Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1ځینې فریسیان او د شریعت عالمان چې له اورشلیم څخه راغلي وو، د عیسی نه ګردچاپېره راټول شول.
2هغوی ولیدل چې د هغه ځینو شاګردانو په ناپاکو لاسونو ډوډۍ خوړله.
3فریسیانو او ټولو یهودیانو به تر هغې پورې ډوډۍ نه خوړله ترڅو پورې چې خپل لاسونه به یې د خپلو نیکونو د روایتونو له مخې نه وو وینځلې.
4کله چې به هغوی د بازار څخه راتلل نو تر هغې پورې چې غسل به یې نه ؤ کړی، هېڅ شی به یې نه خوړل. او د نورو ډېرو رواجونو څخه به یې پیروي کوله لکه د پیالو، دېګونو او مسي لوښو وینځل.
5نو فریسیانو او د شریعت عالمانو د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ستا شاګردان ولې زمونږ د نیکونو په رواجونو باندې عمل نه کوي، بلکې په ناپاکو لاسونو ډوډۍ خوري؟»
6عیسی ځواب ورکړ: «اشعیا نبي په حقه ؤ چې ستاسو منافقانو په هکله یې پېشګويي کوله، لکه څنګه چې هغه لیکلي وو: دا خلک په خوله زما عزت کوي خو زړونه یې زما نه لېرې دي.
7د هغوی عبادت ګټه نه لري، ځکه چې هغوی د خدایي حکمونو په ځای د انساني حکمونو تعلیم ورکوي.»
8«نو تاسو د خدای حکمونه پریښي دي او په انساني روایتونو باندې عمل کوئ.»
9عیسی هغوی ته دا هم وویل: «تاسو د خدای د حکمونو د ردولو دپاره ښه لاره موندلې، ترڅو په خپلو رواجونو باندې عمل وکړئ.
10ځکه موسی ویلي دي چې د خپل مور او پلار عزت کوه او هرڅوک چې خپل مور او پلار ته ښکنځلې وکړي، باید ووژل شي.
11خو تاسو وایئ چې که چېرې څوک خپل مور او پلار ته ووایي چې زه ستاسو سره مرسته نه شم کولای، ځکه کوم څه چې باید تاسو ته مې درکړي وای ما نذر منلی دی چې هغه د خدای په نوم ورکړم،
12نو په دې ډول تاسو هغه نور نه پرېږدئ چې د خپل مور او پلار سره مرسته وکړي.
13نو د خپل دود او دستور په خاطر د خدای کلام ته ارزښت نه ورکوئ. او تاسو داسې نور ډېر کارونه هم کوئ.»
14عیسی یوځل بیا خلک راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو ټول زما خبرو ته غوږ ونیسئ او ځان ورباندې پوه کړئ.
15هېڅ داسې شی نشته چې انسان یې وخوري او ورباندې ناپاکه شي، خو کومې بدې خبرې چې د انسان د زړه څخه راوځي هغه انسان ناپاکه کوي. [
16که څوک غوږونه لري نو هغه دې واوري.]»
17کله چې عیسی د خلکو څخه رخصت شو او کور ته ننوت، نو شاګردانو یې د دې مثال په هکله د هغه څخه پوښتنه وکړه.
18عیسی هغوی ته وویل: «ایا تاسو هم د نورو په شان ناپوهه یئ؟ ایا نه پوهېږئ چې کوم شی چې له بهر نه د انسان وجود ته ننوځي، نه شي کولای هغه ناپاکه کړي.
19ځکه چې دا خواړه د هغه زړه ته نه ننوځي بلکې د هغه خېټې ته ځي او وروسته بیا د بدن څخه وځي.» په دې خبرې عیسی ټول خواړه حلال اعلان کړل.
20او هغه زیاته کړه: «څه چې د انسان له دننه راوځي هغه ورباندې ناپاکه کیږي.
21ځکه چې د انسان د زړه څخه بد خیالونه، جنسي بد اخلاقي، غلا، قتل،
22زناکاري، حرص، بدي، ټګي، شهوت پرستي، بخیلي، تور لګول، غرور او بې عقلي راوځي.
23دا ټول بد شیان له دننه څخه راوځي او انسان ناپاکه کوي.»
24بیا عیسی له هغه ځای څخه روان شو او د صور سیمې ته لاړ. هغه یو کور ته ورغی او نه یې غوښتل چې څوک ورباندې پوه شي چې هغه هلته دی، خو ویې نه شو کولای چې پټ پاتې شي.
25سمدلاسه یوه ښځه چې لور یې پېریانو نیولې وه د عیسی نه خبره شوه او راغله او د هغه په پښو کې پرېوتله.
26هغه ښځه یونانۍ وه او د سوریې د فینیقیې په سیمه کې زېږېدلې وه. هغې عیسی ته زاري وکړه چې د لور څخه یې پېریان وباسي.
27خو عیسی هغې ته وویل: «پرېږده چې لومړی ماشومان ماړه شي، دا سمه نه ده چې څوک دې د ماشوم ډوډۍ واخلي او سپیو ته یې واچوي.»
28هغې ځواب ورکړ: «هو، ښاغلیه! خو د کور سپي هم د ماشومانو د ډوډۍ پاتې شونې خوري.»
29بیا عیسی هغې ته وویل: «دا چې ښه ځواب دې ووایه نو خپل کور ته لاړه شه، ستا د لور څخه پېریان وتلي دي.»
30کله چې هغه ښځه بېرته کور ته لاړه نو ویې لیدل چې لور یې په کټ کې پرته وه او پېریان ترې وتلي وو.
31بیا عیسی د صور له سیمې څخه راستون شو او د صیدون او دکاپولس په لاره د جلیل دریاب ته لاړ.
32په هغه ځای کې ځینو خلکو هغه ته یو سړی چې کوڼ ؤ او ژبه یې هم بندېدله، راوست. هغوی ورته زاري وکړه چې په هغه سړي باندې خپل لاس کېږدي.
33نو عیسی هغه سړی د خلکو د ګڼې ګوڼې څخه یوې خواته بوته او خپلې ګوتې یې د هغه په غوږونو کې کېښودلې، بیا یې ګوتې په لاړو لمدې کړې او ژبه یې ورته لمس کړه.
34بیا عیسی اسمان ته وکتل، اوسېلی یې وویست او هغه ته یې وویل: «افتح» یعنې «خلاص شئ.»
35سمدلاسه د هغه سړي غوږونه خلاص شول، د ژبې بندېدل یې ښه شول او په عادي توګه یې خبرې کول پیل کړې.
36عیسی هغوی ته امر وکړ چې په دې هکله هېچا ته څه ونه وایي، خو هرڅومره چې عیسی هغوی د دې کار څخه منع کول، همدومره به هغوی دا خبره نوره هم خپروله.
37خلک ډېر زیات حیران شوي وو او ویل یې: «د هغه ټول کارونه حیرانوونکي دي. حتی هغه کاڼه روغ کړل چې واوري او ګونګیان یې روغ کړل چې خبرې وکړي.»