Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1کله چې عیسی او د هغه شاګردان اورشلیم ته نژدې شول او بیت فاجي او بیت عنیا ته چې د زیتون په غره کې وو ورسېدل، نو عیسی خپل دوه شاګردان ولېږل
2او هغوی ته یې وویل: «مخامخ کلي ته ورشئ. څنګه چې هلته ورننوتلئ نو هلته به یو کوټی ووینئ چې تړل شوی به وي او تر اوسه پورې څوک ورباندې سپور شوی نه دی. هغه را ایله کړئ او دلته یې راولئ.
3که څوک درڅخه پوښتنه وکړي: دا څه کوئ؟ نو ورته ووایئ چې هغه زمونږ د استاذ په کار دی او سمدلاسه به یې بېرته دلته راولېږي.»
4هغوی لاړل او دباندې په کوڅه کې یې یو کوټی ولید چې د دروازې په مخکې تړل شوی ؤ. کله چې هغوی هغه کوټی راخلاصولو،
5نو ځینې خلک چې په هغه ځای کې ولاړ وو، د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «دا کوټی ولې ایله کوئ؟»
6نو لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو، دوی ورته هماغسې ځواب ورکړ او بیا یې هغوی پرېښودل چې لاړ شي.
7هغوی هغه کوټی عیسی ته راوست او خپلې چپنې یې ورباندې واچولې او عیسی ورباندې سپور شو.
8ډېرو خلکو ورته په لاره کې خپل کالي وغوړول او نورو د ونو څانګې راپرې کړلې او په لاره کې یې ورته واچولې.
9او کوم خلک چې د هغه څخه مخکې روان وو او هغه چې شاته ورپسې روان وو، چیغې وهلې: «ژوندی دي وي! مبارک دې وي هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي.
10مبارکه دې وي زمونږ د نیکه داود راتلونکې پاچاهي. ثنا دې وي څښتن تعالی ته.»
11عیسی اورشلیم ته ورسېده او د خدای کور ته ننوت او هلته شاوخوا ټولو شیانو ته یې وکتل. خو څرنګه چې ناوخته وه نو د هغو دولسو شاګردانو سره بیت عنیا ته لاړ.
12په بله ورځ کله چې عیسی او شاګردان یې د بیت عنیا څخه راروان وو نو عیسی وږی شو.
13هغه له لېرې نه د انځر یوه ونه ولیدله چې په پاڼو کې پټه وه، هغه ورغی چې څه انځر په کې پیدا کړي. خو کله چې هلته ورسېده نو بې له پاڼو یې په کې بل هېڅ شی ونه موندل، ځکه چې دا د انځرانو د پخېدلو موسم نه ؤ.
14نو هغې ونې ته یې وویل: «نور به هېڅوک هم هېڅکله ستا مېوه ونه خوري.» او د هغه شاګردانو واورېدل چې هغه څه وویل.
15کله چې هغوی اورشلیم ته ورسېدل، نو عیسی د خدای کور ته ننوت او له هغه ځای څخه یې د خرڅوونکو او اخیستونکو په شړلو پیل وکړ. د صرافانو مېزونه او د کوترو خرڅوونکو چوکۍ ګانې یې په بل مخ واړولې،
16او چاته یې اجازه نه ورکوله چې د خدای د کور د حوېلۍ په لاره کوم شی یوسي.
17بیا هغه خلکو ته تعلیم ورکاوه او ویل یې: «ایا د خدای په کلام کې دا نه دي لیکل شوي: ‹زما کور به د ټولو قومونو دپاره د عبادت ځای بلل کیږي،› خو تاسو ترې د غلو د پټېدلو ځای جوړ کړی دی.»
18مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو چې دا واورېدل نو په دې لټه کې شول چې د عیسی د وژلو دپاره کومه لاره پیدا کړي. خو هغوی وېرېدل، ځکه چې ټول خلک د هغه تعلیم ته حیران وو.
19کله چې ماښام شو نو عیسی او شاګردان یې د ښار څخه ووتل.
20بله ورځ سهار وختي کله چې هغوی په لاره تېرېدل نو ویې لیدل چې هغه د انځر ونه له بېخه وچه شوې وه.
21پطروس هغه خبره رایاده کړه چې عیسی د انځر ونې ته کړې وه او ویې ویل: «استاذه! ګوره، د انځر په هغې ونې چې تا لعنت ویلی ؤ هغه وچه شوې ده.»
22عیسی ورته په ځواب کې وویل: «په خدای باندې ایمان ولرئ.
23په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که څوک ایمان ولري او په زړه کې شک ونه کړي نو که دې غره ته ووایي چې د خپل ځای څخه پورته شه او په دریاب کې وغورځېږه نو همداسې به وشي.
24نو له دې امله زه تاسو ته وایم هرڅه چې تاسو یې په دعا کې وغواړئ نو یقین ولرئ چې لاسته به یې راوړئ او هغه به ستاسو شي.
25او هرکله چې تاسو د دعا دپاره ودرېږئ نو که ستاسو په زړونو کې د چا په خلاف کوم څه شی وي هغه وبخښئ ترڅو ستاسو اسماني پلار هم ستاسو ګناهونه وبخښي.
26[خو که چېرې تاسو نور خلک ونه بخښئ، نو ستاسو اسماني پلار به هم ستاسو ګناهونه ونه بخښي.]»
27هغوی یوځل بیا اورشلیم ته راغلل. کله چې عیسی د خدای په کور کې ګرځېده، نو مشران کاهنان، د شریعت عالمان او د قوم مشران ورته راغلل
28او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «ته څه حق لرې چې دا کارونه کوې؟ چا تاته دا اختیار درکړی دی چې دا کارونه وکړې؟»
29عیسی ځواب ورکړ: «زه هم ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم او که تاسو ځواب راکړ نو زه به هم درته ووایم چې زه په کوم اختیار سره دا کارونه کوم.
30د یحیی د تعمید غسل ورکول د خدای له خوا ؤ یا د انسان له خوا؟ ځواب راکړئ.»
31هغوی په خپل منځ کې سره بحث وکړ او ویل یې: «که چېرې ووایو چې د خدای له خوا ؤ نو هغه به ووایي چې بیا تاسو ولې په هغه باندې ایمان رانه وړ؟
32خو که ووایو چې د انسان له خوا ؤ، نو بیا به څه وشي؟» (هغوی د خلکو څخه وېرېدل، ځکه چې ټولو خلکو یحیی پیغمبر ګڼلو.)
33نو هغوی عیسی ته په ځواب کې وویل: «مونږ نه پوهېږو.» عیسی ورته وویل: «نو زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم اختیار دا کارونه کوم.»