Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1کله چې عیسی د خدای د کور څخه وتلو، نو یو شاګرد یې ورته وویل: «ګوره استاذه، څومره ښکلې تیږې او ښکلې ودانۍ دي.»
2عیسی هغه ته وویل: «ته دا لویې لویې ودانۍ وینې؟ دلته به یوه تیږه هم د بلې تیږې دپاسه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»
3عیسی د زیتون په غره کې د خدای کور ته مخامخ ناست ؤ نو کله چې پطروس، یعقوب، یوحنا او اندریاس د هغه سره یوازې پاتې شول نو د هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
4«مونږ ته ووایه چې دا هرڅه به کله پېښ شي او د دې ټولو کارونو د پوره کېدلو نښه به څه وي؟»
5عیسی هغوی ته وویل: «پام کوئ چې څوک مو بې لارې نه کړي.
6ډېر به زما په نوم راشي او وایي به: ‹زه مسیح یم› او ډېر خلک به بې لارې کړي.
7کله چې تاسو د جنګونو په هکله خبرېږئ او د جنګونو اوازې واورئ، نو مه وارخطا کېږئ. دا شیان به خامخا پېښیږي. خو دا د دې معنی نه لري چې اخرنی وخت رارسېدلی دی.
8یو قوم به د بل قوم سره او یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي. د نړۍ په ډېرو ځایونو کې به زلزلې وشي او قحطي به راشي او دا شیان به لکه د لنګون د دردونو د شروع کېدلو په شان وي.
9خو تاسو په خپلو ځانونو باندې پام کوئ. تاسو به د محاکمې دپاره شوراګانو ته ورسپارل کېږئ، په کنیسو کې به وهل کېږئ او زما په خاطر به د والیانو او پاچاهانو په مخکې درول کېږئ ترڅو د هغوی په مخکې شاهدي ورکړئ.
10خو مخکې له دې چې اخري وخت راورسیږي نو اول باید ټولو قومونو ته زېری ورسول شي.
11نو کله چې تاسو ونیول شئ او محکمې ته یووړل شئ نو مخکې له مخکې مه پرېشانه کېږئ چې څه به وایئ، بلکې څه چې په هغه ساعت کې د روح القدس په وسیله تاسو ته ویل کیږي ووایئ، ځکه چې هغه به ستاسو خبرې نه، بلکې د روح القدس خبرې وي.
12ورور به د ورور سره خیانت وکړي چې ووژل شي او پلار به د خپلو اولادونو سره. اولادونه به د خپلو میندو او پلرونو په خلاف راپورته شي او د هغوی د مړینې سبب به شي.
13ټول خلک به زما د نوم له امله ستاسو څخه کرکه کوي. خو څوک چې تر اخره پورې ټینګ پاتې شي، هغه به خلاصون ومومي.
14کله چې تاسو هغه نجس شی چې د بربادۍ سبب ګرځي، په هغه ځای کې ولاړ ووینئ چې باید هلته نه وي، (لوستونکی دې پوه شي چې د دې معنی څه ده) نو څوک چې په یهودیې کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي.
15که څوک د بام په سر وي نو هغه دې د کوم شي د وړلو دپاره لاندې راښکته نه شي او خپل کور ته دې نه ننوځي.
16او که څوک په پټي کې وي نو هغه دې د خپلې چپنې پسې بېرته کور ته نه ورځي.
17افسوس د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي یا په هغو ښځو چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي.
18دعا کوئ چې دا شیان په ژمي کې پېښ نه شي.
19ځکه چې په هغو ورځو کې به داسې مصیبت رامنځته شي چې د کوم وخت نه چې خدای نړۍ پیدا کړې ده تر اوسه پورې نه دی راغلی او نه به بیا راشي.
20که چېرې خدای دغه راتلونکې ورځې لنډې کړې نه وای نو هېڅوک به ژوندی پاتې نه وای. خو هغه د خپلو غوره شویو خلکو په خاطر هغه ورځې لنډې کړې دي.
21که په هغه وخت کې څوک تاسو ته ووایي: ‹وګورئ، مسیح دلته دی یا هلته دی.› نو باور ورباندې مه کوئ.
22ځکه چې داسې کسان به پیدا شي چې په دروغو به دعوه کوي چې مسیح او پیغمبران دي او معجزې به وښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي، او که امکان ولري نو د خدای غوره شوي خلک به هم بې لارې کړي.
23نو پام کوئ، تاسو مې له مخکې نه د دې ټولو شیانو نه خبر کړئ.
24خو په هغو ورځو کې به د هغه مصیبت نه وروسته لمر تیاره شي او سپوږمۍ به نوره ��ڼا نه ورکوي،
25ستوري به د اسمان څخه راولویږي او اسماني موجودات به ولړزیږي.
26بیا به هغوی وویني چې د انسان زوی به د لوی قدرت او جلال سره په ورېځو کې راروان وي.
27هغه به فرښتې ولېږي او د ټولې نړۍ د یو سر نه تر بل سر پورې به خپل غوره شوي خلک سره راټول کړي.
28د انځر د ونې څخه عبرت واخلئ. کله چې د هغې څانګې غوټۍ ونیسي او پاڼې وکړي نو تاسو پوهېږئ چې اوړی رانژدې دی.
29په همدې ډول کله چې تاسو دا شیان ووینئ نو پوه شئ چې هغه وخت نژدې دی بلکې رارسېدلی دی.
30په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي.
31ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.
32خو د هغې ورځې او هغه ساعت نه هېڅوک خبر نه دي، نه د اسمان فرښتې او نه زوی، یوازې پلار پرې خبر دی.
33پام کوئ او بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې هغه وخت به کله راځي.
34دا د هغه سړي په مثال دی چې د کور نه په سفر روان شي او خپلو نوکرانو ته اختیار ورکړي چې هر یو دې خپل کار وکړي او د دروازې ساتونکي ته حکم وکړي چې بېدار اوسي.
35نو تاسو هم بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې د کور خاوند به کله راځي، ماښام یا په نیمه شپه کې، په چرګ بانګ یا د لمرخاته په وخت کې،
36هسې نه چې هغه ناڅاپه راشي او تاسو په خوب ویده وویني.
37زه چې تاسو ته څه وایم، نو هغه ټولو ته وایم: بېداره اوسئ.»