړه: «ایا تا سره هېڅ ځواب نشته؟ ګوره هغوی په تا باندې څومره تورونه لګوي.»
5خو عیسی ځواب ورنه کړ، نو په دې باندې پیلاتوس حیران شو.
6پیلاتوس به د فسحې په هر اختر کې د خلکو په غوښتنه یو بندي ازادولو.
7په هغه وخت کې یو سړی چې باراباس نومېده او د یاغیانو سره یې د اله ګولې په وخت کې قتل کړی ؤ بندي ؤ.
8خلک پیلاتوس ته ورغلل او د هغه څخه یې وغوښتل چې زمونږ دپاره هغه کار وکړه لکه څنګه چې هر وخت دې په اختر کې کاوه.
9پیلاتوس د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو غواړئ چې د یهودیانو پاچا درته راخلاص کړم؟»
10ځکه چې پیلاتوس په دې پوهېده چې مشرانو کاهنانو د بخیلۍ له امله عیسی هغه ته په لاس ورکړی دی.
11خو مشرانو کاهنانو خلک ولمسول چې د پیلاتوس څخه وغواړي چې د عیسی په ځای ورته باراباس ازاد کړي.
12پیلاتوس یوځل بیا هغوی ته وویل: «نو بیا د هغه سړي سره چې تاسو ورته د یهودیانو پاچا وایئ څه وکړم؟»
13هغوی بیا چیغې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړئ.»
14پیلاتوس د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ولې، هغه څه جرم کړی دی؟» خو هغوی چیغې نورې هم زیاتې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړئ.»
15پیلاتوس غوښتل چې خلک خوشحاله کړي نو باراباس یې ورته ازاد کړ. بیا یې حکم وکړ چې عیسی په دورو باندې ووهي او هغه دې عسکرو ته وسپاري چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.
16عسکرو عیسی دننه د والي ماڼۍ ته بوته او ټول کنډک یې راټول کړ.
17هغوی عیسی ته ارغواني چپنه ورواغوستله او د اغزیو تاج یې ور په سر کړ.
18بیا یې هغه ته سلامي کوله: «ژوندی دې وي د یهودیانو پاچا.»
19هغه یې په لرګي باندې په سر سر وهلو او لاړې یې ورباندې تو کولې او د هغه په مخکې به په ګونډو شول چې دا وښایي چې ګوندې درناوی یې کوي.
20کله چې هغوی ملنډې وهل بس کړل، نو هغه ارغواني چپنه یې ترې وویستله او خپل کالي یې ورته بېرته ورواغوستل. بیا یې هغه دباندې بوته چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.
21هغوی په لاره کې د شمعون په نوم د یو سړي سره چې د کلیوالي سیمې څخه ښار ته راروان ؤ، مخامخ شول. عسکرو هغه مجبور کړ چې د عیسی صلیب یوسي. (شمعون د قیروان څخه ؤ او د سکندر او روفس پلار ؤ.)
22هغوی عیسی هغه ځای ته بوته چې د جلجتا په نوم یادېده چې معنی یې د «سر کوپړۍ» ده.
23هغه ته یې داسې شراب ورکول چې د مر کنډ په نوم یوه دوا په کې ګډه شوې وه، خو هغه ونه څښل.
24بیا هغوی عیسی په صلیب باندې مېخ کړ او پچه یې واچوله او د هغه کالي په خپل منځ کې سره ووېشل چې کوم شی د چا شي.
25د سهار نهه بجې وې چې هغه یې په صلیب باندې ځوړند کړ.
26په هغه باندې لګول شوی تور چې په یوه تخته باندې لیکل شوی ؤ: «د یهودیانو پاچا.»
27د هغه سره یې دوه داړه ماران هم په صلیب باندې ځوړند کړل، یو د هغه ښي لاس ته او بل چپ لاس ته. [
28په دې ډول د پیغمبرانو هغه لیکنې پوره شوې چې وایي: «هغه په بدکارانو کې وشمېرل شو.»]
29څوک چې په لاره تېرېدل نو خپل سرونه به یې خوځول، عیسی ته به یې ښکنځلې کولې او ویل به یې: «واه، تا غوښتل چې د خدای کور وران کړې او په درې ورځو کې یې بېرته جوړ کړې،
30اوس خپل ځان وژغوره او د صلیب څخه راښکته شه.»
31همدارنګه مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو په خپل منځ کې په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې: «هغه نور خلک ژغورل، خو خپل ځان نه شي ژغورلی.
32پرېږدئ چې مسیح د اسراییلو پاچا اوس د صلیب څخه راښکته شي ترڅو مونږ هغه ووینو او ایمان ورباندې راوړو.» هغو دوو کسانو چې د عیسی سره په صلیب ځوړند کړای شوي وو هم هغه ته ښکنځلې کولې.
33د غرمې د دولسو بجو څخه د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټول وطن کې تیاره راخپره شوه.
34او درې بجې عیسی په لوړ اواز چیغه کړه: «ایلي، ایلي، لما سبقتني؟» چې معنی یې ده: «ای زما خدایه، ای زما خدایه، زه دې ولې پرېښودم؟»
35ځینې خلک چې هلته نژدې ولاړ وو دا یې واورېدل او ویې ویل: «وګورئ، هغه الیاس نبي ته نارې وهې.»
36د هغوی څخه یو کس منډه کړه او یو اسفنج یې په عادي شرابو کې لوند کړ او هغه یې د لرګي په سر کېښود او عیسی ته یې ورکړ چې ویې څښي او ویې ویل: «صبر وکړئ. پرېږدئ ووینو چې ایا الیاس نبي راځي یا نه، چې هغه د صلیب څخه راښکته کړي.»
37بیا عیسی یوه چیغه ووهله او ساه یې ورکړه.
38د خدای د کور پرده د سر نه تر بېخه پورې وشکېدله او دوه ټوټې شوه.
39کله چې هغه رومي منصبدار چې عیسی ته مخامخ ولاړ ؤ ولیدل چې هغه څنګه ساه ورکړه نو ویې ویل: «دا سړی په رښتیا د خدای زوی ؤ.»
40په هغه ځای کې یو څو ښځې هم وې چې له لېرې یې کتل. په هغوی کې مریم چې د مجدلیې د ښار څخه وه او مریم د کشر یعقوب، یوشا او سالومې مور وه.
41کوم وخت چې عیسی په جلیل کې ؤ نو دا ښځې ورسره ملګرې وې او خدمت یې ورته کاوه. ډېرې نورې ښځې چې د هغه سره اورشلیم ته راغلې وې هم په هغه ځای کې وې.
42دا د جمعې ورځ وه یعنې د سبت څخه یوه ورځ مخکې د اختر دپاره د تیاري نیولو ورځ وه. څنګه چې ماښام شو،
43یوسف چې د رامه د ښار څخه ؤ او د شورا یو عزتمن غړی ؤ او د خدای د پاچاهۍ د راتللو انتظار یې کاوه، په زړورتیا سره پیلاتوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت.
44کله چې پیلاتوس خبر شو چې عیسی مړ شوی دی نو هغه حیران شو. هغه عسکري منصبدار یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا هغه مړ شوی دی؟»
45کله چې پیلاتوس د هغه منصبدار له خوا خبر شو چې عیسی وخته مړ شوی دی، نو یوسف ته یې اجازه ورکړه چې مړی یوسي.
46نو یوسف د کتان کفن راواخیست، د عیسی مړی یې د صلیب څخه راښکته کړ، په هغې کې یې تاو کړ او په یو قبر کې چې په یوه تیږه کې کیندل شوی ؤ کېښود. بیا یې یوه غټه تیږه د غار خولې ته راورغړوله.
47مریم مجدلیې او د یوشا مور مریم ولیدل چې د عیسی مړی یې په کوم ځای کې ایښی دی.