Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1په هغو ورځو کې یوځل بیا ګڼ شمېر خلک راټول شول او د هغوی سره د خوړلو دپاره هېڅ شی نه ؤ، نو عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل:
2«په دې خلکو باندې زما زړه سوځي، ځکه چې درې ورځې کیږي هغوی زما سره دي او هېڅ شی ورسره نشته چې ویې خوري.
3که چېرې هغوی خپلو کورونو ته وږي رخصت کړم نو په لاره کې به بې حاله شي، ځکه چې په هغوی کې ځینې یې د لېرې ځایونو څخه راغلي دي.»
4شاګردانو یې ځواب ورکړ: «په دې دښته کې څوک دومره خلکو ته ډوډۍ ورکولای شي؟»
5عیسی پوښتنه وکړه: «تاسو سره څو ډوډۍ دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «اووه ډوډۍ.»
6نو عیسی خلکو ته وویل چې په ځمکه کښېني. بیا یې هغه اووه ډوډۍ راواخیستلې، د خدای شکر یې وویست، ډوډۍ یې ماتې کړې او شاګردانو ته یې ورکړلې چې په خلکو باندې یې ووېشي او شاګردانو همداسې وکړل.
7د هغوی سره یو څو واړه ماهیان هم وو. عیسی په هغو هم شکر وویست او شاګردانو ته یې وویل چې هغه هم ووېشي.
8خلکو هغه وخوړل او ټول ورباندې ماړه شول او د ډوډۍ د پاتې شویو ټوټو نه اووه ټوکرۍ ډکې شوې.
9په هغه ځای کې نژدې څلور زره کسان وو. عیسی هغوی رخصت کړل،
10او سمدلاسه د خپلو شاګردانو سره په کشتۍ کې سپور شو او د دلمانوته سیمې ته لاړ.
11فریسیان راغلل او د عیسی سره یې بحث پیل کړ او د دې دپاره چې هغه وازمایي نو د هغه څخه یې وغوښتل چې دوی ته یوه اسماني معجزه وښایي.
12هغه یو سوړ اوسېلی وویست او ویې ویل: «د دې زمانې خلک ولې معجزه غواړي؟ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دې خلکو ته به هېڅ یوه معجزه ونه ښودل شي.»
13بیا عیسی هغوی پرېښودل او بېرته په کشتۍ کې کښېناست او د دریاب بلې غاړې ته لاړ.
14شاګردانو دا هېر کړي وو چې د ځان سره ډوډۍ یوسي او په کشتۍ کې د هغوی سره یوازې یوه ډوډۍ وه.
15عیسی هغوی ته امر وکړ او ویې ویل: «پام کوئ، د فریسیانو او هیرودیس د خمیرې نه به ځانونه ساتئ.»
16نو شاګردانو په خپل منځ کې سره بحث شروع کړ او ویې ویل: «هغه ځکه دا خبره کوي چې زمونږ سره ډوډۍ نشته.»
17عیسی پوه شو چې هغوی څه وایي، نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «تاسو ولې په دې هکله بحث کوئ چې ډوډۍ درسره نشته؟ ایا تاسو تر اوسه خبر نه یئ او نه پوهېږئ؟ ایا ستاسو زړونه سخت شوي دي؟
18تاسو سترګې لرئ خو لیدلی نه شئ او غوږونه لرئ خو اورېدلی نه شئ؟ ایا تاسو ته په یاد نه دي
19چې کله ما پنځه ډوډۍ په پنځه زره کسانو ووېشلې نو تاسو د هغې ډوډۍ د پاتې شویو ټوټو څخه څو ټوکرۍ ډکې کړې؟» هغوی وویل: «دولس ټوکرۍ.»
20نو عیسی پوښتنه وکړه: «چې کله مې اووه ډوډۍ په څلورو زرو کسانو ووېشلې، د هغو د پاتې شویو ټوټو څخه مو څو ټوکرۍ ډکې کړې؟» هغوی وویل: «اووه ټوکرۍ.»
21نو عیسی وویل: «تاسو لا تر اوسه هم نه پوهېږئ؟»
22عیسی او شاګردان یې بیت صیدا ته ورسېدل. هلته ځینو خلکو عیسی ته یو ړوند سړی راوست او هغه ته یې زاري وکړه چې په هغه باندې خپل لاس کېږدي.
23عیسی هغه ړوند له لاسه ونیوه او د کلي څخه یې دباندې بوته. بیا یې د هغه په سترګو باندې لاړې پورې کړې او خپل لاسونه یې ورباندې کېښودل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا څه شی وینې؟»
24د هغه سترګې بینا شوې او ویې ویل: «هو، زه خلک وینم چې ګرځي او راګرځي، خو هغوی راته د ونو په شان ښکاري.»
25عیسی یوځل بیا د هغه په سترګو باندې خپل لاسونه کېښودل او هغه بیخي بینا شو، د سترګو نظر یې بېرته جوړ شو او هرڅه یې ښه لیدلی شول.
26عیسی هغه خپل کور ته ��خصت کړ او ورته ویې ویل: «ته کولای شې چې بېرته خپل کور ته لاړ شې، خو په کلي کې مه ګرځه.»
27بیا عیسی او شاګردان یې د قیصریې فیلیپوس شاوخوا کلیو ته لاړل. هغه په لاره کې د خپلو شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «خلک څه وایي چې زه څوک یم؟»
28هغوی ځواب ورکړ: «ځینې وایي چې ته تعمید ورکوونکی یحیی یې، ځینې وایي چې الیاس نبي یې او نور وایي چې د پیغمبرانو څخه یو پیغمبر یې.»
29بیا عیسی پوښتنه وکړه: «تاسو څه وایئ چې زه څوک یم؟» پطروس ځواب ورکړ: «ته مسیح یې.»
30بیا عیسی هغوی ته په کلکه حکم وکړ چې د هغه په هکله دې هېچا ته څه ونه وایي.
31بیا عیسی خپلو شاګردانو ته تعلیم ورکول پیل کړ چې د انسان زوی به خامخا زیات کړاوونه وزغمي او د یهودیانو د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا به رد کړای شي او وبه وژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.
32هغه په دې هکله ښکاره خبرې وکړې. نو پطروس هغه ګوښه کړ او د داسې خبرو نه یې منع کړ.
33خو عیسی مخ راواړاوه او خپلو شاګردانو ته یې وکتل او پطروس یې ورټلو او ورته ویې ویل: «زما له مخې نه لېرې شه شیطانه! ته د انسانانو په شان فکر کوې، نه د خدای په شان.»
34بیا عیسی خلک او خپل شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: «که څوک وغواړي چې زما د پیروانو څخه اوسي، نو باید د خپل ځان څخه تېر شي، خپل صلیب دې راواخلي او ما پسې دې راځي.
35ځکه څوک چې وغواړي خپل ځان وساتي نو هغه به له لاسه ورکړي، خو که څوک زما او زما د زېري په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړي نو هغه به وژغوري.
36د یو چا دپاره به څه ګټه وي چې ټوله نړۍ لاسته راوړي خو خپل ځان له لاسه ورکړي؟
37انسان د خپل ژوند په بدل کې څه شی ورکولای شي؟
38که چېرې څوک په دې بې ایمانه او ګناهکاره زمانه کې په ما او یا زما په کلام شرمیږي، نو د انسان زوی به هم کله چې د خپل پلار په جلال کې د سپېڅلو فرښتو سره راځي، په هغه وشرمیږي.»