Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1عیسی او شاګردان یې د دریاب بلې غاړې ته د جدریان سیمې ته لاړل.
2کله چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو، نو هلته د یو پېریاني سړي سره چې د هدیرې څخه راوتلی ؤ، مخامخ شو.
3هغه په هدیره کې اوسېده او هېچا نه شو کولای چې حتی هغه په زنځیرونو وتړي او راایسار یې کړي.
4ځکه چې څو څو ځلې یې د هغه په پښو او لاسونو کې ځولنې او زنځیرونه اچولي وو، خو هرځل یې زنځیرونه شلولي او ځولنې یې ماتې کړې وې او داسې قوي سړی نه ؤ چې هغه یې ارام کړی وای.
5هغه به شپه او ورځ په قبرونو او غرونو کې ګرځېده او تل به یې چیغې وهلې او خپل ځان به یې په تیږو زخمي کاوه.
6کله چې هغه عیسی د لېرې څخه ولید نو منډه یې کړه او د هغه په پښو کې پرېوت
7او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې: «ای عیسی، ای د خدای تعالی زویه! زما سره څه کار لرې؟ د خدای په خاطر ما مه په عذابوه.»
8دا ځکه چې عیسی هغه ته ویلي وو: «ای پېریه، د دې سړي څخه راووځه.»
9بیا عیسی د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا نوم څه دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زما نوم لښکر دی، ځکه چې زمونږ شمېر زیات دی.»
10هغه بیا عیسی ته ډېره زاري وکړه چې هغوی د هغې سیمې څخه ونه شړي.
11په دې وخت کې هلته د غونډۍ په لمنه کې د خوګانو یوه لویه رمه څرېدله.
12نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه: «مونږ خوګانو ته ولېږه او اجازه راکړه چې په هغوی کې ورننوځو.»
13عیسی هغوی ته اجازه ورکړه او پېریان د هغه سړي څخه ووتل او په خوګانو کې ورننوتل. ټوله رمه چې شاوخوا دوه زره خوګان وو، په منډه له کمره څخه ښکته دریاب ته ولوېدله او ډوبه شوه.
14د خوګانو ساتونکي وتښتېدل او دا خبر یې د ښار او شاوخوا کلیوالي سیمو خلکو ته ورساوه. خلک د ښار څخه ووتل ترڅو څه چې پېښ شوي وو، وویني.
15کله چې هغوی عیسی ته راغلل او هغه لېونی چې ډېر پېریان په کې وو، ولید چې کالي یې اغوستي وو او ذهن یې بېرته ښه شوی ؤ او هلته ناست ؤ، نو هغوی ووېرېدل.
16کومو خلکو چې دا پېښه لیدلې وه او د هغه پېریانو نیولي سړي او خوګانو سره چې څه شوي وو هغه یې نورو خلکو ته وویل.
17بیا هغو خلکو عیسی ته زارۍ وکړلې چې د دوی د سیمې څخه لاړ شي.
18کله چې عیسی کشتۍ ته ورختلو نو هغه سړي چې مخکې پېریانو نیولی ؤ، عیسی ته زاري وکړه چې اجازه ورته ورکړي چې ورسره لاړ شي.
19خو عیسی هغه ته اجازه ورنه کړه او ورته ویې ویل: «بېرته خپل کور او خپلې کورنۍ ته ورشه او هغوی ته ووایه چې څښتن ستا دپاره څومره لوی کار وکړ او څنګه یې په تا باندې رحم وکړ.»
20نو هغه سړی لاړ او څه چې عیسی د هغه دپاره کړي وو د هغو په هکله یې د دکاپولس په سیمه کې ټول خلک خبر کړل او هغوی ټول حیران شول.
21کله چې عیسی یوځل بیا په کشتۍ کې د دریاب بلې غاړې ته پورې وت، نو هلته د دریاب په غاړه ګڼ شمېر خلک ورڅخه راتاو شول.
22بیا د کنیسې یو مشر چې یایروس نومېده راغی او کله چې هغه عیسی ولید نو په پښو کې یې پرېوت،
23ډېره زاري یې ورته وکړه او ویې ویل: «زما کوچنۍ لور د مرګ په حال کې ده. مهرباني وکړه راشه او خپل لاس په هغې باندې کېږده چې روغه شي او ژوندۍ پاتې شي.»
24نو عیسی د هغه سره لاړ.ګڼ شمېر خلک ورسره روان شول او د هرې خوا څخه ورباندې خلک راټول شول.
25په هغوی کې یوه ښځه وه چې د دولسو کالو راهیسې د وینې بهېدلو په ناروغۍ اخته وه.
26هغه د ډېرو ډاکترانو له لاسه په تکلیف شوې وه او هرڅه چې هغې لرل هغه یې ولګول، خو د دې په ځای چې ښه شي هغه نوره هم بدترېدله.
27هغې د عیسی په هکله د خلکو خبرې اورېدلې وې، نو په ګڼه ګوڼه کې د شا له خوا راغله او د عیسی چپنې ته یې لاس وروړ.
28هغې د خپل ځان سره ویل: «که زه یوازې د هغه کالیو ته هم لاس وروړم نو روغه به شم.»
29څنګه چې هغې د هغه کالیو ته لاس وروړ نو سمدلاسه یې وینه ودرېدله او په ځان پوهه شوه چې ناروغي یې ښه شوې ده.
30په هماغه شېبه کې عیسی پوه شو چې د هغه څخه یو قوت راووت. هغه د خلکو ګڼې ګوڼې ته مخ راواړاوه او ویې ویل: «چا زما کالیو ته لاس وروړ؟»
31شاګردانو یې ورته وویل: «ته وینې چې خلک څنګه ستا شاوخوا ته راټول شوي دي او بیاهم وایې چې چا راته لاس راوړ؟»
32خو عیسی شاوخوا وکتل چې وګوري دا کار چا کړی دی.
33خو هغه ښځه پوه شوه چې څه ورباندې شوي دي نو له وېرې رپېدله، راغله او د هغه پښو ته پرېوتله او ټول حال یې ورته ووایه.
34عیسی هغې ته وویل: «لورې، ته خپل ایمان روغه کړې. په خیر لاړه شه او د تل دپاره د دې ناروغۍ څخه خلاصه شې.»
35عیسی لا خبرې کولې چې د کنیسې د مشر یاییروس د کور نه څو کسان راغلل او ویې ویل: «ستا لور مړه شوه. نور ولې استاذ ته تکلیف ورکوې؟»
36عیسی د هغوی خبرو ته غوږ ونه نیوه او د کنیسې مشر ته یې وویل: «مه وېرېږه، یوازې ایمان ولره.»
37بیا هغه له پطروس، یعقوب او د یعقوب ورور یوحنا پرته بل چاته اجازه ورنه کړه چې د هغه سره لاړ شي.
38کله چې هغوی د کنیسې د مشر کور ته ورسېدل، عیسی د ویرجنو خلکو یوه ډله ولیدله او ویې لیدل چې په چیغو چیغو یې ژړا او انګولا کوله.
39نو عیسی دننه ورغی او هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې دا شورماشور جوړ کړی او ژړاګانې کوئ؟ انجلۍ مړه نه ده بلکې ویده ده.»
40خو هغوی ورپورې وخندل. عیسی هغوی ټول له کوره وویستل او د انجلۍ مور او پلار او خپل درې شاګردان یې د ځان سره کړل او هغې کوټې ته ورننوتل چې انجلۍ په کې پرته وه.
41عیسی انجلۍ له لاسه ونیوله او ورته ویې ویل: «طلیتا قومي» یعنې «ای انجلۍ، تاته وایم راپاڅېږه.»
42انجلۍ سمدلاسه راپاڅېدله او روانه شوه. هغه دولس کلنه وه. په دې کار هغوی ډېر حیران شول.
43خو عیسی هغوی ته په کلکه امر وکړ چې له دې نه باید هېڅوک خبر نه شي او هغوی ته یې وویل: «هغې ته څه شی ورکړئ چې ویې خوري.»