Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
41 verses
1عیسی یوځل بیا د دریاب په غاړه تعلیم ورکول پیل کړل. او دومره زیات خلک ورته راټول شوي وو چې هغه ترې کشتۍ ته وخوت او هلته کښېناست او ټول خلک د دریاب په غاړه ولاړ وو.
2هغه هغوی ته په مثالونو کې ډېر شیان ورزده کول. کله چې هغه تعلیم ورکاوه نو هغوی ته یې وویل:
3«واورئ، په یو وخت کې یو دهقان د تخم شیندلو دپاره خپل پټي ته لاړ.
4کله چې هغه تخم شینده نو یو څه تخم په لاره کې ولوېد. بیا مرغان راغلل او هغه یې وخوړ.
5څه تخم په داسې ځمکه کې ولوېد چې تیږې یې لرلې نو هغه تخم زر راشین شو، ځکه چې خاوره یې کمه وه.
6خو کله چې لمر راوخوت نو هغه بوټي وسوځېدل او وچ شول، ځکه چې ریښې یې ژورې نه وې.
7څه تخم په اغزو کې ولوېد او کله چې اغزي لوی شول نو بوټي یې لاندې کړل او حاصل یې ورنه کړ.
8نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد او هغه راشین شو، لوی شو، حاصل یې ورکړ او دېرش چنده، شپېته چنده او سل چنده حاصل یې ورکړ.»
9بیا عیسی وویل: «که څوک غوږونه لري نو هغه دې واوري.»
10کله چې عیسی یوازې شو نو دولسو شاګردانو او نورو خلکو چې ورسره ملګري وو د هغه څخه پوښتنه وکړه چې د دې مثالونو مقصد څه دی.
11عیسی ځواب ورکړ: «تاسو ته د خدای د پاچاهۍ پټ راز درکړل شوی دی، خو نورو ته هرڅه په مثالونو کې ویل کیږي،
12ترڅو: هغوی به تل ګوري خو څه به نه ویني، تل به اوري خو هېڅکله به پرې نه پوهیږي، ځکه که چېرې هغوی اورېدلی او لیدلی نو د خدای خواته به راګرځېدلي وای او بخښل شوي به وای.»
13بیا عیسی هغوی ته وویل: «تاسو چې په دې مثال نه پوهېږئ، نو په نورو مثالونو به څنګه پوه شئ؟
14دهقان د خدای کلام خپروي.
15ځینې خلک د هغه تخم په شان دي چې په لاره کې لویږي، څنګه چې کلام واوري نو شیطان سمدلاسه راشي او کوم کلام چې د هغوی په زړونو کې کرل شوی دی هغه ترې یوسي.
16ځینې خلک د هغه تخم په شان دي چې په هغه ځمکه کې کرل شوی چې تیږې لري، څنګه چې هغوی کلام واوري نو په خوشحالۍ سره یې مني.
17خو له دې امله چې کلام په هغوی کې ریښې نه وي نیولې نو هغه د زیات وخت دپاره نه پاتې کیږي. نو کله چې د کلام له امله په هغوی باندې سختي راشي او یا وځوریږي، نو زر خپل ایمان له لاسه ورکړي.
18نور خلک د هغه تخم په شان دي چې په اغزو کې کرل شوی وي. دا هغه خلک دي چې کلام اوري،
19خو کله چې د ژوند اندېښنې، د شتمنۍ سره مینه او د نورو شیانو غوښتنې راپیدا شي نو د کلام مخه نیسي او حاصل نه ورکوي.
20نور خلک د هغه تخم په شان دي چې په ښې خاورې کې لوېدلي وي، هغوی کلام واوري او قبول یې کړي او هغوی دېرش چنده یا شپېته چنده یا سل چنده حاصل ورکوي.»
21بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو څراغ د دې دپاره راوړئ چې هغه د کوم لوښي او یا یې د کټ لاندې کېږدئ؟ ایا هغه په څراغدان باندې نه ږدئ؟
22ځکه داسې پټ شی نشته چې ښکاره نه شي او نه داسې پټ راز شته چې ښکاره به نه شي.
23که څوک غوږونه لري نو هغه دې واوري.»
24بیا یې هغوی ته وویل: «څه چې اورئ نو د هغه په هکله پام کوئ. څنګه چې تاسو یې اورئ، په هماغه اندازه زیاته پوهه به درکړل شي او حتی د هغې نه زیاته به درکړل شي.
25ځکه څوک چې زما تعلیم ته غوږ نیسي نو هغه ته به نوره پوهه هم ورکړل شي، خو څوک چې ورته غوږ نه نیسي، نو هغه لږه پوهه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.»
26عیسی وویل: «د خدای پاچاهي داسې ده لکه چې یو دهقان په خپل پټي کې تخم وشیندي.
27هغه د شپې و��ده وي او د ورځې ویښ وي، خو تخم شین کیږي او وده کوي او هغه پرې نه پوهیږي چې دا تخم څنګه شین شو او لوی شو.
28ځمکه په خپله بوټي شنه کوي او حاصل ورکوي، لومړی ډنډر نیسي، بیا وږی او بیا وږي دانې نیسي.
29خو کله چې فصل پوخ شي نو دهقان ورپسې لور راواخلي ځکه چې د فصل د رېبلو وخت رارسېدلی وي.»
30عیسی وویل: «د خدای پاچاهي د څه شي سره پرتله کولای شو او یا د هغه دپاره کوم مثال ووایو؟
31د خدای پاچاهي د شړشمو د تخم په شان ده چې په ځمکه کې کرل کیږي او د ځمکې په مخ د ټولو تخمونو د دانو څخه ډېر وړوکی دی.
32خو کله چې وکرل شي، نو هغه غټیږي او د ټولو بوټو څخه لوړ شي او څانګې یې دومره غټې شي چې مرغان کولای شي ځالې په کې جوړې کړي.»
33عیسی به په داسې ډېرو مثالونو سره خلکو ته خپل پیغام رساوه، ترڅو هغوی وکولای شي ورباندې پوه شي.
34هغه به د خلکو سره بې له مثالونو خبرې نه کولې، خو کله چې به د خپلو شاګردانو سره یوازې ؤ نو هغوی ته به یې هرڅه تشریح کول.
35د هماغې ورځې په ماښام عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شو.»
36نو هغوی خلک پرېښودل، شاګردانو عیسی په هماغې کشتۍ کې چې ناست ؤ د ځان سره بوته. نورو خلکو هم کشتۍ ونیولې او د هغوی سره روان شول.
37ناڅاپه یو سخت توفان راغی او څپو کشتۍ داسې ووهله چې نژدې وه ډوبه شي.
38په دې وخت کې عیسی د کشتۍ په اخر کې خپل سر په بالښت باندې ایښی ؤ او ویده شوی ؤ. شاګردانو هغه راویښ کړ او ورته ویې ویل: «استاذه! ستا سره زمونږ غم نشته، مونږ ډوبیږو؟»
39هغه راپاڅېد او باد ته یې امر وکړ: «ارام شه.» او څپو ته یې وویل: «ودرېږئ.» نو باد ودرېده او کراره کراري شوه.
40بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو ولې دومره وېرېږئ؟ ایا تاسو لا اوس هم ایمان نه لرئ؟»
41هغوی سخت وېرېدلي وو او یو بل ته یې وویل: «دا لا څوک دی چې باد او څپې یې هم امر مني؟»