Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1عیسی یوځل بیا کنیسې ته لاړ او هلته یو سړی ؤ چې لاس یې وچ شوی ؤ.
2ځینو خلکو هڅه کوله ترڅو یو دلیل پیدا کړي چې په عیسی تور ولګوي، نو هغوی دې ته کتل چې هغه د سبت په ورځ هغه سړي ته شفا ورکوي او که نه.
3نو عیسی هغه سړي ته چې لاس یې وچ شوی ؤ، وویل: «راپاڅېږه او د ټولو په مخکې ودرېږه.»
4بیا هغه د خلکو څخه پوښتنه وکړه: «د سبت په ورځ نېکي کول روا دي که بدي کول؟ د چا د ژوند ژغورل روا دي که له منځه وړل؟» خو هغوی غلې پاتې شول.
5عیسی په قهر سره هغوی ته وکتل او د هغوی په حال یې افسوس وکړ، ځکه چې زړونه یې سخت وو. بیا یې هغه سړي ته وویل: «خپل لاس وغزوه.» هغه لاس وغزاوه او لاس یې روغ شو.
6بیا فریسیان د کنیسې څخه ووتل او سمدلاسه یې د هیرودیس د طرفدارانو سره یوه لاره جوړه کړي چې عیسی څنګه ووژني.
7عیسی د خپلو شاګردانو سره د دریاب غاړې ته لاړ او زیات شمېر خلک ورپسې روان وو. هغوی د جلیل، یهودیې،
8اورشلیم، ادومیې، د اردن د سیند د بلې غاړې له سیمو او د صور او صیدون له شاوخوا سیمو څخه راغلي وو. دا ټول خلک ځکه عیسی ته راغلل چې د هغه د کارونو څخه خبر شوي وو.
9د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله عیسی خپلو شاګردانو ته وویل چې هغه ته کشتۍ تیاره کړي ترڅو خلک ورباندې زور رانه وړي.
10ځکه چې هغه دومره ډېر ناروغان روغ کړي وو چې یو بل یې ټېله کول ترڅو هغه ته لاس وروړي.
11کله چې به پېریانو عیسی ولید نو په پښو کې به یې پرېوتل او چیغې به یې وهلې: «ته د خدای زوی یې.»
12خو عیسی پېریانو ته په کلکه حکم کاوه چې هېچا ته ونه وایي چې هغه څوک دی.
13بیا عیسی غره ته لاړ او کوم کسان یې چې خوښ کړي وو هغه یې راوغوښتل او هغوی ورته راغلل.
14عیسی دولس تنه وټاکل او هغوی یې د رسولانو په نوم یاد کړل چې د هغه سره به اوسي او هغوی به ولېږل شي چې وعظ وکړي
15او دا واک او اختیار به ولري چې پېریان وباسي.
16هغه دا دولس تنه وټاکل: شمعون چې عیسی ورباندې پطروس نوم کېښود،
17د زبدي زوی یعقوب او د هغه ورور یوحنا چې په هغوی باندې «بوانیرګس» یعنې «د تندر زامن» نوم کېښود،
18او اندریاس، فیلیپوس، بارتولما، متي، توما، د حلفي زوی یعقوب، تدي، شمعون سرتېری،
19او یهودا اسخریوتي چې د عیسی سره یې خیانت وکړ.
20وروسته عیسی خپل کور ته ننوت او یوځل بیا دومره زیات خلک راټول شول چې عیسی او شاګردانو یې د ډوډۍ خوړلو وخت هم نه درلود.
21کله چې د عیسی خپلوان خبر شول نو هغوی لاړل چې هغه د ځان سره بوځي، ځکه چې دوی ویل چې هغه لېونی شوی دی.
22د شریعت کوم عالمان چې د اورشلیم څخه راغلي وو، ویل یې: «هغه د بعلزبول یعنې د پېریانو د مشر چې شیطان دی، په مرسته پېریان وباسي.»
23نو عیسی خلک راوغوښتل او په مثالونو کې یې ورسره خبرې وکړې او ویې ویل: «شیطان څنګه شیطان ویستلی شي؟
24که په یوه پاچاهۍ کې بې اتفاقي راپیدا شي نو هغه پاچاهي نه شي پاتې کېدلی.
25که په یوه کورنۍ کې بې اتفاقي راپیدا شي نو هغه کورنۍ نوره نه شي پاتې کېدلی.
26که چېرې شیطان د خپل ځان په خلاف راپورته شي او د ځان سره بې اتفاقه شي، نو هغه نه شي پاتې کېدلی او قدرت یې له منځه ځي.
27همدارنګه هېڅوک نه شي کولای چې د یو زورور سړي کور ته ورننوځي او د هغه د کور سامان لوټ کړي، ترڅو چې لومړی هغه سړی وتړي او بیا یې کور لوټ کړي.
28په یقین سره زه تاسو ته دا ��ایم چې د انسان هر ډول ګناه او حتی هر کفر یې چې ویلی وي هغه به وبخښل شي،
29خو څوک چې د روح القدس په خلاف کفر ووایي هغه به هېڅکله ونه بخښل شي، بلکې د هغې ګناه به تل ترتله د هغه په غاړه وي.»
30عیسی ځکه دا خبره وکړه چې هغوی ویل: «هغه پېریانو نیولی دی.»
31بیا د عیسی مور او ورونه راغلل او د کور څخه دباندې ولاړ وو. هغوی یو څوک ورولېږه چې هغه ته غږ وکړي.
32په دې وخت کې ګڼ شمېر خلک چې د عیسی چارچاپېره ناست وو، هغه ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي چې تا وویني.»
33عیسی په ځواب کې وویل: «زما مور څوک ده او زما ورونه څوک دي؟»
34عیسی هغو خلکو ته چې د هغه چارچاپېره ناست وو وکتل او ویې ویل: «زما مور او زما ورونه دا دي.
35څوک چې د خدای د ارادې سره سم کار کوي هغه زما ورور، زما خور او زما مور ده.»