Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
50 verses
1عیسی زیاته کړه: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته ځینې داسې خلک ولاړ دي چې تر هغې پورې به مړه نه شي ترڅو یې د خدای پاچاهي چې په قدرت سره به راشي لیدلې نه وي.»
2شپږ ورځې وروسته عیسی پطروس، یعقوب او یوحنا د ځان سره واخیستل او یو لوړ غره ته یې بوتلل چې هلته یوازې اوسي. هلته د هغوی په مخکې د عیسی څېره بلکل بدله شوه.
3او د هغه کالي سپین وځلېدل، داسې سپین چې د ځمکې په مخ هېچا داسې نه شو سپینولی.
4بیا هغوی الیاس نبي او موسی ولیدل چې د عیسی سره یې خبرې کولې.
5پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. راځئ چې درې خېمې جوړې کړو: یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.»
6پطروس نه پوهېده چې څه وایي، ځکه چې هغوی ټول وېرېدلي وو.
7بیا یوه ورېځ راښکاره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ او د هغې ورېځې څخه یو اواز راغی چې ویل یې: «دا زما ګران زوی دی، هغه ته غوږ ونیسئ.»
8هغوی سمدلاسه شاوخوا ته وکتل خو هېڅوک یې ونه لیدل، یوازې عیسی د هغوی سره ؤ.
9کله چې هغوی د غره څخه راښکته کېدل نو عیسی هغوی ته امر وکړ: «څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله تر هغه وخته پورې هېچا ته څه مه وایئ ترڅو پورې چې د انسان زوی بېرته د مړو څخه راژوندی شوی نه وي.»
10هغوی دا خبره د خپل ځان سره وساتله او په خپلو کې یې سره بحث کاوه چې د مړو څخه د بیا راژوندي کېدلو معنی څه ده.
11نو هغوی د عیسی نه پوښتنه وکړه: «د شریعت عالمان ولې وایي چې لومړی باید الیاس نبي راشي؟»
12عیسی ځواب ورکړ: «هو خامخا، الیاس به لومړی راځي چې هرڅه سم کړي. خو بیا ولې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې د انسان زوی به ډېر کړاوونه وزغمي او په سپک نظر به ورته وکتل شي؟
13خو زه تاسو ته وایم چې الیاس راغلی دی او لکه څنګه چې د هغه په هکله لیکل شوي دي، خلکو چې هرڅه غوښتل د هغه سره یې وکړل.»
14کله چې عیسی او د هغه درې شاګردان بېرته راغلل نو ویې لیدل چې ګڼ شمېر خلک د هغوی شاوخوا ولاړ دي او د شریعت عالمان د هغوی سره بحث کوي.
15څنګه چې خلکو عیسی ولید نو ډېر حیران شول او په منډه منډه یې ستړي مشي ته ورغلل.
16عیسی د شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «د څه شي په هکله د هغوی سره بحث کوئ؟»
17د ګڼې ګوڼې له منځ نه یو سړي ځواب ورکړ: «استاذه، ما خپل زوی تاته راوستلی دی. هغه پېریانو نیولی او خبرې نه شي کولای.
18کله چې په هغه باندې پېریان راشي نو په ځمکه یې راولي او د خولې څخه یې ځګونه روان وي، خپل غاښونه چیچي او بدن یې شخ شي. ستا د شاګردانو څخه مې وغوښتل چې پېریان ترې وباسي خو هغوی ونه شو کولای.»
19عیسی په ځواب کې وویل: «ای د دې زمانې بې ایمانه نسله! ترڅو پورې به زه ستاسو سره یم؟ ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟ هغه هلک ماته راولئ.»
20نو هغوی هغه هلک عیسی ته راوست. څنګه چې پېري عیسی ولید نو سمدلاسه په هلک باندې حمله راغله. هغه په ځمکه راولوېد، اخوا دې خوا رغړېده او د خولې څخه یې ځګونه راووتل.
21عیسی د هلک د پلار څخه پوښتنه وکړه: «څومره موده کیږي چې هلک په دې حال دی؟» هغه ځواب ورکړ: «د کوچنیوالي راهیسې.
22څو څو ځلې یې هغه په اور او په اوبو کې غورځولی دی چې ویې وژني. خو که ته څه کولای شې نو په مونږ رحم وکړه او مرسته راسره وکړه.»
23عیسی وویل: «ته ولې وایې چې که ته څه کولای شې؟ هرڅوک چې ایمان ولري د هغه دپاره هرڅه ممکن دي.»
24سمدلاسه د هلک پلار چیغې کړې: «زه ایمان لرم، خو ایمان مې کمزوری دی. زما سره مرسته وکړه چې قوي شي.»
25کله چې عیسی ولیدل د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتیږي نو هغه پېری ورټلو او ورته ویې ویل: «ای ګونګ او کوڼ پېریه، زه تاته امر کوم چې د هغه څخه راووځه او بیا هېڅکله مه ورننوځه.»
26پېري چیغې کړې او هلک ته یې سخت ټکان ورکړل او بیا ترې ووت. هلک د مړي په شان ښکاره کېده او ډېرو به ویل: «هغه مړ دی.»
27خو عیسی هغه له لاسه ونیوه او هغه یې راپورته کړ او هلک ودرېده.
28عیسی کور ته لاړ او کله چې هلته نور څوک نه وو شاګردانو یې ترې پوښتنه وکړه: «مونږ ولې ونه شو کولای چې هغه پېری وباسو؟»
29عیسی ځواب ورکړ: «دا ډول پېریان یوازې په دعا کولو وتلی شي.»
30عیسی او شاګردان یې له هغه ځای څخه لاړل او د جلیل په لاره یې خپل سفر ته دوام ورکړ. عیسی دا نه غوښتل چې څوک ترې خبر شي چې هغه چېرته دی،
31ځکه چې هغه خپلو شاګردانو ته تعلیم ورکاوه او هغوی ته یې ویل: «د انسان زوی به خلکو ته په لاس ورکړل شي او هغوی به یې ووژني خو درې ورځې وروسته به بیا راژوندی شي.»
32خو هغوی پوه نه شول چې د دې خبرې معنی څه ده او وېرېدل چې پوښتنه ترې وکړي.
33بیا هغوی کپرناحوم ته راغلل او کله چې عیسی کور ته ننوت نو د خپلو شاګردانو څخه یې پوښتنه وکړه: «په لاره کې مو د څه شي په هکله بحث کاوه؟»
34خو هغوی ځواب ورنه کړ، ځکه چې هغوی په لاره کې په دې باندې یو د بله سره بحث کاوه چې په ټولو کې لوی څوک دی.
35عیسی کښېناست او دولس شاګردان یې راوغوښتل او ورته ویې ویل: «که څوک غواړي چې اول شي نو هغه دې خپل ځان د ټولو نه وروسته کړي او د ټولو خدمتګار دې شي.»
36بیا هغه یو ماشوم راوست او د هغوی په منځ کې یې ودراوه. هغه یې په غېږ کې ونیوه او هغوی ته یې وویل:
37«هرڅوک چې زما په نوم داسې یو ماشوم قبول کړي نو هغه زه قبول کړی یم او هرڅوک چې ما قبول کړي نو هغه یوازې زه نه بلکې هغه څوک یې قبول کړی دی چې زه یې رالېږلی یم.»
38یوحنا عیسی ته وویل: «استاذه، مونږ یو سړی ولید چې ستا په نوم یې پېریان ویستل خو مونږ هغه د دې کار څخه منع کړ، ځکه چې هغه زمونږ د ډلې څخه نه ؤ.»
39خو عیسی ورته وویل: «هغه مه منع کوئ، ځکه داسې څوک نشته چې زما په نوم معجزه وښایي او بیا وکولای شي چې ما پسې بد ووایي.
40ځکه څوک چې زمونږ په خلاف نه دی هغه زمونږ سره دی.
41په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې تاسو ته په دې خاطر چې د مسیح پیروان یئ یوه پیاله اوبه درکړي نو هغه به بې اجره پاتې نه شي.
42که چېرې څوک د دې خلکو څخه چې د ماشوم په شان په ما باندې ایمان لري کوم یو بې لارې کړي، نو د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او دریاب ته وغورځول شي.
43که چېرې ستا لاس ستا د ګناه سبب وګرځي نو هغه پرې کړه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یو لاس سره تلپاتې ژوندون ته لاره پیدا کړې، نه دا چې د دوو لاسونو سره دوزخ ته لاړ شې یعنې هغه اور ته چې هېڅکله نه مړ کیږي، [
44هغه ځای ته چې چینجي یې نه مړه کیږي او اور یې نه مړ کیږي.]
45که چېرې ستا پښه ستا د ګناه سبب وګرځي نو هغه پرې کړه. ځکه چې دا ښه ده چې د یوې پښې سره تلپاتې ژوندون ته لاره پیدا کړې، نه دا چې دواړه پښې دې روغې وي او دوزخ ته واچول شې، [
46هغه ځای ته چې چینجي یې نه مړه کیږي او اور یې نه مړ کیږي.]
47او که چېرې ستا سترګه ستا د ګناه سبب شي نو هغه وباسه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یوې سترګې سره د خدای پاچاهۍ ته ننوځې، نه دا چې د دواړو سترګو سره دوزخ ته وغورځول شې،
48هغه ځای ته چې چینجي یې نه مړه کیږي او اور یې نه مړ کیږي.
49ځکه چې هرڅوک به په اور باندې پاکیږي. [په ټولو نذرانو باندې باید مالګه واچول شي.]
50مالګه ښه شی دی، خو که مالګه خپل خوند له لاسه ورکړي نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړئ؟ په خپلو ځانونو کې د مالګې خاصیت ولرئ او یو د بله سره په سوله کې ژوند تېروئ.»