Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
56 verses
1عیسی له هغه ځای څخه روان شو او د خپلو شاګردانو سره بېرته خپل ښار ته راغی.
2د سبت په ورځ عیسی په کنیسه کې په تعلیم ورکولو پیل وکړ او ډېرو خلکو چې د هغه تعلیم واورېد نو حیران شول او پوښتنه یې وکړه: «دې سړي دا خبرې چېرته زده کړي دي؟ دا څه ډول حکمت دی چې هغه ته ورکړل شوی دی؟ هغه څنګه دا معجزې ښایي؟
3دا هغه نجار، یعنې د مریم زوی او د یعقوب، یوسف، یهودا او شمعون ورور نه دی؟ ایا د هغه خویندې دلته زمونږ سره نه اوسیږي؟» نو هغوی هغه قبول نه کړ.
4عیسی هغوی ته وویل: «د یو پیغمبر په هرځای کې درناوی کیږي، خو په خپل وطن، خپلو خپلوانو او خپلې کورنۍ کې یې نه کیږي.»
5نو هغه ونه شو کولای چې هلته کومه معجزه وښایي، یوازې په یو څو ناروغانو باندې یې خپل لاس کېښود او هغوی یې روغ کړل.
6او عیسی د هغوی په بې ایمانۍ حیران شو.عیسی کلي په کلي ګرځېده او خلکو ته یې تعلیم ورکاوه.
7هغه خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی یې دوه دوه تنه ولېږل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو اختیار ورکړ
8او حکم یې ورته وکړ: «د سفر دپاره له یوې امسا پرته بل هېڅ شی د ځان سره وانخلئ، نه ډوډۍ، نه خورجین او نه پیسې.
9تاسو کولای شئ چې څپلۍ په پښو کړئ، خو اضافه کالي درسره مه اخلئ.»
10او دا یې هم ورته وویل: «کله چې تاسو کوم کور ته ننوځئ نو تر هغې پورې چې له هغه ښار څخه ځئ، هلته پاتې شئ.
11او که چېرې په کوم ځای کې خلک تاسو قبول نه کړي او یا ستاسو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو له هغه ځای څخه لاړ شئ او د خپلو پښو خاورې وڅنډئ ترڅو د هغوی په خلاف شاهدي شي.»
12نو شاګردان لاړل او خلکو ته یې وعظ کاوه چې باید توبه وباسي.
13هغوی ډېر پېریان وویستل او د ډېرو ناروغانو سرونه یې د زیتون په تېلو باندې غوړ کړل او هغوی یې روغ کړل.
14د دې کارونو څخه هیرودیس پاچا خبر شو، ځکه چې د عیسی نوم په هرځای کې مشهور شوی ؤ، ځینو خلکو ویل: «تعمید ورکوونکی یحیی بیا راژوندی شوی دی، نو له دې امله هغه دا قدرت لري چې معجزې وښایي.»
15نورو به ویل: «هغه الیاس نبي دی.» او ځینو به ویل: «دا د پخوانیو پیغمبرانو په شان یو پیغمبر دی.»
16خو کله چې هیرودیس د عیسی د کارونو څخه خبر شو نو ویې ویل: «دا هماغه یحیی دی چې ما یې سر پرې کړی ؤ او اوس بېرته راژوندی شوی دی.»
17ځکه چې هیرودیس په خپله امر کړی ؤ چې یحیی دې ونیول شي، هغه دې وتړل شي او په زندان کې دې واچول شي. هیرودیس دا کار د هیرودیا په خاطر کړی ؤ. هیرودیا د هیرودیس د ورور فیلیپوس ښځه وه، خو هیرودیس ورسره واده کړی ؤ.
18یحیی به هیرودیس ته ویل: «تاته روا نه ده چې د خپل ورور د ښځې سره واده وکړې.»
19نو دهیرودیا په زړه کې د یحیی سره کینه پیدا شوې وه او غوښتل یې چې هغه ووژني، خو هغې دا کار نه شو کولای،
20ځکه چې هیرودیس د یحیی څخه وېرېده. هغه پوهېده چې یحیی نېک او پاک سړی دی نو د هغه ساتنه یې کوله. چې کله به هغه د یحیی خبرې اورېدلې نو ډېر ناارامه کېده، خو بیاهم په شوق سره یې د هغه خبرو ته غوږ نیوه.
21په پای کې هیرودیا یوه مناسبه موقع پیدا کړه. هیرودیس د خپلې زېږېدنې د کلیزې د لمانځلو په خاطر یوه مېلمستیا جوړه کړه او په هغې کې یې خپل لوړ رتبه مامورین، عسکري قوماندانان او د جلیل مخور خلک رابللي وو.
22په دې وخت کې د هیرودیا لور دننه راغله او ګډا یې وکړه او هیرودیس او د هغه مېلمانه یې دومره خوشحاله کړل چې پاچا هغې انجلۍ ته وویل: «هرڅه چې غواړې ویې غواړه، زه به یې درکړم.»
23او د هغې سره یې قسم وخوړ: «هرڅه چې زما څخه وغواړې زه به یې درکړم، حتی خپله نیمه پاچاهي هم.»
24هغه انجلۍ دباندې ووتله او د خپلې مور څخه یې پوښتنه وکړه: «زه ترې څه وغواړم؟» مور یې ځواب ورکړ: «د تعمید ورکوونکي یحیی سر.»
25انجلۍ په بیړه بېرته پاچا ته ورغله او د هغه څخه یې غوښتنه وکړه: «زه ستا څخه غواړم چې همدا اوس راته د تعمید ورکوونکي یحیی سر په پتنوس کې راکړې.»
26پاچا ډېر زیات غمجن شو، خو د خپل قسم په خاطر چې د خپلو مېلمنو په مخکې یې خوړلی ؤ ونه غوښتل چې د هغې سره خپل قسم مات کړي.
27نو پاچا سمدلاسه جلاد ولېږه او حکم یې ورته وکړ چې د یحیی سر راوړي. جلاد لاړ او په زندان کې یې د یحیی سر پرې کړ
28او هغه یې په یو پتنوس کې راوړ او هغې انجلۍ ته یې ورکړ او هغې خپلې مور ته ورکړ.
29کله چې د یحیی شاګردان له دې نه خبر شول نو هغوی راغلل او د هغه مړی یې یووړ او په قبر کې یې ښخ کړ.
30رسولان بېرته عیسی ته راغلل او هرڅه چې هغوی کړي وو او کوم تعلیم چې یې ورکړی ؤ هغه یې ترې خبر کړ.
31دومره ډېر خلک تلل او راتلل چې عیسی او شاګردانو یې دومره وخت هم نه درلود چې ډوډۍ وخوري، نو عیسی هغوی ته وویل: «راځئ چې یو داسې ځای ته لاړ شو چې هلته یوازې اوسو او لږ ارام وکړو.»
32بیا هغوی خپله په کشتۍ کې یو ګوښه ځای ته لاړل.
33خو ډېرو خلکو هغوی ولیدل چې روان وو او هغوی یې وپېژندل او خلکو د ټولو ښارونو نه په پښو باندې هغه ځای ته ورمنډې کړې او د هغوی څخه مخکې هلته ورسېدل.
34کله چې عیسی د کشتۍ څخه ښکته شو او د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه یې ولیدله نو زړه یې ورباندې وسوځېد، ځکه چې هغوی د بې شپونه پسونو په شان وو. نو هغوی ته یې د ډېرو شیانو په هکله تعلیم ورکول پیل کړل.
35کله چې ماښام شو نو شاګردان یې ورته راغلل او ورته ویې ویل: «دا ځای د دښتې په شان دی او ناوخته شوې ده.
36خلک رخصت کړه چې شاوخوا کلیو او بانډو ته لاړ شي او ځانونو ته د خوړلو دپاره کوم څه واخلي.»
37خو عیسی وویل: «تاسو خپله هغوی ته څه ورکړئ چې ویې خوري.» هغوی ورته وویل: «ایا مونږ لاړ شو او هغوی ته د سپینو زرو په دوه سوه سکو ډوډۍ واخلو او وریې کړو چې ویې خوري؟»
38عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ستاسو سره څومره ډوډۍ شته؟ لاړ شئ او ویې ګورئ.» کله چې هغوی ولیدل نو هغه ته یې وویل: «زمونږ سره پنځه ډوډۍ دي او دوه ماهیان.»
39بیا عیسی خپلو شاګردانو ته امر وکړ چې خلک ډله ډله په شنو واښو باندې کښېنوي.
40نو خلک په قطارونو کې ډله ډله کښېناستل او په هره ډله کې سل سل او پنځوس پنځوس تنه وو.
41بیا عیسی هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان راواخیستل، اسمان ته یې وکتل، د خدای شکر یې وویست او ډوډۍ یې ماتې کړې. هغه یې شاګردانو ته ورکړې چې په خلکو یې ووېشي. هغه همدارنګه هغه دوه ماهیان هم په هغوی ووېشل.
42هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول.
43شاګردانو د پاتې شویو ډوډیو او ماهیانو څخه دولس ټوکرۍ ډکې کړې.
44کومو خلکو چې ډوډۍ خوړلې وه شمېر یې پنځه زره سړیو ته رسېده.
45بیا عیسی خپل شاګردان مجبور کړل چې کشتۍ ته وخېژي او د هغه څخه مخکې د دریاب بلې غاړې بیت صیدا ته لاړ شي. عیسی هلته پاتې شو ترڅو خلک رخصت کړي.
46کله چې عیسی د هغوی سره خدای پاماني وکړه نو په خپله غره ته وخوت چې دعا وکړي.
47کله چې ماښام شو نو د شاګردانو کشتۍ د دریاب په منځ کې وه او عیسی په وچه کې یوازې پاتې ؤ.
48عیسی ولیدل چې شاګردان یې په ډېر زحمت سره کشتۍ بوځي، ځکه چې باد ورته مخامخ ؤ. سهار وختي چې لا تیاره وه عیسی د اوبو دپاسه ګرځېده او شاګردانو ته ورغی. هغه غوښتل چې د هغوی له څنګه تېر شي،
49خو کله چې شاګردانو هغه ولید چې د اوبو دپاسه روان دی نو فکر یې وکړ چې دا د مړو ارواح ده نو چیغې یې کړې،
50ځکه چې هغوی ټولو هغه ولید او سخت ووېرېدل. خو عیسی سمدلاسه د هغوی سره خبرې وکړې او ویې ویل: «زړور اوسئ، زه یم، مه وېرېږئ.»
51بیا هغه د هغوی سره کشتۍ ته وخوت او باد ودرېده او هغوی ډېر زیات حیران شول.
52خو د هغوی زړونه سخت شوي وو، ځکه چې هغوی د ډوډۍ د معجزې په معنی پوه نه شول.
53هغوی د دریاب څخه پورې وتل، د جنیسارت سیمې ته ورسېدل او کشتۍ یې هلته ودروله.
54کله چې هغوی له کشتۍ څخه ښکته شول نو خلکو سمدلاسه عیسی وپېژنده،
55او هغوی په منډه منډه شاوخوا ټولو سیمو ته لاړل او چېرته چې به خلکو وویل چې عیسی په هغه ځای کې دی نو هغوی به خپل ناروغان ورته په کټونو کې راوړل.
56عیسی به چې هر کلي، ښار او بانډې ته تللو نو خلکو به ورته بازارونو ته خپل ناروغان وړل او زارۍ به یې ورته کولې چې ناروغانو ته دومره اجازه ورکړي چې لږ تر لږه د هغه لمنې ته لاس وروړي او هر چا چې به لاس وروړ نو هغه به روغېده.