Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
44 verses
1بیا عیسی هغوی ته په مثالونو کې خبرې پیل کړې: «یو سړي د انګورو باغ جوړ کړ او دېوال یې ورڅخه تاو کړ، د انګورو د شربت د ویستلو دپاره یې په کې یو ځای جوړ کړ او د څارنې دپاره یې په کې یو برج هم جوړ کړ. بیا یې هغه باغوانانو ته په اجاره ورکړ او خپله په سفر روان شو.
2کله چې د انګورو د راټولولو وخت راورسېد نو هغه خپل یو نوکر باغوانانو ته ورولېږه چې خپله برخه انګور ترې واخلي.
3خو باغوانانو هغه نوکر ونیوه، هغه یې وواهه او تش لاس یې بېرته ولېږه.
4بیا هغه یو بل نوکر ورولېږه. هغه یې هم په سر سر وواهه او بې عزته یې کړ.
5بیا هغه بل نوکر ورولېږه او هغه یې مړ کړ. هغه نور ډېر نوکران هم ورولېږل، خو ځینې یې ووهل او ځینې یې مړه کړل.
6یوازېنی کس چې ورته پاتې ؤ چې ور ویې لېږي هغه یې خپل ګران زوی ؤ. په پای کې یې هغه ورولېږه او د ځان سره یې وویل: ‹هغوی به زما د زوی لحاظ وکړي.›
7خو باغوانانو یو بل ته وویل: ‹دا یې وارث دی، راځئ چې مړ یې کړو او میراث به یې زمونږ شي.›
8نو هغوی هغه ونیوه او مړ یې کړ او د هغه مړی یې د انګورو د باغ څخه دباندې وغورځاوه.»
9عیسی پوښتنه وکړه: «د باغ خاوند به اوس څه کوي؟ هغه به راشي او باغوانان به ووژني او باغ به نورو ته ورکړي.
10ایا تاسو د خدای په کلام کې دا نه دي لوستلي:کومه تیږه چې معمارانو رد کړه،هغه اوس د تهداب اصلي تیږه شوه.
11دا کار د څښتن له خوا وشواو زمونږ په نظر کې حیرانوونکی ښکاري.»
12د یهودیانو مشرانو هڅه کوله چې عیسی ونیسي، ځکه چې هغوی پوه شول چې هغه دا مثال د هغوی په هکله وویلو. خو هغوی د خلکو څخه وېرېدل، نو هغه یې پرېښود او لاړل.
13بیا هغوی ځینې فریسیان او د هیرودیس پلویان ولېږل چې عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي.
14هغوی راغلل او عیسی ته یې وویل: «استاذه! مونږ پوهېږو چې ته یو رښتینی سړی یې او د هېچا طرفداري نه کوې که هغه هرڅوک وي بلکې په رښتینې توګه د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ایا د روم امپراتور ته مالیه ورکول روا دي که نه؟ مونږ باید ورته مالیه ورکړو که نه؟»
15خو عیسی د هغوی په منافقت پوه شو او ورته ویې ویل: «تاسو ولې هڅه کوئ چې ما وازمایئ؟ ماته د سپینو زرو یوه سکه راوړئ چې ویې ګورم.»
16هغوی یوه سکه راوړله او هغه ترې پوښتنه وکړه: «په دې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.»
17بیا عیسی هغوی ته وویل: «څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.» هغوی د هغه په خبرو حیران شول.
18بیا صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یوه پوښتنه وکړه:
19«استاذه! موسی په شریعت کې مونږ ته لیکلي دي چې که چېرې د یو سړي ورور مړ شي او بې اولاده ښځه ترې پاتې شي نو د هغه سړي ورور باید د هغې کونډې سره واده وکړي ترڅو اولادونه یې پیدا شي او هغوی د هغه د مړه ورور اولادونه وګڼل شي.
20په یو وخت کې اووه ورونه وو، لومړني یې واده وکړ او بې اولاده مړ شو.
21بیا دوهم ورور د هغې ښځې سره واده وکړ، خو هغه هم بې اولاده مړ شو او د درېم ورور سره هم همداسې وشول.
22اخر اووه واړه مړه شول او د هېڅ یو اولاد ونه شو. له ټولو نه وروسته هغه ښځه هم مړه شو.
23نو د قیامت په ورځ چې خلک راژوندي کیږي هغه به د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې اووه واړو ورسره واده کړی ؤ.»
24عیسی هغوی ته وویل: «ستاسو غلطي په دې کې ده چې نه د خدای په کلام پوهېږئ او نه د خدای د قدرت څخه خبر یئ.
25کله چې مړي راژوندي شي نو نه خو سړي وادونه کوي او نه هم ښځې ورکول کیږي چې واده شي، بلکې هغوی به د اسمان د فرښتو په شان وي.
26ایا تاسو د مړو د بیا راژوندي کېدلو په هکله د موسی په تورات کې د سوځېدونکي بوټي په کیسه کې نه دي لوستلي چې خدای څنګه موسی ته وویل: ‹زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم.›
27خدای د مړو خدای نه بلکې د ژوندیو خدای دی. تاسو ډېر بې لارې شوي یئ.»
28د شریعت یو عالم راغی او د هغوی بحث یې واورېد او ویې لیدل چې عیسی صدوقیانو ته ښه ځواب ورکړ، نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «د ټولو حکمونو څخه ډېر مهم حکم کوم یو دی؟»
29عیسی ځواب ورکړ: «تر ټولو مهم حکم دا دی: ‹ای د اسراییلو خلکو، واورئ! یوازېنی خدای چې وجود لري هغه زمونږ څښتن خدای دی.›
30د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په خپل ټول روح، خپل ټول عقل او خپل ټول قوت سره مینه کوئ.
31دوهم حکم دا دی: ‹د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.› د دې حکمونو څخه بل لوی حکم نشته.»
32د شریعت هغه عالم عیسی ته وویل: «استاذه، تا ښه وویل، تا رښتیا وویل چې خدای یو دی او له هغه پرته بل خدای نشته.
33د خدای سره د زړه له کومي، ټولې پوهې او په ټول قوت سره مینه کول او د خپل ځان په شان د خپل ګاونډي سره مینه کول د ټولو سوځېدونکو نذرانو او قربانیو څخه ډېر مهم دي.»
34کله چې عیسی ولیدل چې هغه په هوښیارۍ سره ځواب ورکړ نو هغه ته یې وویل: «ته د خدای له پاچاهۍ څخه لېرې نه یې.» له هغې وروسته بیا هېچا دا جرات ونه کړ چې له عیسی څخه نورې پوښتنې وکړي.
35کله چې عیسی د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه نو ویې ویل: «د شریعت عالمان څنګه کولای شي ووايي چې مسیح د داود زوی دی؟
36داود په خپله د روح القدس په وسیله ویلي دي: ‹څښتن زما بادار ته وویل: ”زما ښي لاس ته کښېنه ترڅو ستا دښمنان کړم ستا تر پښو لاندې.“›
37داود په خپله مسیح ته څښتن وایي، نو بیا څنګه کېدای شي چې مسیح د داود زوی وي؟»ګڼ شمېر خلکو په شوق سره د هغه خبرې اورېدلې.
38عیسی د تعلیم ورکولو په وخت کې وویل: «د شریعت د عالمانو څخه ځان ساتئ. هغوی دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او په بازارونو کې ورته خلک سلام واچوي
39او په کنیسو کې په مخکې ځایونو او په مېلمستیاوو کې په ښو ځایونو کې کښېني.
40هغوی د کونډو مالونه خوري او د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوي. د داسې خلکو سزا به د نورو نه سخته وي.»
41عیسی د خدای د کور خزانې ته مخامخ ناست ؤ او کتل یې چې خلکو څنګه په هغې کې پیسې اچولې. ډېرو شتمنو خلکو زیاتې پیسې واچولې.
42بیا یوه غریبه کونډه ښځه راغله او دوه سکې چې شاوخوا دوه روپۍ کېدلې په کې واچولې.
43عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دې غریبې کونډې د خدای د کور په خزانه کې د نورو ټولو نه زیاتې پیسې واچولې.
44ځکه چې هغوی ټولو هغه پیسې واچولې چې د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتې وې، خو سره له دې چې هغه غریبه وه نو څه چې یې لرل او هرڅه چې هغې ورباندې خپل ژوند تېراوه، هغه یې ورکړل.»