Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
72 verses
1د فسحې او د فطیرې ډوډۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې. مشران کاهنان او د شریعت عالمان په دې لټه کې وو چې څنګه عیسی په پټه راونیسي او ویې وژني.
2هغوی وویل: «خو دا کار باید د اختر په ورځو کې ونه شي، هسې نه چې خلک شور او غوغا جوړه کړي.»
3عیسی په بیت عنیا کې د شمعون په کور کې چې مخکې یې د جذام ناروغي لرله، دسترخوان ته ناست ؤ. یوه ښځه راغله او د مرمرو بوتل ورسره ؤ چې د سنبل د قیمتي عطرو څخه ډک ؤ. هغې د بوتل سر مات کړ او د عیسی په سر باندې یې واچول.
4په هغه ځای کې د حاضرو خلکو څخه ځینې یې په قهر شول او یو بل ته یې سره وویل: «دا عطر ولې داسې بېځایه لاړ شي؟
5کېدای شول چې دا عطر د سپینو زرو د درې سوه سکو څخه په زیاته بیه خرڅ شوي وای او پیسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای.» نو هغوی هغه ښځه ورټله.
6خو عیسی وویل: «د هغې سره کار مه لرئ! هغه ولې تنګوئ؟ هغې زما سره ښه کار کړی دی.
7غریبان به تل ستاسو سره وي او هر وخت چې وغواړئ د هغوی سره مرسته کولای شئ، خو زه به تل ستاسو سره نه یم.
8دې ښځې چې څه کولای شول ویې کړل. هغې زما په بدن باندې عطر واچول چې د ښخولو څخه مې مخکې تیار کړي.
9په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د نړۍ په هرځای کې چې زېری ورکول کیږي نو دې ښځې چې څه کړي دي خلک به هغه یادوي.»
10بیا یهودا اسخریوتي چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، مشرانو کاهنانو ته ورغی چې عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.
11کله چې هغوی دا واورېدل نو خوشحاله شول او د هغه سره یې د پیسو وعده وکړه. نو یهودا د یوې موقعې په لټه کې ؤ ترڅو عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.
12د فطیرې ډوډۍ د اختر په لومړۍ ورځ یعنې په هغه ورځ چې هغوی د فسحې وری قرباني کاوه، د عیسی شاګردانو هغه ته وویل: «ته چېرته غواړې چې د فسحې ډوډۍ درته تیاره کړو؟»
13نو عیسی خپل دوه شاګردان ولېږل او ورته ویې ویل: «ښار ته لاړ شئ، یو سړی به ووینئ چې د اوبو منګی وړي. د هغه پسې لاړ شئ
14او کوم کور ته چې هغه ورننوت، تاسو هم ورشئ او د کور خاوند ته ووایئ: ‹استاذ وایي د مېلمنو هغه کوټه چېرته ده چې زه او زما شاګردان به په کې د فسحې ډوډۍ وخورو؟›
15هغه به تاسو ته پاس په بالاخانه کې یوه لویه فرش شوې کوټه دروښایي. هلته زمونږ دپاره ډوډۍ تیاره کړئ.»
16بیا شاګردان روان شول او ښار ته لاړل نو هغوی ټول شیان هماغه شان ولیدل لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو، نو هغوی د فسحې ډوډۍ تیاره کړه.
17کله چې ماښام شو نو عیسی د دولسو شاګردانو سره راغی.
18کله چې هغوی دسترخوان ته کښېناستل او ډوډۍ یې خوړله، عیسی وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په تاسو کې به یو تن چې زما سره ډوډۍ خوري، زما سره خیانت وکړي.»
19په دې خبره شاګردان ډېر غمجن شول او هر یو د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ایا هغه زه یم؟»
20عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: «هغه ستاسو دولسو تنو څخه دی چې زما سره په یوه کاسه کې لاس ښکته کوي.
21لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي، د انسان زوی باید مړ شي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د انسان د زوی سره خیانت کوي! د هغه سړي دپاره به ښه وه چې هېڅ پیدا شوی نه وای.»
22د ډوډۍ خوړلو په وخت کې عیسی یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست، هغه یې ماته کړه، شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا واخلئ، دا زما بدن دی.»
23بیا هغه پیاله راواخیستله او د خدای شکر یې وویست او هغوی ته یې ورکړه او د هغې نه ټولو وڅښل.
24عیسی وویل: «دا زما وینه ده چې د خدای او انسان ترمنځ لوظ ټینګوي چې د ډېرو خلکو دپاره توییږي.
25په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې بیا به تر هغې ورځې پورې دا د انګورو شربت ونه څښم ترڅو د خدای په پاچاهۍ کې یې بیا ونه څښم.»
26بیا د یوې روحاني سندرې د ویلو څخه وروسته د زیتون غره ته لاړل.
27عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو ټول به وتښتئ او ما به پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: زه به شپون ووهم او پسونه به خواره واره شي.
28خو کله چې بیا راژوندی شم نو ستاسو نه مخکې به جلیل ته لاړ شم.»
29پطروس عیسی ته وویل: «حتی که ټول تا پرېږدي، خو زه به دې هېڅکله هم پرېنږدم.»
30عیسی پطروس ته وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې همدا نن شپه به مخکې له دې چې چرګ دوه ځلې اذان وکړي، ته به درې ځلې ووایې چې ما نه پېژنې.»
31خو پطروس په ټینګه وویل: «که زه تا سره مړ هم شم، خو هېڅکله به ونه وایم چې تا نه پېژنم.» او نورو ټولو شاګردانو هم همداسې وویل.
32هغوی د جتسیماني په نوم یو ځای ته ورسېدل نو عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو دلته کښېنئ او زه دعا کوم.»
33بیا هغه پطروس، یعقوب او یوحنا د ځان سره بوتلل. عیسی ډېر غمجن شو او زړه یې تنګ شو،
34او هغوی ته یې وویل: «زما زړه له غمه چوي او مرګ ته نژدې یم. دلته پاتې شئ او بېداره اوسئ.»
35عیسی لږ لېرې لاړ او په ځمکه پرېوت او دعا یې وکړه چې که چېرې کېدای شي نو دا د کړاو ساعت دې زما څخه تېر شي.
36هغه وویل: «ای زما پلار جانه! ستا دپاره هرڅه ممکن دي. دا پیاله زما څخه لېرې کړه، خو زما رضا نه بلکې لکه څنګه چې ستا رضا وي.»
37بیا عیسی بېرته شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی ویده دي. نو پطروس ته یې وویل: «ای شمعونه، ویده یې؟ ایا یو ساعت هم ویښ نه شوې پاتې کېدلی؟
38بېداره اوسئ او دعا وکړئ چې د وسوسو سره مخامخ نه شئ، زړه غواړي خو بدن کمزوری دی.»
39عیسی یوځل بیا لاړ او هماغه دعا یې وکړه.
40کله چې هغه بېرته راغی نو هغوی یې بیا په خوب ویده ولیدل، ځکه چې د هغوی سترګې له خوبه ډکې وې او په دې نه پوهېدل چې هغه ته څه ووایي.
41کله چې هغه د درېم ځل دپاره راغی نو هغوی ته یې وویل: «تاسو لا ویده یئ او ارام کوئ؟ بس دی. هغه ساعت رارسېدلی دی چې د انسان زوی به ګناهکارانو ته په لاس ورکول کیږي.
42پاڅېږئ، راځئ چې ځو، هغه څوک چې غواړي زما سره خیانت وکړي، رارسېدلی دی.»
43عیسی لا خبرې کولې چې سمدلاسه یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، د یوې ډلې خلکو سره چې تورې او کوتکونه ورسره وو، راورسېد. هغه د مشرانو کاهنانو، د شریعت د عالمانو او قومي مشرانو له خوا رالېږل شوی ؤ.
44هغه خاین هغوی ته یوه نښه ورکړې وه او ورته ویلي یې وو: «څوک چې زه ښکل کړم نو دا هماغه سړی دی. هغه ونیسئ او تر پوره څارنې لاندې یې بوځئ.»
45کله چې یهودا راورسېد نو سمدلاسه عیسی ته ورغی او ورته ویې ویل: «استاذه!» او هغه یې ښکل کړ.
46نو هغوی عیسی ته لاس ورواچاوه او هغه یې ونیوه.
47بیا د هغو کسانو څخه چې هلته ولاړ وو یو یې توره راوویستله او د لوی کاهن په نوکر یې ګوزار وکړ او د هغه غوږ یې پرې کړ.
48بیا عیسی هغوی ته وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟
49زه هره ورځ تاسو سره د خدای په کور کې وم او تعلیم به مې ورکاوه او تاسو زه ونه نیولم، خو د خدای کلام چې څه وایي هغه باید پوره شي.»
50بیا ټولو شاګردانو هغه پرېښود او وتښتېدل.
51په دې وخت کې یو ځوان چې د کتان یوه ټوټه یې د ځان څخه تاوه کړې وه، د عیسی پسې روان شو. هغوی هغه هم ونیوه،
52خو هغه خپل کالي پرېښودل او لوڅ وتښتېده.
53هغوی عیسی لوی کاهن ته بوتو او هلته مشران کاهنان، قومي مشران او د شریعت عالمان سره راټول شوي وو.
54پطروس د لوی کاهن تر حوېلۍ پورې د هغه پسې شاته شاته روان ؤ او دننه ورغی او هلته د ساتونکو سره کښېناست او اور ته یې ځان تودولو.
55مشرانو کاهنانو او ټولې شورا هڅه کوله چې د عیسی په خلاف کوم ثبوت پیدا کړي ترڅو هغه ووژل شي، خو هغوی کوم ثبوت پیدا نه کړ.
56ډېرو خلکو د هغه په خلاف په دروغو شاهدي ورکړه، خو د هغوی شهادت د یو بل سره یوشان نه ؤ.
57بیا ځینې خلک پاڅېدل او د هغه په خلاف یې داسې د دروغو شاهدي ورکړه:
58«مونږ د هغه د خولې نه واورېدل چې ویې ویل: زه به دا د خدای کور چې د انسانانو په لاس جوړ شوی دی ورانوم او په درې ورځو کې به بل داسې کور جوړ کړم چې هغه به د انسانانو په لاسونو نه وي جوړ شوی.»
59خو بیاهم د دې خلکو شاهدي سره یوشان نه وه.
60بیا لوی کاهن د هغوی ټولو په مخکې ودرېده او د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا ته دې تورونو ته چې هغوی یې درباندې لګوي، ځواب نه ورکوې؟»
61خو عیسی غلی پاتې شو او هېڅ ځواب یې ورنه کړ. یوځل بیا لوی کاهن ترې پوښتنه وکړه: «ایا ته مسیح، د مبارک خدای زوی یې؟»
62عیسی وویل: «هو، زه یم او تاسو به د انسان زوی ووینئ چې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته به ناست وي او د اسمان په ورېځو کې به راروان وي.»
63لوی کاهن خپل کالي وشکول او ویې ویل: «مونږ نورو شاهدانو ته څه اړتیا لرو؟
64تاسو دا کفر ویل واورېدل. ستاسو پرېکړه څه ده؟» نو هغوی ټولو هغه محکوم کړ او ویې ویل چې هغه د مرګ لایق دی.
65ځینو خلکو ورباندې لاړې ورتو کړې او سترګې یې ورته وتړلې او په سوکانو یې واهه او ورته ویل یې: «اوس له غیبو ووایه چې ته چا ووهلې.» بیا ساتونکو هغه ونیوه او ویې واهه.
66په دې وخت کې پطروس لاندې په حوېلۍ کې ؤ چې د لوی کاهن یوه وینځه راغله
67او ویې لیدل چې پطروس اور ته خپل ځان تودوي، نو هغې ورته په ځیر سره وکتل او ویې ویل: «ته هم د عیسی ناصري سره وې.»
68خو هغه منکر شو او ویې ویل: «زه هغه نه پېژنم او نه پوهېږم چې ته څه وایې.» بیا هغه دباندې دالان ته ووت او په هماغه وخت کې چرګ اذان وکړ.
69هغې وینځې پطروس هلته ولید او په هغه ځای کې ولاړو خلکو ته یې بیا وویل: «دا هم د هغوی د ډلې څخه دی.»
70خو پطروس بیا منکر شو. لږه شېبه وروسته حاضرو خلکو یوځل بیا پطروس ته وویل: «بې له شکه چې ته د هغوی د ډلې څخه یې، ځکه چې ته هم جلیلي یې.»
71خو پطروس قسم وخوړ: «که زه دروغ وایم نو په ما دې د خدای لعنت وي، تاسو چې د کوم سړي په هکله خبرې کوئ زه هغه نه پېژنم.»
72او سمدلاسه د دوهم ځل دپاره چرګ اذان وکړ. او پطروس ته ور په یاد شول چې عیسی ورته ویلي وو: «مخکې له دې چې چرګ دوه ځلې اذان وکړي، نو ته به درې ځلې ووایې چې زه هغه نه پېژنم.» د هغه زړه مات شو او په ژړا شو.