Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
52 verses
1بیا عیسی له هغه ځای نه روان شو او د یهودیې سیمې ته چې د اردن د سیند بلې غاړې پرته ده، لاړ. یوځل بیا ګڼ شمېر خلک ورته راغلل او د خپل عادت له مخې یې هغوی ته تعلیم ورکول پیل کړ.
2ځینې فریسیان راغلل او د دې دپاره چې هغه وازمایي نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا دا روا ده چې یو سړی دې خپله ښځه طلاقه کړي؟»
3عیسی په ځواب کې د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «موسی په دې هکله تاسو ته څه حکم کړی دی؟»
4هغوی وویل: «موسی اجازه ورکړې ده چې یو سړی کولای شي خپلې ښځې ته طلاقنامه ورکړي او هغه پرېږدي.»
5خو عیسی هغوی ته وویل: «موسی دا حکم د دې دپاره تاسو ته ولیکه چې ستاسو زړونه سخت وو.
6خو د نړۍ د پیدایښت نه داسې وو: ‹خدای انسانان نر او ښځه پیدا کړل.
7له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي
8او دواړه یو بدن شي.› نو هغوی به نور دوه تنه نه بلکې یو تن وي.
9نو څرنګه چې خدای هغوی سره یوځای کړي دي، انسان باید هغوی سره جدا نه کړي.»
10کله چې هغوی بېرته کور ته ننوتل، نو شاګردانو د دې موضوع په هکله د عیسی څخه پوښتنه وکړه.
11هغه ورته وویل: «هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او د بلې ښځې سره واده وکړي نو هغه د خپلې لومړنۍ ښځې په وړاندې زنا کوي.
12په همدې ډول که یوه ښځه خپل مېړه ته طلاق ورکړي او د بل سړي سره واده وکړي نو هغه هم زنا کوي.»
13خلکو عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس په هغوی باندې کېږدي، خو شاګردانو هغوی ورټل.
14خو کله چې عیسی ولیدل چې هغوی څه کوي نو خفه شو او خپلو شاګردانو ته یې وویل: «ماشومان پرېږدئ چې ماته راشي، هغوی مه منع کوئ، ځکه چې د خدای پاچاهي د همداسې خلکو ده.
15په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅوک چې د خدای پاچاهي د یو ماشوم په څېر ونه مني نو هغه به هېڅکله هم وردننه نه شي.»
16بیا عیسی ماشومان په غېږ کې ونیول او خپل لاس یې د هغوی په سرونو باندې کېښود او هغوی ته یې برکت ورکړ.
17کله چې عیسی په خپله لاره روان ؤ نو یو سړي رامنډه کړه او د هغه په مخکې په ګونډو شو او پوښتنه یې ترې وکړه: «ای نېک استاذه! زه باید څه وکړم ترڅو تلپاتې ژوندون وګټم؟»
18عیسی هغه ته وویل: «ولې ماته نېک وایې؟ بې له خدایه بل هېڅوک نېک نه دی.
19ته په حکمونو باندې پوهېږې: زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، په دروغو شاهدي مه ورکوه، ټګي مه کوه او د خپل مور او پلار عزت کوه.»
20هغه سړي ځواب ورکړ: «استاذه، ما د ځوانۍ له وخته په دې ټولو حکمونو باندې عمل کړی دی.»
21عیسی هغه ته وکتل او په هغه باندې یې مینه راغله او ورته ویې ویل: «په تا کې د یو شي کمی شته، لاړ شه او هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې او بیا راشه او زما پیروي وکړه.»
22په دې خبره د هغه څېره بدله شوه او غمجن لاړ، ځکه چې هغه ډېر شتمن سړی ؤ.
23عیسی شاوخوا ته وکتل او خپلو شاګردانو ته یې وویل: «شتمنو خلکو ته د خدای په پاچاهۍ کې ننوتل څومره ګران کار دی.»
24شاګردان د هغه په خبرو حیران شول، خو عیسی یوځل بیا هغوی ته وویل: «ای بچیانو، د خدای پاچاهۍ ته ننوتل څومره ګران کار دی.
25د ستنې د سوري څخه د اوښ تېرېدل اسان دي له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.»
26شاګردان ډېر زیات حیران شول او یو بل ته یې وویل: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟»
27عیسی هغوی ته وکتل او ویې ویل: «د انسان دپاره دا ناشونې ده خو د خدای دپاره نه، ځکه چې د خدای دپاره هرڅه ممکن دي.»
28بیا پطروس هغه ته وویل: «وګوره، مونږ هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شوي یو.»
29عیسی وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې داسې څوک نشته چې زما او زما د زېري د رسولو په خاطر یې خپل کور یا خپل ورونه یا خویندې یا مور او پلار یا خپل اولادونه یا خپلې ځمکې پریښي وي،
30په دې نړۍ کې به اوس هغوی سل چنده لاسته راوړي. هغوی به سل چنده نور کورونه، ورونه، خویندې، میندې، اولادونه او ځمکې لاسته راوړي او د دې تر څنګ به وځوریږي او په اخرت کې به تلپاتې ژوندون ومومي.
31خو ډېر چې اوس اول دي هغوی به اخر شي او ډېر چې اوس اخر دي هغوی به اول شي.»
32عیسی د خپلو دولسو شاګردانو سره د اورشلیم په لاره روان ؤ او عیسی د شاګردانو څخه مخکې روان ؤ. شاګردان حیران پاتې وو او کوم خلک چې په هغوی پسې روان وو وېرېدل. عیسی یوځل بیا خپل دولس شاګردان ګوښه کړل او ورته ویې ویل چې په هغه باندې به کومه پېښه کیږي.
33او هغوی ته یې وویل: «ګورئ، مونږ اوس اورشلیم ته ځو او د انسان زوی به مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو ته په لاس ورکړل شي. هغوی به ورباندې د مرګ حکم وکړي او غیریهودیانو ته به یې وسپاري.
34هغوی به په هغه باندې ملنډې ووهي، لاړې به ورتو کړي، په دورو به یې ووهي او وبه یې وژني، خو درې ورځې وروسته به بیا راژوندی شي.»
35بیا د زبدي زامن یعقوب او یوحنا عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «استاذه، مونږ چې ستا څخه کوم څه غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.»
36عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «زما څخه څه غواړئ چې درته ویې کړم؟»
37هغوی ورته وویل: «کله چې ته د خپل جلال څخه ډکې پاچاهۍ په تخت باندې کښېنې نو مونږ ته اجازه راکړه چې یو ستا ښي لاس ته او بل دې کیڼ لاس ته کښېنو.»
38عیسی هغوی ته وویل: «تاسو نه پوهېږئ چې څه غواړئ. کومه پیاله چې زه یې څښم، تاسو هغه څښلی شئ او یا د تعمید کوم غسل چې ماته راکول کیږي تاسو یې اخیستلی شئ؟»
39هغوی ځواب ورکړ: «هو، مونږ یې کولای شو.» عیسی هغوی ته وویل: «کومه پیاله چې زه څښم، تاسو به یې وڅښئ او د تعمید کوم غسل چې زه یې اخلم، تاسو به یې هم اخلئ.
40خو دا زما په اختیار کې نه ده چې څوک به زما ښي یا چپ لاس ته کښېني. دا ځایونه د هغو خلکو دپاره دي چې له مخکې نه ورته تیار شوي دي.»
41کله چې نور لس شاګردان له دې نه خبر شول نو د یعقوب او یوحنا څخه خفه شول.
42نو عیسی هغوی راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو پوهېږئ چې کوم خلک چې د غیریهودیانو حاکمان ګڼل کیږي، هغوی په خپلو خلکو باندې باداري کوي او مشران یې ورته خپل زور ښایي.
43خو په تاسو کې دې داسې نه وي، که په تاسو کې څوک غواړي چې تر ټولو لوی وګڼل شي نو هغه دې ستاسو ټولو خدمتګار شي
44او په تاسو کې چې څوک غواړي مشر شي نو هغه باید ستاسو ټولو خدمتګار شي.
45ځکه چې د انسان زوی د دې دپاره نه دی راغلی چې خدمت یې وشي بلکې د نورو خدمت وکړي او خپل ژوند د ډېرو خلکو دپاره قربان کړي.»
46بیا هغوی اریحا ته راغلل او کله چې عیسی د خپلو شاګردانو او ګڼ شمېر خلکو سره د ښار څخه وتلو نو یو ړوند سوالګر چې بارتیماوس نومېده او د تیماوس زوی ؤ د سرک په غاړه ناست ؤ.
47کله چې هغه خبر شو چې دا ناصري عیسی دی نو په چیغو وهلو یې پیل وکړ: «ای عیسی، د داود زویه! په ما باندې رحم وکړه.»
48ډېرو خلکو هغه ورټلو او ورته ویې ویل چې غلی شه، خو هغه نورې هم چیغې وهلې: «ای د داود زویه، په ما باندې رحم وکړه.»
49عیسی ودرېده او ویې ویل: «هغه ته غږ وکړئ چې راشي.» هغوی هغه ړوند سړي ته غږ وکړ او ورته ویې ویل: «خوشحاله اوسه، پاڅېږه، هغه دې غواړي.»
50نو هغه خپله چپنه یوې خواته وغورځوله، د خپل ځای څخه راپورته شو او عیسی ته راغی.
51عیسی هغه ته وویل: «زما څخه څه غواړې چې درته ویې کړم؟» هغه ړوند سړي ځواب ورکړ: «زما استاذه، زه غواړم چې بېرته بینا شم.»
52عیسی هغه ته وویل: «ځه، ته خپل ایمان روغ کړې.» نو سمدلاسه هغه بینا شو او په عیسی پسې روان شو.